بګرام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بګرام د افغانستان د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ یو ښارګوټی او مرکز دی چې د پلازمېنې کابل شمال ته په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی. دا ښار د یو لرغوني سیمې برخه ده چې د غوربند او پنجشیر په غوټه کې، د افغانستان د نني  چاریکار ښار ته نږدې واقع شوې دی. د لرغوني هند څخه د ورېښمو د لارې په سر د دې تاریخي ښار موقعیت دې سېمې ته زیات ارزښت ور په برخه کړ چې دا لار د لوېدیځ په لور د غرونو له لارې بامیانو او د کوشان له لارې شمال ته د بغلان درې په لور او په سرخ کوتل کې د کوشان له لرغونې سیمې څخه په تېرېدو د بلخ سوداګریز مرکز او د افغانستان نورو شمالي سیمو ته ځي.  همدارنګه بګرام د کوشاني سترواکۍ پلازمېنه هم و. [۱]

اقلیم[سمول]

د کوپن د اقلیم د طبقه بندی د سیسټم پر بنسټ، بګرام ګرم دوبی او براعظمي مرطوب اقلیم (Dsa) ) لري چې لنډ او ساړه ژمي او اوږده، ګرم او وچ اوړي لري.  اورښت زیاتره د اکتوبر او اپرېل میاشتو ترمنځ رامنځته کېږي. د دوړو او رېګ طوفانونه د کال په ځینو وختونو کې په دوامدار ډول پېښېږي او د ژمي په میاشتو کې ښار زیاتره په واورو پوښلی وي. د کلنۍ تودوخې منځنۍ درجه ۱۲.۰۲  سانتيګراد (۵۳.۶ فارنهایت ) ده. [۲]

د بګرام د اقلیمي ډېټا
میاشت جدی دلو حوت حمل ثور جوزا سرطان اسد سنبله میزان عقرب قوس کال
منځنۍ لوړه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) ۳.۵ (۳۸.۳) ۴.۱ (۳۹.۴) ۱۱.۱ (۵۲.۰) ۱۸.۲ (۶۴.۸) ۲۴.۶(۷۶.۳) ۲۹.۶ (۸۵.۳) ۳۲.۶ (۹۰.۷) ۳۱.۸ (۸۹.۲) ۲۷.۶ (۸۱.۷) ۲۱.۰ (۶۹.۸) ۱۲.۹ (۵۵.۲) ۷.۲ (۴۵.۰) ۱۸.۷ (۶۵.۶)
ورځنی اوسط په سانتیګرا (فارانهایت) -۲.۵ (۲۷.۵) -۱.۳ (۲۹.۷) ۴.۸ (۴۰.۶) ۱۱.۳ (۵۲.۳) ۱۷.۴ (۶۳.۳) ۲۲.۳ (۷۲.۱) ۲۵.۵ (۷۷.۹) ۲۴.۷ (۷۶.۵) ۲۰.۷ (۶۹.۳) ۱۴.۴ (۵۷.۹) ۶.۳ (۴۳.۳) ۰.۸ (۳۳.۴) ۱۲.۰ (۵۳.۷)
منځنۍ ټيټه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) -۸.۵ (۱۶.۷) -۶.۷ (۱۹.۹) -۱.۵ (۲۹.۳) ۴.۴ (۳۹.۹) ۱۰.۱ (۵۰.۲) ۱۵.۰ (۵۹.۰) ۱۸.۳ (۶۴.۹) ۱۷.۶ (۶۳.۷) ۱۳.۷ (۵۶.۷) ۷.۷ (۴۵.۹) −۰.۴ (۳۱.۳) -۵.۶ (۲۱.۹) ۵.۳ (۴۱.۶)
منځنی اورښت په میلی متر (انچ) ۵۰ (۲.۰) ۷۲ (۲.۸) ۷۳ (۲.۹) ۵۱ (۲.۰) ۲۳(۰.۹) ۳(۰.۱) ۲ (۰.۱) ۱ (۰.۰) ۳ (۰.۱) ۹ (۰.۴) ۲۰ (۰.۸) ۲۹ (۱.۱) ۳۳۹ (۱۳،۳)
سرچینه: Climate-Data.org

تاریخچه[سمول]

لرغونی تاریخ[سمول]

د کاپیسي لرغونی ښار اوسني بګرام ټه نږدې پروت دی. د لرغونو بودايانو او هندوانو د بتانو شکلونه ښیي چې دا ښار په پیل کې  د هندوانو له خوا اداره کېده. دوی یا دې ځای ته کډه شوي وو یا د هغو ایراني وګړو سره یوځای شوي وو چې د باختري کمبوجانو په څېر سیمې ته راغلي وو.

کله چې دیادوچي په خپل منځۍ جګړه کې بوخت و، د موریانو سترواکي د هند نيمه قارې په شمالي برخه کې د پراختیا په حال کې وه. چندراګوپتا موریا، چې د موریانو د سترواکۍ بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي، له میلاد نه مخکې په ۳۰۵ کال کې د لومړي سیلیکوس تر مشرۍ لاندې د مقدونیې له یرغلګر ځواک سره مخامخ شو، خو له یوې لنډې شخړې وروسته یې یو تړون لاسلیک کړ چې پربنسټ یې سیلیکوس د ګندهارا او آراکوزیا (د لرغوني کندهار په مرکز کې) او د بګرام ( چې د اوسني افغانستان غرني سوېل ختيځ ته پروت دی) سوېلي سیمې موریانو ته تسلیم کړې. د افغانستان په سوېل کې د موریانو د ۱۲۰ کلونو سترواکۍ په لړ کې، بودیزم ظهور وکړ او بالاخره د زردشتي دین او دسيمه یيزو کفري عقایدو تر څنګ یو لوی دین شو.

بګرام په لومړۍ پېړۍ کې د کوشان د سترواکۍ پلازمېنه شو. د "بګرام ګنج"، چې په دې نوم هم یادېږي، د کلاسیکې دورې د ټولو کلتوري مرکزونو ترمنځ د پراخو سوداګریزو معاملاتو ښکارندوی دی، چې په کې د کوشان سترواکي د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د ځمکنۍ او سمندري سوداګرۍ د غوټي په توګه پرته وه. خو، په بګرام کې موندل شوي هنري اثار، لکه د بګرام عاجونه، یا په بشپړه توګه یوناني، رومي، یا چینایي دي یا هم هندي دي، چې یوناني-بودایي هنر ته ورته د کلتوري ګډو اعتتقاداتو لږ نښانې په کې لیدل کېږي.  

اسلامي فتوحات[سمول]

په اوومه پېړۍ کې د فارس له فتحې وروسته د افغانستان او  پښتنو  سیمو ته نږدې د اسلامي فتوحاتو لړۍ پیل شوه. خو په اسلام د افغانستان په بشپړ مشرف کېدل د غزنویانو تر واکمنۍ تر لاسه نه شو. داسې انګېرل کېږي چې اوسنی ښار د لرغوني ښار په سیمه کې د بابر له خوا تاسیس شوی و. د بابرنامې په نوم د بابر په یادښتونو کې، په ۱۵۱۹ کال کې د نوموړي ټینګار په ګور کټري (کور کټري) کې د هندو زاهدانو د ټولنې په لیدنه و، چې د نوموړي پاملرنه یې ځان ته جلب کړه.  [۳][۴]

اوسنی تاریخ[سمول]

بګرام سیمه د بګرام ستراتیژیک هوايي ډګر کوربه دی، چې په افغانستان کې له هغه ځایه د امریکا زیاتره هوايي فعالیتونه ترسره کېدل. په دې ځای کې د الوتنې کرښه په ۱۹۷۶ کال کې جوړه شوه، او له ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۹ پورې د شوروي د هوايي ځوکونو اډه وه. کله چې امریکا په افغانستان کې حضور درلود د ولایتي بیارغونې ټیم هم هلته شتون درلود او د بغاوت ضد ستراتیژي یې پلي کړه. [۵]

د پروان ولایت د توقیف ځای په بګرام کې موقعیت لري، چې د امریکا تر ادارې لاندې په افغانستان کې وروستی زندان و، او د ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۲۵ نېټه بېرته افغان حکومت ته وسپارل شو. د توقیف دا مرکز مخکې د رسنیو پام ځانته را اړولی و ځکه ادعا کېدله چې بندیان شکنجه شوي (په بګرام کې شکنجه او له بندیانو سره ناوړه چلند مقالې ته مراجعه وکړئ). د بښنې نړیوال سازمان په څېر د بشري حقونو ډلو، د تاسیساتو د سپارلو په وخت کې، هلته له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه اندېښنې راپورته کړې. [۶][۷]

د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۲۱ نېټه، بګرام د ځانمرګي برید هدف شو چې ۶ کسان یې ووژل.[۸]

امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د جولای په لومړۍ نېټه له دې هوايي اډې ووتل او له ۲۰ کال وروسته یې دا اډه افغان حکومت ته وسپارله. د هغه وخت د افغان قوماندان په وینا، امریکا د شپې له خوا افغان پوځ ته له کومې مخکینۍ رسمي خبرتیا پرته دغه اډه پرېښوده. [۹]

همدارنګه مراجعه وکړئ[سمول]

  • بګرام ولسوالۍ
  • پروان ولایت

سرچينې[سمول]

  1. Cunningham (1871), pp. 16-27
  2. "Bagram Air Base in Parvan Province, Afghanistan". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bhattacharya, Avijeet (11 October 2017). Journeys on the Silk Road Through Ages. Zorba. د کتاب پاڼې 192. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789386407818. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Losty, J. P. Roy, Malini (eds), Mughal India: Art, Culture and Empire, pp. 42-43, 2013, British Library, کينډۍ:ISBN, 9780712358705
  5. "Provincial Reconstruction Teams (PRTs)". Institute for the Study of War (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Aljazeera news: US hands over Bagram prison to Afghanistan, 25 March 2013
  7. Aljazeera news: US hands over Bagram prison to Afghanistan, 25 March 2013
  8. Popalzai, Masoud; Starr, Barbara. "6 U.S. troops killed in motorcycle bomb attack in Afghanistan, officials say". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "US left Bagram Airbase at night with no notice, Afghan commander says". BBC. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)