د افغانستان دفاع وزارت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان ملی دفاع وزارت د افغانستان د مرکزي دولت يو پوځي ارگان دی چې د افغانستان د ټول پوځ په سر کې ځای لري. د ۲۰۰۴ ز. کال نه راپدېخوا د دې وزارت مشر عبدالرحيم وردک دی، چې په امريکا کې يې خپلې پوځي زده کړې بشپړې کړي او پخوانی مجاهد هم پاتې شوی. دم ګړې ستر جنرال ظاهر اعظيمي د دغه وزارت وياند دی.

پښتو: Lua error in Module:Lang at line 549: attempt to call field 'is_rtl' (a nil value).
برخه باندې يو نظر
کار کولو دايره افغانستان
هيډکوارټر کابل
وزير ملا محمد يعقوب
ويب سايټ
www.mod.gov.af

[۱]

له ۲۰۰۱ ز نه تر ۲۰۰۴ ز. پورې د دغه وزارت وزير محمد قسيم فهيم و چې بيا وروسته په کابل کې د زمکو د ناقانونه نيولو په تور له دې دندې گوښه شو. په همدې وخت کې جنرال عبدالرحيم وردک د دغه وزارت مرستيال و چې بيا وروسته په ۲۳ د ډېسمبر، ۲۰۰۴ ز. کال کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي لخوا د وزير په توګه وټاکل شو. د دفاع د وزارت يوه عمده دنده د هغو سرغړاندو جنگياليو او جنگسالارانو د بې وسلې کول دي چې د مرکزي حکومت غوښتنو او اوامرو ته غاړه نه ږدي.

د دفاع د وزيرانو لړليک


No. نوم د گومارنې نېټه د پرېښودلنو نېټه سياسي گوند
* غلام حيدر رسولي ۱۹۷۷ ز. اپرېل، ۱۹۷۸ ز. جمهوريت پلوه
* عبدالقادر ډگروال مۍ، ۱۹۷۸ ز. اگسټ، ۱۹۷۸ ز. پرچم
* محمد اسلم وطنجار مارچ، ۱۹۷۹ ز. جولای، ۱۹۷۹ ز. خلق
* حفيظ الله امين جولای، ۱۹۷۹ ز. ډېسمبر، ۱۹۷۹ ز. خلق
* محمد رفيع جنوري، ۱۹۸۰ ز. ۱۹۸۲ پرچم
* عبدالقادر ډگروال ۱۹۸۲ ډېسمبر، ۱۹۸۶ ز. پرچم
* محمد رفيع ډېسمبر، ۱۹۸۶ ز. مۍ، ۱۹۸۸ ز. پرچم
* شهنواز تڼی مۍ، ۱۹۸۸ ز. مارچ، ۱۹۹۰ ز. خلق
* محمد اسلم وطنجار اپرېل، ۱۹۹۰ ز. اپرېل، ۱۹۹۲ ز. خلق
* احمد شاه مسعود (د هغو هېوادونو لخوا چې د افغانستان اسلامي دولت يې په رسميت پېژندلی و) اپرېل، ۱۹۹۲ ز. سېپتمبر، ۲۰۰۱ ز. جميعت اسلامي
* عبيدالله اخوند (د هغو هېوادونو لخوا چې د افغانستان اسلامي امارات يې په رسميت پېژندلی ) سېپتمبر، ۱۹۹۶ ز. ډېسمبر، ۲۰۰۱ ز. طالبان
* محمد قسيم فهيم سېپټمبر، ۲۰۰۱ ز ۲۳ د ډېسمبر، ۲۰۰۴ ز. جميعت اسلامي
* عبدالرحيم وردک ۲۳ د ډېسمبر، ۲۰۰۴ ز. نا څرگنده هېڅ

يادښتونه

  1. [۱][مړه لينکونه]