تورخم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تورخم
تورخم
په 2011 کې تورخم
په 2011 کې تورخم
په 2011 کې تورخم

کابل،پېښور او د ننگرهار ځنې ښارونه
کابل،پېښور او د ننگرهار ځنې ښارونه
کابل،پېښور او د ننگرهار ځنې ښارونه

Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۳۴°۶′۵۳″ شمال ۷۱°۵′۵″ ختیځ / 34.11472°شمال 71.08472°ختيځ / 34.11472; 71.08472
اداري وېش
هېواد کينډۍ:Afghanistan
ولايت ننگرهار ولايت
پراخوالی
لوړوالی 786 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
وخت زون UTC+4:30
جيو کوډ 1122264[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمينځه د ډیورنډ کرښې ترمنځ ښارګوټی او سيمه ده ، دا دواړو هېوادونو ترمينځه د تگ راتگ يوه لوی لار ده. دا د افغانستان ننگرهار ولايت د پاکستان د پښتونخوا او فدرالي قبايلي سيمو سره يو ځای کوي.دا د افغانستان او پاکستان له ټولو زياته مصروفه لار گڼلی کېږي ځکه چې په دې دواړو هېوادونو ترمينځه سوداگريزې او نورې چارې ترسره کېږي.

سرحدي لانجې[سمول]

د تورخم کرښې کې کله ناکله د افغان او پاکستاني وسله والو ځواکونو ترمنځ نښتې شوې چې وروستۍ هغه یې د ۲۰۱۶ز کال د جون په ۱۲مه نیټه ماښام مهال په سرحدي صفر ټکي کې د پاکستاني ځواکونو له خوا اغزن مزي لګولو له لامله رامنځته شوه. بل رپوټ بیا د پاکستاني اړخ له خوا د دروازې لګول د جګړې پیل بولي. د ننګرهار ولایت چارواکي وايي په تورخم کې افغان او پاکستاني سرحدي قواوو تر منځ جنګ نښتی دی. جګړه د یکشنبې په ماسختن په ځایي وخت نهه بجې وروسته له هغې نښتې چې، د افغان چارواکو په وینا پاکستاني ځواکونو غوښتل په تورخم کې دروازه ولګوي خو افغان سرحدي قواوو اجازه ورکړې نه ده. په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو قوماندان ولي خان شینواري امریکا غږ ته د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ جګړه تاید کړې خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. نوموړی وايي ویل چې د شپې تر ۱۱بجو پورې هم ډزې روانې وې. یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې په جګړه کې دوه افغان سرحدي پولیس ټپیان شوي او پاکستانۍ غاړې ته هم مرګ ژو بله اوښتې خو دقیق شمېر یې نه دی مالوم. د تورخم سیمې یو اوسېدونکی وایي چې پاکستاني ځواکونه د درنو توپونو ‌‌‌‌‌‌ډزې کوي او سخته جګړه ده.

  1. پیوستون : 1122264  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported