د افغانستان د خپلواکۍ ورځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
طاق ظفر کله چې افغانستان له انګرېزانو نه خپله خپلواکي بېرته واخیستله، له هغه وروسته د شاه امان الله خان په امر دغه ودانی جوړه شوه.

شاه امان الله خان غازي د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ سره برابره ده. د افغانانو په پراخ ملاتړ او همکاري له برېتانیا سره له سختې جګړې وروسته د افغانستان ازادي اعلان کړه. او د یو لوی او شاندار جشن په ترڅ کې چې د زاړه کابل د زر افشان قصر (د زرنګار پارک) کې جوړه شوی وو د شاه امان الله خان د لاسلیک او توشیح پر وخت اعلان شو او د نړیوالو لخوا افغانستان د یوه خپلواکه هېوادو په توګه په رسیمت وپيژندل شو. په تاریخ کې راغلي چې افغانانو په ډېر زیار او قربانیو سره له انګریزانو څخه خپلواکي ترلاسه کړې ده. غازی امان الله خان په خلکو غږ وکړو چې ۲۸ د اسد د ملی خپلواکي او ازادی د ورځی په نوم ولمانځي د غازی امان الله خان دغه سترې کارنامې افغانستان ته په خپل مهم جغرافیايي او استراتیژیک موقعیت کې لا نور هم سیاسي او اقتصادي اعتبار ور په برخه کړو. غازی امان الله خان چی یو متمدن، باتدبیر په وطن او خلکو مین او ترقی پسند شخصیت و د هیواد پرمختګ او ابادی یی ستر ارمان او شعار وو چی د امانی دوره اصلاحات او ریفورمونه یی ژوندی مثالونه دی. د افغانستان لپاره د غازي امان الله خدمتونه په ځانګړې توګه د دیموکراسي او د هیواد د پرمختګ په برخه کې د قدر وړ دي چې باید وساتل شي.

دا هم وګورئ[سمول]

امیر امان الله خان

یاداښتونه او سرچینې[سمول]