د کاپیسا پاچاهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کاپیسا پاچاهي (په معاصر چینایي سرچینو کې چینایي:  漕國 Caoguo ګڼل کېږي، او په چینایي ژبه: 罽賓 Jibin) په نوم ېادېږي، یو لرغونۍ افغان دولت وو چي د زېږدیزې لومړۍ زریزې په وروستیو کې یې په اوسني افغانستان کې موقعیت درلود . پلازمېنه یې د کاپیسا ښار و. دا پاچاهي په شمال کي له هندوکش څخه، په لوېدیځ او سوېل کې تر بامیان او کندهار پورې، په ختیځ کې د اوسني جلال آباد تر ښار پورې غځېدلې وه. [۱][۲]

له تاریخي اړخه، د کاپیسا نوم د دې سیمې لپاره له تاریخ نه وړاندې د پخواني نوم سنسکریت شوې بڼه ښکاري. له میلاد نه مخکې په ۳۲۹ کال کې د لوی سکندر له خوا د دې سیمې له فتحې وروسته، په یوناني نړۍ کې دا سیمه په قفقاز کې د اسکندریې په نوم یادېده، خو داسې برېښې چې پخوانی نوم یې پاتې شوی وي. [۳]

چینایي بودايي راهب ژوان ژانګ په ۶۰۰ زېږدیز کال کې، د کاپیسا څخه ليدنه وکړه، او هلته یې د وریجو او غنمو د کښت او د سولي قوم د پاچا په اړه خبرې وکړې. هغه په خپلو تاریخي پېښو کې لیکي چې په کاپیسا کې له ۶۰۰۰ څخه زیات د بودیزم د مهایانا عقیدې راهبانو شتون درلود. د سویي کتاب په نوم د اوومې پېړۍ په چینایي تاریخ ليکنه کې، کاپیسا د کاو پاچاهي (په چینایي: 漕國 Caoguo) په توګه معرفي شوې ده. په نورو چینایي آثارو کې جیبین (په چینایي: 罽賓 Jibin) یاده شوې ده. [۴][۵][۶]

دا قلمر د اوومې او نهمې پېړۍ تر منځ د ترک شاهي کورنۍ تر واک لاندې و. په یو وخت کې یې بګرام د پاچاهۍ پلازمینه وه، په داسې حال کې چې په اوومه پېړۍ کې له کاپیسا څخه د واک مرکز کابل ولېږدول شو. [۷][۸]

کاپیسي[سمول]

کاپیسا (کاپیسي، په چینایي: 迦畢試 Jiapishi) یا کاپیسا، د کاپیسا د پاچاهي پلازمینه وه. لکه څنګه چې د دې قلمرو نوم په افغانستان کې د اوسني کاپیسا ولایت لپاره کارول کېږي، د کاپیسا لرغوني ښار د اوسني بګرام په شاوخوا کې یا په پروان ولایت کې موقعیت درلود.

د کاپيسا په اړه لومړنۍ سرچینې د پنځمې زېږدیزې پېړۍ د هندي عالم اچاريا پانیني په ليکنو کې څرګندېږي. پانیني د کاپيسي ښار ته، د کاپیسا د پاچاهي د یو ښار په توګه اشاره کوي. پانیني همدارنګه کاپيسایانا ته، د کاپیسا د مشهورو شرابو په توګه اشاره کوي. د کاپيسي ښار د اپولودوتس/ایوکراتیدس په هند-یوناني سکو کې، او همدارنګه د د نزاک هونانو په سکو کې د کاویسي (Kaviśiye) په بڼه راڅرګند شوی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د لرغون پېژندنې کشفونو په ۱۹۳۹ کال کې تایید کړه چې د کاپیسا ښار د کاپیسایانا شرابو لوی بازار، چې  زیات د ښیښې بوتلونه، د کب په څېر د شرابو جګونه، او د شرابو پیالې چې د هغه وخت د شرابو سوداګري په ګوته کوي. د سیمې انګور (کاپیسایاني درکشا) او شراب (کاپیسایاني مدهو) د هند د لرغونو ادبیاتو په څو آثارو کې یاد شوي دي. مهابارتا په ښار کې د غلامۍ د عام دود یادونه هم کړې ده. د بگرام عاج، تزئینات چې د سوځېدلې فرنیچر څخه پاتې شوي، ارزښتناکه هنري موندنې دي. [۱۴][۱۵][۱۶]

په ورپسې وختونو کې، داسې ښکاري چې کاپیسا د یوې داسې پاچاهۍ برخه وه چې د بودا پاچا کشتریا تر واک لاندې وه او د چینایي زیارت کونکي شوان زانګ له قوله چې په ۶۴۴ ز کال کې یې له دې سیمې لیدنه کړې وه، د لامپاکا، ناګارهارا، ګندهارا او بنو په ګډون لس ګاونډي دولتونه یې تر واک لاندې وو. شوان ژانګ له سيمې څخه د شین نسل آسونو يادونه کړې، د ډول ډول حبوباتو او مېوو د توليد يادونه یې هم کړې، همدارنګه، د يو-کين په نوم د بوی لرونکې ريښې يادونه یې هم وکړې ده. [۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Journal of the Asiatic Society of Pakistan, Volumes 4-6. Asiatic Society of Pakistan, 1959.[۱]
  2. Kuwayama, S. (2002). Across the Hindukush of the First Millennium: a collection of the papers (PDF). Institute for Research in Humanities, Kyoto University. د کتاب پاڼي 215–216. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Dr S. Chattopadhyaya 1974: 58; India as Known to Panini, 1953, p. 71, Dr V. S. Aggarwala; Foreign Elements in Ancient Indian Society, 2nd Century BC to 7th Century AD, 1979, p. 86, Dr Uma Prasad Thapliyal.
  4. Dust in the wind: retracing Dharma Master Xuanzang's Western pilgrimage. Rhythms Monthly, 2006. کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN [۲]
  5. Gandhāran Buddhism: archaeology, art, texts. Asian religions and society series. Pia Brancaccio, Kurt A. Behrendt. UBC Press, 2006. کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN [۳]
  6. Kuwayama, S. (2002). Across the Hindukush of the First Millennium: a collection of the papers (PDF). Institute for Research in Humanities, Kyoto University. د کتاب پاڼي 215–216. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Buddha Prakash . Glimpses of ancient Panjab. Sita Ram Kohli memorial lectures. Punjabi University, Dept. of Punjab Historical Studies, 1966 [۴]
  8. Giovanni Verardi, Elio Paparatti. Buddhist caves of Jāghūrī and Qarabāgh-e Ghaznī, Afghanistan. Volume 2 of Reports and. IsIAO, 2004. کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN [۵]
  9. Ashtadhyayia Sutra IV.2.99.
  10. Sutra IV.2.29.
  11. Dr S. Chattopadhyaya 1974: 58; India as Known to Pāṇini, 1953, p 71, Dr V. S. Aggarwala; Foreign Elements in Ancient Indian Society, 2nd Century BC to 7th Century AD, 1979, p 86, Dr Uma Prasad Thapliyal.
  12. See: Notes on Indian coins and Seals, Part IV, E. J. Rapson in Journal of the Royal Asiatic Society of Great Britain & Ireland, 1905, p 784, (Royal Asiatic Society of Great Britain and Ireland).
  13. Klaus Vondrovec (2014). Coinage of the Iranian Huns and Their Successors from Bactria to Gandhara (4th to 8th Century CE). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-7695-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. A Grammatical Dictionary of Sanskrit (Vedic): 700 Complete Reviews of the Best Books for ..., 1953, p 118, Dr Peggy Melcher, Vasudeva Sharana Agrawala, Surya Kanta, Jacob Wackernagel, Arthur Anthony Macdonell.
  15. Cultural History of Ancient India: A Socio-economic and Religio-cultural Survey of Kapisa and ..., 1979, p 29, Jaya Goswami; India as Known to Pāṇini: A Study of the Cultural Material in the Ashṭādhyāyī, 1953, 118, Dr Vasudeva Sharana Agrawala
  16. Mahabharata 2.48.7.; Tribes in the Mahabharata: A Socio-cultural Study, 1987, pp 94,314, Krishna Chandra Mishra - Mahābhārata; Geographical and Economic Studies in the Mahābhārata: Upāyana Parva, 1945, p 44, Dr Moti Chandra - India
  17. Su-kao-seng-chaun, Chapter 2, (no. 1493); Kai-yuan-lu, chapter 7; Publications, 1904, p 122-123, published by Oriental Translation Fund (Editors Dr T. W. Rhys Davis, S. W. Bushel, London, Royal Asiatic Society).