ونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ونه

په بوټې پېژندنه کې، ونه یوه څو کلنه د اوږدې تنې او ډډې لرونکی نبات دی چې ډول ډول ښاخونه او پاڼې لري. په ځینو حالاتو کې، د ونې تعریف ډېر ساده شوی او هغه هم دا چې زیاتره ورته د لرګي بوټي وايي چې بیا بیا را زرغونیږي او له لرګیو څخه یې کار اخیستل کېږي او پورته جګیږي. په پراخ تعریف سره، اوږدې د خرما ونې، یو ډول سرې ونې (Fern)، د کیلو ونې او د بامبو ونې هم د ونو په کتار کې راځي. ونې کوم ټکسانومي یا ډلبندي نه لري، بلکې هغه ډول نمونې لري چې ډډې او څانګې یې د زیات لمر د را ټولولو لپاره پر نورو بوټو او ونو باندې ور غوړیږي. ونې اوږد عمر لري او د ځینو عمرونه یې څو زره کلونو ته رسیږي. له تیرو ۳۷۰ میلیونه کلونو راهیسې ونې شته. اټکل کېږي چې په نړۍ کې شاوخوا دری ټریلیون ونې شته. [۱]

یوه ونه په معمول ډول زیات شمېر څانګې لري چې دا ټول د خپلې ډډې په مټ تکیه وي. دغه ډډه په معمول ډول هغه د لرګو انساج لري چې د ونې د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي او همداشان د رګونو هغه انساج لري چې د ونې له یوې خوا بلې خوا ته مواد پکې لیږدول کېږي. زیاتره ونې د خپلې ډډې شاوخوا یو پټوکی لري چې د دې پټوکي اصلي دنده د ونې د انساجو ساتنه ده. د ونې ریښې په ځمکه کې سره وېشل کېږي او بېلابېلو برخو ته غځول کېږي. د ریښو دنده دا ده تر څو تر ځمکې لاندې د ونې وزن واخلي او همداشان له خاورې څخه مغذي مواد ونې ته جذب کړي. پورته په هوا کې د ونې څانګې په لویو او وړو څانګو سره وېشل کېږي، چې په معمول ډول پاڼې لري او د همدې پاڼو دنده له لمر څخه د انرژي را اخیستل او بیا د فوتوسنتیسیز عملیې له لارې انرژي ترې جذبوي، چې په دې سره د ونې د ودې او لویوالې لپاره د ونې د اړتیا وړ خوراک ترې جوړوي.

ونې په معمول ډول د بیا کارونې په خاطر دانې تولیدوي. ښایې ګلان او میوې هم ولري، خو ځینې ونې لکه مخروط (conifer) بیا اغزې لرونکې غوټۍ او دانې لري. خرما، کیله او بامبو هم دانې تولیدوي، خو هغه سره ډول ونې بیا هاګ تولیدوي.

ونې د ځمکې د فرسایش او د اقلیم په معتدل ساتلو کې د پام وړ اغېز لري. ونې له اټموسفیر څخه کارن ډای اکسایډ لري کوي او په خپلو انساجو کې د په پراخه کچه سره کاربون ساتي. ونې او ځنګلونه د زیات ډول څارویو او بوټو د اوسیدو ځای دی. د استوا د کرښې باراني ځنګلونه په نړۍ کې د بېلابېلو ژوو د اوسیدو اصلي ځای ګڼل کېږي. ونې سیوری او سرپناه رامنځته کوي، لرګي یې د ودانیزو چارو، سوند توکو او ګرمولو لپاره کارول کېږي او میوې یې د خوړو او نور ګڼو چارو لپاره کارول کېږي. د نړۍ په ځینو سیمو کې ونې په دې خاطر وهل کېږي تر څو د کرهڼې لپاره ځمکه برابره کړي. ونې د خپل اوږد عمر او ګټورتیا له کبله تل د درناوي وړ وي او په بېلابېلو کلتورونو کې سپیڅلی ارزښت لري او ان د نړۍ په زیاترو داستانونو کې یې ونډه لرلې ده.

تعریف

که څه هم «ونه» یوه عامه اصطلاح ده، خو په نړیواله کچه داسې کوم خاص تعریف نه لري، نه د بوټو پېژندنې په عمل نه هم په عامه ژبه کې. په پراخه کچه، ونه عبارت له هغه بوټي څخه ده چې ډډه، څانګې، پاڼې او ریښې ولري. همداشان ونې په معمول ډول د خپل جګوالې له مخې تعریف کېږي، ځینې یې له ۰.۵ تر ۱۰ متره جګې وي چې دې ته بوټي وايي، خو هغه چې جګوالی یې ډېر لوړ دی هغه د پاپایا او د کیلو ونې دي. خو تر ټولو ښه تعریف یې دا دی چې هره ونه ډډه لري او د هر کال په تیریدو سره دا ډډه لویږي او پراخیږي. د همدې تعریف له مخې، ځینې ونې لکه د خرما، کیلو او پاپایا د هغوی له جګوالې، بڼې، ودې او ډډې نه پرته، ونې نه ګڼل کېږي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د اونو عمر باندي پوهیدل

اونه هرڅونه اوگده او لویه وی همونه د هغی عمر ډیر وی.هرڅونه چی یو اوني باندی کلونه تیر شي د هغی پوستکي لاندي په هغی ځان او لرگی کی لایی دیریگی.هرکال یوه لایه!ْ دا یو آسانه ډول د اوني په کلو باندی پوهیدل دی.یو په زره پورۍ بل پوهنه دا ده چی د ژمی او اوري لایه چی جوریگی رنگی توفیر لری.

سرچینې

د اوني د لرگي لايي چی هغي عمر ورهوي!
  1. Crowther, T. W.; Glick, H. B.; Covey, K. R.; Bettigole, C.; Maynard, D. S.; Thomas, S. M.; Smith, J. R.; Hintler, G. et al. (2015-09-02). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mapping tree density at a global scale"]. Nature advance online publication (7568): 201–205. doi:10.1038/nature14967. ISSN 1476-4687. PMID 26331545. Bibcode2015Natur.525..201C. 
  2. Ehrenberg, Rachel (March 30, 2018). "What makes a tree a tree?". Knowable Magazine. doi:10.1146/knowable-033018-032602. https://knowablemagazine.org/article/living-world/2018/what-makes-tree-tree. 
  3. "What is a tree?". Smartphone tour. University of Miami: John C. Gifford Arboretum. 2012. د اصلي آرشيف څخه پر 20 اپریل 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Tokuhisa, Jim. "Tree definition". Newton Ask a Scientist. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gschwantner Thomas (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Common tree definitions for national forest inventories in Europe"]. Silva Fennica 43 (2): 303–321. doi:10.14214/sf.463. 
  6. Keslick, John A. (2004). "Tree Biology Dictionary". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Martin, Franklin; Sherman, Scott (2007). "Agroforestry principles" (PDF). Echo technical notes. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)