منځپانگې ته ورتلل

د کندوز هوايي ډګر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د کندز هوايي ډګر نه مخ گرځېدلی)
د کندز هوايي ډګر
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۶°۳۹′۵۴″شمال ۶۸°۵۴′۳۸″ختیځ / 36.6651°شمال 68.9106°ختيځ / 36.6651; 68.9106 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

‘’‘د کندوز ملکي هوايي ډګر’’’ د افغانستان د کندوز ولايت په سوېل ختيځ لور کې، شاوخوا اته کيلومتره د کندوز ښار له مرکز څخه لرې موقعيت لري. دا هوايي ډګر د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت (MoTCA) تر ادارې لاندې يو کورنی هوايي ډګر دی، چې د کندوز ولايت د اوسېدونکو د هوايي تګ راتګ او بار وړلو اړتياوې پوره کوي. د هوايي ډګر د خونديتوب او چاپېريال ساتنې چارې د افغان ملي ځواکونو له خوا پرمخ وړل کېږي.[۱]

د کندوز ملکي هوايي ډګر د سمندر له سطحې شاوخوا ‘’‘۱٬۴۵۷ فوټه’’’ (۴۴۴ متره) لوړوالی لري. دغه ډګر يوه ‘’‘ځغاستلیکه’’’ لري چې د ‘’‘۱۱/۲۹’’’ په نښه شوې ده او د ‘’‘اسفالټ’’’ له موادو څخه جوړه شوې ده. د دې ځغاستلې اوږدوالی ‘’‘۸٬۱۰۰ فوټه’’’ (۲٬۴۶۹ متره) او سور یې ‘’‘۱۴۸ فوټه’’’ (۴۵ متره) دی.[۲]

دا هوايي ډګر په ۲۰۱۷ز کال کې په دغه هوايي ډګر کې يو نوی مسافري ترمينل جوړ شو، چې د يو وخت لپاره د نږدې ‘’‘۱٬۳۰۰ مسافرو’’’ د استوګنې ظرفيت لري. دا ترمينل د سيمې د خلکو لپاره د سفر او هوايي خدمتونو د لا ښه تنظيم په موخه جوړ شوی و.[۳]

مخینه

[سمول]

د کندوز ملکي هوايي ډګر په ۱۹۵۸ کال کي د افغانستان د پاچا ظاهر شاه په واکمنۍ کي جوړ او دوه کاله وروسته د متحده ایالاتو له لوري نور هم پراخه سو. [۱] دا ډګر د ۱۹۸۰ لسیزي په اوږدو کي د افغان او شوروي ځواکونو له لوري د پوځي موخو لپاره کارول کیده، او د طالبانو د لمړي نظام تر پرځېدو وروسته د اسلامي جمهوریت پر مهال د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه همدلته ځای پر ځای ول.

له افغانستان څخه د ناټو د ټولو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو غړو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کي د کندوز ملکي هوايي ډګر تر خپل واک کار پېل کړ.

  1. . July 16, 2014. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)