پنجابي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

پنجابي يوه اندو- آریاني ژبه ده، پنجابيان پرې خبرې کوي او د هندوستان او پاکستان په پنجاب سيمه کې اصلي ویونکي لري. پنجابي په نړۍ کې نهمه هغه ژبه ده چې زيات ويونکي لري. په پاکستان کې پنجابي تر ټولو زيات ویونکي لري، په هندوستان کې د ويونکو له پلوه د دې ژبې شمېره يوولسمه ده او په هندي نيمه لويه وچه کې درېيمه هغه ژبه ده چې اصلي ويونکي پرې غږېږي. پنجابي په انګلستان کې په درېيمه درجه زيات ويونکي لري او په کاناډا کې پنځمه هغه ژبه ده چې اصلي اوسېدونکي يې پرې غږېږي. په متحده عرب اماراتو، متحده ايالاتو، فرانسې، استراليا، نيوزيلانډ، ايټاليې او هالنډ کې هم په زياته کچه شته ده.[۱]

د نږدې ۱۱۳ ميلیونه وګړو مورنۍ ژبه ده. په پاکستان کې پرې ۸۰.۰۵ ميلیونه وګړي غږېږي. پنجابي د پاکستان د پنجاب ايالت ولایتي ژبه ده، خو په ملي کچه ورته د رسمي ژبې مقام نه دی ورکړل شوی. په هندوستان کې ۳۱.۱ ميلیونه ويونکي لري (د ۲۰۱۱ کال د شمېرې تر مخې) او په پنجاب ايالت کې رسمي حيثيت لري. د پام وړ بهر مېشتي هم په دې ژبه غږېږي، په ځانګړي ډول په کاناډا، متحده ايالاتو او انګلستان کې.

په پاکستان کې پنجابي په شاهموخي ،لیک ليکل کېږي او په هندوستان کې د دې ژبې د ليکلو لپاره ګورموکي لیک ،نه کار اخستل کېږي. د ويو د غږ د کارولو په برخه کې پنجابي ژبه په اندو-آريايي ژبو (په پراخه معنا سره په اندو-اروپايي ژبو کې) کې يوه نادره ژبه ده.

تاريخچه[سمول]

رېښه[سمول]

د پنجابي ټکی، له پنجاب ټکي نه اخستل شوی چې معنا يې ده پنځه اوبه، د سیند سيند پنځو ختيځو سترو مرستندويه سيندونو ته اشاره کوي. د دې سيمې نوم د سويلي اسيا د ترک-فارسي نېواکګرانو له خوا اېښودل شوی و چې د دې سيمې لپاره د سنسکريتي ژبې د نوم «پانچاندا» ژباړه وه، د سنسکريتي ژبې د ټکي معنا ده «د پنځو سيندونو ځمکه».  [۲][۳][۴]

پنج چې د سنسکريتي له « pañca (पञ्च)» سره، د يوناني له « pénte (πέντε)» سره،  او د ليتوانيايي له Penki سره مشابه ده، د دې ټولو الفاظو معنا ده پنځه، آب د سنسکريتي له « áp (अप्)» سره او د اون د « Av» سره يو شان دي. د پنجاب تاريخي سيمه چې اوس د پاکستان او هندوستان تر منځ وېشل شوې، په فزيکي لحاظ د سیند سيند او دې پنځو سيندونو په مټ پېژندل شوې ده. له دې پنځو نه يو د بياس سيند، د سوتلج په نوم د يو بل مرستندوی سيند دی.

منشأ[سمول]

پنجابي له پراکرت ژبو نه وده کړې او بيا وروسته له اپبرانش نه، له زېږد مخکې ۶۰۰ کال راهيسې له سنسکريتي نه د يوې رسمي ژبې په توګه ملاتړ کېده او د هندوستان په ډېرو سيمو کې پراکريت ژبې ګڼې نورې سيمه یيزې ژبې وزېږولې. دې ټولو ژبو ته په ټوليز ډول پراکريت ژبې وايي (په سنسکريتي کې: प्राकृत). بيشاچي پراکريت له دې پراکريتي ژبو ،نه يوه وه چې په شمالي او شمال لويديځ هند کې پرې خبرې کېدې او پنجابي له همدې پراکريتي ژبې ،نه جوړه شوه. وروسته په شمالي هندوستان کې له پيشاچي پراکريت ،نه پيشاچي اپربهاش منځ ته راغله چې له پراکريتي ژبې نه پنځېدلې. پنجابي له زېږد وروسته په اوومه پېړۍ کې د پابهرامشا په ډول راڅرګنده شوه، چې د پراکریتي ژبې يوه ويجاړه شوې بڼه ده او په لسمه پېړۍ کې پياوړې شوه. په پنجابي ژبه کې لومړۍ لیکنې له زېږد وروسته له نهمې نه تر څوارلسمې پېړۍ پورې د «نات يوګي» تر پير پورې اړوندې دي. د شکل له اړخه د دې جوړښتونو ژبه، له شورسيني اپبهرمسا سره نژدې ده، په داسې حال کې چې ويي او «سور او تال» يې له زيات عاميانه او فولکلور نه ډک دی.[۵][۶][۷]

د عربۍ او فارسي اغېز[سمول]

د پنجاب په تاريخي سيمه کې د عربۍ او نوې فارسۍ اغېز د لومړۍ زريزې په وروستيو کې په هندي نيمه لويه وچه کې د مسلمانانو په فتوحاتو سره پيل شو. په پنجابۍ ژبه کې ډېر عربي او فارسي ويي ننويستل شول. په همدې بنسټ پنجابي په پراخه کچه په عربي او فارسي ویيونو تکيه کوي، چې په آزاد ډول په دې ژبه کې کارول کېږي. په پنجابۍ کې ډېر مهم ټکي، لکه: « ਅਰਦਾਸ» او « ਰਹਿਰਾਸ»  او نور عام خپاره ټکي، لکه: « ਨਹਿਰ, ਜ਼ਮੀਨ, ਗਜ਼ਲ» او داسې نور، ټول له فارسي ه راغلي دي. د سيکانو د سترواکۍ له سقوط وروسته، اردو د پنجاب رسمي ژبه وګرځول شوه (په پاکستاني پنجاب کې اردو اوس هم لومړۍ رسمي ژبه ده) او په پنجابي يې هم اغېز وکړ. [۸][۹][۱۰][۱۱]

په حقيقت کې، د « ਜ਼, ਖ਼, ਸ਼» او « ਫ਼» غږونه له پارسي ،نه پور شوي دي. وروسته دې له لغوي اړخه پرې نورو ژبو هم اغېز پرېښود، لکه پرتګالي ژبې (ويي لکه: ਅਲਮਾਰੀ/الماری)، يوناني ژبې (ويی لکه: ਦਾਮ/دام)، چغتايي ژبې (ويي لکه: ਕ਼ੈੰਚੀ, ਸੁਗ਼ਾਤ/قینچی،سوغات)، جاپاني ژبې (ويي لکه: ਰਿਕਸ਼ਾ/رکشا)، چينايي ژبې (ويي لکه: ਚਾਹ, ਲੀਚੀ, ਲੁਕਾਠ/چاہ، لیچی، لکاٹھ) او انګليسي ژبې (ويي لکه: ਜੱਜ, ਅਪੀਲ, ਮਾਸਟਰ/جج، اپیل، ماسٹر)، خو د پارسي او عربۍ په پرتله دا اغېز ډېر کوچنی دی.[۱۲]

انګليسي د ګرومکهي پر بنسټ (پنجاب، هندوستان) د شاه مکهي پر بنسټ (پنجاب، پاکستان)
ولسمشر ਰਾਸ਼ਟਰਪਤੀ (rāshtarpatī) صدرمملکت (sadar-e mumlikat)
ليکنه ਲੇਖ (lēkh) مضمون (mazmūn)
لومړی وزير ਪਰਧਾਨ ਮੰਤਰੀ (pardhān mantarī)* وزیراعظم (vazīr-e aʿzam)
کورنۍ ਪਰਿਵਾਰ (parivār)*

ਟੱਬਰ (ṭabbar)

ਲਾਣਾ (lāṇā)

خاندان (kḥāndān)

ٹبّر (ṭabbar)

فلسفه ਫ਼ਲਸਫ਼ਾ (falsafā)

ਦਰਸ਼ਨ (darshan)

فلسفہ (falsafah)
پلازمېنه ਰਾਜਧਾਨੀ (rājdhānī) دارالحکومت (dār-al ḥakūmat)
کتونکی ਦਰਸ਼ਕ (darshak) ناظرین (nāzarīn)
اورېدونکی ਸਰੋਤਾ (sarotā) سامع (sāmaʿ)

نوی پړاو[سمول]

له ډیلي نه تر اسلام اباد پورې د پنجابۍ په ډېرو لهجو خبرې کېږي. ماجهي لهجه په هندوستان او پاکستان کې د زده کړې، رسنيو او داسې نورو لپاره د معياري پنجابۍ په توګه منل شوې ده. ماجهي لهجه د پنجاب له ماجها سيمې نه راوتلې ده. ماجها سيمه، د پاکستاني پنجاب له ګڼو ختيځو ولسواليو نه جوړه ده، په هندوستان کې د امرتسر، ګرداس پور، پټانکوټ او ترن تارن ولسوالۍ په غېږ کې رانغاړي. په دې سيمه کې دوه مهم ښارونه لاهور او امرتسر دي.

په هندوستان کې، پنجابي په دفترونو، ښوونځيو او رسنیو کې په ګورمکهي ،لیک ليکل کېږي. ګورمکهي د پنجابۍ لپاره رسمي معياري لیک دی، خو د انګليسي د اغېز له امله ډېر ځله په لاتيني لیک هم لیکل کېږي، چې دا د اتحاديې په کچه دوه رسمي ژبې دي.

په پاکستان کې په عمومي ډول پنجابي په شاه موکهي لیک ليکل کېږي چې د ادب د معیارونو تر مخې د اردو له الفبا سره يو شان دي، که څه هم داسې ګڼې هڅې شوې دي چې، د فارسي د نستعليق الفبا نه اصلاح شوي جلا الفا جوړه کړای شي، تر څو د پنجابي غږونو استازيتوب وکړي، کوم چې په اردو کې نه دي موندل شوي. په پاکستان کې، پنجابي ژبې تخنيکي الفاظ له فارسي او عربي نه پور کوي، لکه چې اردو هم همداسې کوي.

جغرافيايي وېش[سمول]

پنجابي په پاکستان کې تر ټولو زيات ويل کېدونکې ژبه ده، په هندوستان کې يوولسمه ژبه ده چې ډېرې خبرې پرې کېږي، له هېواده بهر ډېرو هېوادونو کې پرې پنجابي کوچېدلي غږېږي.

پاکستان[سمول]

پنجابي په پاکستان کې تر ټولو زيات ويل کېدونکې ژبه ده، د ۸۰.۵ خلکو مورنۍ ژبه ده چې د ټول هېواد د نفوسو نږدې نهه دېرش سلنه جوړوي.


په پاکستان کې په پنجابي د خبرې کوونکو سرشمېرنه[۱۳][۱۴]

کال د پاکستان د وګړو شمېر سلنه په پنجابي خبرې کوونکي
1951 33,740,167 57.08% 22,632,905
1961 42,880,378 56.39% 28,468,282
1972 65,309,340 56.11% 43,176,004
1981 84,253,644 48.17% 40,584,980
1998 132,352,279 44.15% 58,433,431
2017 207,685,000 38.78% 80,540,000

د ۱۹۸۱ز کال له سرشمېرنې نه په پيل سره، د پنجابيانو په ټوليزه شمېره کې سرايکيان او هندکو ژبې ويونکي نه و و شامل شوي، چې دا د څرګند کمښت ښکارندويي کوي.

هندوستان[سمول]

پنجابي د هندوستان د پنجاب ايالت رسمي ژبه ده، په هريانا او دیلي کې د اضافي رسمي ژبې مقام لري. د هندوستان په شمال کې د دې ژبې ځينې اصلي ښاري مرکزونه دا دي: امرتسر، لوديانه، چنديګړ، جلاندر، امبالا، پټيالا، بتينډا، هوشياربور او ډيلي.

د هندوستان د ۲۰۱۱ز کال په سرشمېرنه کې، يو دېرش اعشاريه څوارلس ميليونه خلکو وويل چې: ژبه يې پنجابي ده. د سرشمېرنې خپرونې دا د اړوندو «مورنیو ژبو» له ويونکو سره لکه: باګري او بټيالي سره ډلبندي کوي او دا شمېره دري دېرش اعشاريه دولس ميليونه ته رسېږي. [۱۵]


په هندوستان کې په پنجابي د خبرې کوونکو سرشمېرنه[۱۶]

کال د هندوستان نفوس په هندوستان کې په پنجابي خبرې کوونکي سلنه
1971 548,159,652 14,108,443 2.57%
1981 665,287,849 19,611,199 2.95%
1991 838,583,988 23,378,744 2.79%
2001 1,028,610,328 29,102,477 2.83%
2011 1,210,193,422 33,124,726 2.74%

سرچينې[سمول]

  1. Laurie Bauer, 2007, The Linguistics Student's Handbook, Edinburgh
  2. Canfield, Robert L. (1991). Persia in Historical Perspective. Cambridge, United Kingdom: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 1 ("Origins"). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-52291-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sir, Yule, Henry (13 August 2018). "Hobson-Jobson: A glossary of Colloquial Anglo-Indian Words and Phrases, and of Kindred Terms, Etymological, Historical, Geographical and Discursive". dsalsrv02.uchicago.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Macdonell, Arthur Anthony (13 August 2018). "A Practical Sanskrit Dictionary with Transliteration, Accentuation, and Etymological Analysis Throughout". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. .https://books.google.com/books?id=gqIbJz7vMn0C&pg=PA166&dq=punjabi+prakrit+language&hl=en&sa=X&ved=0ahUKEwie9PGZnrzQAhXMtI8KHay-AfwQ6AEIKTAD#v=onepage&q=punjabi%20prakrit%20language&f=false Archived 21 January 2017 at the Wayback Machine.
  6. G S Sidhu (2004). Panjab And Panjabi. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hoiberg, Dale (2000). Students' Britannica India (په انګلیسي ژبه کي). Popular Prakashan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85229-760-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Brard, G.S.S. (2007). East of Indus: My Memories of Old Punjab. Hemkunt Publishers. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170103608. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mir, F. (2010). The Social Space of Language: Vernacular Culture in British Colonial Punjab. University of California Press. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520262690. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Schiffman, H. (2011). Language Policy and Language Conflict in Afghanistan and Its Neighbors: The Changing Politics of Language Choice. Brill. د کتاب پاڼې 314. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004201453. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Schiffman, Harold (2011-12-09). Language Policy and Language Conflict in Afghanistan and Its Neighbors: The Changing Politics of Language Choice (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-20145-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Menon, A.S.; Kusuman, K.K. (1990). A Panorama of Indian Culture: Professor A. Sreedhara Menon Felicitation Volume. Mittal Publications. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170992141. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  14. (په 21 March 2021 باندې). CCI defers approval of census results until elections. The figure of 80.54 million is calculated from the reported 38.78% for the speakers of Punjabi and the 207.685 million total population of Pakistan.
  15. "Statement 1 : Abstract of speakers' strength of languages and mother tongues – 2011" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Growth of Scheduled Languages-1971, 1981, 1991 and 2001". Census of India. Ministry of Home Affairs, Government of India. مؤرشف من الأصل في ۲۰ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)