منځپانگې ته ورتلل

هري رود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هريرود [۱][۲][۳][۴] چې د هرات سيند هم بلل کېږي، د بابا غره له لو ېديځو لمنو څخه چې ۴۰۰۰ متره لوړوالی لري او بند سر جنګل نومېږي، سرچينه اخلي. دا سیند د سنګل آب او سرجنګل له اوبو سره تر يوځای کېدو وروسته ګړندی دسياه کوه او سپين غر ترمنځ له ختيځ څخه لوېديځ ته بهېږي. ورپسې د هرات د اوبې په ولسوالۍ کي د تګاو ايشان اوبه ورسره يوځای کېږي او د هرات د ښار له جنوب څخه تر تېرېدو وروسته د غور يانو شګلنو دښتوته ننوځي. د هرات په کوشان کې هريرود د سمندر څخه 740m لوړ موقعيت لري.

د هرات ښار په جنوب کې د زمکو د خړوبولو نه وروسته د سيند مخه شمال لويديځ ته شي او هلته د افغانستان او ايران تر منځ د يو سرحد کار ورکوي. بيا په شمال کې لږ وړاندې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ پله جوړوي.[۵]

د دې سيند اوبه د ترکمنستان په قراقم دشتو کې ورکې شي چې هلته دا د تيجين يا تيزين سيند په نوم پېژندل کېږي. د ايران ترکمنستان د دوستۍ بند هم په دې سيند جوړ دی.[۶] د ۱۱۰۰ کلوميټرو نه زيات اوږد دا سيند لرغوني يوناني ژبې کې آريوس او په لاطيني کې تاريوس نومېده. په لرغوني جغرافيه کې د دې اوبو پرغاړه د مېشتو قامونو ذکر شوی دی. د اريا د ښيرازې زمکې او د دې ځای د انګور د شرابو په اړه ليکلي دي.[۷] په ريګويد کې هريرود د سارايو او په اويستا کې د هريوا په نوم ياد شوی دی، دغه نوم د اريايانو د شپږم قام لپاره هم کارېږي چې د دې سيند په غاړه اباد و. د اريا او اريانه توری له دې سينده راوتی چې په شاهنامې کې هم ياد شوی.[۸] په هرات کې يو ځای داسې هم دی چې د هريرود په څنډو کې د لومړي ميلادي پېړۍ د يو بودایي عبادت ځای کنډوالې رابرسيره شوې. دلته په کيندنو د راهبانو د مراقبې غارونه وو چې په لاس توږل شوي وو.[۹] په ۲۰۰ م کې کله چې افغانستان وچکالۍ ځپلو نو هغه وخت هريرود تر يو کال وچ و. په چشت شريف کې د دې سيند د پاسه سلما بند جوړ شوی دی.[۱۰]


هري رود
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
د اوبو ایستلو ډنډ
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۱٬۱۵۰ كيلومتر پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۶′۴۷″شمال ۶۶°۳۴′۱۳″ختیځ / 34.613087°شمال 66.570355°ختيځ / 34.613087; 66.570355۳۷°۳۹′۴۱″شمال ۶۰°۲۶′۰۶″ختیځ / 37.66152°شمال 60.434994°ختيځ / 37.66152; 60.434994 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

هریرود د هرات له اسلام کلا څخه شمال ته د ذوالفقار په ۳۰ کېلومتره واټن کي دافغانستان او ايران ترمنځ طبيعي پوله جوړوي.

په ۱۹۸۸ کال دهريرود اندازه /s 835 m3 حساب سوې ده.

  1. احمدزی, احمد (۱۴۰۱لمريز د چنگاښ ۲۶مه). "د هریرود سیندیزې حوزې اړوند د افغانستان او ایران ترمنځ د اختلافاتو ارزونه". پژواک خبري اژانس.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. "دهرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د هریرود سیند پر غاړه د سېلاي لارو د پاکولو چارې پیل شوې". له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره. ۲۰۲۵ نومبر ۰۴مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. "په هرات ولایت کې هریرود سیند ته د سلما بند اوبه خوشې شوې". اريانا نيوز ټکی ای اېف. ۱۴۰۴لمريز لړم ۱۱مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  4. حليم, صفيه (۲۰۱۶ز می ۱۷مه). "هريرود". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. حليم, صفيه (۲۰۱۶ز می ۱۷مه). "هريرود". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. حليم, صفيه (۲۰۱۶ز می ۱۷مه). "هريرود". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. حليم, صفيه (۲۰۱۶ز می ۱۷مه). "هريرود". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. حليم, صفيه (۲۰۱۶ز می ۱۷مه). "هريرود". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. حليم, صفيه (۲۰۱۶ز می ۱۷مه). "هريرود". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. حليم, صفيه (۲۰۱۶ز می ۱۷مه). "هريرود". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)