Jump to content

ګل لرونکی بوټی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګل لرونکي بوټي هغه بوټي دي چې ګلونه او میوه لري او د انجیوسپرمي پرګنۍ رامنځته کوي چې معمولا د انجیوسپرم په نوم یادېږي. د انجیوسپرم اصطلاح د یوناني کلمو د انجیون (لوښي یا محتوا) او سپرما (تخم) څخه اخیستل شوې او هغه بوټو ته اشاره کوي چې خپلې تخم د مېوې په منځ کې تولیدوي. دا بوټي د ځمکني بوټو تر ټولو متنوع ډله ده، چې ۶۴ طبقې، ۴۱۶ کورنۍ، نږدې ۱۳۰۰۰ پېژندل شوي نسلونه او ۳۰۰۰۰۰ پېژندل شوي نوعې لري. انجیوسپرمونه پخوا د مګنولیوفایتا په نوم یادېدل.    [۱][۲][۳][۴]

انجیوسپرمونه د جمناسپرم په څېر تخم تولیدونکي بوټي دي. دوی د ګلانو، په خپلو تخم کې اندوسپرم او د تخم لرونکو مېوو د تولید په څېر ځانګرتیاوو له مخې د جمناسپرمونو څخه تفکیک کېږي.  

د ګل لرونکو بوټو پلرونو د کاربونیفیرس له پای ته رسېدو وړاندې د ټولو ژوندیو جمناسپرمونو له ګډ پلرونو څخه ۳۰۰ مېلیون کاله وړاندې جلا شوي. د ګل لرونکو بوټو نږدې فوسیلي خپلوان ناڅرګند او لانجه ییز دي.

تر ټولو لومړني انجیوسپرم فوسیلونه د کریتاسې دورې په لومړیو کې شاوخوا ۱۳۴ مېلیون کاله وړاندې د ګرده په بڼه دي. د کریتاسې دورې په جریان کې انجیوسپرمونه په چاودیدونکي ډول متنوع شول او د دې دورې په پای کې د ځمکې سیارې په سر د بوټو په غالب ګروپ بدل شو، چې د جمناسپرم د پخوانیو پراخو ډلو د کمېدو او ورکېدو سره مطابقت لري. د انجیوسپرمونو اصل او تنوع اکثراً د "داروین د کرکجن اسرار " په نوم یادېږي.   [۵]

شرح  

[سمول]

د انجیوسپر اشتقاقي ځانګړتیاوې  

[سمول]

انجیوسپرم په څو اړخونو کې د نورو تخمونو څخه توپیر لري، چې په لاندې جدول کې تشرېح شوي. دې پوپیريزو ځانګړتیاوو په ګډه انجیوسپرمونه د ځمکې تر ټولو متنوع او زیات بوټي او د سوداګرۍ له پلوه د انسانانو لپاره ترټولو مهمه کړې ده.  


د انجیوسپرمونو توپیریز ځانګړتیاوې  


ځانګرتیا


شرح   


ګل لرونکي ارګانونه


ګلونه، چې د ګل لرونکو بوټو تولیدي ارګانونه دي، زیاته د پام وړ ځانګړتیا ده چې دوی د نورو تخم لرونکو بوټو څخه جلا کوي. ګلانو انجیوسپرمونه ته داسې وسیلې برابروي ترڅو د تکثیر لپاره د نوعې ځانګړی سیسټم ولري، او له همدې امله د اړوندو نوعو سره د بیا پیوند کولو خطر پرته په مختلف نوعو کې په اسانۍ سره تکامل لاره برابروي. د نوعې ګړندۍ تجزیې انجیوسپرمونو ته دا وس ورکړ ترڅو د ایکولوژیکي طاقونو پراخې لړۍ سره تطابق وکړي. دې کار ګل لرونکو بوتو ته اجازه ورکړې چتر ډېره حده د ځمکې په ایکوسیستم باندې تسلط ولري چې د ټولو بوټو د نوعو شاوخوا ۹۰ سلنه جوړوي.   [۶]


د ګل غوزې د دوو جوړو ګرده ایزو کڅوړو سره  


د ګل غوزې د جمناسپرمونو د اړوندو ارګانونو په پرتله ډېرې سپکې دي او د وخت په تېرېدو سره د ګرده افشانۍ د ځانګړو سنډرومونو لکه د ځانګړو ګرده افشانانو سره د تطابق لپاره د انجیوسپرم تنوع کې مرسته کړې. د ګل غوزې هم د وخت په تېرېدو سره اصلاح شوې دي، ترڅو د ځاني القاح چې ډېرې تنوع ته یې امکان ورکړی، مخه ونیسي، چې په پای کې انجیوسپرم ته اجازه ورکوي ترڅو نورې طاقچې ډکې کړي.  


د نارینه په ګیمټوفایت کې کموالی، درې حجرې  


د جمناسپرم تخم لرونکو بوټو په پرتله په انجیوسپرمونو کې د نارینه ګیمټوفایټ په اندازې کې د پام وړ کموالی راځي. د ګردې کوچنۍ اندازه د ګرده اچونې (د ګردې دانه ښځینه بوټي ته رسي) او القاح تر منځ وخت کموي. په جمناسپرمونو کې القاح د ګرده اچولو څخه یو کال وروسته ترسره کېدی شي، پداسې حال کې چې په انجیوسپرمونو کې القاح د ګرده اچولو څخه ډېر ژر پیل کېږي. د ګرده اچونې او القاح تر منځ لنډ وخت انجیوسپرم ته اجازه ورکوي چې د جمناسپرمونو په پرتله د ګرده اچونې څخه وروسته ژر تخمونه تولید کړي، چې انجیوسپرمونه ته ځانګړې تکالي ګټې برابروي.    [۷][۸]


تړلی کارپل چې تخمدانونه یې محصور کړي (کارپل یا کارپلونه او ثانوي برخې کېدای شي په میوه بدلې شي)   


د انجیوسپرم تړلی کارپل هم د ځانګړې ګرده اچونې سنډرومونو او کنټرولونو سره تطابق ته اجازه ورکوي. دا کار د ځاني القاح مخنیوي کې مرسته کوي، په دې توګه د تنوع زیاتوالی ساتي. کله چې تخمدان القاح شي، کارپل او ځینې شاوخوا نسجونه میوې ته وده کوي. دا مېوه اکثراً تخم خپروونکي حیوانات جذب کوي. په پایله کې د همکارۍ دا اړیکه د خپرېدو په بهیر کې د انجیوسپرمونو لپاره بله ګټه وړاندې کوي.  


په ښخینه ګیمتوفایت کې کموالی، اووه حجرې د اتو هستو سره 


په ښځینه ګیمتوفایت کې کموالی په نارینه ګیمتوفایت کې د کموالي په څېر ښايي یو تطابق وي چې ډېر ګړندی تخمې سټ په پام کې نیسي او بلاخره د بوټي د ژوند دورې په څېر د ګل لرونکو بوټو د تطابقونو لامل کېږي، چې ګل لرونکو بوټو ته اجازه ورکوي چې لا نور طاقونه ډک کړي.   


اندوسپرم  


عموماً د اندوسپرم جوړښت د القاح څخه وروسته او د زیکوت د لومړي وېش څخه مخکې پیل کېږي. اندوسپرم خورا مغذي نسج دی چې کولی شي پراختیايي جنین، کوټیلېدونونو او کله کله د تازه بوټي لپاره چې نوی راڅرګندېږي، تغذیه برابره کړي.  

سرچينې

[سمول]
  1. Lindley J (1830). Introduction to the Natural System of Botany. London: Longman, Rees, Orme, Brown, and Green. xxxvi. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 August 2017. بياځلي په 29 January 2018.
  2. Cantino PD, Doyle JA, Graham SW, Judd WS, Olmstead RG, Soltis DE, Soltis PS, Donoghue MJ (2007). "Towards a phylogenetic nomenclature of Tracheophyta". Taxon. 56 (3): E1–E44. doi:10.2307/25065865. JSTOR 25065865.
  3. Christenhusz MJ, Byng JW (2016). "The number of known plants species in the world and its annual increase". Phytotaxa. 261 (3): 201–217. doi:10.11646/phytotaxa.261.3.1. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 April 2017. بياځلي په 21 February 2022.
  4. Takhtajan 1980.
  5. Friedman, William E. (January 2009). "The meaning of Darwin's "abominable mystery"". American Journal of Botany (in انګليسي). 96 (1): 5–21. doi:10.3732/ajb.0800150. ISSN 0002-9122. PMID 21628174.
  6. "Angiosperms | OpenStax Biology 2e". courses.lumenlearning.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 July 2021. بياځلي په 19 July 2021.
  7. Williams JH (2012). "The evolution of pollen germination timing in flowering plants: Austrobaileya scandens (Austrobaileyaceae)". AoB Plants. 2012: pls010. doi:10.1093/aobpla/pls010. PMC 3345124. PMID 22567221.
  8. Raven PH, Evert RF, Eichhorn SE (2005). Biology of Plants. W. H. Freeman. pp. 376–. ISBN 978-0-7167-1007-3.