سلما برېښناکوټ
| سلما بند | |
|---|---|
| رسمي نوم | افغان-هند دوستي بند |
| هېواد | افغانستان |
| موقیعت | چشت شریف ولسوالۍ, هرات ولايت |
| وضیعت | بشپړ شوي |
| د کار پيل | 1976 |
| د پرانېستلو نېټه | 4 جون 2016 |
| د جوړولو لګښت | ۲۹۰ میلیونه امریکایی ډالره |
| چلوونکی(ي) | WAPCOS |
| برېښنابند او اوبوېستوني | |
| برېښنابند ډول | Embankment, earth and rock-fill |
| پر | هریرود |
| جيګوالی | ۱۰۷٫۵ م (۳۵۳ فوټه) |
| اوږدوالۍ | ۵۵۱ م (۱٬۸۰۸ فوټه) |
| کاسه | |
| فعاله ظرفيت | ۵۶۰×۱۰۶ م3 (۴۵۳٬۹۹۹ acre·ft) |
| نافعاله ظرفيت | ۶۳۳×۱۰۶ م3 (۵۱۳٬۱۸۱ acre·ft) |
| د ډنډ ساحه | ۱۱٬۷۰۰ kم2 (۴٬۵۰۰ ميل2) |
| د برېښنا اندازه | |
| توربېنونه | 3 × 14 MW |
| نصب سوي توربینونو ظرفیت | 42 MW |
| کلنی تولید | 86.6 GWh |
سلما بند د سلما پر بند کار د لومړی ځل لپاره د سردار محمد داود خان د جمهوریت په مهال په ۱۹۷۰م کال کې کار پیل شو، د دې بند کار تر ډېره بشپړ شو خو په نوي یمه میلادي لسیزه کې د کورنیو جگړو په ترڅ کې پر دې پروژې شوی کار تر ډېره ویجاړ شو. د سلما بند، چې د چشت شريف ولسوالۍ پر هریرود سیند جوړ شوی دی، نه یوازې د برېښنا د تولید لپاره دی بلکې د اوبه لگونې لپاره هم تری ګټه اخیستل کیږی . دا پروژه د محمد داوود خان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته په افغانستان کې لومړنۍ لویه پروژه ده، چې په ۲۰۱۶م کال کی د هند په مرسته بشپړ او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د ولسمشر نريندرا مودي لخوا پرانستل شو او دی بریښنا کوټ ته د افغان هند دوستی نوم هم ورکول شو.

ایران سره مشکل
[سمول]ایران هېوادچې دافغانستان غربي ګاوندۍ حسابېږي او ډیر کلونه کېږي چې دا هیواد د اوبو نه شتون سره مخ دی، او په ځانګري توګه دا هیواد په مشرقي ولایتو د خپل سره جدي ستونزې سره مخامخ دی مخصوصا په بلوچستان او شمالي او جنوبي او رضوي خراسان کي دا ستونزې ډیر د پام وړ دي او دا موضوع په سیستان او بلوچستان ولایت کې د دایمي ګرد او خاورې او د مال او حیواناتو مرینه عامل شوی دی .د دي عواملو سره د افغانستان اوبه په وړیا توګه او دبین المللي او نریوال قوانینو په خلاف ایران ته روان وي او ایران د برېښناکوټ د جوړولو مخه نیوله او الته یی نا امني جوړولی تر څو د دي شرایطو نه ګته واخلي.
سرچينې
[سمول]
