Jump to content

کنیشکا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کنيشکا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۰۷۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۰۱۴۴ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

کنیشکا (لمړئ کنیشکا)[lower-alpha ۱] چي د لوی کنیشکا په نوم هم پیژندل کیږي، [۲] په لرغوني افغانستان کي د کوشاني کورنۍ یو نامتو امپراتور او واکمن وو، او د دویمي زیږدیزي پېړۍ په لمړیو لسیزو کي یې واک درلود.[۳] نوموړی د افغانستان او نړۍ په تاریخ کي د خپلو نظامي، سیاسي او معنوي لاسته راوړنو له امله ډېر زیات شهرت لري. کنیشکا د کوجولا کادفیسس له اولادې څخه وو، چي په افغانستان او شاوخوا سیمو کي د کوشان امپراتورۍ بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږي. دده د امپراتورۍ اصلي پلازمینه د ګندهارا سیمي اړوند په پورشاپوره ( اوسني پیښور ) کي وه، او دویم مرکز یې د افغانستان بګرام سیمه ګڼل کېده. د کنیشکا د تاریخ او واکمنۍ اړوند سکې په تریپوري (اوسني جبلپور ) کي موندل سوي دي. [۴]

د تاریخونو پر بنسټ که څه هم کنیشکا هیڅکله د مذهب پیرو نه وو، خو د هغه فتحو او د بودیزم ملاتړ د ورېښمو لارې په پراختیا کي او د قراقرم سلسلې څخه چین ته د ګندهارا څخه د مهایانا بودیزم په لیږد کي مهم رول لوبولی دی. کنیشکا د 127 زیږدیز کال په شاوخوا کي د خپلي ادارې رسمي ژبه له باختري څخه په یوناني بدله کړه. [۵]

پخوانیو پوهانو باور درلود چې کنیشکا په 78 زیږدیز کال کي د کوشان تخت ته ورسېدی، او دا نیټه د ساکا د دورې د پیل په توګه بلل سوې ده. مشهوره پوه فالک اټکل کوي چي کنیشکا په 127 زیږدیز کال کي تخت ته رسېدلی دی. [۶]

  1. B.N. Mukhjerjee, Shāh-jī-kī-ḍherī Casket Inscription, The British Museum Quarterly, Vol. 28, No. 1/2 (Summer, 1964), pp. 39–46
  2. "The yuga of Sphujiddhvaja and the era of the Kuṣâṇas".
  3. . 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  4. Dahiya, Poonam Dalal (2017-09-15). ANCIENT AND MEDIEVAL INDIA EBOOK (په انګليسي ). McGraw-Hill Education. مخونه 278–281. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-93-5260-673-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. The Kushans at first retained the Greek language for administrative purposes but soon began to use Bactrian.
  6. Falk (2001), pp. 121–136.