Jump to content

د پاکستان ژبې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پاکستان ژبې

د پاکستان رسمی ژبه (اردو(اوردو
د پاکستان مهم ژبې پنجابي ژبه
سندهي ژبه
پښتو ژبه
پلوچي ژبه

په اوس وخت کی اوردو (اردو) د پاکستان رسمی ژبه ده او ټول اوسېدونکی په اردو ښه پوهېږی. د پاکستان تر پېدایښت وروسته اردو د پاکستان اساسی قانون په یوې مادې کی اردو ژبه په رسمی توگه ومنله شوه. مگر انگرېزي ژبه هم اهمیت لری او هر زده کوونکی یا ښوونکی په انگرېري خبری کوی. په پاکستان کې په ۱۴ ژبو خبری کېږي خو پنجابی ژبه،سندھی ژبه، بلوچی ژبه او د پښتو ژبه د مهمو ژبو څخه گڼل کېږي.

د اردو ژبه

اردو د هندو- اریانی ژبو څخه ده چی په پاکستان او د هندوستان په شمال کی ویل کېږي. دغه ژبه تقریبًا ۶۰ میلیونه ویونکی لري. د اردو الفبا د عربی تورو څخه جوړه شوی ده چی د تورو شمیر یی ۳۷ ته رسېږي. په دې کې اته غږونه (ڈ، پ، چ، ژ، ڑ، گ، ے، ٹ) د اردوخپل ځانگړي فونيمونه دي. اردو ژبه په ۱۵ پېړۍ کې د مغولو د حکمرانانو په وخت کی رواج شوی ده. د اردو ادبیات د ۱۶ پېړۍ ځخه پراختیا ومومله. په دی وخت کی په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کی مرزا اسد اللہ بیگ خان اومحمد اقبال تر ټولو مشهور شاعران ول. مرزا اسد اللہ بیگ خان (۱۷۹۷-۱۹۶۹) د هندوستان یو مشهور شاعر وو چی په ځانگړی ډول یی خپل غزلونه په فارسی او اردو لیکلی. اومحمد اقبال (۱۸۷۷-۱۹۳۸)دهند د نیمې وچې نامتو شاعر، فېلسوف، متفکر او د ختیځ نابغه بلل کېږي . دغه شاعر ته د علامه لقب په هند کې ورپه برخه شوی دی.

پنجابی ژبه

پنجابی ژبه د هندو- اریانی ژبو څخه ده چی په ځانگړی ډول د پانجاب په ولایت کې ویل کېږي. دغه ژبه په پاکستان کی ۷۶ میلیونه ویونکی لری. د پنجابی الفبا د عربی توری څخه جوړه شوی ده. پنجابی ژبه په ځانگړی ډول د پنجاب په ولایت کی ویل کیږي او لاهور، ملتان، راولپنڈی د پنجابی ژبې مهم مرکزونه دی. د پانجابی شاعری په مطابق شفقت تنویر مرزا او احمد سلیم د پنجابی شاعرونو څخه تر ټولو مشهور شاعران دی.

سندھی ژبه

سندھی ژبه د هندو- اریانی ژبو څخه ده چی په ځانگړی ډول د سند په ولایت کی ویل کېږی. دغه ژبه په پاکستان کی ۲۴ میلیونه ویونکی لری. دغه ژبه په ځانگړی ډول د سند په ولایت کی ویل کېږی او کراچي چی د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی د سندهی ثقافت او ژبه مهم مرکز دی. سندهی ادبیات د پاکستانی ادبیاتو څخه تر ټولو پخوانی او مشهور ادبیات دی.

پښتو ژبه

پښتو د اریانا د ژبو څخه ده چې په ځانگړي ډول په فدرالي قبايلي سيمې ، خيبر پښتونخوا، بلوچستان، د سيند ولايت په لويه ښارونو لکه کراچۍ، حیدر آباد او د پنجاب په گڼ شمېر ولسوالو کې پرې خبرې کېږي. د کال ۲۰۱۷ز د سر شمېرنې پر بنسټ له پنجابۍ څخه وروسته پښتو د پاکستان دوېمه ستره ژبه ده. د پېښور ښار د خيبر پښتونخوا په ولایت کی د پښتنو مهم هڅوبيز منځه دی. پښتو الفبې له عربي تورو څخه جوړه سوې ده ، چي د ږغونو ( فونيمونو )شمېر يې څلوېښتو ته رسيږي . په دې کي اته ږغه ( ټ ، ډ ، ړ ،ږ ،ځ ،څ ، ښ ،ڼ ) دپښتو خپل ځانگړي فونيمونه دي . داچي تردې الفبې دمخه به په پښتو په کومو‌ تورو ليکله کېدله ، زموږ سره دقيق مالومات نسته خو د ځينو سکو ، لوښو او کتيبو له مخي چي د پښتونخوا په بېلابېلو برخو کي موندل سوي دي ، داسي گومان کيږي ، چي (( يو وخت به د پښتوليک خروشتي و )) .البته تر ننه پوري په دغو موندل سوو سکو ، خاورينو او ډبرينو لوښو ، او کتيبو کي داسي يوه نسته ، چي د علماوو په نظر دي پرهغه د پښتو حکم سوی وي او ترڅو چي تر اسلامي دورې مخکي د پښتو کومه ليکلې بڼه ﻻس ته نه وي راغلې، گرانه ده، چي دپښتو د لرغوني الفبې په باب دي وروستۍ فيصله وسي. دپښتو د اوسنۍ الفبې په باب عام روايت داسي دئ، چي دا اوسنۍ بڼه يې دسلطان محمود غزنوي په زمانه کي دده د وزير خواجه حسن ميوندي په حکم دقاضي سيف الله په زيار او هڅه تراصلاح اوسمون وروسته باب سوه. خو د پښتنو مبارز روحاني او سياسي زعيم بايزيد روښان ( ٩٣١ ـــ ٩٨٠ هـ ق ) بيا پر عربي الفبې باندي دپښتو تورو زياتول دخپل ځان کارنامه بولي. په هر صورت په پښتو الفبې کي د روښان پير بايزيد اورمړ، د اخوند دروېزه ننگرهاري ( ٩٣٩ ـــ ١٠٤٨ هـ ق ) ، دخوشحال خان خټک ( ١٠٢٢ ـــ ١١٠٠ هـ ق) اوبيا په معاصرينو کي د وزير محمد گل خان مومند ، خان عبدالصمد خان او قلندر مومند له خوا يو لړ بدلونونه راغلي دي خوپه دې ټولو کي يې هغه شکل منل سوی او عام سوی دئ ، چي دکابل پښتو ټولني په نوښت دافغانستان او پښتونخوا پوهانو تر گډو غونډو او فيصلو وروسته تاييد کړی دئ او زموږ دپښتنو معاصري ليکني له ځينو جزئي بدلونونو سره په همدا الفبې ليکلي کېږي. دپښتو ژبي شفاهي ادبيات ډېر غني او لرغوني دي. په هغوکي لنډۍ لومړی مقام لري. نور شکلونه يې نارې، غاړي، سروکي، کاکړۍ، فالونه، د ښادۍ سندري، ساندي، د ميندو سندري، نکلونه، متلونه، لنډي افسانې، د کوچنيانو سندري اونور راتلای سي. دکتبي ادبياتو په باب د پټي خزانې دروايت له مخي د پښتو ادب شعري بېلگې دوهمي هجري پېړۍ ته رسېږي. خودپښتو نثر موجود اسناد اته سوه کلنه سابقه لري او معلوم پيل يې دسليمان ماکو له تذکره الاولياء رانښلي. دغه کتاب د٦١٢ هـ ق ( ١٢١٥ ز )ليکنه ده. تردې وروسته نوبيا تر روښاني عصر وروسته يعني تر لسمي هجري پېړۍ راپه دېخوا دپښتو کتبي ادبيات په يوه تسلسل کي ترننه رارسېدلي دي. د پښتو ادبياتو ترټولو ځلانده دوره د خوشال خان خټک اودهغه د زامنو او لمسو دوره ده. او هغه د چا خبره که له پښتو څخه لنډۍ او خوشال خان خټک وايستل سي، يوه بې سره تنه به ځني جوړه سي. اوس د پښتو ادب په هڅوبيز حوزو کي کابل، کندهار، گندهارا ( د ننگرهار او پيښور سيمه) او کوټه ( بلوچستان ) فعالي حوزې دي او په گڼ شمير اديبان، شاعران اوليکوال يې دنړۍ له هڅوبيز بهير سره ملگري کړي دي.

د پاکستان ژبې
ژبه ۲۰۰۸ ۱۹۹۸ ولایت
۱ پنجابی ژبه ۷۶،۳۵۷،۳۶۰ ۴۴،۸٪ ۵۸،۴۳۳،۴۳۱ ۴۴،۱۵٪ پنجاب
۲ د پښتو ژبه ۲۶،۶۹۲،۸۹۰ ۱۵،۴۴٪ ۲۰،۴۰۸،۶۲۱ ۱۵،۴۲٪ خيبر پښتونخوا
۳ سندھی ژبه 24,410,910 14.12% 18,661,571 14.10% سند
۴ سرائیکی ژبه 18,019,610 10.42% 13,936,594 10.53% پنجاب (پاکستان)
۵ د اردو ژبه 13,120,540 7.59% 10,019,576 7.57% کراچۍ (ښار)
۶ بلوڅی ژبه 6,204,540 3.59% 4,724,871 3.57% بلوچستان (پاکستان)

سرچینې

  • Jan Filipský,Jan Marek Dějiny Pákistánu NLN 2008 (د پاکستان تاریخ، پراگ ۲۰۰۸)
  • Jiří Kepka Jazyky Asie NLN 2007 (د آسیا ژبې، پراگ ۲۰۰۷)
  • Jiří Kepka Jazyky Afghánistánu NLN (د افغانستان ژبې، پراگ)