ضحاک ښار
شهر ضحاک یا ضحاک ښار چي د سره ښار په نوم هم یادیږي، د افغانستان په بامیان کي یو لرغونۍ او تاریخي ښار دی چي یو وخت د 3,000 خلکو استوکنځای بلل کېدی. داسې انګیرل کیږي چي دا ښار د 500-600 میلادی کال تر مینځ د هفتالیانو لخوا هغه وخت رامنځ ته سوی وي کله چي، په ورته وخت کي د بایمن بودایي پژۍ هم جوړ سوی وو. ضحاک ښار د بامیانو د درې په ختیځه څنډه کي د کندز او کالو ګنګ سیندونو له سنگم څخه پورته واقع دی. دا دره په لرغونې زمانه کي د یوې ستري لاري یوه برخه وه چي اروپا یې له هند او چین سره نښلول.
ضحاک د اسلامي دورې (10 - 13 پیړۍ) په اوږدو کي د غزنویانو او غوري امپراتوریو تر واکمنۍ لاندې ټینګ راغلی. د ضحاک کلا په وروسته کي د خوارزمیانو د امپراتورۍ د لوی یرغل د یوې برخي په توګه د مغولانو له لوري د برید پرمهال د چنګیز خان او د هغه د اردو لخوا ویجاړه سول.
یاده کلا د غونډیو په واسطه ساتل سوې، او ددې سیمي په اوږدو کي د سختو غونډیو په اوږدو کي داسي جوړه سوې وه، چي په څو د څار برجونو باندي سمبال وه، او ځیني یې اوس هم ولاړ دي. په افغانستان کي د اوږد مهاله توقیف او ساتني د نشتوالي له امله د جګړې په وروستیو وختونو کي ددې ځای ډیری جوړښتونه نړیدلي یا د پرځېدو له ګواښ سره مخ دي. [۱]
سرچينې[سمول]
- سي اېس ۱ تېروتنه: ورکه دوره
- هغه پانې چې له سرليک پرته وېب حوالې لري
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1435 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP18
- نخشه لرونکي مخونه