بادام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بادامو بڼ
د بادامو میوه
د بادامو پوست شوې دانې

د بادامو ونه چې اته متره اوږدوالی لري له مخکې زمانو څخه په لویدځه اسیا په ځانگړې توگه افغانستان، ایران، سورییې او فلسطین کې روزل کیږي، د بادام د ونې ریښه ډيره قوي وي، دا ونه کولای شي په ډير کم لوندوالي (نم) کې هم رشد وکړي، پاڼې یې بیضوي شکل لرې او د پاڼې سر یې تیره وي. گل یې ډير ښکلی او ښه رنگ لري. د پسرلي په لومړیو کې یې نښې را څرگندیږي.

ډولونه

په ټولیزه دوه ډوله بادام لرو:

  1. خواږه بادام. Sweet Almond
  2. ترخه بادام. Bitter Almond

د بادامو میوه په لومړي سرکې په دوه پوښونو کې پوښلې وي چې وروسته تر پخیدو یې لومړۍ پوښ له منځه ځي خو دوهم پوښ یې نور هم کلکیږي. بادام بیضوي شکل لري او کیدی شي ډير ژر یې خوږ او تریخ سره وپيژنو.د بادام له ونې، پاڼې، میوې او گل څخه طبي گټه اخیستل کیدی شي.

کیمیاوي جوړښت

خواږه بادام له پنځوسو څخه تر ۵۵ سلنه پورې غوړ او ترخه یې له ۴۰ څخه تر ۴۵ پورې غوړي لري. بادام ۲۵ سلنه سپين مواد د اموسلین په نوم لري چې قند او معدني مواد لري. د ترخو بادامو اسانس یا( اډییک بنزویک) په عطرو کې کارول کیږي او هم تر دې د ملاشیت په نوم شین رنگ جوړیږي. په سل گرامه وچو بادامو کې لاندې مواد موندل کیدی شي:

  • اوبه ۴،۷ گرامه
  • انرژي ۵۹۸ کالري
  • پروټين ۱۸،۶ گرامه
  • اشباغ نه شوي غوړي ۵۴،۲ گرامه
  • نشایسته ۱۹،۵ گرامه
  • کلسیم ۳۲۰ میلي گرامه
  • پاسپرس ۵۰۰ ملي گرامه
  • اوسپنه ۴،۷ گرامه
  • پوټاشیم ۷۷۰ میلي گرامه
  • ویټامن بي یو ۰،۲۵ میلي گرامه
  • ویټامن بي دوه ۰،۹۲ میلي گرامه
  • ویټامین بي درې ۳،۵۳ میلي گرامه

طبي ځانگړتیاوې

  1. د بادامو غوړي نه خرابیږي او د ماشومانو لپاره ډير گټور دي.
  2. بادام سینه نرموي.
  3. د بادام شیره د ټوخي، ناراحتي او ستوني لپاره ډيره گټوره ده.
  4. بادام د معدې، کولمو، مثانې او اسهال د ټپونو( زخمنونو) لپاره ډیر گټور دي.
  5. بادام معده قوي کوي.
  6. بادام جنسي قوه ځواکمنوي او سپرم زیاتوي.
  7. بادام چې وړه شي او له شاتو سره گډ شي د بډوډو( پښتورگو) د درد او ټوخي لپاره گټور دي.
  8. بادام اورۍ او غاښونه قوي کوي.
  9. بادام د خولې د وچوالي لپاره هم گټور دي.
  10. د بادامو غوټۍ د ماشومانو د اسهال لپاره گټوره ده.
  11. د بادامو غوړي خوب را وستونکي دي او بې خوبي له منځه وړي.
  12. د دې لپاره چې سینه مو نرمه شي او ټوخلې مو ورکه شي د بادامو غوړي دې له شیدو سره گډ شي او ودې څښل شي.
  13. که د بادامو غوړي له گرمو اوبو سره گډ شي د اسهال لپاره گټور دي او هم کولای شي چې د بډوډو( پښتورگو) تیږه له منځه یوسي او تشې متیازې اسانه کړي.
  14. که چیرې مو د ملا مرۍ ناستې وي او یا مو هم ملا درد کوي د تسکین لپاره د بادامو غوړ ډيره گټه لري.
  15. د بادامو تازه پاڼې د چنجیو ضد دي.
  16. د بادامو وچې شوې پاڼې قبض کونکی خاصیت لري او اسهال له منځه وړي.
  17. د بادامو غوړي نرم کونکي خاصیت له دې امله ډيری په ملهمو او کریمونو کې کارول کیږي.
  18. د سینې د ناروغۍ لپاره کیدی شي د خوږو بادامو غوړي، شات او د هگۍ ژیړ سره یو ځای کړۍ ترڅو د خمیرې په توگه پای پیدا کړي وروسته ور سره د ختمي گل اضافه کړۍ او هر درې ساعته وروسته د چای یوه قاشغه وخوری.
  19. د هغو ماشومانو لپاره چې پر بدن یې سرې دانې وي د بادامو پر تیلو یې د ټول ځان غوړونه ډيره گټوره وي.
  20. د بادامو غوړي د پوستکي د وچیدا او یا سوي پوستکي لپاره ډير گټور دي.

د ترخو بادامو ځانگړنې

  1. د دې لپاره چې ترخه بادام د سیانیدریک اسید لري په خوړو کې یې باید پام او دقت وشي او پکې افراط ونه شي.
  2. ترخه بادام وړه کړۍ او له سرکې سره یې گډ کړۍ د سر درد لپاره ډير ښه درمل دي اوهم د سترگو شا اوخوا پرې غوړولای شي او د سترگو دید زیاتوي.
  3. د ترخو بادامو خوراک د ټوخي او نفس تنگي (سالنډي) لپاره گټور دی.
  4. ترخه بادام له شاتو سره یو ځای وخورۍ ځکه چې د بډوډو(پښتورگو) د صفايي لپاره ډير گټور دي.
  5. د بډوډو(پښتورگو) د درد لپاره بادام له نشایسته او نعنا سره یو ځای وخورۍ.
  6. ترخه بادام له شاتو سره یو ځای د قولنجو لپاره ډير گټور دي.
  7. د پښتورگو(بډوډو ) د تیږې د له منځه وړو لپاره ترخه بادام د انگورو له شیرې سره گډ کړۍ او ویې خورۍ.
  8. د دې لپاره چې له پوستکي څخه مو لکې لرې شي د ترخو بادامو وړه یا میده شوي بادام له سرکې گډ کړۍ او په ملهمو یې پوستکی غوړ کړۍ.
  9. د بادامو د ونې ریښه ترخه وي او د دردونو لپاره ډيره گټوره وي.
  10. د ترخو بادامو خوراک د کولمو د چینجي لپاره ډير گټور دی.
  11. په غوږونو کې د ځينې غږونو لپاره یو څاڅکۍ د تریخ بادام غوړي په غوږ کې وڅڅوی.
  12. په ترخو بادامو د بدن غوړول د بدن چملکتیا له منځه وړي.
  13. د ترخو بادامو تیل د سړو له امله په لاس او پښو کې را پیدا شوې چاودې له منځه وړلی شي.
  14. د ترخو بادامو تیل د لاسو او پښو د بد بوی د له منځه وړو لپاره گټور دي.
  15. د ترخو بادامو تیل د تورې ټوخلې لپاره ډير گټور دي.

د کارولو لارې چارې

د بادمو تیل یا غوړي: د دې لپاره چې دا تیل لاس ته راوړۍ لومړۍ بادام پاک کړۍ وروسته یې وچ کړۍ او واړه یې کړۍ او د وړو په څير یې واړه کړۍ او وروسته یې په داسې ځای کې کیږدۍ چې فشار پرې راشي او غوړي ترې وزي. دې تیلو ته د لومړي فشار تیل وايي.

د بادامو پاتې شونې یو ځل بیا تر حرارت لاندې کیږدۍ او ځينې کیمیاوي تعاملونه ورکول کیږي چې یو ځل بیا پرې فشار راوړل کیږي او غوړي ترې لاس ته راځي چې دې ته دوهم فشار وايي د دې له امله چې د بادامو غوړي ډير گران دي نو ډیری پکې درغلي کوي او نور غوړي ورسره گډوي او د بادامو د تیلو په نوم یې خرڅوي.

د بادام گل: د بادامو گل او غوټۍ ښکلی رنگ او بوی لري.

د بادامو پوستکی: تر جوشولو وروسته دې ولگول شي، تیارول یې داسې کیدی شي چې ۵۰ گرامه پوستکی دې په یو لیتر اوبو کې واچول شي او څو دقیقې دې و ایشول شي او رووسته دې صافي کړي او مصرف دې کړي.

د بادام د ونې پاڼې: پاڼې دې هم د پوستکي په څير ۵۰ گیرامه پاڼې له یو لیټر اوبو سره گډې کړي و دې ایشوي او بیا دې صافې کړي.

د بادامو مغز: معمولا وچ او یا هم کله کله خام خوړل کیږي.

د بادامو شیره: د بادامو شیره له خامو بادامو څخه جوړیږي، لومړۍ باید د وړو په شان واړه شي وروسته دې ور سره قند او یا هم بوره گډه شي او له یو لیتر اوبو سره دې گډه شي چې د شیدو په څير داسې شی ترې جوړیږي.بل ډول شیدې چې د ماشومانو لپاره ډيرې گټورې دي او ان کیدی شي د مور د شیدو ځای ونیسي هغه داسې چې ۵۰ گیرامه بادام را وخلی په گرمو اوبو کې یې خیشته کړۍ تر څو پوستکۍ یې ترې واوړي وروسته یې وړه کړۍ وروسته څه کمې اوبو هم ور زیاتې کړۍ او سره ویې ښوروۍ ترڅو لکه خیشته شوي وړه داسې شي او اوبو پکې باید دومره وي لکه په شیدو کې چې وي. وروسته کیدی شي هغه د ململ له یوې ټوټې څخه تیرې کړۍ او بیا یې ماشوم ته ور کړۍ. خو که غټان یې خوري بیا له ململ څخه تیریدو ته یې اړتیا نشته. بله اسانه لاره یې همداده چې په برقي آله کې پنځوس گرامه بادام او شات له اوبو سره گډ کړۍ او هغه یې په خپل زور سره حل کړي.

زیانونه

بادام ډير مغذي مواد دي ډيره ښه غذا ده خو د دې له امله چې درانه دي او په هضم کې سخت وي په خوړلو کې یې باید افراط ونه شي او د ورځنی مصرف یې هم باید له لسو څخه زیات نه شي، بادام د کمزورې معدې لپاره هم ښه نه وي او څوک چې کمزورې معده لري ښه به دا وي چې بادام له شکرې یا بورې سره یو ځای وخوري، البته ممیز یې هم ښه لاره کیدی شي خو ډير به ژو ول کیږي چې ښه میده شي.