Jump to content

ابوجعفر منصور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابوجعفر عبدالله منصور
أبو جعفر عبد الله بن محمد المنصور (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Humeima (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زېږون نېټه
نومبر ۰۷۱۳[۱] — ۰۷۱۴[۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۷ اکتوبر ۰۷۷۵[۴] — ۱۸ اکتوبر ۰۷۷۵[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Mecca (en) ژباړل[۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه

د اسلامي نړۍ او عباسیانو خليفه ابو جعفر عبدالله المنصور بن محمد بن علي بن عبدالله بن العباس بن عبدالمطلب الهاشمي القرشي ( ۹۵ ه ق صفر – د ذوالحجې شپږمه – ۱۵۸ هـ ق/ د نومبر ۷۱۳) - شپږم د اکتوبر 775 ) چي په لنډه توګه د ابو جعفر منصور یا خلیفه منصور په نوم پیژندل کیږي د عباسیانو دوهم خليفه او د حضرت محمد (ص) څخه وروسته د خلفاوو په ترتیب کي یوویشتم خلیفه دی. نوموړی د عباسي خلافت اصلي بنسټ ایښودونکی او همدارنګه د بغداد ښار جوړونکی ګڼل کیږي او د ۱۳۶ هجري قمري کال د جون د میاشتې په لسمه نیټه د خپل ورور ابو عباس السفاح له مړیني وروسته د خلافت چوکۍ ته ورسېدی.

د تاریخونو پر بنسټ منصور د جند الاردو سیمي اړوند په الحمیمه کي زېږېدلی او هلته لوی سوی دی، او وروسته له هغه چي د امویانو وروستي خليفه مروان بن محمد د نوموړي ورور ابراهیم امام زندان ته واچاوه، منصور له خپلي کورنۍ سره کوفې ته ولاړی. د عباسي انقلاب پر مهال منصور له خپل ورور سفاح سره چي د اسلامي خلافت په برخو کي یې د امويانو د واکمنۍ له منځه وړلو لپاره هڅي کولې ډېره مرسته وکړه، او له همدې کبله ورته د انقلاب په پای کي د ارمنستان، اران او فرات جزیرو واک وسپارل سو او د عباسي خلافت دویم خلیفه هم وګرځېدی.

د منصور په دوره کي عباسي خلافت له یو شمېر وېرېدونکو پیښو سره مخ سو، چي تر ټولو ګواښ لرونکې پېښه د هغه د تره عبدالله بن علي عباسي انقلاب او بل د عباسي پوځي مشر ابو مسلم الخراساني بې حده نفوذ وو چي د خلافت مرکز یې هر ګړئ له کړکېچ سره مخ کاوه، خو منصور د خپل تند خوی او قوي سیاست په مټ یادي پیښي دواړي مهار او ابومسلم خراساني په ډېر چل له منځه یووړ.

د سیاست په هاخوا د منصور دوره په عباسي خلافت کي د تمدن او نوښت یوه روښانه او په زړه پوري دوره وه او د بغداد ښار جوړولو ترڅنګ په یاده دوره کي د یوناني او نورو علومو لوی شمېر کتابونه عربي ژبي ته ترجمه او اسلامي نړۍ ته راوړل سوه، چي سرپرستي یې ټوله د منصور په غاړه وه. منصور په یاده دوره کي بغداد د اسلامي نړۍ علمي ډېوه او پرمختللې پلازمینه وګرځول او د ژباړي او چاپ لپاره یې د بیت الحکمة په نوم یو ستر کتابتون رامنځ ته کړ.

د اسلامي تاریخونو له مخي بغداد ښار په څلورو کلونو کي جوړ او د خپلي زمانې ستر اقتصادي او سیاسي ښار وګرځېدی چي بېلګه یې د نړۍ په کوم بل هیواد کي نه وه.

منصور د ۱۵۸ هجري قمري کال د ذی الحجې په شپږمه نېټه د مکې ښار په دروازو کي وفات سو او د ۷۷۵ میلادي کال د اکتوبر په شپږمه یې خپل زوی محمد مهدي د راتلونکي خلیفه په توګه وټاکی.

  1. ذکر کېدنه: al-Kāmil fī al-tārīkh, Ibn al-Athīr (Bayt al-afkār, 2005). Page(s): 663. Publisher: International Ideas Home. اثر ژبه: عربي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۵. ليکوال: ابن اثیر.
  2. ذکر کېدنه: BnF authorities. Retrieved: ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. ليکوال: Bibliothèque nationale de France.
  3. ذکر کېدنه: Encyclopædia Universalis. Retrieved: ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۷. Publisher: Encyclopædia Britannica Inc.. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۸.
  4. سرچينې تړی: https://www.britannica.com/biography/al-Mansur-Abbasid-caliph.
  5. Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume I, 1890 (په روسي). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)
  6. ذکر کېدنه: '. Page(s): 1588. Publisher: International Ideas Home. اثر ژبه: عربي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۴. ليکوال: Muhammad ibn Jarir al-Tabari.