چشت شريف ولسوالۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

چشت شریف ولسوالۍ د افغانستان د هرات ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۲۵،۴۲۸ وگړو ته رسېږي.[1]

چشت شريف ولسوالۍ د هرات له پنځلسو ولسواليو (گذره ، ادرسکن، انجيل، پښتون زرغون، چشت شريف، زنده جان، شينډنډ، فرسي، گلران، کروخ، اوبې، کوهسان، غوريان، کشک رباط سنگي او کشک کهنه) څخه يوه ده؛ چي د جنوب له خوا د غور ولایت د تولک ولسوالۍ، د شرق له خوا د غور ولایت شهرک ولسوالۍ، له شمال څخه د بادغيس ولایت له قادس ولسوالۍ او د غرب له خوا د هرات د اوبې ولسوالۍ سره نښتې ده. دغه ولسوالۍ د هرات له مرکز څخه ۱۷۰ کيلومتره فاصله لري چي ۳۷۰۰۰ نفوس(اټکل) او ۹۶ ستري او کوچنۍ کلي لري. د ننني چشت نوم پخوا ” کنزور“ يادېده چي دې سيمي ته د ابو اسحاق شامي د راتگ وروسته په«چشت» مسمی سو. د چشت شريف ولسوالۍ تاريخ له نن څخه ۹۷۰ کلونو ته رسيږي. د خلکو عايداتي منابع يې مالداري، کرهڼه او باغداري تشکيلوي. دا ولسوالۍ د جغرافیايي لحاظ په غرنيو او پېچلو درو کي را گيره ده چي گڼي چينې او د اوبو ځايونه لري. په دې ولسوالۍ کي ډېر داسي ځايونه سته چي د اوبو راگرځولو او يا ذخيره کولو او د برېښنا د توليدولو کار ترې اخيستل کېدای سي. د يادوني وړ بولم چي د سلطان مودود چشتي مقبره هم په دې ولسوالۍ کي ده. چشت شريف د طبيعي منابعو په لحاظ د هرات ولایت یوه له ډېرو شتمنو ولسوالۍ څخه شمېرل کیږي، چي دلته يې د څو مهمو کانونو يادونه سوې ده. د شیدا د مسو کان: دا کان د هرات ولایت له سترو کانونو څخه گڼل کیږي چي اوږد والی يې ۱۵۰ تر ۲۴۰۰ مترو او ژور والی يې تر ۲،۴ تر ۸ مترو پوري رسيږي چي د مسو ظرفيت يې پنځه ميليونه ټنه اټکل سوی دئ. د دغه کان لومړني مطالعات د ۱۳۳۹ څخه تر ۱۳۵۱ ل کال پوري د روسي، الماني او امريکايي متخصيصينو له خوا سوي دي.

د سرو زرو کان :

دا کان د دې ولسوالۍ په ۱۲۵ کيلومترۍ کي موقعيت لري . دا کان په ۱۳۸۴ کي د کانونو او پيتروليم وزارت د متخصصينو له خوا وپېژندل سو. د مرمر ډبرو کان: دا کان يو له ډېرو مهمو کانونو څخه گڼل کیږي چي دا مهال يې د ځينو خصوصي شرکتونو لخوا يې د پروسیس چاري رواني دي او د هرات او شاو خوا ولایتونو په اکثرو ودانيو کي د دې کان ډبري کارول کیږي، چي دا خپله د وطن د توليد او منابعو څخه ستره گټه ده. د دې کان ډبري آن بهرنيو ملکونو (لکه: ایټاليا، هندوستان، ترکيه، اندونيزيا، ترکمنستان، چين) ته صادريږي او د دې تر څنگ د دغه کان نا پروسس سوي ډبري ایران ته تر ډېره قاچاقيږي؛ چي هغوی بیا ترې گران بيه مجسمې ترې تراشوي. د مرمر ډبرو سربېره په دې ولسوالۍ کي د گرينیټ ډبرو، د رخام ډبرو او د گچو کانونه هم سته. زما د دې ليکني اصلي مقصد د دې ولسوالۍ مربوط د سلما بند توضيح کول دي.

سلما بند:

سلما بند د افغانستان یو له مهمو او حياتي تاسيساتو څخه دئ چي د « هريرود» پر رود جوړ سوی دئ. د دغه بند عملي چاري د افغانستان د لومړي ولسمشر داود خان د حکومت پر مهال شروع سوي وې خو هیواد کي د امنيتي ستونزو او اخ و ډب په وجهه په ټپه ودرېدې. د سلما بند د چشت شريف د سلما په سيمه کي د هرات ولایت شمال شرق خوا ته په ۱۷۰ کيلومترۍ کي د هريرود – رود – پر لاره واقع دئ. د هريرود رود(دریاب) د افغانستان د مرکزي سيمو د کوه بابا له منو څخه سرچشمه اخلي او په غور ولایت کي اوږده لاره وهي چي وروسته د چغچران ښار د مرکز څخه هرات ته ننوځي. دا رود ۱۱۲۴ کيلومتره اوږدوالی لري. د دې بند عملي چاري د طالبانو د واکمنۍ دختميدو وروسته د افغانستان د حکومت لخوا په ۲۰۰۵ میلادي کال( ۱۳۸۶ لمريز ) کي پيل سو ې؛ چي د گڼو امنيتي ستونزو سره سره د ۸ کلونو په جريان کي د ۱۳۹۴ لمريز کال د زمري (اسد) مياشتي پر څلرمه بشپړ او د اوبو ذخيره کولو په موخه گټي ته وسپارل سو. دا بند ۲۰ کيلو متره اوږدوالی او ۷ کيلومتره بروالی لري چي د ۶۴۰ ميليونو متر مکعبه اوبو د ذخيره کولو ظرفيت لري. د دې بند ډکول به ۹ تر ۱۲ مياشتو وخت ونيسي [که د چارواکو خبره سمه وي نو د ۱۳۹۵ کال په نيمايي کي به د دې بند ذخیره ډکه سي] او تر هغه وروسته به مځکو ته اوبه او برېښنا توليدوي. د اوس لپاره پر دغه بند به د برېښنا د توليد لپاره درې توربينونه کښېنول سي چي ۴۲ ميگاواټه برېښنا به توليدوي او اوبه به يې د ۷۵ تر ۸۰ زره هکټاره مځکه خړوبه کړي. د سلما بند د هندوستان هیواد په مالي مرسته جوړيږي چي تر دې دمه ۳۰۰ ميليونه ډالره باندي مصرف سوي دي دا د هندوستان هیواد تر ټولو ستره پروژه ده چي د طالبانو د حکومت تر ړنگېدو وروسته بشپړه سوې ده. د سلما د بند چاري د يوه هندي شرکت (واپکاس) لخوا پر مخ وړل کیږي. واپکاس (WAPCOS) يو دولتي شرکت دئ چي د هند د اوبو وزارت تر چتر لاندي فعاليت کوي، دې شرکت د اوبو او برېښنايي تاسيساتو په برخه کي په هند او د نړۍ په ۵۰ هیوادونو کي کوچنۍ او ستري پروژې عملي کړي دي، چي همدا اوس په دې هیوادونو(افغانستان، بنگله دېش، بوټان، کمبوډيا، چاد، کانگو، ايټوپيا، کينيا، مذبيق، ميانمار، نيپال، نايجريا، روانډا، سينيگال، يمن، زيمبابوې، یوگاناډا، تانزانيا) کي بېلابېلي پروژې پرمخ وړي. د د ې بند د جوړولو لپاره لومړی د ۸۰ ميليونو ډالرو اټکل سوی وو خو وروسته وليدل سول چي تر دې څو برابره لگښت باندي راځي چي بیا هم هند هیواد د دې احتمالي لښگت د ورکولو ژمنه وکړه او دا مرستي يې د افغانستان لپاره د د ې هيواد د بلاعوضو مرستو په قطار کي ودرولې. د سلما بند جوړول د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان د دولت له سترو پروژو څخه وو چي کار يې په ۱۹۷۶ کي و يوې هندۍ کمپنۍ ته سپارل سوی وو چي احتمالي لگښت يې د افغانستان د حکومت لخوا ورکول کېدی د بند چاري ۲۵ سلنه پر مخ ولاړې خو په ۱۳۵۷ لمريز کال کي چي هیواد د گڼو ناوړو پېښو سره مخامخ سو د دې بند کار هم په ټپه ودرېد. د هغه وخت د هند سفير ښاغلي راکش سود(Rakesh Sood) ويلي وه چي « چشتيه سلسله له دې ځای (چشت شريف) څخه هندوستان ته راغلې، نو ځکه د چشت شريف او هند خلگو تر منځ تاريخي اړيکي شتون لري، نو ځکه زموږ دولت تصميم ونيوه چي دا بند جوړ کړي» د دې بند جوړول ایران او ترکمنستان سخت اندېښمن کړي دي ځکه د دوی د جوړ سوي بند (د دوستۍ بند) ۷۳ سلنه اوبه د هريرود څخه ور توېدلې. هريرود د ایران دخراسان سيمي اوبه تأمينوي چي د سلما بند په جوړولو به دا سيمه سخته وځپله سي. نو ځکه د افغانستان خلک په دې باور دي چي د سلما بند د جوړيدو د مخنيوي هڅي د ایران هیواد لخوا کيږي خو افغان حکومت هیڅکله د ایران د مخنيوي هڅي بربنډي نه کړې او نه یې هم په دې اړه ايراني چارواکو سره په رسمي ډول خبري وکړې. له کله چي د سلما بند د بنسټ ډبره ايښودل سوې ده تر اوسه څو ځلي يې د مخنيوي هڅي سوي دي. چي دلته به يې د ځينو پېښو یادونه وکړو:

گواښوونه او د مخنيوي هڅي:

له کله چي د سلما بند د جوړولو بنسټ ايښودل سوی دئ له همهغه وخت يې د مخنيوي او نه جوړولو هڅي را پيل سوي دي. لومړۍ هڅه يې له نن څخه درې لسيزي مخکي پېښه سوې ده.

لومړۍ پېښه:

په ۱۳۶۰ لمريز کال (د کارمل د واکمنۍ په دوره کي) د سلما بند په اړخ کي يوه لويه خونه وه چي کارگرانو به د استراحت او ډوډۍ خوړولو او د خپل دوتر (دفتر) په حيث کار ترې اخيست. دا کارگران د دولتي هلمند ساختماني شرکت مربوط ول چي پر سلما بند به يې کار کاوه. داسي ويل کیږي چي له دې خوني څخه به پخوا د يوه زندان په څېر کار اخيستل کېده ځکه کړکۍ يې په سيخانو کي نيول سوي وې او يواځينۍ دروازه يې هم له وسپني څخه جوړه سوې ده. شکر الله نومي کس چي د همدې شرکت له مامورينو څخه وو د يوه ډاکټر په همکارۍ ... ټول هغه مامورين [ چي حدوداً شمېر يې پنځوس کسانو ته رسېده] ژوندي وسوځول چي پر سلما بند يې د ده سره یوځای کار کاوه. [خلگو هغه وخت هم دا پېښه د ایران په لمسون بللې وه] کيسه داسي ده چي ټول کارکوونکي په همدې کوټه/خونه کي سره را ټول وو چي د دوی له منځ څخه شکرالله نومی کس له کوټې وځي، يواځينۍ وسپنيزي دروازې ته قلف اچوي او دهغي بخارۍ د لولې لخوا چي د کوټې له منځ څخه بلۍ(بام) ته غځول سوې وه، څو بېلره تېل چي نور مواد(خفه کن مواد) ورسره گډ سوي ول، را خوشي کوي ا و وروسته د اورلگېت خاشه ورته وهي. ټول مامورين ژوندي سوځل کیږي، د ځينو په خبره یو یا دوه کسان ژوندي پاته سوي ول، نور ټول مامورين په اور کي لولپه سول. په دغو شهيدانو کي د هغه وخت د ښار جوړوني مدير(وکيل احمد) چي زموږ د دفتر د همکار پلار دئ، هم شامل وو چي د نورو سره د همدې ولسوالۍ په يوه قبرستان کي خاورو ته سپارل سوی. د ۲۰۰۵ میلادي کال را په دې خوا پېښي: د۲۰۰۵ميلادي کال را په دې خوا چي د سلما بند عملي چاري د دوهم ځل لپاره پيل سوې د دې بند پر محافظينو څو ځله بريدونه سوي دي چي گڼ شمېر سرتېري شهیدان او ژوبل سوي دي. - د سلما بند اوه پوليس هغه وخت شهیدان سول کله چي يې موټر پر ښخ کړای سوي ماين وخوت، دا پېښه هغه وخت وسوه کله چي پولیس له اوبې ولسوالۍ څخه د چشت شريف پر لوري روان ول. - په ۲۰۱۳ ميلادي کال کي د افغانستان د ملي امنيت ادارې اعلان وکړ چي ۱۳۰۰ کيلوگرامه چاودېدونکي مواد نيولي چي موخه يې د سلما بند له منځه وړل وو. د دوی په خبره چي د سلما بند د ورانولو مفکوره د کوټي شورا لخوا جوړه سوې وه او دا مواد له پاکستان څخه را انتقال سوي وه.

د دوستۍ بند (د ایران او ترکمنستان گډ بند)

د دوستۍ بند (چي ایرانيان يې - سد دوستي- بولي) د ایران او ترکمنستان پر پوله د هريرود پر رود د سرخس ښارکوټي پر ۷۵ کيلومترۍ کي د خراسان رضوي په شمال ختيځ کي جوړ سوی دئ. د دې بند لوړوالی ۷۸ متر او اوږدوالی يې ۶۵۵ متره دئ چي د ۱۲۵۰ ميليونو مترمکعب اوبو د ذخيره کولو ظرفيت لري. دا بند د ایران او ترکمنستان په گډه همکارۍ په ۱۳۷۹ لمريز کال کي پيل او په ۱۳۸۴ لمريز کال کي د ایران او ترکمنستان ولسمشرانو محمد خاتمي او صفر مراد نيازُف لخوا رسماً پرانيستل سو. د دې بند تر شا يې یو ښکلی سيندگی جوړ کړی دئ چي تراوسه يې کوم نوم نه دئ ورته غوره کړئ خو د سيمي خلک يې د دوستۍ سيندگی بولي. دا سيندگی ۳۵ کيلومتره اوږدوالی لري چي د مشهد ښار د څښاک اوبه او د ترکمنستان او ایران پر پوله پراته کليو د زراعت اوبه چمتو کوي. ایران او ترکمنستان چي د هريرود د اوبو عمده مصرفوونکي دي د سلما بند د جوړولو مخالف دي ځکه د دې بند په جوړولو سره به د ”دوستۍ بند“ ۷۳ سلنه اوبه را کمي سي او د ايران خراسان نومې سيمه به د اوبو له سخت کمښت سره مخامخه سي؛ تر څنگ به يې د دواړو هیوداونو پر پوله پراته کلي او بانډې د اوبو له ستونزو سره مخامخ سي.

دا هم وگورۍ

سرچینې

منابع: http://herat.gov.af/fa/page/5875 http://sheredari.ir/forum/showtopic-107 https://fa.wikipedia.org/wiki/بندـسلما http://herat.gov.af/fa/page/5875 http://www.asreenergy.ir https://en.wikipedia.org/…/Water_and_Power_Consultancy_Serv…

سرچينې