اينځر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اينځر

د انځر ونه يو پخواني ونه ده.دا ونه د دوهم دوران په اخير کي ليدل شويده . او په څلورم دوران د مديتراني بحر شا او خوا کرل کيده . داسي ويل کيږي چي د انځر کرنه ٤٠٠٠ کاله مخکي له ميلاد څخه مروجه وه. او په يويان کي له طبي او غذائئ پلوه خاص اهميت لري. او د ژمي غذا په ډول حسابيدله . انځر د تنفسي سيسټم، ستوني او د توخي لپاره ډيره گټور وؤ.

منــــــــــشـــــــا[سمول]

د انځر اصلي ټاټوبي وړوکي اسيا ده چي دا د وړکي اسيا يو پخواني بوټي دي . داسي تصور کيږي چي په هسپانيه، فرانسه، پرتگال، هندوستان، هالينډ، يونان، ترکيه او داسي چي په دغه هيوادونو کښي ډيره ښه روزل کيږي. د انځر په باره کښي داسي فکر کيدو چي دا د عربي ممالکو د جنوبي برخو او د ايټاليا اصلي يا بومي دي . په هندوستان کښي په لکناو، کرناتاکا او گجرات کښي روزل کيږي .

اقتصادي او غذائي ارزښت :[سمول]

اوس هم د دنيا په ځينو وچو کښي د داخلي مصرف او د يو صادراتي محصول په حيث روزل کيږي . د انځر د ډير کښت لاندي ځمکي د مديتراني حوزي اود سري بحري او د فارس خليج دي چي ډير انځر په وچ ډول صادريږي. امريکا تنها هغه ناحيه ده چي د مديتراني بحيري ته په ډيره پيمانه انځر پروسيس کوي. او د ٥٧ فيصد داخلي مصارف د حارج څخه واردوي. په ١٩٦٩ کال د انځر توليد کوونکو عوائيد په امريکا کښي د ٣ ميلونه ډالره او په ١٩٧٨ کال کښي د ١٦ ميلونو ډالرو په شا او خوا کښي وؤ . په امريکا کښي اوس مهال د کښت لاندي ځمکه او د اقتصادي ارزښت له نظره ٢٢ درجه لري. او په امريکا کښـي د انځر په ونه باندي ډيري څيړني شوي چي وروسته ئي يوه نوي ورايټي (Condrru ) معرفي شوه. د انځر توليدونکي هيوادونه عبارت دي له : هسپانيه، ترکيه، پرتگال، ايټاليا، يونان، ايران، ټونس، الجزاير، مراکش، سوريه، مصر، استرليا، فلسطين، روسيه، فرانسه، کبرس او امريکا کښي توليديږي .

د تـــــخم راټــــــــولول :[سمول]

د تخم د لاس ته راوړلو لپاره ميوي ته فشار ورکوو تر څو چي د هغي مغز بهر ته راوځي او هغه په غلبيلو کښي چي واړه واړه سوري ولري، او وروسته ئي تر اوبو لاندي ږدو او بيا د اوبو د فشار په واسطه د ميوي غوښينه برخه د غلبيلو د سوريو څخه تيريږي او تخمونه ئي پاته کيږي او لاس ته راغلي تخم په سوري کښي وچوؤ . محيـــــــطي شرايط : د اب و هوا له لحاظه انځر له ځانه ښه توافق کوي. او په استوائي او نيمه استوائي منطقو کښي کرل کيږي. په وچه او لمده هوا کي ميوه ورکوي خوند او مقدار په مختلفومنطقو کي فرق کوي . د ډيرو لويو او خوندورو ميوو د توليد لپاره بهترين اب و هوا وچه او گرمه هوا ده. چي د اب او هوا اړتيا پوره شي نو ميوه توليدوي . په استوائي منطقو کي چي هوا ئي څه پو دوبي کي او څه په ژمي کي گرمه وي د گل کولو اندازه او محصول ورکول ډير ټيټ راځي . د انځرو بايد نهائي گرم دوبي او نهائي معتدل ژمي ولري تر څو زيات حاصل ورکړي . مثلاً د سوماترا په جزيره د استوا په کرښه پرته ده په ټيټو ارتفاعاتو کي کم محصول ورکوي ولي په لوړو ارتفاعاتو کي چي هوا ئي معتدله ده ډير حاصل ورکوي . له لوړو ارتفاعاتو کي بايد متوجي شو چي په ژمي کي هوا د سانتي گريډ له صفر درجي څخه کښته نشي . او اقليم چي دي ډير تاثير لري په انځرو باندي نسبت خاوري ته د انځر هغه نيالگي چي هغه ډيري ساقي يا تني ولري هغه د منۍ د يخ وهني څخه په امان کي ده . هغه وني چي هغه د استراحت په حال کي وي ولي رسيدلي وني وي هغه د ١٫٥ تر ٤٫٥ سانتي گريډ پوري يخ متضرره کوي که چيري د استراحت دوره کي وي تر منفي ١٢ درجو پوري د يخ مقاومت لري . د انځرو مناسبه د حرارت درجه له ١٦ څخه تر ٢١ سانتي گراډو پوري ده. د انځرو ميوي سايز، بڼه او غوټي او رنگ، کميت، او پوستکې نرموالي او داسي نور دا ټول د اقليم پوري اړه لري . او د انځرو ونه د منفي ٤ څخه تر منفي ٤٥ سانتي گراد پوري ژوندي پاتي کيږي. ولي که چيرته له ٣٨ ساتني گراډ نه لوړه شي بيا د ميوي پخوالي او انکشاف پوستکي متاثره کوي. د اوړي سخته گرمي د انځر د ميوي د پوستکي د سوځيدو سبب گرځي . ژمي د بدني نمو لپاره او اوړي د ميوي د کيفيت لپاره ډير ضروري دي .

د نيــــــالگويو توليـــــــد او تکثير :[سمول]

  انځر په دوه ډول تکثير کيږي . ١- زوجي     ٢- غير زوجي 

الف: زوجي تکثير : د تخم په واسطه تکثير يوازي هغه انځر نه ممکن بريښي چي وروسته له گرده افشاني څخه د هغوي ميوي تخم ورکوي. يعني هغه انځر چي د خوراک په وخت کي تخمونه ئي د غاښو لاندي راځي او د تخم په واسطه تکثير د نسل اخيستني لپاره ښه دي د نسل اخستني لپاره هغه ميوي چي انتخاب کيږي د لاندي په ښودل شوي دي . ١- د ميوي شکل، رنگ او مزه اصلي انځر ته ورتوالي ولري . ٢- ډير پوښ شوؤ وي او په وني کي وي . ٣- د کوم وني څخه چي ميوه اخيستل کيږي هغه ونه بايد سالم او صحتمند وي ښه ورايټي او ښه حاصل ورکونکي ونه وي . زوجي تکثير هغه وخت ضروري دي چي د کوم وني څخه ميوه او د ميوي څخه تخم د تکثير لپاره اخلو ورڅخه د Root stock لپاره استفاده وکړو. او يا د نوي ورايټي لاس ته راړولو لپاره له تخم څخه استفاده کيږي د تخم په واسطه د باغ جوړولو لپاره استفاده نکيږي. ب: غير زوجي تکثير : غير زوجي تکثير د انځرو د ورايټيو د ساتلو د باغو جوړول، باکيفيت او ډير حاصل لپاره يو ښه لاره بريښي چي په لاندي ډول دي . ١- تکثير د قملي په واسطه :

        د انځر دوه کلني يا دري کلني ښاخونه يا هغه يو کلني ښاخونه چي ښه رسيدلي وي د ٢٠ سانتي مټرو په اندازه باندي په ژمي کي پس هغه له څخه چي پاڼي وريژدلي قطع کوو او بيا ئي دسته بندي کوو  او تر راتولونکي  اوړي پوري ئي په مرطوبه خاوري کي ساتو او په اوړي کي ئي کړو د کرلو په وخت کي يوازي اخريني غوټي ( پندک ) د خاوري څخه د باندي پرکوو. قلمه ډير ژر او په اساني سره ريښه راباسي. 

يو کال وروسته تر ټول قوي او ښۀ وعده کونکي قلمي انتخاب کوو او بيا ئي اصلي ځاي ته يعني باغ ته د کرلو لپاره انتقال کوو. ٢- د سکر Sucker په واسطه تکثير :

      د انځر وني ډير زياد سکر توليد کوي نو دا د انځر د تکثير لپاره يو ښه لاره ده . په دي ډول کله چي هغه د مورني وني څخه جدا شول نو په لومړي ځل په مني کي کرل کيږي. 

تر حوت مياشتي پوري په کافي اندازه ريښه توليد کوي وروسته له هغه څخه د يوازي د هغو له ډلي څخه قوي سالم او صحتمند باغ ته د کرلو لپاره انتقال کوو. ٣- د پيوند په واسطه تکثير :

     ځيني وخت انځر د پيوند په واسطه هم تکثير کيږي د دي کار تر سره کولو لپاره د Ficus caica کلټيوار کرو او د مورني پايه يا روټ سټاک لپاره ور څخه کار اخلو. او هر ډول ورايټي ورباندي پيوند کوو 

٤- د لايرنگ Layering په واسطه تکثير :

      د لايرنگ په واسطه باندي دښاخونه بي له دي چي د وني څخه قطع شي خاوري لاندي کيږي اود يو څه وخت وروسته ريښه توليدوي .د ښاخ له هر بند څخه يو نيالگي منځ ته راځي . 

خو د انځر د وني ښاخونو او د انځر د لرگي د کم مقاومت لرلو له کبله له دي طريقي څخه د تکثير لپاره کم استفاده کيږي.

خـــــــــړوبونه او د ســــــري استعمال :[سمول]

د انځر ونه د اوبو د کمښت په وړاندي مقاوم دي او په کومو ځايونوکي چي اوبه کمي وي او وچ وي ډير کرل کيږي . د يادولو وړ دي چي د اوبو کمښت په پرله پسي ډول د طبيعي ودي مانع کيږي او د انځر د وني حاصل هم کميږي. د انځر د وني د ضرورت وړ اوبه په يو کال کي ٥٠٠ ملي مټره دي . يو مياشت د حاصل له راټولوني څخه د مخي خړوبونه يا اوبه کول ډير غوره رول لري چي د ميوي په غټوالي او خوند باندي ډير زياد اثر لري . سره له دي بايد د ډير اوبه ورکولو يا خړوبولو څخه هم مخ نيولي وشي دا ځکه چي د ميوي پر خوند باندي بد اغيزه لري نو له دي کبله بايد وويل شي چي په يو کافي او منظم ډول باندي ئي د انځر وني اوبه يا خړوبه شي . اوپه Sandy loam خاوره کي چي د اوبو ساتلو ځواک د ډير وخت لپاره نلري ډير اوبو ته ضرورت دي . او هغه خاوره چي اوبه په کي په ښه ډول حرکت نشي کولي لکه Clay او هغه خاوري چي ډير زياد لنده بل ولري د انځر په خوند باندي بد اغيز لري سره له دي د انځر ميوه په دي خاوري کي چوئي چي دا هم بد اغيز دي . د نيالگو يوه له کرلو څخه وروسته سمدستي اوبه کول ډي زياد ضروري او لازمي ده دا ځکه چي ريښه په دي وتوانيږي چي خپل غذائي مواد او معدني مواد له ځمکي څخه په ارتباط پيدا کولو سره ډير ژر په لاس کړلي . اوپه دي توگه نيالگي پ وعده پيل کوي . او د حرارت درجه په ژمي کي د انځر وني لپاره بايد د صفر څخه تر ١٢ سانتي گراد وي او انځر کولاي شو چي په شنو خونو کي هم توليد کړو په نامناسب محيط کي خو بايد د شاخبري څخه تر کار واخولو او په شنو خونو کي ټول هغه طبيعي درخواستونه لنده بل او د حرارت درجه دقيق کنټرول لاندي وي. د انځر ونه د ميوي پخيدولو په وخت کي مستقيم لمرته او گرمي هوا ته ضرورت لري . او په هغي وخت کي د انځر ميوه خوند ښه کيږي او قند ئي هم زياتيږي. خو له بله پلوه مستقيم لمر د انځر د ميوي پر مخ باند لکي پيدا کوي . نو له دي کبله په اوړي کي د حرارت درجه انځر لپاره بايد ٤٠ سانتي گراد څخه پورته نشي . انځر سري ته هم ضرورت لري نايټروجن لرونکي سري د انځر حاصل زياتوي . تر دي سره، سره د انځر وني فاسفورس لرونکي او پتاشيم لرونکي سرو ته هم زياد ضرورت لري . هغه انځر چي په تازه ډول استعماليږي يا وروسته له راټولوني څخه په تازه ډول بازار ته يوړل کيږئ په دي بايد زياد اندازه نياتروجن لرونکي سري استعمال شي . خو د وچ انځر په توليد کي يا هغه انځر چي د وچ کول لپاره استعمال کيږي له حده زياد نايتروجن لرونکي سري ور نکړو. د سري لازمه اندازه په يو هکتار کي نايتروجن له خالص ډول ٨٠ کيلو گرامه، فاسفورس په خالص ډول ٥٠ کيلوگرامه، پتاشيم ٥٠ کيلوگرامه په خالص ډول بايد ور کړل شي . د انځر ونه زياد اندازه کلسيم او په نسبتاً زياد اندازه مگنيزيم ته هم اړه لري .

شـــــاخـــــــــــــبري[سمول]

د شاخبري څخه زمونږ غوره او مهم هدف دا دي چي ونه تقويه شي او حاصل ئي ډير شي او له بله پلوه فزيالوژيکي تعادل په وين کي منځ ته راشي دا په دي معناً چي د وني جسمي نموي او د ميوي توليد تر منځ يو شانوالي را شي . په شاخبري کي د روان کال شاخونه د څو سانتي متر په اندازه باندي قطع کوو دا شاخونه کال ته مونږ ته څو نوي شاخونه په جانبي ډول توليدوي. اوپه همدهغه جانبي ښاخونو باندي گلان وروسته ميوي تشکيلوي. د انځر په هر وني کي د ٣ څخه تر ٤ اصلي ښاخونه پريږدو او نور ورځيني قطع کوو. د انځر د وني د اصلي تنه ئي لوړوالي د ٣٠ څخه تر ٩٠ سانتي متر پوري بايد وي له ځمکي څخه تر لومړي شاخ پوري بايد وي . د يادولو وړ دي چي اولي انځر په وني کي د تير کال په شاخونو باندي او وروستني انځر ره روان کال په ښاخونو باندي توليد کيږي سره له دي هم بدي وويل شي چي ډير ميوه د انځر په وني کي د تير کال په شاخونوکي د جانبي په ډول توليديږي . هغه شاخونه چي ميوه لري يا ميوه لرونکي شاخونه د دي شاخونو کي د يو سانتي مت رپه اندازه چي پري شي . نو دي شاخونو ميوي به ډير ژر او په يو شانوالي سره پاخه شي . نو هر څومره چي دا کار ژر تر سره شي په همغه اندازه ژر په ميوه باندي به ښه ډول اثر وکړي . هير دي نه وي بادي وويل شي چي د انځر د وني شاخبري لکه نورو ميوو په شان يو خاصل شکل وني ته ورکوو. وچ مرضي او نږدي شاخونه تر قطع کوو تر څو د لمر وړانگي د وني ټول برخو ته ورسيږي شاخبري لپاره د استراحت دوره يا ژمي دي .

د باغ جــــــــــــــــــــــــوړول[سمول]

د انځر د باغ جوړولو لپاره يا د انځر دوني کرولو لپاره کله چي سره د ځمکي پر سره باندي وشيندله وروسته له دي بايد ښۀ ژور قلبه بشد وشي تر قلبه څخه وروسته د نيالگيو لپاره کندي وويستل شي د دي کندي طول عرض او ژوروالي بايد ٥٠ يا ٥٠ * ٥٠ * ٥٠ سانتي متره وي او دا کندي د نيالگيو د کښينولو په وخت کي په دي کندي کي بايد د فاسفورس سره هم واچول شي د خاوري سره يد يو ځاي شي . د وني تر منځ فاصله د وني د قوت او ورايتي پوري اړه لري کله ونه قوي وي نو فاصله د وني تر منځ بايد ١٢ متره او که ونه ضغيفه وي نو فاصله تر ٦ مترو پوري هم رسيږي. د نيالگيو د کرولو څخه وروسته په لومړي مياشتي کي بايد کوښښ وشي چي خاوره مرطوب وي او سهر له دي د انځر نيالگي په اول کال کي چي وکرل شول بادشکن ته ضرورت لري . دا ځکه چي د انځر د نيالگيو ساقي په لومړيو کالونو کي نرم وي او ژر مات کيږئ د انځر په استوايي نيمه استوائي او معتدلو ځايونو کي کرل کيږئ. هير دي نه وي چي انځر په وچ او مرطوب هوا کي ميوه ورکوي خو ډير ښه هوا د انځر د ميوي ورکولو لپاره گرمه او وچه هوا ده چي په دي هوا کي بآ کيفيته او خوند ور ميوه ورکوي. په استوائي ځايوو کي چي په اوړي او ژمي کي هوا گرمه وي د انځر حاصل کم وي . د انځر ونه د لوړ حاصل لپاره بايد گرم اوړي او معتدل ژمي ولري. سره له دي د انځر لپاره هر دول خاوري څخه کار اخستي شوي خو هغه خاوري چي ژور وي د انځر لپاره ښۀ دي . او تر ټولو ښه خاوره د انځر لپاره Sand loam ده انځر په هغو خاوروکي چي بل ونه کولي نشي لکه کانيز خاوري کي هم په کاُي اندازه حاصل ورکوي. خو له مالگي لرونکي خاوري سر ډير زياد حساس دي او نمو نشي کولي . د انځر لپاره پي ايچ بايد د ٦ څخه تر ٨ پوري وي. او په القلي ځمکي نسبتاً ښۀ کوي ؟ بايد وويل شي چپ مخکي له کرولو څخه ځمکي ډير ښۀ زهکشي شوي وي تر څو ريښۀ په ښۀ دول سره وکړاي شي د ډير حاصل لپاره بايد څو ځل ځمکه د ١٠ سانتي متر تر ١٥ مترو په ژوروالي زهکشي شي د Rotivator ماشين سره بايد زهکشي شي د خو ژوره زهکشي سطحي ريښي ته تاوان کوي خو له بله پلوه هرزه گياه وي له منځه وړي.

د حاصل ټولول او وچول :[سمول]

د انځر ونه وروسته له دوه يا دري کلونو څخه په حاصل باندي راځي او د پنځه ت ر٧ کلني پوري ډير زياد حاصل ورکوي . خو د حاصل ورکولو مقدار د هر وني په معين اندهزه باندي معلوم نه دي دا ځکه چي مختلفو ورايټي او مختلفو ځاينو پوري اړه لري خو سره له دي هم د يو هکتار باغ حاصل چي وني ئي ډير ښۀ حاصل ورکونکي وي . نو د ١٥ څخه تر ٢٠ ټنو انځر په تازه ډول به وي چي دا مقدار په وچ ډول ٤ څخه تر ٥ تنو پوري انځر ته رسيږي . بايد وويل شي چي د انځر ټولونه د لاندني اهدافو لپاره کيږئ ١- وروسته له هغه څخه چي انځر مو له وني څخه راټول کړ که د تازه مصرف لپاره ئي کاروه نو په دي صورت کي بايد انځر هغه وخت له وني څخه راټول شي چي خپل رنگ ئي غوره کړلي وي خو بايد دا هم په پام کي ونيول شي . چي يو اندازه سخت وي دا ځکه چي انځر يو ډير نازکه ميوه ده او ډير ژر خراب کيږئ . نو له دي لپاره چي بازار ته په تازه ډول يوړل شي ښه به دا وي چي يو اندازه سخت وي تر څو د انتقال په وخت کښي خراب نشي او مقاومت ولري . هير دي نشي چي انځر د تازه مصرف لپاره د راټولوني څڅه ډير ژر بازار ته يوړل شي تر څو ميوه ضايع نشي . ٢- که انځر د وچولو لپاره په کار کوو نو په دي صورت کي بايد تر هغه وخت پوري په وني کي وي تر څو په پوره توکه وچ شي . سره له دي کولي شوه چي د لمر په واسطه او هغه ماشينونه چي هوا توده وي انځر وچ کړلو او بيا ئي بازار ته وړاندي کړو. د انځر ساتلو لپاره د زيرمتون د حرارت درجه که تر ٤ پوري وي نو د څو هفتو لپاره به په سالم توگه وساتل شي . سره له دي جي انځر په تازه او کنسرو په ډول استعماليږي په وچ ډول ډير زيات استعماليږي د دي لپاره چي وچ انځر راټول کړو نو انځر هغه وخت پوري په وني کي پرکيدو تر څو چي نيمه وچ شي . وروسته له هغه څخه لمر ته ئي اچوو او يا دا چي د ماشين په واسطه باندي ئي وچ کوو. وروسته له وچيدو څخه هغه دسته بندي کوو او بيا ئي بازار ته وړاندي کوو. سره له دي کولي شو چي انځر مخکي له دي چي وچ کړو مالگي سره ئي مينځو تر څو ميوه ئي ځان ته ښه رنگ ونيسي او سره له دي ډير زيات اوبه له لاسه ورکړي . او ژر وچ شي او انځر پس له ٣ تر ٥ ورځو څخه وچيږي. سره له دي که انځر د د سلفر ډاي اکسايد گازه سره د څلورو ساعتو لپاره وي نو د ساتلو عمر ئي زيات شي .

مرضونه او افتونه[سمول]

د انځر ونه د يو تعداد مرضونو او افتونو په وړاندي حساس وي چي له هغه څخه ځيني په لاندي توگه دي . Leaf spot: دا مرض لومړي ځل لپاره په کال ١٩٧٤ ئي د هندوستان له خوا راپور ورکړل شو. چي په دي مرض اخته پاڼي قهوئ نقطي سر پيل کيږي چي وروسته په لوي زخم قهوي رنگ چپ ورته والي سور رنگ ته لري سره له دي د پاڼي څوکي تياره کيږي ، دا مرض د ٠٫٢ فيصده Dithane z-78 او ٠٫١ فيصده Benlat سپري شي له منځه خو هغه وخت کله چي د مرض علايم په سترگو شي Fig Rust: دا يو نوي مرض دي چي د قهوئي خالونو په شکل د پاني په لاندني برخه کي را منځ ته کيږي په سترگو کيږي. او د پاڼي د ريږيدو او د لمر سوزيدو عامل کيږي . په نبات کي اود بوريکس په سپري کولو باندي له مينځه نه ځي. خو يو گرام Zineb، دوه گرامه د سلفر مايع او يا يو گرام Biferfano په يو ليتر اوبو کي واچول شي او بياد ډسمبر په مياشت کي سپري يا وپاشل شي نو په دي صورت ډير زيات تاثير لري او دا سپري کول فنگس له مينځه نه وړي بلکه د هغه د انتشار څخه مخ نيوي کوي.

افتـــــــونـــــــــــــــه[سمول]

Stem Borers: بوردونه د انځر په وني باندي ډير فعال دي. يو ډول ئي د حشري چنجي په شان دي او بل ډول يي پښي چنجيپه شان يد چي په ترتيب سره د وني پوستکي او ساقو ته زيان او يا تاوان رسوي . حشره خپل تخمونه د پوستکي په درز کي اچوي وروسته له هغه څخه ځوان Bores ورڅخه راوځي او په پوستکي کي مستقيم، زيکزاک او مارپيچ سوري جوړوي چي وروسته له هغه د نبات اصلي تنه له منځه وړي.

بوټــــــــوتانيـــــــــــکي خـــــــــــواص :[سمول]

د انځر ونه د يخ په مقابل کي مقاومت نلري او د گرمو او معتدلو منطقو ميوه ده . او د انځر ونه پاڼه ريژه ونکي ده چي په ژمي بانه ئي ريژيږي خو په گرم او مساعد شرائـطو کي کولي شي تمام کال پاني ولري د وني عمر له ٥٠ کالو څخه تر ٧٠ کالو پوري دي خو که شرايط مساعد وي تر ١٠٠ کالو پوري هم رسيږي. او پاڼي ئي بريدگي لري خو د ځيني انواع ئي پاڼي يي بريدگي نه لري. د هر پاڼي په بغل کي يوه دانه پندگ ليدل کيږي چي وروسته همدغه پندگ يا خوبه په پاڼه او يا په گل باندي تبديليږي. د انځر ريښي له ٨ تر ١٠ مترو فاصلي پوري نفوذ کيو د انځر په وني کي شپينه شيره ليدل کيږي او هر کله چي دا شيره د انسان په بدن باندي توئي شي او بدن يي خارښ نيسي. او دا شيره د ني په ټول اندام کښي جريان لري او کله چي د وني شاخ يا پاڼي پري شي نوله پري شوي ځاي دا شيره خارجيږي او د انځر د وني لوړوالي تر ١٠ مترو هم رسيږي. خو له اقتصادي پلوه ډيره لوړه ونه ښۀ نه ده. دا ځکه چي د ميوي د راټولو په وخت کي مشکلات پيدا کوي او که چيري ونه ټيته وي نو ميوه به اسان توگه راټوله شي . د انځر د ميوي قطر ٥ سانتي مټره او د اوږدوالي ئي ٣ تر ١٠ سانتي مترو پوري دي . په مختلف رنگونو لري لکه شين،ژيړ بنفش او ميوي دي د پاڼو او يا د ښاخو چي د روان کال يا تير کال کي يو ځل حاصل ورکوي . خو ځيني ورايټي گاني هم شته د اوړي په دري مياشتو کي دري ځل حاصل ورکوي. او وروسته له څلور کال په حاصل راځي او ٨٥ تر فيصده د انځر محصول په وچ توگه بازار ته وړاندي کيږي دا ځکه چي د انځر ميوه ډير نازکه ده او په تازه ډول ژر خرابيږي. ١- Fig scales : دا مرض يا افت عامل ئي Lepidosaphes fici دي او د دي کنترول لپاره هغه تنکي شاخونه چي په دي افت اخته وي بايد پري شي او که مصابيت له حده ډير وي ٠٫٥ فيصده کلورو فاسفورس په دوه ملي ليتره په يو ليټر اوکي واچول شي او بيا سپري شي. ٢- Gall markers: دوه اورگانيزمونه دي مرض پوري ارتباط لري . • Udumberia- naimiemsis: دا اروگانيزم د اگست او اکتوبر او مارچ مي په مياشتو کي فعاليت کيو او د گل پندگ ته زيان رسوي . د دوه لاروا د گل د غټي څخه تغذئه کوي اود بي رنگي سبب گرڅيه اود ميوي شکل غنج او بد شکل کيږي او بد رنگه کيږي. • Anjcerodiplosis. Peshawarensis: دا اورگانيزم د ميوه د مغز څخه تغذيه کوي او د کال په اوږدو کي بدون اپريل او جوړول مياشتو څخه پرته په نورو مياشتو کي تکثير کوي پدي مرض اخته شوي ميوي درزونه کيو او غنجيږي هم چي بالاخره مخکي له پخيدو د وني څخه راوليږي د دي مخنيوي لپاره د ميوه هغه چي په دي افت باندي اخته وي بايد لري شي او د حشري چنجي چي دوه ملي ليتره وي په يو ليتر اوبو کي اچوو او سپري کوو.

Sanbarn افت :

دا افت په تاتزه کينول شوو ونو کي په خاص ډول د ژمي په اوږدو کي د لمر وړانکو په مقابل کي حساس دي او د نيالگيو تنه په دي افت اخته شي پوټکي ور څخه جدا کيږي او حشراتو او فنگسو لپاره د ښه حملي زمينه برابروي. د دي افت د کنترول لپاره د وني د ډډو سپينول يا رنگول د چوني پواسطه کيږي.

سپارښتنى[سمول]

١- د نبات د مالگي او خشکي په مقابل کي مقاومت لري او تقريباً په هر قسم خاورو کښي کرل کيږي. په درندو، کلي عضوي لوم خاورو کي ښه نتيجه ورکوي او د يخني په مقابل کي مقاومت نه لري. د ١٢ څخه ١٦ سانتي گريډ درجو کي ښه نمو کوي په مناطقو کي چي گرم اقليم او استوائي او نيمه استوائي منطقو کي کرل کيږي. ژمي د بدني نمو او اوړي د ښي ميوي د لاس ته راوړلو لپاره ضروري دي .

٢- د افغانستان په هغو سيمو کي خورا په زړه پوري اقليم ولري او د خاوري پي ايچ د ٥٫٥ څخه تر ٦ پوري دي . ٣- د ميوي د ښه جنيست او کيفيت لپاره مالياران هر کال د دي په باغونو کي په زړه پوري عمليات لکه چي منظم آبياري، پاي بيل کول، او څه شاخبري صورت ونيسي. ځکه دنبات د قوي کيدو او د ميوي د ښه کيفيت او جنسيت کښي کومک کوي. د يخ مخنيوي د افتونو په مقابل کي کنترول صورت ونيسي. ٤- په کال بايد هري وني ته ٦٠٠ گرامه نايټروجن، ٤٠٠ گرامه فاسفورس ورکړل شي ترڅو با قده حاصل لاس ته راشي. لاس ته راوړني

لکه څرنگه چي د انځرو کرل او د لوړ توليد د لاس ته راوړلو لپاره د افغانستان زياتري سيمي خصوصاً مشرقي ولايتونه لکه ننگرهار، لغمان، کونړ او داسي نورو گرمو سيمو کي په زړه پوري وده کولاي شي. داميوه دطبقه بندي له مخي د Moracea په فاميلي او علمي نوم ئي Ficus crarica دي . د اسيا لويه وچه ئي منشع او په هسپانيه،هالنډ، فرانسه او داسي نورو هيوادنو کي کرل کيږي. څلور مهم انواع لري لکه Cuprifig، Symrna fig، White sun، Comman چي ټول مونث او مذکر گلان لري او د پانړيژو ميوه جاتو له ډلي څخه دي . د وني عمر ئي له ٥٠ څخه تر ٧٠ کالو پوري دي او ريښي تر ١٠ مټرو پوري رسيږي. کا ل کښـي يو ځل ميوه نيسي ولي بعضي ورايټي د اوړي په دري مياشتو کي دري ځل حاصل ورکوي او د وني جگ والي د ٨ مټرو څخه ١٠ مټرو پوري رسيږي . ډيره لوړه ونه ښه نه ده تاوده گرم اقليم ته نسبت ژمي څخه ترجيع ورکوي . د شبنم يا يخ وهني په مقابل کي مقاومت نلري د دوو مټرو پوري زړه پوري نمو کوي د نمو د پاره ورته بهترين پي ايچ ٥٫٥ څخه تر ٦ پوري دي شاخبري د وديز موسم څخه تر مخه اجرا کوو تر څو نبات کوي او د وني فزيکي حالت ښوالي ومومي د پاڼي يو بريدگي لري سپينه شيره لري که چيرته د انسان په بدن توي شي حارښ منځ ته راوړي . د ميوي شا او خوا پاڼي نه نلري کوو ځکه د ميوي سوځيدو باعث گرځي . او Self pollination نبات دي . مهم امراض Leaf spot، Fig rust دي بايد د له منځڅ وړلو يا مخنيوي لپاره علمي اومخکني اقدامات وکړو.

سرچينې[سمول]

  1. Adam,C.R;Bamford,K.M;and Early,MP.24 may, 1993. Principles of Horticulture. Second Edition. Butterworth- Heinemann Ltd. British. Page (1)
  2. Bell,A.D. 23 June, 1993, Flower plant Morphology oxford university press, British, Page(2)
  3. Bowes, B.G. 11March, 1993, Plant propagation and conservation, Manson publish Ltd. USA. Page(3-5)
  4. Brickell,C ,24-Augest- 1994, Pruning.The RHS, Encyclopedia of Pracrical, British, Page(6-8)
  5. Childera,N.F;12- May 2000, Modern Fruit Science.USA, Page(8)
  6. Williams Rice, L and P.Rice,JR.R.22-July-2004 Practical Horticulture, Third Edition. Prentice Hall, Inc. USA. Page(9)
  7. Gallentta, G.J; and Himelrick, D.G. 20- June-1990. Small Fruit Crop Management. Prentice- Hall,Inc.Franche. Page(10