معتز بالله
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه |
۰۸۴۷ (Gregorian)[۱] |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای | |
| ژبې | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| وروڼه او خويندې | |
| دین |
د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابو عبدالله محمد المعتز بن جعفر المتوکل بن محمد المعتصم بن هارون الرشید بن محمد المهدی العباسی الهاشمی القرشی ( ۲۳۲ -۲۵۵ هـ سپوږمیز) ۸۴۷ – ۸۶۹ زیږدیز) چي په لنډه توګه د معتز بالله په نوم پېژندل کیږي، د عباسیانو ديارلسم خليفه وو. نوموړي په 866 زیږدیز کال کي د شلو کالو په عمر د عباسي خلافت واکمني لاسته راوړه.
واکمني او مړینه
[سمول]معتز بالله د عباسي خلافت واکمنۍ ته هغه مهال ورسېدی کله چي یاده واکمني د یوشمېر ترک جنرالانو د زورواکیو له کبله مخ پر ناتواني روانه وه او معتز بالله ددې لپاره چي ددوی ملاتړ لاسته راوړي بله چاره یې هم نه درلوده. ترک جنرالان چي تردې مخکي یې هم څو عباسي واکمنان د زورواکیو له کبله وژل سوي وه په 866 زیږدیز کال کي یې د معتز بالله د تره د زوی تر وژني وروسته نوموړی په بغداد کي واک ته ورساوه.
د یادوني وړ ده چي د معتز بالله او مستعین بالله په زمانه کي اسلامي نړۍ څو کاله د دوو خلیفه ګانو له لوري اداره کېده چي یو یې په بغداد او بل یې په سامرا ښار کي وو. یاده پېښه په عباسي واکمنۍ د څو کلنۍ جګړې پیلامه وګرځېدل او تر خونړیو نښتو وروسته معتز بالله وتوانېدی ترڅو مستعین بالله لمړئ له واکه لیري او بیا د مرګ کندي ته وغورځوي.
د مستعین بالله تر مړیني وروسته معتز بالله د عباسي خلافت یوازینئ واکمن وګرځېدی او نژدې درې کاله، شپږ میاشتې او درویشت ورځي واکمني یې وکړه، خو دغه واکمني هیڅکله د نوموړي د ارامۍ سبب ونه ګرځېدل او په 255 هجري سپوږمیز کي د ترک جنرالانو لخوا هغه وخت تر سختو وهلو لاندي مړ سو کله چي یې هغوی ته له امتیازاتو ورکولو څخه ډډه وکړه. د تاریخونو پر اساس تر مرګ وروسته یې ترکانو د واثق بالله په نوم د عباسي کورنۍ غړۍ واک ته ورساوه او د مهتدی بالله لقب یې ورکړ.
- ↑ ويل شوي په: Alvin. Alvin ID: alvin-person:54042. سکالو پېژند: abbasidisk kalif al-Mu´tazz.
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18