د خوست نړیوال هوايي ډګر
د خوست نړيوال هوايي ډګر چي مخکي د خوست هوايي ډګر په نوم يادېدی د افغانستان د خوست ولایت مرکز په ختیځه برخه کي پروت دی. دغه هوايي ډګر د هېواد د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت تر واک لاندي دی او د کورنیو او نړیوالو الوتنو لپاره ترې کار اخیستل کېږي. [۱] همدارنګه د دفاع وزارت دا د بیړنیو مرستو او نورو موخو لپاره هم کاروي.
د خوست هوایی ډګر د سمندر له کچي د ۱٬۴۵۷ فوټه (۴۴۴ م) په لوړوالي باندي پروت دی چي د اسفالټ ۸٬۷۴۰ فوټه × ۱۴۸ فوټه (۲٬۶۶۴ م × ۴۵ م) د سطحي ترڅنګ یوه ځغاستلیکه لري . [۲] [۳] دا ډګر د لویې پکتیا ټولي سیمي ته هوايي چاري ترسره کوي. [۴]
خوست ته نور نږدې لوی هوايي ډګرونه شمال ته د کابل نړیوال هوايي ډګر، شمال ختیځ ته د ننګرهار هوايي ډګر، سوېل لویدیځ ته په کندهار کي احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر او لوېدیځ ته د غزني هوايي ډګر پراته دي.
مخینه
[سمول]د ۱۹۸۰ لسیزي د شوروي – افغان جګړې پر مهال د خوست هوايي ډګر د شوروي اتحاد د یرغلګرو ځواکونو لخوا لاندي سو. [۵] وروسته په افغانستان کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د 2001-2021 جګړې پرمهال امریکایانو ددغه ډګر چاري په لاس راوړې. دوی هلته یوه نظامي اډه جوړه کړه چي د فارورډ عملیاتي اډې چپمن په نوم پیژندل کېده.
په خوست هوایي ډګر کي درې لویې پیښي چي ټولي یې د 1980 لسیزي د مجاهدینو په جګړه کي ترسره سوې او د شوروي لخوا انتونوف این-26 الوتکي هم پکښي استعمال سوې په ځانګړې توګه د یادوني وړ دي.
همدارنګه د 2009 کال په ډسمبر کي د CIA اوه کارکونکي په نږدې فارورډ عملیاتي اډې چپمن (FOB Chapman) کي د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کي ووژل سول. یاد ځانمرګۍ بریدګر د اردن هیواد اړوند همام بلاوي نومېدی چي د واسکټ په اغوستلو یې په اډه کي ځان ته چاودنه ورکړه، او د اډې د قومندان ترڅنګ یې د سي آی اې اجنټان او ملکي قراردادیان ووژل.
د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کي د خوست د هوايي ډګر د پراخولو کار پیل [۶] او ددغه ولایت او کابل تر منځ ملکي مسافرینو ته اجازه ورکړل سوه چي د کار تر بشپړیدو پوري د ناټو د سهارباغ هوايي ډګر څخه کار واخلي. [۷]
د خوست هوايي ډګر په رسمي ډول د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کي د ولسمشر اشرف غني له خوا هله پرانستل سو، [۸] کله چي نوموړی هلته د دوبۍ څخه د الوتني د مسافرو هرکلي ته ورغلی وو.
- ↑ https://tolonews.com/afghanistan-176503.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help); Unknown parameter|Work=ignored (|work=suggested) (help) - ↑ "آرشیف کاپي". خوندي شوی له the original on December 2, 2024. بياځلي په August 26, 2024.
{{cite news}}: Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Publisher=ignored (|publisher=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help) - ↑ https://www.khaama.com/president-ghani-inaugurates-runway-of-khost-province-airport-04831/.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help) - ↑ https://pajhwok.com/2019/02/27/evaluation-delegation-bypassed-khost-airport-contract/.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help); Unknown parameter|Work=ignored (|work=suggested) (help) - ↑ Warrick, Joby, The Triple Agent, New York: Doubleday, 2011. p. 26
- ↑ . September 21, 2011.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://pajhwok.com/2014/01/11/kabul-khost-flights-formally-begin/.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help); Unknown parameter|Work=ignored (|work=suggested) (help) - ↑ . July 11, 2021.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help)
- هغه پاڼې چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P131 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- CS1 errors: missing title
- CS1 errors: bare URL
- CS1 errors: requires URL
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه
