منځپانگې ته ورتلل

موفق بالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
موفق بالله
الموفق بالله (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
Samarra (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱ جولای ۰۸۴۲ (Gregorian) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲ جون ۰۸۹۱ (Gregorian) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
دنده
regent (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې

ابو احمد محمد طلحه الموفق بالله بن جعفر المتوکل بن محمد المعتصم بن هارون الرشید بن محمد المهدی العباسی الهاشمی القرشی ( د ربیع الاول 229 – د صفر دوه ویشتمه / د 278 هجری سپوږمیز کال / د دسمبر لومړۍ د 843 کال د جون 8 – 891 زیږدیز کال ) چي په عامه توګه د موفق بالله په نوم پېژندل کيږي د عباسي واکمنۍ ځواکمن فوځي مشر او د عباسي خلیفه معتمد علی الله ورور وو.

موفق بالله د عباسي واکمنۍ هغه مشر ګڼل کیږي چي د څو کلونو ستره ګډوډي او کړکېچ یې چي په یاده واکمني کي د یو شمېر ترک جنرالانو او زورواکانو له لوري رامنځ ته سوی وو، لمنځه یووړ او خپل سیاسي ځیراکت په مت یې د ترکانو ترمنځ په اختلافاتو ډېرولو باندي هغوی به بشپړه توګه له زوره واچول.

موفق بالله په بغداد کي د عباسي واکمن متوکل علی الله په کهاله کي زېږېدلی وو، او له ځوانۍ راهیسي یې په بېلابیلو علومو کي ځانګړی مهارت ترلاسه کړ، چي له امله یې یو شمېر کسانو دئ دویم منصور (عباسي واکمن) وباله او د خلافت د پخواني ځواک او برم په راژوندي کولو یې ځان د خلکو په مینځ کي د شهرت لوړو پوړو ته ورساوه.

موفق بالله سره ددې چي په عباسي واکمنۍ کي یې د فوځي مشر دنده ترسره کول خو تر خپل ورور معتمد علی الله یې زیات واک درلود، او د عباسي واکمنۍ ټولي سیاسي، قضایي او فوځي چاري یې په یوازي ځان مخته وړلې، چي له کبله یې په خلافت کي ستر بدلونونه رامنځ ته او پخوانۍ دبدبه یې بیا راژوندۍ سوه.

موفق بالله په 278 هجري سپوږمیز کي د نقرس ناروغۍ له امله وفات او خاورو ته وسپارل سو.