مڼه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
ويکيپېډيا:How to read a taxoboxHow to read a taxobox
{{{name}}}
Malus sylvestris 005.JPG
Conservation status
Data deficient (IUCN)
ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: پلانټې
(unranked) ايوډيکوټس
(unranked) روسېډز
Order: روسالېس
کورنۍ: روزاسيا
Genus: مالوس
Species: مالوس سيلوېسټرېس
Binomial name
مالوس سيلوېسټرېس
(ل.) مېل.

دمڼی کلمه په دوه مختلفو شیانو دلالت کوی. مڼه د غوښینی میوی څخه عبارت ده چی د هغه په ونه چی هم مڼه نومیږی ، وده کوی.‌ علمی نوم یی Malus domestica دی او د روزاسی د کورنۍ اړوند ده.‌ منشا یی د غربی آسیایی هیوادونو څخه ده. نن ورځ تقریبا د ۷۵۰۰ څخه زیاتی ورایتۍ لری. د ۲۰۰۵ کال د احصایی له مخی تقریبا ۵۵ ملیونه متریک ټنه مڼی هر کال تولیدیږی. لمړی تولید هیواد یی چین ،‌بیا امریکا، ترکیه ، روسیه ، ایټالیا او هند څخه عبارت دی.‌

دمڼو تاريخچه

د مڼو زوړ تاريخ چا ته ښه نه دي څرگند خوداسې معلوميږي چې ننۍ کرونکې مڼې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د شمالي برخې څخه د نړي نورو سيمو ته وړل شوې دي ځکه چې افغانستان تر اوسه پوري د وحشي ميوو د ونو ځانگو گڼل کيږي . په يونان کې له ميلاد څخه ٦٠٠ کاله پخوا د مڼو کرلو رواج درلود چې ښائې اروپا ته وحشي مڼې د ځينې حيواناتو په واسطه پخواله دې چې انسان ورځنې دغذا په حيث استفاده وکړي وړل شوې وې .

دتاريخ په پخوا دوره کې دوچو مڼو خوړل په سويزرلينډ او ايټاليه کې خورا مشهور و. امريکا ته د لمړي ځل لپاره د ١٦ عيسوي پيړى په اخر کې له هالينډڅخه مڼې وړل شوي دي . اوس دنړۍ په يو زيات شمير سيمو کې دمڼو کرلو رواج موندلى دى اوهم شمالي امريکا د نړۍ په سلو کې ٢٥ برخه مڼې روزي .

دهغه کيندنو څخه چې په Jericho او Jordan کې سرته رسيدلې دي د مڼو د پاتې شونو (دکاربن د اتومونو) د Radiochemical تجزيې څخه داسې څرگنده شوې ده چې ٦٥٠٠ کاله مخکې له ميلاد څخه مڼې موجودې وې . Alexander دلومړي ځل لپاره ټيټ قدې مڼې په کوچنۍ آسيا کې ٣٠٠ کاله مخکې له ميلاد څخه پيدا کړې او وروسته يې بيا يونان ته انتقال کړې.

په امريکا کې د مڼو لمړني باغونه دتخم څخه جوړ شوي وو او William دامريکا يو مشهور پلټونکي د واشنگټن د ټولو ځمکو لرونکو څخه داسې غوښتنه وکړه چې د مڼو باغونه وکري . شمالي امريکا ته مڼې په 1600s کې دکلونستانو په واسطه انتقال شوې او لمړى باغ يې په ١٦٢٥ م کال کې Boston ته نږدې جوړ شو.

دمڼو علمي طبقه بندي

دنباتاتو دعلم له مخې مڼې دپوم(Pome) ميوو له ډلې څخه دي چې کورټکس (Cortex) ئې دخوړلو مهمه برخه تشکيلوي . دمڼو ميوه پنځه کارپلونه (Carpels) لري او په هر کارپل کې دوه زړي موجود وي . دپومولوجي (Pomology) اصطلاح چې په حقيقت کې دميوو دعلم معنې لري هم له مڼو يعنې پوم څخه سرچينه نيسي چې له همدې کبله ډيرې ميوې په مڼو باندې مشهورې دي . ننۍ کرونکې مڼې ښائې د څو وحشي نوعو څخه په لاس راغلي وي چي له همدي کبله د مڼو ټکسانومي ترنن ورځې پورې چاته پوره څرگنده نه ده د مثال په ډول د تکسانومۍ ځينې پوهان په دي عقيده دي چې د مڼو علمي نوم پايرس سلويسترس (Pyrus sylvestris) دى ، ځينې پوهان د پايرس مالس (Pyrus malus) نوم ورکوي او ځينې نور يې مالس ډومسټيکا (Malus domestica) بولي . چې مالس سلويسترس (Malus sylvestris Mill) يې غوره گڼل کيږي .

په ننۍ کرونکو مڼو کې د دوو نوعو وحشي مڼو لکه مالس ايونسيز(Malus ioensis Britt.) او مالس بکاتا (Malus baccata Borkh.) ارثي مواد شامل دي. دبکاتا نوعه وحشي مڼې (دسائبريا کريب) دسړي هوا په مقابل کې ډير مقاومت لري چې دسانتيگراد دمنفي ٤٨ درجو سړې هوا په واسطه هم له منځه نه ځي .

دمڼې بوتانيکي خصوصيات

مڼه د (Pome fruit) له ډلې څخه ده چې د Pyrus په جنس او sylvistres په سپيشز او دRosaceae په کورنۍ پوري اړه لري ، د ډيرو کرل کيدونکو ميوو له ډلې څخه ده چې ونه يې کوچنۍ يا لويه او پاڼريژې ده چې د ٥-١٢ مترو پورې اوږدوالى لري او پراخه کڼ شاخونه لري .

پاڼې ساده (Ovals) يا هگۍ ډوله دي چې په متناوب ډول سره ترتيب شوي دي ، د٥-١٢ سانتي متره اوږدوالى لري او د ٣-٦ سانتي مترو پورې پراخوالى لري (Petiole) يې د ٢-٥ سانتي مترو پوري اوږودوالى لري او پاڼه يې تيره څوکه لري ، او اره ډوله څنډې لري .

گلان يې سپين رنگ لري او گلابي ټکي (نښې) پکې هم موجودې وي چې په پسرلي کې د پاڼو دغوټيو دسپړلو سره سم غوړيږي چې بيا تدريجاً مړاوي کيږي او رژيږي .

Malus sylvestris 003.JPG

دمڼي په ميوه کې د کارپلونو شمير گلان يې پنځه گلپاڼې (Petals) لري چې د٥,٢-٥,٣سانتي متره پورې پيړوالى (قطر) لري ميوې يې په مني کې پخيږي چې د ٥-٩ سانتي مترو پوري پيړوالى لري ، ميوه يې د پنځو کارپلونو درلودونکي وي چې هر کارپل د ١-٣ پورې تخمونه لري .

د مڼو اقتصادي اهميت

په افغانستان کې مڼې د انگورو په پرتله په لږه تجارتي پيمانه روزل کيږي د افغانستان اقليمي او طبيعي شرايط د مڼو کرلو لپاره خورا په زړه پوري ښکاري. څو کاله پخوا دکابل مڼې ډيرې مشهورې وې خو متاء سفانه چې هغه ټول باغونه اوس له منځه تللي دي او يواځې دافغانستان په ځينو سيمو کې لکه دوردگ، لوگر ولايتونه او داسې نوروکې اوس د يو زيات شمير خلکو پاملرنه دمڼو د باغونو کرلو ته اوښتي ده . برسيره پردې دنوموړو سيمو بڼوالو دځينې اصلاح شوو مڼو دجنسونو په استعمال شروع کړي .

د مثال په ډول (Red Delicious) او(Golden or Yellow Delicious) په ځينو سيمو کې کرل شوي دي. په همدې ترتيب د ځينو Rootstocks ( دمڼو دونو نيله بوټي) لکه ايسټ مالينگ ٩ (Eastmalling 9) او مالينگ مرټن ١٠٦(Malling morten 106) استعمالول هم رواج شوي دي .

په افغانستان کې تراوسه پورې مڼې يوازې په تازه دول خوړل کيږي خو په نوره نړۍ کې ورڅخه په يوزيات شمير مختلف شکلونو لکه قطۍ کړي ، مربا ، شربت ، پاى ، او داسې نورو طريقو استفاده کوي . زمونږ دهيواد دمڼو د باغونو دټولې ځمکې اويا دمڼو دونو دشمير په باب تر اوسه پوري په احصائيوي ډول معلومات نشته . په همدې ډول په يو جريب کې د مڼو دحاصلاتو د اندازي په هکله هم پوره معلومات نه لرو . دځينو باغوالوو سره دليکوونکو دخپلې خولې مرکې څخه داسې څرگنديږي چې د مڼې اوسني باغونه په يو جريب ځمکه کې ٥٥ ونې لري او هره شپږ کلنه ونه په کال کې ١٠٠ کيلو گرامه مڼې نيسي او که چيري دهر کيلو گرام مڼو بيه ٢٠ افغانۍ وټاکل شي نو يوه ونه په کال کې د ٢٠٠٠ افغانيو مڼې توليدوي چې په دي ډول په يوکال کې ديو جريب مڼو دباغ ټول حاصلات ١١٠٠٠٠افغانۍ کيږي .

د ٢٠٠٤ کال داحصائـې په اساس افغانستان دمڼو کلنۍ توليد ٦٣٠٠٠ ټنه و‌ء چې په بين الملي مارکيټ کې يې ديو ټن نرخ ٢٩٠ ډالره وء .

دمڼو ورايټي گاني

١. - : Annaد حمل په مياشت کې گلان کوي، غټه سلندري شکله، سره خوږه ميوه لري او په سنبله کي يي ميوه پخيږي.

٢. Beverly Hills: - دحمل په اخره کې گلان کوي او منځني ډول همواره ميوه او زيړ رنگ لري.

٣. Breadburn: - په حمل کې گلان کوي، منځني غټه ميوه لري سورته مايل رنگ لري او په زړه پوري جنسيت لري. په نيوزلينډ کي دلومړي ځل له پاره توليد شوې ده.

٤. Dorsett Golden: - په حمل کې گلان کوي چې د Golden Delicious سره ورته والي لري.

٥. Fuji: - نوموړي ورايټي دحمل په اخره کې گلان سپړي منځنۍ غټه او لږه همواره زيړ، رنگ لرونکي ميوه، خوږ شربت او دشاتو په څير خوږ خوند لري. په اکتوبر کې پخيږي او په ښه ډول دذخيره کيدو توان لري او دجاپان دډيرومشهورو مڼو له جملي څخه دي.

٦. Gala: - په حمل يا April کې گلان کوي منځنۍ وړه زيړ رنگ لرونکي ميوه لري او د Fire Blight په مقابل کې ډيره حساسه ده. په نيوزلينډکي ډيره مشهوره ده.

٧. Gordon: - په حمل کي گلان کوي، غټه ميوه کوي چې شين پوستکى لري.

په همدي ډول د GTZ, DFID او Canadian international Development Agency دنشريو څخه لاندي ورايټي گاني دافغانستان له پاره سفارش شويدي :

Discovery : - چې روښانه سور رنگ لري، Red Devil زيړ ته مايله سور رنگ لري، Scrumptious قرمزي رنگ لري او دوني څخه تر اخره پوري نه لويږي، Red Windsor چې سور قرمزي رنگ لري، Jester جستر په زيړ {

د مڼولپاره اقليم او خاوره

په نړي کې د مڼو د کرلو د عرض البلد ساحه د سړې هوا د وژلو له مخي انتخابيدلي شي ځکه چې مڼي که ډيري د شمال قطب خوا ته وکرل شي نو هلته د ډيرو سړو په واسطه له منځه ځي . د هاس (Hass) هيبرنال (Hibernal) او انتينوکا (Antinovka) مڼو ډولونه کچېري د نيله بوټي (Root stock ) په شکل استعمال شي نو د مڼو وني د سړي هوا له ضرر څخه ساتل کيداي شي .

هغه مڼي چې په ٣٣ درجو جنوبي عرض البلد او ټيټو ځايو کي کرل شوي وي د ميوي خوند او مزه يي خرابه وي او هم له شکولو څخه وروسته بيا زر خوسا کيږي او د اوږدي مودي لپاره نشي ساتل کيدلاي . هغه مڼي چې په طبعي ډول سور رنگ لري د ميوي د ښه خوند ، مزې او رنگ لپاره په اوړي کې د شپې سړي هوا ته ضرورت لري چې په د ي ډول د ٣٥ نه تر ٣٨ درجو عرض البلد څخه د استوا خط ته نژدي مڼې ښه وده نشي کولاي . څرنگه چې د مڼو ونې په خاوره کې ډيري ژوري ريشي ځغلوي نو له دي کبله د مڼو ونې د ښې ودې له پاره ډيرو ژورو خاورو ته ضرورت لري . د مڼو ځوانې ونې تر نورو ټولو ميوه نيونکو ونو په پرتله په اسانۍ سره له خاورو څخه نايتروجن اخستلاى شي د مڼو بوټي د خاورو څخه په پراخه پي ايچ يعني ٥،٥ څخه تر ٨،٥ پوري وده کولاي شي.

د مڼود مهمو نيله بوټوخصوصيات

Rootstocks) (Characteristic of Important Apple

دډيرپخواوخت څخه د (M.9 Rootstock) په ټوله نړي کي د) (High density planting په خاطر ډير مشهور شو ي خو دلته د يو څو نيله بوټو څخه يادونه کوو چي ممکن په مختلفو اقليمونو او خاوروکي له دي هم مناسب وي :

(M.2): دانيله بوټى د M.7 په شان په آسانۍ سره تکثيريږي اود (MMs) په رطوبت لرونکو خاورو کي ښه وده کوي خو په (Heavy Clay) خاوروکي ښه وده کوي ، او د (Delicious) Spy, Jonathan, McIntosh سره مطابقت لري ، د Crown rot په مقابل کي په مناسب ډول مقاوم دى خو نيماتود ورته ممکن يو مشکل وي او د M.111 څخه کوچنۍ ونه توليدوي.

(M.4): دمنځني ټيټ قدي (Semi dwarf) څخه تر منځني معياري (Semi standard) پوري قد توليدوي ، وختي په حاصل راځي ، او ډير حاصل ورکوي ، دCrown rot په مقابل کي مقاوم دى اوپه ډنمارک ، هالينډ او جرمني کي ډير استعماليږي.

M.26) (: نوموړى نيله بوټى په شمالي امريکا کي يو معياري ټيټ قدى نيله بوټى دى چي د M.9 او M16 دکراس په نتيجه کي رامنځ ته شوي ، دM.9 EMLA څخه ٥٠% لوړ قدې اود M.7 څخه ٢٥% ټيټ قدې ونه توليدوي ، (Yield capacity) يې د M.9 EMLA څخه کم خو د M.7 څخه ډير ښه دى ، تکيې ته ضرورت لري، د يخې هوا په مقابل کې نسبت M.9 ته ډير مقاوم دى ، د Collar rot په مقابل کي په متوسط ډول حساس اود (Fire blight) او (Wooly Apple Aphid) په مقابل کې ډير حساس دى ، او په نيله بوټي باندي يې غوټي ادامه لري .

(M.7): دهغه وخت څخه راهيسې چې (U.S.A) ته دغه نيله بوټى معرفي شوى د (U.S.A) دملاد تير حيثيت لري ، تر اوسه پورې ډيرد استعمال وړ نيله بوټۍ دي او دډيرو امراضو په مقابل کي مقاوم دى ، د ډول ، ډول خاورو او مختلفو اقليمونو سره توافق لري ، په آسانه توگه د کرونکو اوروزونکو پواسطه په قوريه کې تکثيريږي ، په ښه خاوروکې معياري اندازې ته رسيږي دکال په اوايلو کي دري فټه پوري تکيې ته ضرورت لري.

(M.27): - داد M.13 او M.9 دکراس څخه په ١٩٢٧م کال کي منځ ته راغلى دا ډير ټيټ قدى دى او د M.9 څخه هم ټيټ قدى دى ، Support يا (تکيه) ته ضرورت لري ، د (Interstem) په حيث په قوي کلونونو استعماليږي ، په ژورو او ښه ذهکشي شوو خاورو کي ښه نتيجه ورکوي ، او د (Fire blight) په مقابل کي لږ حساس دي او نسبت 9 M ته په اسانۍ سره تکثيريږي.

(MARK (MAC9): د M.9 (Open pollinated) نيالگى دى چې د M.9 EMLA ٧٠% جسامت جوړوي ، Support ته ضرورت لري ، د Collar rot او وچکالۍ په مقابل کي مقاوم ، خود Fire blight او Wooly Apple Aphid په مقابل کي حساس دى ، پړسيدلي تومور شکله غوټي په نيله بوټي Root stock او سکرونو Suckers باندي راختلي وي ، او په (Heavy Soil) کي ښه وده کوي.

(Bud.9): دانيله بوټى د M.9 او دRed Standard دکراس په نتيجه کي رامنځ ته شوى ، د M.9 EMLA څخه زيات لوړيږي ، خود حاصل اندازه يې د M. EMLA په شان ده ، Support (تکيې) ته ضرورت لري ، ديخنۍ او Collar rot په مقابل کي ښه مقاومت لري ، خود (Fire blight) او (Wooly apple aphid) په مقابل کي حساس دي .

(MM.106): (N.Spy x M.1) نوموړى نيله بوټى د پاڼي دقاعدي په برخه کي دلويو (Stipules) په لرلو سره په قوريه کي په آسانۍ پيژندل کيږي ، ډير حاصل ورکوونکې ده ، د M.7 څخه لويه ونه توليدوي ، په لمدو خاورو کي (Collar rot) ته ډير ميلان لري ، او کله چي پري حساس (Scion) پيوند شي نود (Fire blight) او يخنۍ په مقابل کي ډير حساس دى.

(MM.111): دوچکالۍ په مقابل کي مقاوم دى (وچکالي ښه تحمل کولاى شي) او هم دسپږيو سره ډير مقاوم دى ، يو قوي کلټيوار دى چې نيغ والي ته ميلان لري ، او Rootstock يې د (Interstem) په حيث استعماليږي.

دمڼودتخم راټولول او دهغې ساتل

دتخم په ښه شنه کيدو کې يو هم په مناسب وخت کې له ونو او ميوؤ څخه د تخم راټولول دي. تخم بايد چاودلي نه وي او خام راټول نه شي همدارنگه ځينې تخمونه د ميوې دغوښينې برخې له منځه څخه ښه جلاکيږي او ځينې ئې سخت دميوې په غوښې پورې نښتي وي. دميوؤ دتخمونو دراټولولو وخت د ميوؤ په نوعو او ډولونو پورې اړه لري . هغه ميوې چې تخمونه يې له پخيدو وروسته سملاسي د زرغونيدو قابليت لري لکه نارنج،مالټه،... اوداسې نور هغه وخت راټوليدلي شي کله چې ئې تخمونه کرل کيږي مگر دمڼواو نورو پانريژو ميوو تخمونه له پخيدو څخه وروسته سملاسي راټوليږي. د چاقو په زريعه کولاي شو ميوه څيرې کړو او تخم ورڅخه راوباسو او که چيرې په زړي يا تخم پورې دغوښې برخې پاتې شوني نښې وي نوکولاي شو چې زړي يا تخمونه په يوه طشت يا سطل کې په اوبو پريمنځو او پاک ئې کړو. د مڼواو نورو پاڼريژو ميوو تخمونه له مينځلو وروسته بايد لمر ته وچ شي او بيا ټوکر او يا د کاغذ په کڅوړه کې خوندې کړل شي.د ستروسو او الوکاټو تخمونه له منځلو او پاکولو وروسته وچيدوته اړتيا نه لري کيدلي شي سملاسي وکرل شي ځکه چې دا ډول تخمونه د وچيدو له امله دټوکيدنې قدرت له لاسه ورکوي. همدارنگه د مڼو تخمونه سملاسي نه شنه کيږي او بايد چي له سړې لندې هوا سره مخامخ شي چې په دې ډول د ټوکيدنې قابليت تر لاسه کړي. د پاڼريژو ډول ډول ميوؤ تخمونه د څوورځو لپاره بايد له لندې سړې هوا سره مخامخ شي چې د Moist chilling په نوم ياديږي . نودمڼې تخمونه د(٨٥-٩٠) ورځو ته د(١-٣) سانتي درجي دحرارت ته ضرورت لري ترڅو تيغ ووهي .


د بوزغلي لپاره د اړتيا وړ تخمونو مقدار معلومول

ديوې واحدې ټوټې ځمکې لپاره د تخمونو اندازه په يو شمير عواملو پورې اړه لري. • دميوې ډول • د کرلو مسافه • په سلو برخوکې د تخمونو ټوکيدنه يا دتيغ وهني فيصدي • خالص والي يا سوچه والي • په يو کيلو گرام کې د تخمونو شمير

د بوزغلي د نيالگيو د تخم اندازه د لاندې فارمول پواسطه معلوميږي.

W= A. S / D. P. G. L

W: د تخمونه هغه اندازه چې بايد په يوه واحده ټوټه ځمکه کې وکرل شي. S: دمتر مربع په اساس هغه واحد ټوټه ځمکه چې بايد وکرل شي لکه يو جريب ۲۰۰۰ متره مربع کيږي

A: د کرلو د مسافې پر اساس د هغه تخمونو شمير دي چې په يو متر مربع کې کرل کيږي. D: په يوکيلو گرام کې په اوسط ډول د تخمونو تعداد. P: په سلوبرخوکې د تخمونو د خالصوالي يا سوچه والي برخې دي. G: په سلو برخو کې د هغه تخمونو شمير دي چې له ټوکيدنې وروسته د موسم په اخر کې ژوندي پاتې شويدي. L: په سلو برخو کې د لابراتواري ټوکيدنې اوسط (د عشارئې له مخې). او دځمکې د مساحت ۶/۱ برخه د سړک،لارو او ۵/۶ برخه ئې بايد د تخم لپاره جداشي.

دلازياتو معلومات لپاره لاندي ارقاموته پاملرنه وکړۍ خو زمونږ داصلي موضوع پوري يې يواځي دمڼې ارقام اړه لري.

د ډول ډول ميوو د تخمونو تعداد په اوسط ډول په يو کيلو گرام کې:


ميوې په يو کيلو گرام کې د تخمونو تعداد ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ مڼې ۳۰۰۰- ۳۲۰۰

ناک ۳۰۰۰- ۳۲۰۰

شفتالو ۲۵۰- ۳۵۰

زردالو ۵۰۰- ۶۰۰

بادام ۳۵۰- ۴۰۰

چهار مغز ۱۵۰

که چيرې څوک نه غواړي چه په وزن د ميوو د تخونو مقدار معلوم کړي اوياله پورتني فارمول څخه گټه اخستلي نشي نو کولاي شي چې د شمير پر اساس د پورتني جدول له مخې د خپل ضرورت وړ تخمونه معلوم کړي او بيا هغه په بوزغلي کې وکري . لومړي د خوښې وړ مسافه او بيا دهغې له مخې په متر مربع کې د تخمونو شمير معلوم کړي او بيا دټولې کرونکې ساحې لپاره د تخمونو شمير معلوم کړي.

د کرلو طريقه

د تخمونو دکرلو ژوروالي د تخمونو په غټوالي او کوچينوالي پورې اړه لري که چيرې تخمونه په مناسب ژوروالي ونه کرل شي ښائې هلته په خاوره کې ئې اوبه تبخير شي او ونه ټوکيږي. که چيرې تخمونه ډير سر سري يا په لږ ژور والي وکرل شي ښائې هلته په خاوره کې ئې اوبه تبخير کړي وي او خاوره پوره رطوبت ونه لري چې په دې توگه بيا تخمونه ټوکيدلى نه شي. که چيرې تخمونه ډير ژور وکرل شي نو ښائې چې بيا هم ونه ټوکيدلى شي ځکه ښائې دهغوي ذخيروي غذائې مواد خلاص شي او دځمکې سرته راو نه ختلاى شي. دمڼو د تخمونوتيره يا نرۍ څوکه بايد په خاوره کې ښکته خواته شي ځکه چې له نرۍ څوکې څخه د نيالگي ريښه توليديږي چې ښکته خواته په خاوره کې وده کوي او له غټې څوکې څخه دنيا لگي تنه راوزي د ځمکې د سطې په سر نيغه وده کوي. په نرمو او پستو خاوروکې د مڼو تخمونه له ۳ څخه تر ۶ سانتي متر په ژوروالي او په کلکو خاوروکې له ۲څخه تر ۳ سانتي مترو په ژوروالي کې کرل کيږي. د کلک زړو ميوو Stone fruit لکه زردالو،شفتالو، الوتخمونه په نرمو او پستو خاوروکې له ۵ څخه تر ۸ سانتي مترو په ژوروالي کې کرل کيږي . په بوزغلي کې بايد د ميوو تخمونه دپولې په دواړو غاړو وکرل شي ځکه چې لاندې گټي لري. 1. د Budding او Grafting لپاره به اسانه وي. 2. د خشاوې (للون) لپاره به اسانه وي. د دوو قطارونو تر منځ فاصله بايد 60-75 cm او دتخمونو ترمنځ فاصله بايد 10-15 cm پريښودل شي.

د مڼود تخم سټراټيفيکيشن

Stratification: - د هغه عمليي څخه عبارت دى چي د تخمونو د استراحت د مودي د مينځه وړلو او ودي ته د هڅولو لپاره ضروري دي چي هغوي د اوږدې مودي لپاره د ټيټو مثبتو درجود حرارت او لوند چاپيريال سره چي کافي هوا ولري معامله کيږي ، په ساړه او لوند ځاى کي د تخمونو اچولو مقصد دادى چي تخمونه ژر او يو شانته وټوکيږي.

د تودوخي لوړه درجه د بې وخته ټوکيدو سبب گرځي او د تودوخي ټيټه درجه د ساتني وخت اوږدوي او د بې وخته ټوکيدو مخه نيسي. تقريباً هر هغه مواد چي لنده بل او هوا ساتي او د زهرناکو موادو څخه خالي وي د تخمونو د وچولو په مقصد مناسب بريښي مطلوب او مروج مواد عبارت دي له (پاکي شگي) ، Peat Mass ، Sphagnum Mass ، Vermiculite ، د اري بور څخه چي د حجم له مخي دري برخي مواد او يوه برخه تخم گډه وي يا به تخمونه د حجم له مخي په لنده بل ساتونکي موادو کي اچوي چي يوه طبقه لنده بل ساتونکي مواد او بله طبقه تخم چي د هري طبقي پنډوالي 1 – 7.5 cm پوري وي نوموړي تخمونه به د ځمکي په 30 cm ژوروالي کي چي سوړ او لوند وي ساتل کيږي. خو په يخو منطقو کي په مستقيم ډول Direct Sowing تخمونه هم کرل کيږي چي د قوس (ليندي) په مياشت کي کرل کيږي په دي توگه د لمدي سړي هوا اړتيا پوره کيږي. د مڼې تخمونه لمدې سړې هوا ته ضرورت لري چي زړي بايد ٨٥-٩٠ ورځولپاره د سانتي گراد د ١-٣ درجو په سړه هوا او لمدو شگو کي وساتل شي.

د تخم د کرلو لپاره د ځمکې تيارول

مخکې له دې چې د تخم د کرلو وخت راورسيږي غوره شوي پټي بايد په لاندې ډول تيار شي. • خاوره ښه ژوره قلبه شي. • ډبرې او بيکاره گياوې ورځينې لرې کړل شي. • د پټي لوټې ماتې کړل شي. • ډير لوند پټي قلبه نه کړل شي ځکه چې لوټې پيدا کوي. • ډير وچ پټي هم قلبه نه کړل شي ځکه خاوره ډيره ميده کيږي او کله چې اوبه کړل شي نو خاوره يي کلکيږي. • د قوريي لپاره شگلنه خاوره يا Sandy loam ډيره غوره ده. • مټينه خاوره Clay soil که موجوده وي د حيواني سرې په واسطه دهغه ساختمان Structure اصلاح کړل شي. هغه تخمونه چې په پلاستيکي کڅوړو کې کرل کيږي لکه ددې ډول تخمونو لپاره د کروندې فارمول پر اساس خاوره تياريږي.

1 : 2 : 3

دري (۳) برخې د پټي خاوره دوې (۲) برخې ميده پاکه شگه يوه (۱) برخه حيواني ورسته شوې وچه سره

پورتنۍ اماده شوې خاوره، شگه او حيواني سره ټول يو ځاي کيږي بيا د جالۍ پواسطه چاڼيږي،لوټې ډبرې او خځلې ترې جلاکيږي او چاڼ شوې پاکه خاوره بايد په پلاستيکي کڅوړو کې واچول شي او تخمونه پکې وکرل شي. که چيري دجالۍ په واسطه خاوره چاڼ نه شي هم کولاي شو چې په پلاستيکي کڅوړو کې ورڅخه استفاده وشي خو نوموړې خاوره بايد لوټي، تيږي او نور اضافي شيان ونه لري.

دمڼود تخمونو دکرلو وخت

د افغانستان دبيلو بيلو منطقو اقليمي شرايط سره توپير لري د مثال په ډول په يوه موسم کې د ننگرهار هوا توده وي خو د وردگو او باميانو هوا بيا سړه وي . د مڼو تخمونه بايد له لمدې سړې هوا سره په طبيعي توگه مخامخ شي او داستراحت Dormancy ئې له منځه ولاړه شي.

کيداي شي د دغو تخمونو ميوې لومړي په اوبو کې پريمنځل شي اوبيا تر ۴۸ ساعتونو پورې په اوبو کې ډوبې شي اوپه ژمي کې بيا د يوه ديوال يا پولې شمالي خواته ۳۰ سانتي متره ژوره کنده کې د لمدو شگو په طبقو کې وساتل شي په دې وسيله ئې د استراحت دوره له منځه ځي او بيا په پسرلي کې په قوريه کې وکرل شي.

کله چې د مڼو د تخمونو د استراحت دوره له منځه وړل شويوي بيا نو دهغوي د کرلو وخت د سيمې په اقليمي شرائطو پورې اړه لري د مثال په ډول د افغانستان په تودو سيمولکه ننگرهار،لغمان ،کندهاراو هلمند کې د مڼو تخمونه په بزغلي کې د حوت د مياشتې په لومړيو وختونو کې کرل کيږي او په سړو سيمو لکه کابل،لوگر او وردگو کې د حوت د مياشتې په آخره اونۍ او يا دحمل د مياشتې په لومړۍ اونۍ کې کرل کيږي. څرنگه چې د ستروسو ميوې يواځې د ننگرهار ،لغمان او کنړونوپه ځينو سيموکې په تجارتي ډول کرل کيدلي شي نو بزغلي ئې هم بايد په همغه سيمو کې جوړ شي.

د نويو زرغون شوؤ نيالگيو پالنه او روزنه

نوي زرغون شوي نيالگي ډيرې جدي او نژدې پاملرنې ته اړتيا لري .څرنگه چې نيالگي ډير کوچني وي نو دهر ډول افتونو لکه پوپنکي ناروغۍ،د اوبو کموالي، د ناوړه بوټو سره مقاومت ، د حشراتو اوداسې نورو په مقابل کې زيات حساسيت لري. له ناروغو نيالگيو څخه باغ نه شي جوړيدلاي بايد کوشش وشي چي د بزغلي نيالگي له هيڅ ډول افت سره مخامخ نه شي.

زرغون شوو نيالگيو ته بايد په خپل وخت نايتروجني سره ورکړل شي او کوښښ وشي چې ټول ناوړه بوټي Weed تر شنه کيدو يووخت وروسته ترې لرې او له منځه يوړل شي. نيالگي بايد په خپل وخت کې اوبه شي اوهر ډول افت لکه فنگسي ناروغۍ Fungal diseases او حشرات insects بايد کنترول شي.

د ځينو ميوو لکه Stone fruit (شفتالو،زردالو،الو يا لوچو، گيلاس) او مغز بابو Nut crops لکه ( چهارمغز،بادام،) نوي زرغون شوي نيالگي يوه عمده اصلي ريښه Main root توليدوي او دنوموړي ريښې په څنگونوکې ډير لږ يا هيڅ ريښې نه توليدوي د نوموړو ميوو او مغزبابو دا ډول خاصيت دوه غټ او مهم تاوانونه لري.

يو داچې له بزغلي څخه د ايستلو په وخت کې ستونزه رامنځ ته کوي ځکه چې اصلي ريښې يې ډيرې په خاورو کې ژورې تللې وي. • بل داچې ډير شمير ئې په باغونوکې له کرلو وروسته مړې کيږي او له منځه ځي ځکه چې اصلي عمده ريښه د څنگ کوچنۍ تغذيوي ريښې Feeder roots نه لري. ددې لپاره چې په نوموړو ميوؤ او مغزبابو کې پورتنۍ دوه ستونزې رامنځ ته نه شي نو کله چې کوچني نيالگي په بزغلي کې تر ۱۰ سانتي مترو پورې جگ شول ټولې عمده يا اصلي ريښې د څوکې له خوا د تيره چاکو اويا تيره لور پواسطه په خاوره کې لنډه او غوڅه شي دا ځکه چې نيالگي بايد د څنگ تغذيوي ريښې Feeder roots توليدکړي. په لنډ ډول بايد وويل شي چې د مڼو نوي زرغون شوي نيالگي د لومړني وده ئيز موسم Growth season په لومړيو څلورو يا پنځو مياشتوکې بايد داسې اصلاح شي چې د هغوي د راتلونکې ژوند ستونزي حل شي او په اسانۍ د لومړي وده ئيز موسم د سنبلې په مياشت کې پيوندولو ته تيار شي.

اوبه ورکول

دتخمونو دکرلو څخه وروسته بايد بسترد اوبو پواسطه آبياري شي چې دغه اوبه په نوموړي بسترونو کې دوه يا درې ورځې وروسته يو ځل خوشې کيږي خودا په لمړيو وختونو کې چې ورسته بيا په هفته او يا تردې زياتې ورځې وروسته اوبه ورکول کيږي .

خوبسترونو ته اوبه ورکول دخاورې په ډول ، دبوټي په حالت ، اقليمي شرايطو او داسې نور عواملو پوري اړه لري چې د نوموړو عواملو په نظرکې نيولو سره بايد بسترونه په ښه ډول خړوبه شي بسترونه بايد داسې جوړشوي اوسې چې د اضافې اوبو د وتلو لپاره په آخر کې يو مخرج موجود وي چې زياتې اوبه بايد دهغې له لارې خارج شي .

کوشش وشي چې په قوريه کې اوبه ډنډ پاتې نه شي ځکه بوټي د Root rot په ناروغى اخته کيږي . په افغانستان کې په اکثرو سيمو کې په اوبوکې د مالگې او نورو منرالي يا کاني موادو موجوديت د اوبو په څرنگوالي تاثيرلري او کله کله له هغې څخه ستونزې راولاړيږي. دخړوبولو اوبه بايد دهغومنرالي موادو شتون لپاره وآزمايل شي،ترڅو نيالگيو ته د زهرجنو او مضرو اوبو له رسيدو څخه مخنيوى وشي .

خيشاوه

خيشاوه (Weeding) په حقيقت کې ټول هغه بوټي چې مونږ نه وي کرلي ، او مونږ ته کومه گټه ونه رسوي او موجوديت يې له يوې خوا د کرل شويو بوټو لپاره دځاې او ساحې په اشغالولو کې او له بلې خوا د بوټو سره د اوبو او غذايې موادو په مصرفولو کې رقابت کوي د هرزه کياوو په نامه سره ياديږي.

هرزه گياوې دقوريې د نيالگيو سره دلاندې موادو په لاسته راوړلو کې رقابت کوي .

١- اوبه ٢- غذايې مواد ٣- دلمر وړانگې

ددې لپاره چې د قوريې نيالگيو ته دمناسبې نمو لپاره زمينه مساعده شي نو بايد هرزه گياوي له منځه يوړل شي .ښه وخت د هرزه گياوو د ليرې کولو لپاره هغه وخت دى چې هرزه گياوې نازکې او نرۍ وي.په پسرلي کې ددويمې مياشتې نه بعد او يا ددريمې مياشتې په اوايلو کې بايد خيشاوه وشي خو د اوبه لگولو څخه وروسته چې ځمکه په کافې اندازه رطوبت ولري .پس د اوړي څخه يا درې مياشتې وروسته هرزه کياوې بايد ليري شي پدې طريقه چې ريښې يې په خاوره کې پاتې نه شي

د سرې استعمال

کله چې د بزغلي لپاره ځمکه تياره شوله نو له هغې وروسته بايد د حيواناتو ښه خوسا، ورسته اووچه شوې سره well composed چې د شپږو څخه تر دوولسو ۶- ۱۲ مياشتو پورې وخت پرې تير شوي وي ورکړل شي او د قلبې پواسطه له خاورې سره گډه شي. د حيوانې سرې (FYM) مقدار د خاورې دکيفيت Soil quality پورې اړه لري په هر صورت بايد ځمکې ته په يوه جريب کې پنځه ټنه حيواني سره Farm Yard Manure استعمال شي .

برسيره پر حيواني سره په يو جريب ځمکه کې يوه بوجۍ توره يا فاسفورس لرونکي کيمياوي سره هم اچول کيږي او بيا دقلبې په واسطه له خاورې سره گډه شي. د حيواناتو تازه سره بايد استعمال نه شي ځکه چې له يوې خوا د نيالگيو ريښې سوځوي او له بلې خوا ونې د نايتروجن په کمبود Nitrogen deficiency اخته کوي . وروسته د بزغلي ځمکه په پټيو وويشل شي ،لښتي،پولې او لارې پکې جوړې شي پولې يا قطارونه بايد دبادپه مقابل کې جوړې شي. که چيرې سيمه ډير باد ولري بايد د بزغلي له جوړولو څخه دوه يا دري کاله مخکې د باد ماتونکو Wind breaks ونو دوه يا دري قطارونه وکرل شي. کله چې په پسرلي کې تخمونه وټوکيدل اونوي زرغون شوي نيالگي له ۱۰ څخه تر ۱۵ سانتي مترو په لوړوالي لوړ شول نو بايد زرغون شويو نيالگيو تر څنگ په قطار ډول ۱۵ کيلو گرامه يوريا (نايتروجن لرونکې سره) په يوه جريب کې استعمال شي او سملاسي بزغلي اوبه کړل شي. او ددوهم ځل لپاره بيانو يو څه ژر خړوب شي . له لومړى نايتروجني سرې څخه ۲۰ يا ۲۵ ورځې وروسته بيا د دوهم ځل لپاره په يوه جريب کې د لومړي ځل په شکل ۱۵ کيلو گرامه يوريا استعمال شي او بيا يوه مياشت پخوا تر پيوندولو د دريم ځل لپاره ۱۵ کيلوگرامه يوريا په يوه جريب کې استعمال شي.

د مڼو پيوندول (Apple Budding)

له تخمونو نه بايد باغونه جوړ نه شي ځکه چې له تخم څخه توليدشوي ونې اصلي جنسيت نه لري ، خپل جنسيت له لاسه ورکوي او هم په ټولو خواصو کې مورني او پلرني بوټو سره ورته والي نه لري .

هغه ميوې چې د غير زوجي تکثير په نورو طريقو سره نه شي ډيريدلاي نو بايد د پيوند په طريقه تکثير شي.له هغه نيالگي يا ونې څخه چې پيوند اخستل کيږي د پيوند بوټي په نوم ياديږي او هغه نيالگي چې پيوند ورباندې لگول کيږي د نيله بوټي په نوم ياديږي . دپيوند اخستلو لپاره سالمې ونې چې ميوه ئې غوره کيفيت او ډير حاصل ورکوي انتخابيږي . پيوند ديوه وده ائيز موسم له نودوڅخه اخستل کيږي .

په پيوندولو کې بايد لاندې ټکوته ډيره پاملرنه وشي: دپيوند اخستلولپاره بايد روغې ونې اونودې Bud stick د غوره ميوې له ډله څخه انتخاب شي. زخې Buds بايد دنيله بوټي Root stock په داسې صيقل ځاي کې پيوند شي چې له ځمکې څخه تر ١۰ څخه تر ١۵ سانتي مترو پورې لوړې وي. بڼوال بايد په دي پوه وي چې کوم پيوندي بوټي په کوم نيله بوټي باندې پيونديدلاي شي.

زخې بايد د باد په مقابل کې پيوند شي ترڅو له ماتيدو وژغورل شي او ټول قطارونه همغې يوې خواته پيوند شي چې په راتلونکې کې د هغوي په نښه کول او ازمويل آسانه شي. دبزغلي دنيالگيو په کوم قطارونوکې چې دميوؤ کوم خاص ډول Variety پيونديږي هغه بايد د بزغلي خاوند له ځان سره د بوزغلي په جوړه شوې نقشه کې په نښه کړي او نومونه ئې وليکي. دميوؤ ځينې ونې گرده برابرونکي Pollinizers ته ضرورت لري . دنوموړو ميوؤ څخه کم ترکمه دوه داسې ډولونه پيوند شي چې يوه او بلې ته ئې گرده برابرولى شي او په پسرلي کې يو وخت گلان وسپړي.

دپيوند له پاره دي دقوي لښتو څخه زخه واخستل شي

دپيوندي لښتو څخه دي پاڼي پري کړل شي خو دپاڼي دډنډر څلورمه برخه دي ورسره پاتي شي

په هره لښته يا بنډل دي نوم وليکل شي او په يخ ځاي کي دي وساتل شي

کله چي زخه پري کوۍ نو تيره سامان وکاروۍ او هم هيڅکه يي لرگي مه ټوټه کوۍ او مه يي په زور سره شکوۍ

دپاڼو دزخو سره لښتي راټولي کړۍ او دگل زخې ته پاملرنه وکړۍ ځکه چي دگل زخي پلني او هموارې دي او دپاڼو زخي نرۍ دي

په هره لښته دي نوم او ليبل وليکل شي او بيا يي په داسي پلاستيکي کڅوړو کي اوچوۍ چۍ هوا نه ورداخليږي ، په يخچال کي يي کيږدي .

دپيوندولوعمليه(Budding Procedure)

پيوند دشکل له مخې زيات ډولونه لري مگردتکمې زخه پيوند چې عبارت له T پيوند يا T-Budding څخه دى او په افغانستان کې زيات مروج دي په ونو کې اجراکيږي.

د T-Budding لپاره د Bud تيارول: د نودې له منځ څخه د زخې پيوند لپاره ښې رسيدلې زخې غوره کيږي او بيا دپيوند دچاقو پواسطه پيوندي زخه تياريږي. دتکمې زخه پيوند لپاره لومړى دزخې د څوکې څخه له ٢ څخه تر٢.٥ سانتي مترو پاس پر يو چاکو د نودې پوستکى په افقي ډول غوڅيږې او بيا چاکو د زخې له بيخ څخه ١.٣ سانتې متره ټيټ په افقي ډول کيښودل کيږي او د زخې دڅوکې خواته زخه له نودې څخه داسې جلا کېږي چې نطفه ورپورې نښتې پاتې شي.

هيره دې نه وي چې د زخې د پيوند لپاره چې کومې نودې Bud sticks له ونې څخه غوڅيږي په هغې پسې بايد سملاسي دپاڼو تيغې غوڅې شي ترڅو دتبخير مخنيوي وشي او نودې دي په لمده بوجۍ يا ټوکرکې ونغښتل شي چې زخې اوبه له لاسه ورنه کړي او وچې نه شي.

په نيله بوټي کې د پيوند بوټي زخه له کيښودو وروسته په پلاستيک سره تړل کيږي. زمونږ د هيواد په ځينو سيمو کې چې د وبي لمده هوالري او ياباران په کې اوريږي سرچپه ټي پيوندInverted-T-Budding اجراکيږي.

دمڼود بوټو د پيوندلو وخت

دزخې پيوند (T-budding) لپاره مناسب وخت هغه دي چې کله پوستکي دنيله بوټي او پيوندبوټي څخه په اسانۍ سره جلاکيږي. دمڼواونورو ټولو پاڼريژو ميوؤDeciduous fruit لپاره غوره پيوندي نيالگي هغه نيالگي گڼل کيږي چې په بزغلي کې کرل کيږي . د افغانستان تقريباً په هيڅ سيمه کې د جوزا په مياشت کې د پيوندولو وړ نيالگي وړاندې کولاي نه شي نو له دې امله دپاڼريژو ميوؤ دنيالگي پيوندول دسنبلې د ۱۵ او دميزان تر ۱۵ پورې پيوند چې د Fall Budding ّپه نوم ياديږي ډير عموميت لري.

دمني دزخې پيوند Fall Budding گټه لري ځکه چې: • دحرارت درجه نسبتاً معتدله وي او دپيوند دکاميابيدو چانس زيات وي. • Budder يا پيوند کوونکي لپاره وخت زيات وي. • د زخو دڅانگوBud stick ساتلو ته ضرورت نه وي.

د افغانستان په سړو سيمولکه وردگ،غزني،باميان، پروان اوداسې نورو کې مڼې او نورو پاڼريژوميوودپيوندولو لپاره ډيرښه وخت د اسد دمياشتې له نيمايي دسنبلې تر نيمائې پورې گڼل شويدي. د هيواد په تودو سيمو لکه ننگرهار، لغمان ،کندهار، هلمند، فراه ، نيمروز اوداسې نورو کې د زخې پيوند لپاره غوره وخت دسنبلې دمياشتې له نيمايي څخه د ميزان دمياشتې تر نيمايي پورې گڼل کيږي.په پورتنيو وختونوکې T-Budding يا ټي پيوند شوو نيالگيو څوکې له پيوندولو وروسته نه غوڅيږي نيالگي او پيوندې زخې تر راتلونکي پسرلي پورې پخوا تر دې چې وده پيل شي په خپل حال پريښودل کيږي. له پيوندولو دوه اونۍ وروسته په سړو سيموکې له پيوندي زخې څخه پلاستيک سستيږي خو پلاستيک بايد بيخي لرې نه شي ځکه چې پلاستيک په ژمي کې پيوند شوې زخې د سړو له تاوان څخه ژغوري. په تودو سيموکې له پيوندولو دوه اونۍ وروسته بايد پلاستيک له پيوند شويو زخوڅخه ليرې شي. نوي پيوندشوي زخې په ژمې کې ويدې پاتې کيږي او بيا په پسرلي کې پخواتر دې چې نوې وده پيل شي پيوندي نيالگي له پيوند څخه له لسو نه تر شلو سانتي مترو په اندازه لوړ پرې کيږي،کله چې بيا وده پيل ته نژدې شي نو دزخې له پيوند څخه يو يا دوه سانتي متر لوړ ټول پيويدي نيالگي غوڅيږي اوپه دې توگه پيوندي زخه وده کوي . پيوندي نيالگي ته په دويم وده ايز موسم کې ،لکه د لومړني وده ايز موسم په څيريې ډيره کلکه پاملرنه کېږي، په نوموړې پاملرنه کې پخپل وخت خړوبول، نايتروجني سره ورکول، دناوړه بوټو کنترول او دحشراتو او ناروغيو مخنيوي شامل دي .

د شنې شوى زخه پيوند نښي او مراقبت

د مڼوپه نيله بوټي کي د 8 – 10 ورځو پوري د پيوند د لگيدو نښي څرگنديږي ډير شمير څيړنو ښودلې ده چي د زخو او نيله بوټو بشپړ جوش خوړل د پيوندلو څخه د 20 – 21 ورځو څخه وروسته په ښه توگه څرگنديږي. د پيوند زخو لگيدل د زخي تازه بڼه ، د پاڼي د ډنډرو په اساس سره د جلا کيدو له مخي څرگنديږي. که د زخي پوري نښتي د پاڼي ډنډر په اسانۍ سره جدا شي علت يي دا دي چي د هغي د اساس په نقطه کي کارکي طبقه رامنځ ته شوى ده ، کومي پيوندي زخي چي ډنډريي وچ شوى وي او نيله بوټي د ساحي څخه نه بيليږي د نه لگيدو نښي ښيي.

هغه پيوندونه چي نه وي لگيدلي دا ډول نيله بوټي دي د دوهم ځل لپاره پيوند شوي .

په هغه سيمو کي چي قوي بادونه وي پيوندي څانگي ماتوي بايد چي د لرگيو پوري وتړل شي تر څو مات نه شي.

هغه وخت چي نيله بوټي د پيوند د پاسه پريکول کيږي د پيوند د زخي څخه پرته نوري زخي هم ودي کولوته مجبوريږي دا ډول پيوندي زخي ډير ژر تاثير لاندي راولي ښايي چي ډير ژر د نيله بوټو څخه لري شي. په وچو اقليمي شرايطو او په هغو سيمو کي چي په ژمي کي واوري د ورښت اندازه لږه وي د مني په پاى کي پيوندونو ته خاوره راټوليږي تر څو هغوي د سړو څخه وژغورل شي.

د پيوند کولو څخه وروسته بايد د پيوند شوي بوټي څارنه وشي وخت په وخت د پيوند د لاندنۍ برخي څخه بايد نورې شنې کيدونکي زخي پريکړل شي همدارنگه د مني پيوند شوي بوټي بايد د استراحت د مرحلي په ورستيو ياد حوت د مياشت 20 ورځو کي د پيوند برخي څخه 2cm پورته په مايله توگه غوڅ شي.

دمڼواناروغۍ اوحشرات

Powdery Mildew

دمڼو يوه لويه فنگسي ناروغي ده چې په نيمه وچو مناطقو او چيرته چې مڼې کرل کيږي. دغه ناروغي زخې ، پاڼې ، گلان ، شنې تاندې څانگې او خامې او ميوي په ناروغۍ اخته کوي . چې دناروغۍ عامل يو فنگس دې چې د Podophaera leucotricha په نامه ياديږي ، چې ناک او بهي هم په ناروغۍ اخته کوي خو په کاليفورنيا کې يواځې په مڼوکې ډيره مهمه ناروغي ده . دمڼې تقريباً ټولې ورايټي گانې د Powdery Mildew په مقابل کې حساسې دي چې پدې کې Yellow Newtown , Jonathan , Gravenstein , Rome Beauty هم شاملې دي Golden Delicious او Granny smith په متوسط ډول حساسې دي ، Red Delicious اوStayman winesap لږې حساسې دي .

علايم :- په پسرلي کې سپين فنگسي مايسليم په گلپانو ، گلملوپاڼو، دگلانوپه ساقو ، غوټيواو پانو باندې پرمختگ کوي مگرپه نتيجه کې بوټي دميوې دنيولو څخه پاتې کيږي. سپين رنگه خالونه په پاڼوباندې پيداکيږي چې معمولاً په مڼوکې لاندې خواته وي چې دغه سپين رنگه ټاپې لرونکې ساحې وروسته ټولې پاڼې ته خپريږي دلومړيو پاڼو دتشکيل په وخت کې پاڼې شديداً بې شکله کوي او نسبت عادي پاڼوته ډيرې نرۍ او باريکه کوي يې ، خو رسيدلو پاڼو باندې په نتيجه کې پيکه داغونه وي چې غاړې يې سرې چکې ښکاري .

نوموړې ناروغي د (٢١-٢٧) سانتي درجې دتودوخې کې اعظمي اخته کونه رامنځ ته کوي ممکن په ٣٤ سانتي درجوکې دغه فنگس اخته کونه ودروي .

مخنيوى :

١- داخته شوو برخوقطع کول او سوځول . ٢- د Lime sulphur استعمال .

٣- دنباتي پاتې شونو له منځه وړل . ٤- دفنجي سايډ Spray کول .


دمڼې پشم لرونکې سپږۍ(Wooly apple aphid) =

دنوموړې سپږۍ علمي نوم Eriosoma lanigerum دى چې د مڼو دمهمو ناروغيو دډلې څخه شميرل کيږي چې دمڼو حاصلاتو ته په باغ کې او هم په قوريه کې زيات تاوان رسوي ، دغه حشره دمملکت په ټولو ساحوکې چې مڼې ورکې روزل کيږي ډيره زياته پيداکيږي لکه کابل ، ميدان وردگ او دکوهدامن په وادي کې پيداکېږي . دنوموړي حشرې اصلي ميزبان مڼه ده خو په بعضې ځايونو کې ناک ، بهي هم د حملې لاندې نيسي .

علايم :- ددغې حشرې مشخص علايم دادي چې سپين پنبې ته ورته چسپناک ترشحات د خپل وجود څخه ترشح کوي او ځان پکې تاووي .نوموړې حشري په نوو څانگو، نودو، تنو، لويو شاخونو او دپوستکي په چاودونوکې پيداکيږي .دغه حشره د مکنده خولې درلودونکې ده اودنبات د شيرې څخه تغذيه کوي او دهغوي دتغذيې له وجې په تنې او ساخچو باندې چاودونه او غوتې رامنځ ته کيږي . چې بلاخره د نبات دوچيدو سبب گرځي . نوي نودې ددې حشرې په مقابل کې ډيرې حساسې وي او په ډيره پيمانه متضرره کيږي.دنوموړې حشرې فعاليت په گرمه هواکې ډيرشديد وي او بعضې وخت دقوريې نوي پيوند شوي بوټي د حملې لاندې نيسي . دغه حشره د نصواري رنگ درلودونکې ده او يا هم بنفش ته مايل وي .دوه ملي متره طول لري چې پنبې ته ورته ساختمان درلودونکې ده.

ژمى دنمف او يا تخم په شکل تيروي .چې يوه حشره ١٢٥ بچي توليدوي چې د ٢-٣ هفتوپه دننه کې بچي خپله نمو پوره کوي چې په يو کال کې ١٠ ځلې دنسل توليد کوي .

مخنيوۍ :- ١- ميخانيکي طريقه ٢- کيمياوي طريقه

دپيوند شوي سالم نيالگي ظاهري خصوصيات

(External characteristics of standard sapling)

په روزنځاي کې پيوند شوي نيالگي ديوه موسم څخه وروسته بايد باغونو ته وليږدول شي ، په دې شرط چې پوره غذايې مواد او اوبه ورکړل شي ، په مناسبه تودوخه کې لوي شوي وي ، امراض ، حشرات او گياوې يې په ښه ډول باندې کنټرول شوي وي چې د استراحت په حال کې اصلي باغونو ته ليږدول کيږي .ځينې وخت په روزنځاې کې دپيوند شويو بوټو گل کول په پام کې راځي او په هغو کلک زړو ميووکې چې د گل زخه ساده وي چې دا ډول بدلون د پيوندي نيالگيو د ضايع کيدو سره اړيکې لري او هم په پاڼريژو ميوو کې د اصلي څانگو دودې د ځنډ سبب گرځي ، له دې امله غوره گڼل کيږي چې گلان د غوټيو په مرحله کې وشکول شي . هغه پيوندي نيالکي چې دوه څانگې يې تشکيل کړي وي کمزوري څانگې يې که امکان ولري ، بايد له منځه يوړل شي . هغه پيوند شوي نيالگي چې د کږې بڼې لرونکي وي او لا تراوسه سخت شوي نه وي په ميخونو پورې تړل کيږي .

په ټولو حالاتو کې نيالگي داسې غوره کيږي چې سوچه ، روغ ، پاخه او په کافي اندازه غښتلي شوي وي چې بيا دغه په سورت کې په دريو گروپونو ويشل کيږي :

په لومړي او دوهم گروپ کې معمولاً داسې نيالگي راځي چې سټنډرډ بڼه يې ترلاسه کړي وي .په دريم گروپ کې مسترد يا هغه نيالگي چې د کينولو لپاره مناسب نه وي شامليږي.

په سورت کې داسې نيالگي شامل دي چې دنيلو سيستم يې خورا پياوړى شوى وي ، دنيلو شمير يې له درې څخه کم نه وي او اوږدوالى له ٣٠-٤٠ سانتي مترو په شاوخوا کې وي .

د نيالگو تنې بايد مستقيمې اود غوڅو شويو برخو ټپونه يې له نيمايي څخه زيات روغ شوي وي ، دتنو پنډوالى يې بايد دپيوند شويو ځايونو څخه د ١٠ سانتي مترو په اندازه لوړ له دوه سانتي مترو لږ نه وي ، مگر لنډ قدو کې ٥,١ سانتي مترو په اندازه هم کافي گڼل کيږي .

په دويم سورت کې بايد نيالگي تر٣٠ سانتي مترو پورې اوږدې نيلي ولري ، امکان لري دتنو کوږوالى يې د ١٦-٢٠ درجو پورې وي .

دغوڅو شويو تنو ټپونه يې له نيمايي څخه زيات روغ شوي وي ، د مسترد نيالگيو گروپ معمولاً ښه پراختيا او تشکيل نه وي تر لاسه کړى ، ناروغ او په بشپړه توگه زيانمن شوى وي او د نيلو سيستم يې ډير لنډ وي .

له بوزغلي څخه د پيوندي نيالگيو را ايستل او باغ ته وړل

ښه او غوره پيوندي نيالگي هغه دي چې د دوو کالونو په موده کې په ښه توگه په بزغلي کې توليد شوي وي. په بزغلي کې د پيوندي نيالگيو د ايستلو په وخت کې بايد ډير احتياط وشي چې د نيالگي ډيرې اصلي او فرعي ريښې په خاوره کې پاتې نه شي بايد دايستلو په وخت کې کوښښ وشي چې ريښې ماتې نه شي او تغذيوي ريښې له نيالگي سره يو ځاي راويستل شي. له ايستلو وروسته بايد ډيره پاملرنه وشي چې د ايستل شوو نيالگيو نيلې وچې نه شي ، دلمر د مستقيمووړانگو سره مخامخ نه شي او تړلو او باغ ته دوړلو په وخت کې ئې ريښې ماتې او زخمي نشي ، دنيالگيو را ايستل بايد ديوې تيرې بيلچې يا بيل په وسيله له ښو ډېرو ريښو سره ترسره شي .

نيالگي بايد په داسې ورځ راونه ويستل شي چې ډير باد په کې لگيږي ځکه چې باد دايستل شويو نيالگيو ريښې او نيلې وچوي.

کېدلى شي دافغانستان په تودو سيمو کې نيالگي په پسرلي کې پخوا تردې چې پاڼريژي ونې په وده پيل وکړي راويستل شي او سمدستي په باغ کې وکرل شي اوياريښې يې په لنده خاوره کې سيورې ته پټې شي او بيا ديوې اوونۍ په موده کې وکرل شي.

يوه خبره بايد هيره نه شي او هغه داچې له ايستلو وروسته دهرې نوعې او ورايټۍ نيالگي په جلا جلا شکل وتړل شي چې سره گډ نه شي اوبوتي ليبل شي چې بايد په هغې کې يې د (Root stock) ډول او هم د(Scion) ډول او نور خصوصيات ليکل شوي وي.

په يو بنډل کې کېدلى شي ١٠يا ٢٠يا ٣٠ نيالگي وتړل شي او هم يې ريښې وچې نه شي لومړى دنيالگيو نيلى د ارې په لوند بور کې پټوي او بيا وروسته پلاستيک ترې تاوېږې او سرتر اخره په يوه بوجۍ کښې تړل کېږي .


مآخذونه

  1. نورگل حمزه خيل، نورگل ۱۳۵۹،دنباتاتودتکثيرلارې،دکابل پوهنتون خپرونې مخ ۶۵- ۶۶
  2. حمزه خيل ،ن ۱۹۹۲ ، دباغداری اساسات،دکابل پوهنتون خپرونې
  3. شيرزاد،ب ۱۳۷۸ ، په افغانستان کې دبوزغلي جوړونه اوروزنه ،داريک دگرځنده کتابتونونودخپرونولړۍ، مخ د۵ نه تر ۱۵ اود ۲۹ ځخه تر ۳۱ پورې.
  4. شيرزاد،ب ١٣٦٧ هـ ش ، دافقانستان پاڼرژې ميوې ، دکابل پوهنتون خپرونې
  5. ظاهريان،گ ۱۳۸۴ ،دنباتاتو دتکثير لابراتوار،مخ ۵۹-
  6. Modern Fruit Science
  7. Secrets of the Plant Propagation
  8. Integrated Pest Management of Apple and Pear,
  9. WWW.freevikipidia.com