محمد رفيع

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد رفيع

محمد رفيع (۳۱ د جولای، ۱۹۸۰ ز. - ) (په هندي:मोहम्मद रफ़ी په انگرېزي: Mohammad Rafi) څلور لسيزې يې سندرې وويلې، يو ملي ايوارډ او شپږ يې د فلمونو د سندرو ايوارډونه اخيستي دي. په ١٩٦٧ز کال د هند د حکومت له لوري ونازول او وستايل شو.

رفيع تر ٢٦٠٠٠ زياتې فلمي سندرې ويلي دي. له کلاسيکو سندرو رانيولې تر نيمه کلاسيکو، عشقي، قوالي غزل او د سندرو تر نورو ډولونو پورې. د هندي ژبې تر څنگ نوموړي د هند په نورو سيمه ييزو ژبو لکه پنجابي، کونکاني، بوجپوري، بنگالي، مراهټي، سندي، کناډي، گوجراتي، ليگو، ماغي او نورو ژبو هم سندرې ويلي دي.