منځپانگې ته ورتلل

هرات ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د هرات ولايت نه مخ گرځېدلی)
هرات ولايت
اړوند
ژبې
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱٬۷۶۲٬۱۵۷[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۵۴٬۷۷۸ كيلومتر مربع پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°شمال ۶۲°ختیځ / 34°شمال 62°ختيځ / 34; 62 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

د هرات ولايت د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د سمندر له كچې څخه ۹۳۳متره لوړ پروت دى. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو.

هریرود (په لاتینی: Arius) د همدې ولايت له ښار له څنډې څخه تېرېږي.

ددې ولايت د گرځنده ټېليفون مخكې شمېر (۰۴۰)(۰۰۹۳) دى.

تاريخي نومونه

  • هَرَیوه Haraiva
  • په اوستا كې: هَرَیووه Haraiova
  • په یونانی ژبه: آرِیا Areia
  • به لاتینی ژبه: آریا Aria
  • د سکندر مقدونی په پير كې : «سکندر د آریا ښار» Alexandria Aria
  • به ساسانی پير كې: هَری

تاریخ

د هرات ښار د يوې سترې تاريخي كلا په توگه د مقدوني سكندر لخوا جوړ شو. هرات مخكې لدې چې بحري لارې وميندل شي، د هند او منځنۍ اسيا د لارې پر سر پروت ؤ، نو لدې امله يې ستراتيژيك اهميت درلود. د هخامنشيانو په پير كې د هريرود غاړې د هريوا په نامه يادې شوې دي. د ساسانيانو په پير كې د دا سيمه د هري په نامه ياده شوې، او د ساسانيانو له مهمو پوځي او سيمه اييزه سرحدي سيمه وه، چې له هيطله سره به يې د سنگر په توگه كاروله. دا سيمه د درېيم خليفه عثمان رضي الله عنه په پير كې فتحه شوې چې د فتحې كال يې ۳۱هجري قمري او ۶۵۰ز اټكل كېږي. پدې سيمه كې د نستوريانو يوه ډله عيسويان اوسېدل چې ددې سيمې په فتحې سره هغوي هم ايمان راوړ او مسلمانان شول. د عربو په پير (منځنيو پېړيو) كې هرات د هغه وخت د افغانستان (خراسان) يو له مهمو ولاياتو څخه شمېرل كېده. او د اسلامي تصوف او زهد له مهمو مركزونو څخه ؤ. د نقشبندي او چشتي كړۍ صوفيان د وزارت او صدراعظمۍ تر څوكيو پورې رسېدلي ول. د وخت نامتو صوفي خواجه عبدالله انصاري زيارت هم په همدې ښار كې دى چې د تېموري شاهرخ واكمن په امر جوړ شوې دى. جامي، امام فخر الدين رازي او خواجه محمد ابوالوليد زيارتونه هم په همدې ښار كې موقعيت لري.

اداري وېش

د هرات ولایت په پنځلس ۱۵ ولسوالیو او ۲٫۰۰۰ تقسیم شوی دی .

د هراتوولایت سیمې
منطقه مرکز نفوس[۲] مساحت قومي ډلې د کلیو شمېر
ادرسکن ولسوالۍ۶۳٫۹۴۴ نفر۳٫۸۸۲ کیلومتر مربعپښتانه[۳] ۳۵۰ کلي
انجيل ولسوالۍ۲۲۲٫۶۰۷ نفره۳٫۰۰۰ کیلومتر مربعپښتانه او تاجک

پښتانه ا[۳]

۴۸۶ کلي
اوبه ولسوالۍ۹۰٫۲۸۴ نفره۲٫۴۴۴ کیلومتر مربعپښتانه[۳] ۲۵۰ کلي
پښتون زرغون ولسوالۍ۹۰٫۸۱۷ نفرهپښتانه،[۳]
چشت شريف ولسوالۍ۲۸٫۴۲۶ نفره۱٫۹۳۶ کیلومتر مربعپښتانه[۳] ۱۰۰ کلي
زنده جان ولسوالۍ۶۸٫۰۰۱ نفرهپښتانه او تاجک[۳] ۱۰۴ کلي
شين ډنډ ولسوالۍ۴۸٫۱۴۴ نفر، پښتانه[۴]
غوريان ولسوالۍ۱۰۸٫۱۲۴ نفره۲٫۸۵۱ کیلومتر مربعپښتانه[۳] ۲۱۱ کلي
فارسي ولسوالۍ۳۶٫۵۲۰ نفره۲٫۵۰۰ کیلومتر مربعپښتانه[۳] ۱۴۶ کلي
کارخ ولسوالۍ۱۲۰٫۰۰۰ نفره۲٫۰۱۰ کیلومتر مربعپښتانه،[۳] ۱۸۴ کلي
کشک ولسوالۍ۱۳۳٫۴۴۶ نفره۲٫۰۹۰ کیلومتر مربعپښتانه[۳]
کشک کهنه ولسوالۍ۴۱٫۶۲۴ نفره۱٫۶۷۱ کیلومتر مربعپښتانه او تاجک[۳]
کوهسان ولسوالۍ۵۷٫۷۸۲ نفرپښتانه او تاجیک‌[۳]ه
ګذره ولسوالۍ۱۳۵٫۱۸۷ نفرپښتانه او تاجک[۳]
ګلران ولسوالۍ۹۱٫۵۰۰ نفره۶٫۰۷۸ کیلومتر مربعپښتانه، تاجک[۳]

د نامتو بزرگانو زيارتونه

هرات ولايت په ځينو ليكنو كې د اولياؤ په خاوره يادېږي. دا لرغوونې ولايت يو وخت د پوهې او فرهنگ مركز ؤ، د وخت نامتو پوهان په همدې ولايت كې زوكړي دي او همدلته روزل شوي. په لاندې ډول د ځينو نامتو اولياؤ نومونه يادوو:

زمكنې جوړښت

فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت

د اوبو سرچينې

اړيكتيايي سېسټم

اهمې لاسته راوړنې

مېوې

د هرات ولايت كې خو هسې هره مېوه ترلاسه كېږي، خو له تاريخي رواياتو څخه داسې برېښي چې انگور د لومړي ځل لپاره په همدې ولايت كې موندل شوي، وروسته بيا د نړۍ نورور هېوادنو ته لېږدول شوي. ددې ولايت د يادولو وړ مېوې په لاندې ډول دي.

  • انگور: دې ولايت كې د انگورو څه باندې ۶۰ ډوله انگور پېژندل شوي، چې د نامتو انگورو ډولونه يې پدې ډول دي:

فخری، لعل، کشمشی، عسکری، پوشنگی، حسینی، روچه، لوغی، صاحبی، کس نداره، آبی، مسکه، شنگول خانی، میراحمدی _


ځنگلونه

د فېروز غر په غرونو كې ځنگلونه، په سياه كوه او د هريرود د درې په ټيټو برخو كې نږدې ۲۰۸۲۰۰ جريبه زمكه رانيسي، چې د پېستې او پاڼه رژېدونكو ونو ځنگلونه هم پكې شامل دي، چې لدې ځنگلونو څخه د ودانيو په جوړښت كې كار اخيستل كېږي.

جگړې وراړولي زيانونه

د هرات ولايت د افغانستان د نورو ولاياتو په څېر د چنگېزي تاړاك چې په ۱۲۲۲ز كال پدې هېواد رامات شو، وران او وېجاړ شو. او له نيمايي څخه زيات ځايي اوسېدونكي يې ووژل شول. هرات په شلمه پېړۍ كې د يوه خونړۍ پېښې شاهد ؤ، چې د ۲۴۰۰۰ باغېرته ولس د شهاد جامونه وڅښل. دې اتلانو د روسي لاسپوڅو پر وړاندې پاڅون وكړ او د مارچ له ۱۵مې څخه تر ۲۰مې نيټې ۱۹۷۹ز چې د كب له ۲۴ څخه تر ۲۹مې ۱۳۵۷ سره سمون خوري د د ملي اردو ملي او اسلامي سرتېرو پاڅون وكړ، چې په ډېرې بې رحمۍ سره وځپل شو. دا ورځ د افغانستان څه چې د نړۍ په تاريخ كې په زرينو كرښو ليكل شوې ده، او د كب ۲۴مې پاڅون په نامه يادېږي

سرچينې

  1. سرچينې تړی: http://cso.gov.af/Content/files/Herat(1).pdf. Archive URL: https://web.archive.org/web/20151023063038/http://cso.gov.af/Content/files/Herat(1).pdf. Archive date: ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۵.
  2. 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 "Hirat, A socio-economic and Demographic Profile Houshold listing - 2003" (PDF). 2003. خوندي شوی له the original (PDF) on ۱۹اګست ۲۰۲۰.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. "2003 National Geographic Population Map" (PDF). Thomas Gouttierre, Center For Afghanistan Studies, نبراسکا پوهنتون په لینکلن کې at Omaha; Matthew S. Baker, Stratfor. انجمن نشنال جئوګرافیک. 2003. خوندي شوی له the original (PDF) on ۲۷ فبروري ۲۰۰۸. ترلاسه‌کېدو نېټه 2011-04-11.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)