معتمد علی الله
د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو العباس احمد المعتمد بن جعفر المتوکل بن محمد المعتصم بن هارون الرشيد العباسي الهاشمي القرشي ( 229-279 هجري سپوږمیز / 844-892 زیږدیز) چي په عامه توګه د معتمد علی الله په نوم پیژندل کیږي په بغداد کي د بني عباس کورنۍ پنځلسم خلیفه وو. [۱] [۲]
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای | |
| ژبې | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| وروڼه او خويندې | |
| دین |
واکمني او مړینه
[سمول]معتمد علی الله د مهتدي بالله عباسي تر وژني وروسته چي د ترک جنرالانو له لوري یې واکمني وپرځول سوه، خلافت ته ورسېدی او پر داسي مهال یې چاري په لاس راوړې چي د پلازمیني بغداد ترڅنګ په نوره اسلامي نړۍ کي هم حالت سخت کاواکه وو او په ختیځ او لویدیځ کي یو شمېر مسلمانو واکمنانو بیخي د پاڅونونو بیرغونه پورته کړي وه. معتمد علی الله ددې حالت د پای ته رسولو لپاره د خپل ورور موفق بالله سره په ګډه یو پلان تر لاس لاندي ونیوی او ددې لپاره چي د عباسي خلافت پخوانئ برم بیرته راوګرځوي د ترک زورواکو او جنرالانو ترمنځ یې په دربار کي اختلاقات واچول، چي یادي پیښي تر یوې کچي ښه پایله هم ورکړه او عباسي خلیفه وتوانېدی ترخو خپل شتون په سیاسي او فوځي ډګر کي بیرته راژوندئ کړي، خو یاد نفوذ یې تر ډېره پوري پاته نسو او د واک لویه سرچینه یې ورور موفق بالله ترې لاندي کړه.
معتمد علی الله چي د ورور په زورواکۍ پوه سو غوښتل یې چي د مصر هیواد ته ولاړ سي خو موفق بالله یې مخه ونیول او د خلیفه ځواک یې یوازي تر دربار پوري چاپېره کړ. معتمد علی الله تر 23 کاله تش په نوم واکمنۍ وروسته په 879 زیږدیز کال کي وفات سو. د یادوني وړ ده چي ورور یې موفق بالله تر ده څو میاشتي مخکي وفات او راتلونکی ځایناستۍ هم د هغه له لوري له وړاندي ټاکل سوی وو. د تاریخونو له مخي د معمتد علی الله د واکمنۍ مشهوره پېښه د زنګ یا زنج په نامه ډلي پاڅون وو چي نژدې 15 کاله یې عباسي خلافت په جګړو کي ښکېل وساتي او په پای کي د موفق بالله له لوري مات سو.
- ↑ خير الدين الزركلي (2002م). الأعلام (PDF). Vol. 1 (15 ed.). دار العلم للملايين. p. 106.
- ↑ الذهبي, أبي عبد الله محمد بن أحمد/شمس الدين (2006-01-01). تاريخ الإسلام ووفيات المشاهير والأعلام 1-15 مع فهارس ج7 (in عربي). Dar Al Kotob Al Ilmiyah دار الكتب العلمية. p. 106. خوندي شوی له the original on 2023-08-18.
- ↑ سرچينې تړی: https://pantheon.world/profile/person/Al-Mu'tamid.
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- CS1 عربي-language sources (ar)