اموي خلافت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لومړی برخه

اموي کورنی دقريشو لس لويي او کوچنی څانگي وې بني هاشم، بني اميه، بني نوفل، بني عبدالدار، بني اسد، بني تميم، بني مخزوم، بني عدي، بني جمح او بني سهم. بني اميه خپل نيکه اميه بن عبد شمس ته منسوب دي. دجاهليت په زمانه کي د قريشو له سردارانو څخه وه. او په عبد مناف کي له بنو هاشم سره يو ځای کيږي.

اميه په شرف او عزت کي له خپل تره هاشم بن عبدمناف سره برابر ؤ. او د تجارت له امله د زيات مال څښتن ؤ. دفجار په جگړه کي د وژل شوو کسانو ديت حرب بن اميه له ځانه ورکړ. ځکه يې نو د بني هاشم له کورنۍ سره سيالي کول. او هري قبېلې له بلي نه د وړاندي کېدو هڅه کول. تر اميه وروسته دهغه زوی حرب بن اميه ددې کورنی مشر وټاکل شو. په مکه کي د دندو تر وېشلو وروسته حرب بن اميه ته د جنگ دقوماندې دنده وسپارل شوه. چي بيا د فجار، ذات نکيف او د جاهليت په نوروجگړو کي حرب بن اميه د قريشو د لښکر مشر ؤ . تر حرب وروسته دهغه زوی ابو سفيان د بنو اميه د کورنی مشر وټاکل شو. کله چي رسول (ص) په پيغمبری وټاکل شو. نو په نسبي لحاظ يې بنو هاشمو مرسته وکړه. په امويانو کي ځينو کسانو لکه عثمان بن عفان ايمان راوړ. خو زياتو يې له دې امله چي له بني هاشم سره يې سيالي درلوده ايمان رانه وړ. د بدر په غزا کي چي ابو سفيان دشام د تجارتي قافلې سره تللی ؤ، پر ځای يې مشرتوب د عتبه بن ربيعه پر غاړه ؤ .تر دې وروسته د احد، احزاب او نورو جگړو مشري ابوسفيان کوله. د مکې په فتحه کي چي زيات کسان په اسلام مشرف شوه. عباس (ض) ابوسفيان محمد (ص) ته راووست ابوسفيان مسلمان شو. او کورنی يې هم په اسلام مشرفه شوه. ابوسفيان درې کاله د رسول (ص) په ملتيا کي تېر کړل. د ابوسفيان زوی معاويه (رض) د محمد (ص) د وحي کاتب ؤ. د ابوبکر صديق (رض) د خلافت پر مهال چي د شام خواته کومي لښکري لېږل کېدې، د يو لښکر مشري د يزيد بن ابي سفيان پر غاړه وه. او ورور معاويه يې هم ورسره ملگری ؤ. دعمر (رض) په وخت کي معاويه د شام والي ؤ. د عثمان (ض) د خلافت پر مهال هم د شام اختيارات دمعاويه (ض) په لاس کي وه. کله چي عثمان (ض) په شهادت ورسېد. نو د علي (ض) او معاويه تر منځ دعثمان (ض) د قاتلينو څخه دقصاص اخيستو پر سر مخالفت رامنځ ته شو. چي په پايله کې د جگړو باعث شو. د علي (ض) تر شهادت وروسته د حسن او معاويه (ض) تر منځ صلحه وشوه. او معاويه (ض) د مسلمانانو خليفه وټاکل شو. تر معاويه وروسته په اموي کورنی کي (۱۲) نورو خليفه گانو د (۹۲) کلنو لپاره خلافت وکړ. اخيرنی خليفه يې مروان بن محمد ؤ. تر څو چي واک ته يې دعباسيانو له خوا په (۱۳۲هـ ق) کال د پای ټکی کېښودل شو.

د اموي خليفه ګانو نومونه[سمول]

د اموي خليفه ګانو نومونه[۱]
نمبر نوم د خلافت کلونه
1 امير معاويه بن ابي سفيان (۴۱–۶۰ قمري)

(۶۶۱–۶۸۰ میلادی)

2 یزید بن معاویه بن ابی سفیان (۶۰–۶۴ قمري)

(۶۸۰–۶۸۳ میلادی)

3 معاویه بن یزید (۶۴–۶۴ قمري)

(۶۸۳–۶۸۴ میلادی)

4 مروان بن الحکم (۶۴–۶۵ قمري)

(۶۸۴–۶۸۵ میلادی)

5 عبدالملک بن مروان (۶۵–۸۶ قمري)

(۶۸۵–۷۰۵ میلادی)

6 ولید بن عبدالملک (۸۶–۹۶ قمري)

(۷۰۵–۷۱۵ میلادی)

7 سلیمان بن اموی (۹۶–۹۹ قمري)

(۷۱۵–۷۱۷ میلادی)

8 عمر بن عبدالعزیز (۹۹–۱۰۱ قمري)

(۷۱۷–۷۲۰ میلادی)

9 یزید عبدالملک (۱۰۱–۱۰۵ قمري)

(۷۲۰–۷۲۴ میلادی)

10 هشام بن عبدالملک (۱۰۵–۱۲۵ قمري)

(۷۲۴–۷۴۳ میلادی)

11 ولید بن یزید بن عبدالملک (۱۲۵–۱۲۶ قمري)

(۷۴۳–۷۴۴ میلادی)

12 یزید بن ولید (دریم یزید) (۱۲۶–۱۲۶ قمري)

(۷۴۴–۷۴۴ میلادی)

13 ابراهیم بن ولید بن عبدالملک (۱۲۶–۱۲۷ قمري)

(۷۴۴–۷۴۴ میلادی)

14 مروان بن محمد بن مروان بن حکم ۱۲۷–۱۳۲ قمري)

(۷۴۴–۷۵۰ میلادی)

دوهم مطلب:داموي خليفه ګانو ژوند ليک

لومړی خليفه امير معاويه (ض):-

معاويه (ض) د ابوسفيان زوی او دحرب لمسی دی. د هجرت څخه پنځلس کاله مخکي په مکه معظمه کي زيږيدلی دی. معاويه د بني اميه کورنی څخه و. د هجرت په اتم کال کله چي مکه معظمه د مسلمانانو له خوا فتحه شوه. معاويه د خپل پلار ابو سفيان سره يوځای په اسلام مشرف شو. داسلام راوړلو په وخت کي معاويه پنځه ويشت کلن ؤ. په معاويه کي له پخوا څخه داسي نښي موجودي وې، چي خلکو به د عربو کسری باله. هغه باسواده ځوان ؤ. ليکل او لوستل يې زده وه. له همدې کله چي په اسلام مشرف شو، د محمد (ص) سره مدينې ته ولاړ او هلته د وحي د کاتب په توگه وټاکل شو.

واک ته د معاويه (رض) رسېدل  :- د ابوبکر صديق (رض) د خلافت موده کي معاويه د خپل ورور يزيد بن ابي سفيان سره شام ته ولېږ شو. د هغه سره يې د معاون په حيث کار کاوه. د فلسطين او شام په نورو فتوحاتو کي يې برخه دروده. د عمر (رض) د خلافت په وخت کي د اردن حاکم وټاکل شو کله يي چي ورور کله يزيد بن ابي سفيران (رض) وفات شو، معاويه (رض) د هغه پرځای د دمشق والي وټاکل شو. د نورو فتوحاتو لپاره معاويه (رض) د عمر (رض) څخه غوښتنه کړه، تر څو د بحر له لاري پر قسطنطينيه حمله وکړي، خو اجازه ورنه کړل شوه. د عثمان (رض) د خلافت پر مهال د شام ټول اختيارات معا(رض) ته وسپارل شوه. او تر څنگ يې د بحري پوځ د جوړولو اجازه هم ورکړل. د عثمان (رض) د خلافت تر پايه پر خپله وظيفه پاتي ؤ. او شاوخوا شل کاله يې د شام د والي په حيث تېر کړل. د عثمان (رض) تر شهادت وروسته چي علي (رض) خليفه وټاکل شو. معاويه بيعت ورسره و نکړ. او د عثمان (رض) د قاتلينو څخه د قصاص اخيستلو پر سر يې د علي (رض) سره مخالفت پيدا شو چي د دوی تر منځ د ځينو جنګونو د رامنځ ته کېدو سګب وګرځېد. د علي (ض) تر شهادت وروسته چي کله حسن (ض) خليفه و. د حسن او معاويه (رض) تر منځ صلحه وشوه. حسن (ض) تر خلافت تېر شو، او ټولي اسلامي نړۍ د معاويه سره بيعت وکړ. په ۴۱ھ ق کال معاويه د مسلمانانو خليفه وټاک شو. او دمشق يې خپله پلازمېنه وټاکله. هغه په هر ولايت کي خپل واليان مقررکړل . او هغه کسان چي د خطر احساس ور څخه کېده له دندو څخه ګوښه کړل. د معاويه د خلافت څخه نيولې بيا تر وروسته پوري په کراره کراره خلافت د خپل اصلي شکل څخه تغير کاوه او د امپراتورۍ شکل يې ځانته غور کاوه. کله چي مشهور صحابي سعد بن ابي وقاص د معاويه ملاقات ته ورغی، هغه ته يې وويل : السلام عليکم ايُها المّلِک (يعني ای بادشاه السلام عليکم) او خپله معاويه په همدې اعتراف کاوه چي دي د مسلمانانو لومړی بادشاه دي.

د يزيد وليعهدي : په ۵۰ هـ ق کال کې ځينو کسانو لکه ابوموسي اشعري (رض) او نورو معاويه ته مشوره ورکړل، چی ترځان وروسته خپل زوی وليعهد وټاکه. معاويه (ض) په دمشق کي يو مجلس جوړ کړ. په هغه کي يې خپل زوی يزيد وليعهد وټاکه، او له خلگو څخه يې د هغه لپاره بيعت واخيسته. په دې کار سره د راشده خلافت هغه طريقې ته چی خليفه به يې د شوری له لاري ټاکه تغير ورکړل شو. د خليفه د ټاکلو دغه طريقې تر اخيره همداسي دوام وکړ. د امير معاويه دا کار يو سياسي بدعت او د ملوکيت خواته يو بل گام ؤ. معاويه د شل کاله خلافت نه وروسته په ۵۰ ھ ق کال کي د ۷۷ کلونو په عمر دمشق کي وفات اوهلته خاوروته وسپارل شو.

دوهم خليفه يزيد بن معاويه :-

يزيد د معاويه زوی او د ابو سفيان لمسی دی. په ۲۵هـ ق کال چي معاويه (رض) د شام والي ؤ وزيږېدی. يزيد زيات غوښن او پر بدن يې زيات وېښتان موجود وه. د ښکار سره يې زياته مينه درلوده. او په ليک او لوست هم پوهېده. واک ته د يزيد رسېدل:- معاويه (رض) په خپل ژوند کي د يزيد لپاره بيعت اخيستی ؤ. د معاويه (رض) تر وفات وروسته د شام خلکو په پاک زړه د يزيد سره بيعت وکړ. خو د حجاز ځيني کسانو لکه : عبد الله بن عمر، عبد الله بن عباس، حسين (رض)، عبدالله بن زبير، عبدالرحمن بن ابوبکر او نورو بيعت ونه کړ. دوی په دې خاطر بيعت ونه کړ چي دوی د خلافت دغه طريقه چي تر پلار وروسته زوی واک ته رسيږي اسلامي طريقه نه بلکي د کسری او قيصر طريقه بلله. او دوهم دا چي د يزيد اخلاق او کړه وړه دومره ښه نه وه چي هغه دي د مسلمانانو خليفه جوړ شي. يزيد غوښتل د زور له لاري دهغه کسانوڅخه چي بيعت يې نه وو کړي بيعت واخلي. حسين او عبد الله بن زبير (ض) دواړه په پټه له مدينې څخه ووتل او مکې ته ولاړل. هلته هم زياتو کسانو د يزيد له بيعت څخه انکار وکړ او د عبد الله بن زبير سره يې خپل بيعت اعلان کړ.

د کربلا غميزه : - د کوفې خلکو د معاويه (ض) له وخته د حسين (ض) سره د ليک را ليک لړی جاري ساتلې وه. د يزيد په وخت بيا د کوفې خلکو د حسين (ض) سره رابطه ټينگه کړه ،او غوښتنه يې ورڅخه وکړه چي کوفې ته ورشي. ځينو لويو اصحابو حسين (ض) ته مشوره ورکړه چي لومړي کوم بل څوک کوفې ته ولېږه چي هغه د کوفې له خلکو څخه ستا لپاره بيعت واخلي. خو امام حسين (ض) د هغوی خبره ونه منله او په ۶۰هـ ق د خپلي کورنی له (۷۲) غړو سره د کوفې لور ته روان شو. دا قافله د کربلا په سيمه کي د عراق د حاکم عبيد الله بن زياد له خوا محاصره شوه. د عبيد الله له خوا حسين (ض) د يزيد سره پر بيعت کولو مجبور شو، خو هغه دا خبره قبوله نه کړه. بلاخره تر څو ورځو مقابلې وروسته د ۶۱ه ق کال د محرم په لسمه په شهادت ورسول شو. او سر يې يزيد ته ورولېږل شو. پر مکه او مدينه باندې د يزيد حمله : د کربلا پيښي پر ټولو مسلمانانو زيات تأثير وکړ. په خاص ډول دحجاز پر مسلمانانو، له همدې امله د مکې او مدينې اوسېدونکي د يزيد په خلاف راپورته شول. يزيد د مسلم بن عقبه په واسطه په ۶۳هـ ق کال کي پر مدينه منوره حمله وکړه او ويې نيول. د مسلم بن عقبه له خوا تر دريو ورځو پوري په مدينه کي لوټ او تالان روان ؤ. او په ښار کي يې قتل عام تر سره کړ. د مدينې تر نيولو وروسته دا لښکر د مکې خواته ولاړ. په لاره کي مسلم مړ شو او پر ځای يې حصين بن نمير وټاکل شو. حصين مکه معظمه يې محاصره کړه. د محاصرې په جريان کي يې پر کعبه د منجنيق په واسطه ډبري واورولې، محاصرې دوې مياشتي دوام وکړ. په ۶۴هـ ق کال د ربيع الاول په مياشت کي د يزيد دمړيني د خبر په راتګ سره حصين بن نمير د مکې محاصره ماته کړه، او دمشق ته روان شو. يزيد درې کاله او اته مياشتي حکومت وکړ . خپل زوی معاويه يې تر ځان وروسته د وليعهد په توگه وټاکی. او د ۳۹ کلنی په عمر د ۶۴هـ ق کال د ربيع الأول په لسمه د حوران په سيمه کي مړ شو.

درم خليفه معاويه بن يزيد:-

دويم معاويه بن يزيد کورنی نوم ابو ليلی او د پلار د وفات وخت کي ۲۰ وو. دوم معاويه يو صالح او عابد ځوان ؤ. او د بني هاشم د کورنی سره يې ډيره درلوده. د يزيد تر وفات وروسته د شام خلکو د معاويه سره بيعت وکړ. څرنګه چي دا ناروغ ؤ، نو ويې نشوای کولای چي زيات حکومت وکړي. معاويه د ځان پر ځاي کوم څوک د وليعهد په توګه ونه ټاکه. د ۴۰ ورځو واکمنۍ کولو نه وروسته وفات شو.

د عبدالله بن زبير(ض) خلافت :-

د يزيد تر مرگ وروسته دحجاز ،يمن ، عراق اوخراسان خلکو د عبدالله بن زبير سره بيعت وکړ. کله چي معاويه بن يزيد وفات شو. د شام او مصر خلکو هم له هغه سره بيعت وکړ.

د عبدالله بن زبير پر وړاندي د مروان بن حکم بغاوت :- مروان بن حکم بن ابي العاص بن اميه په ۲ هـ ق کال کي زيږيدلی دی. او د بني اميه کورنی سره يې تعلق درلود. مروان او د هغه پلار حکم د محمد (ص) په امر له مدينې منورې څخه شړل شوي وه. حضرت ابوبکر صديق او حضرت عمر (ض) هم دواړه مدينې ته پرېنښودل. عثمان (ض) چي کله خليفه شو، مروان يې مدينې ته راوغوښت او د خپلوی له مخي يې د هغه سره احسان وکړ او خپل منشي يې وټاکه. د معاويه (رض) د خلافت په موده کي څو ځله د مدينې د والي په توگه وټاکل شو. کله چي ټولي اسلامي نړی د عبدالله بن زبير (رض) سره بيعت وکړ. د مروان بن الحکم څخه پرته په اموي کورنی کي کوم بل څوک د خلافت مدعي نه ؤ. مروان د شام خلک پرځان راټول کړل او په ۶۴ هـ ق کال د ذي القعدې په مياشت کي د مرج راهط په سيمه کي د عبدالله بن زبير او مروان تر منځ جگړه ونښته چي په پايله کي يې عبدالله بن زبير ماته وخوړه. شام او مصر د دوهم ځل لپاره د امويانو لاس ته ولوېده. د عبدالله بن زبير او عبدالملک بن مروان ترمنځ د څو جگړو په نتېجه کي عراق او نوري سيمي د عبدالله بن زبير له لاسه ووتې. او خلافت يې يوازي تر حجاز پوري منحصر پاته شو. مروان بن الحکم تر ځان وروسته خپل دوه زامن عبدالملک او عبدالعزيز د وليعهد په توگه وټاکل .او تر ۹ مياشتي حکومت وروسته په ۶۵هـ ق کال د ۶۳ کلنۍ په عمرمړ شو.

(۱)  دکتور ابراهيم الشريفي   داسلام تاريخ    ژباړن: مولوي احمد الله ابو البدر     ۱۳۹۳هـ ش   (ص ۱۳۰)     صداقت خپرندويه ټولنه

(۲) جلال الدين السيوطي د اسلام د خلفاوو تاريخ ژباړن: مولوي احمدالله ابو البدر (۱۳۹۱هـ ش ) (ص ۹۸) صداقت خپرندويه ټولنه (۳) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۶۰) پېغام خپرندويه مرکز

(۴)  اکبرشاه نجيب ابادي    د اسلام تاريخ        ژباړن: فضل مولا لټون    (۱۴۲۵هـ ق )   (ج ۱ص۴۰۲)    پېغام خپرندويه مرکز

څلورم خليفه عبدالملک بن مروان :-

عبدالملک په ۲۳هـ ق کال په مدينه منوره کي زيږيدلی دی او هلته يې د لويو اصحابو څخه د فقهي علم زده کړ. په شعر او ادب کي يې هم لوی لاس درلود. عبدالملک تر خلافت مخکي يو عابد او پرهيزگاره ځوان ؤ. هغه يو ډير همتناکه او خپلواک مزاجه انسان ؤ.

واک ته د عبدالملک رسېدل:- د مروان تر مړيني وروسته د عبدالملک سره خلکو بيعت وکړ. او هغه يې د خليفه په توګه وټاکی. عبدالملک د عبدالله بن زبير څخه د حجاز د نيولو لپاره د حجاج بن يوسف په مشری لښکر ولېږی. حجاج مکه تر محاصرې لاندي ونيوله او پر شاوخوا غرونو يې منجنيقونه ورته نصب کړل. پرمکه يې ډبري اورول پيل کړل. دا چي د حج موسم ؤ نو حاجيان د ډبرو اورېدو له امله صفی او مروا او عرفات ته نشوای تلای. د منجنيق ځيني وارونه پر کعبه شريفه وموښتل، چي له امله يې د کعبې خونه زيانمنه شوه. عبدالله بن زبير پنځه مياشتي مقاومت وکړ، خو په پای کي د ۷۳هـ ق په جمادی الثاني کي په شهادت ورسېد. بدن يې دحجاج له خوا د څو ورځو لپاره په دار وځړول شو او هيچا ته اجازه نه وه چي راښکته يې کړي. وروسته يې د مور اسماء (رض) په غوښتنه هغې ته وسپارلو ترڅو دفن يې کړي.

(۱)  جلال الدين السيوطي   د اسلام د خلفاوو تاريخ     ژباړن: مولوي احمدالله ابو البدر  (۱۳۹۱ه ش )   (ص ۱۰۰) صداقت خپرندويه ټولنه

(۲) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵ه ق ) (ج ۲ص۷۸) پېغام خپرندويه مرکز (۳) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵ه ق ) (ج ۲ص۱۱۲) پېغام خپرندويه مرکز

(۴)  ابو الأعلی مودوي      خلافت او ملوکيت    ژباړن: قريب الرحمن سعيد     (۱۴۲۸هـ ق)      (ص ۲۰۴)     پېغام خپرندويه مرکز

حجاج بن يوسف الثقفي:- حجاج په ( ۴۱هـ ق )کال په طايف کي دثقيف په قبېله کي زېږېدلی دی. قران يې په کوچنيوالي حفظ کړ، او په درس ويلو مشغول شو(۲) . دځواني په مرحله کي يې دعبدالملک بن مروان دخلافت پر مهال يې دهغه توجه ځان ته راجلب کړه . تر څو چي دهغه له خوا دعبدالله بن زبير مقابلې ته ولېږل شو. دعبد الله بن زبير تر شهادت وروسته په (۷۳هـ ق) کال حجاج بن يوسف دحجاز حاکم مقرر شو . حجاج د کعبې خونه ونړول او له سره يې ودانه کړه . په مکه او مدينه کې د حجاج له خوا پر صحابه کرامو ډير ظلمونه وشول . د حجاج له خوا عبدالله بن عمر (رض) ته د مرگ اخطار ورکول شو چې بيا د يو نفر په واسطه هغه ټپي او وروسته په شهادت ورسيدی . دحجاج په اړه به عمر بن عبدالعزيز ويل : که د نړۍ ټول قومونه په خباثت کې يو له بل سره مقابله وکړي ، او خپل خبيثان را مخته کړي او موږ يوازې حجاج ور مخته کړو ، پر هغوی بری موندلی شو. د حجاج په اړه به عبدالملک همېشه خپلو زامنو ته وصيت کاوه چې د حجاج به تل احترام ساتي ، ځکه هغه زموږ دښمنان مغلوب کړي دي ، او زموږ په وړاندې مخالفتونه يې له منځه يو وړل او موږ ته يې د سلطنت لاره هواره کړې ده(۳) . حجاج په (۷۵هـ ق) کال د عبدالملک له خوا د عراق والی وټاکل شو. داچي حجاج کلک سړی ؤ په عراق کي پر ټولو فتنو او پاڅونو غالبه شو. عراق ته د حجاج په راتگ سره د عراق په خلگو يو تندر راپريووت . خو ددې تر څنگ حجاج کې ځينې ښېگڼې هم وې . هغه يو ډير مدبر او تنظيم کوونکی انسان ؤ . سند او ترکستان د حجاج د هڅو په واسطه د محمد بن قاسم او قتيبه بن مسلم له خوا فتح شول . ددې څخه پرته د حجاج يوه بله لويه کارنامه په قرانکريم کې د اعرابو لگول دي . ددې څخه مخکې په عربي رسم الخط کې نه نقطې وې او نه اعراب وه. دعبدالملک تر مړيني وروسته دوليد بن عبدالملک په وخت کي هم ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۱۰۵) پېغام خپرندويه مرکز (۲) عمدالدين ابن‌کثير البدايه و النهايه ( ج۹، ص۷۰ ) چاپ علی شيری بيروت ۱۴۰۸/ ۱۹۹۸. (۳) ابو الأعلی مودوي خلافت او ملوکيت ژباړن: قريب الرحمن سعيد (۱۴۲۸هـ ق) (ص ۲۰۵) پېغام خپرندويه مرکز حجاج پر همدې دنده پاته ؤ . شاوخوا (۲۰)شل کاله يې پر عراق حکومت وکړ . او په (۹۵هـ ق) کال کي وفات شو(۱) .

د وليد او سليمان وليعهدي :- تر عبدالملک وروسته دهغه ورور عبدالعزيز دمروان له خوا دوليعهدپه توگه ټاکل شوی ؤ . خو عبدالملک هڅه کول چي عبدالعزيز برطرف او پر ځاي يې خپل زامن وليداوسليمان وليعهد وټاکي . په همدې وخت کي تصادفا عبدالعزيز وفات شو ،او عبدالملک ته لاره هواره شوه .وليد اوسليمان يې يوپه بل پسی وليعهدوټاکل اود واليانو پواسطه يې دخپلو زامنو لپاره دخلگو څخه بيعت واخيست . عبدالملک بن مروان (۲۰) کاله حکومت وکړ. اود (۶۳) کلنوپه عمر په (۸۶هـ ق) کال کي وفات شو(۲). پنځم خليفه وليد بن عبدالملک :- وليد بن عبدالملک په (۵۰هـ ق) کال کي زېږېدلی دی . دعلم او پوهي سره يې خاص علاقه نه درلوده . په ناز او نعمت کي رالوی شوی ؤ. وليد په کم عقلی کي مشهور ؤ . په عربي ژبه زيات نه پوهېدی ،چي له همدې امله يې هغه ته دنبطي لقب ورکړی ؤ. وليد هم دحجاج او نورو په شان ظلم کاوه . عمر بن عبدالعزيز به ويل :-په شام کي وليد ، په عراق کي حجاج ، په حجاز کي عثمان بن حيان او په مصر کي قره بن شريک واليان دي ، په دې سره د ځمکي ټول مخ له ظلم څخه ډک دی . داموي واکمنو په اړه داغلط تصور مشهوره دی ،چي ددين لورته يې توجه نه کول. خوهريو دين ته په پوره توگه متوجه ؤ. وليد به ددوشنبې او پنجشنبې په ورځ به يې روژه نيول. دروژې په مياشت کي به يې خلگو ته خوراک ورکاوه. پر نېکانو او پرهېزگاره کسانو به يې نغدي روپی وېشلې. وليد دنورو واکمنو بر خلاف دخپلو وروڼو سره دشفقته ډک چلند کاوه(۳). ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۴۶) پرينټينگ پريس لاهور

(۲)  دکتور ابراهيم الشريفي   داسلام تاريخ   مولوي احمد الله ابو البدر     ۱۳۹۳ه ش   (ص ۱۳۷)     صداقت خپرندويه ټولنه

(۳) يعقوبی تاريخ،( ج۲، ص۲۹۰ ) ، مسعودی ، التنبيه، (ج۱، ص۳۱۷.) واک ته دوليدبن عبدالملک رسېدل:-وليد دپلارتر مرگ وروسته په داسي حال کي واک ته ورسېد چي دخلافت کوم بل مدعي يې نه درلودی . عبدالملک ټول اختلافات له منځه وړي وه . او ټوله اسلامي نړی يې په يو مرکز پوري تړلې وه. له همدې وجي وليد په پوره ډاډ او اطمينان دبهرنيو فتوحاتو او رغنيزو کارونوښه فرصت وموند. دوليدبن عبدالملک دوران دسوبو اوفتحو له امله ډېر مشهور دی. دده دخلافت په وخت کی اندلس (اوسنی هسپانيه )،دهندزياته برخه ، خوارزم ، سمرقند، بخارا،فرغانه او دمرکزي اسيا هېوادونه فتحه شول . (چي تفصيلي بحث به يې دفتوحاتو په برخه کي بيان شي .) دوليد دوردډيرو حوصله مندو سپه سالارانو دور ؤ . که چيري دهغوی مخه نه وای نيول شوې نو شايد چي اوس دنړي نقشه بل ډول وای . په دغه وخت کی مسلمانانو په زياته اندازه بحری جنگونه هم ترسره کړل . د همدې فتوحاتو له امله دوليد په زمانه کی اسلامي حکومت خپل نهايي عروج ته ورسېدی(۴) .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۴) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۴۴) پرينټينگ پريس لاهور دفتوحاتوترڅنگ دمسلمانانودهوساينی او ارامی لپاره کارون سرايونه ،سړکونه، نهرونه، مدرسې، دلارو په اوږدوکي داوبولپاره کوهيان،مسجدونه اونورپرمختگونه ترسره شوه. ديتيمانو،غريبانو، فقهاوواو علماوو لپاره معاشات مقرر شول (۱) . وليد ترخپلي مړيني مخکي کوښښ کاوه ، چي خپل ورور سليمان بن عبدالملک له وليعهدي څخه ليري کړي . اوپر ځای يې خپل زوی عبدالعزيز وليعهد وټاکي . خو په دې هڅه کي کاميابه نه شو. وليدبن عبدالملک د(۹۶هـ ق) کال دجمادي الثاني په (۱۵) د(۹) نه کاله او(۸) مياشتي حکومت کولو وروسته د(۴۵) کلنی په عمر دشام په ديرمران سيمه کي وفات شو(۲).

شپږم خليفه سليمان بن عبدالملک :- سليمان د عبدالملک زوی اوپه (۵۴هـ ق) کال کي زېږېدلی دی . سليمان تر وليد (۴) کاله کشر ؤ. خوږه او فصيحه ژبه يې درلوده .دفتوحاتو سره يې زياته مينه درلوده .اوعدالت يې خوښ ؤ. دحکومتداری په کارونوکي به يې دعمربن عبدالعزيز سره مشوره کول . دساز اوسندروڅخه يې بدراتلل ،اودخپل خلافت په دوران کي يې بنديز ورباندي ولگاوه.اموي خليفه گانوبه لمونځونه په اخير وخت کي ادا کول .سليمان دغه دود له منځه يووړ ،او لمونځونه يې لومړي وخت ته واړول . دښه صحت خاوندؤ . زياته ډوډی به يې خوړل(۳). واک ته دسليمان رسېدل:- دوليدپه وخت کي سليمان داردن والي ؤ. کله چي په(۹۶هـ ق) کال کي وليد وفات شو .سليمان ځان دمشق ته ورساوه . دخلگو څخه يې بيعت واخيست او خليفه وټاکل شو . سليمان تر هر څه مخکي هغه کسان له منځه يووړل ،چي دوليدسره دسليمان په برطرف کولو کي همغږي وه . په همدې اساس يې قتيبه بن مسلم وواژه . محمدبن قاسم ته يې ديزيد بن مهلب پواسطه زيات تکليفونه ورکړل ترڅو چي دزياتو شکنجوله امله په شهادت ورسيد. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) عمدالدين ابن‌کثير البدايه و النهايه (۱۹۹۸م) ( ج۹، ص۷۰ ) چاپ علی شيری بيروت (۲) خليفة‌ بن خياط تاريخ خليفة ‌بن خياط (۱۹۹۵م) ( ج۱، ص۱۹۷) چاپ مصطفی نجيب‌ فوّاز و حکمت کشلی فوّاز بيروت

(۳)  اکبرشاه نجيب ابادي    د اسلام تاريخ     ژباړن:   فضل مولا لټون    (۱۴۲۵هـ ق )   (ج ۲ص۱۵۱)    پېغام خپرندويه مرکز

موسی بن نصيراو طارق بن زياد يې له خپلو دندو څخه گوښه کړل اوزيات مشکلات يې ورباندي راوستل. دحجاج دوخت ټول مامورين يې دکارو څخه ليري کړل . او کوم کسان چي دحجاج له خوا له کاره گوښه شوي وه .هغوی يې بيرته واک ته ورسول .چی په هغو کي يويزيدبن مهلب ؤ(۱).

د سليمان له خوا د عمر بن عبدالعزيز وليعهدي :- سليمان ترځان وروسته خپل زوی ايوب وليعهدوټاکی. خوايوب په (۹۸هـ ق) کال کي وفات شو.سليمان درجاه بن حيوة سره مشوره وکړه ،دهغه په غوښتنه يې لومړی دخپل تره زوی عمربن عبدالعزيز اوبيا ورپسي خپل وروريزيدبن عبدالملک دوليعهدپه توکه وټاکل. سليمان په (۹۸هـ ق) کالدقسطنطينيې دفتحي په نيت ووت. اود وابق په سيمه کي هستوگن شو. خودفتحي هيله يې ترسره نه شوه . (۲)کاله او(۹) مياشتی يې خلافت وکړ. اود (۹۹هـ ق) کال د صفرالمظفرد مياشتي په (۱۰) لسمه دوابق په سيمه کي وفات شو(۲).

اووم خليفه عمربن عبدالعزيز(رح) :- عمر دعبدالعزيز زوی اومروان لمسی دی . دعبدالملک په وخت کي چي عبدالعزيز دمصر حاکم ؤ .عمرهم هلته په مصر کي په (۶۲هـ ق) کال کی وزېږېدی. پلار يې عبدالعزيز (۲۱) کاله د مصر واکمن ؤ. ځکه نو عمر بن عبدالعزيز د دولت ، شتمنۍ او نعمتونو په غېږ کي رالوی شو. چي دا اغېزې يې د واکمنی تر وخته پاتي وې. دده مور دعاصم بن عمر(ض) لور وه . دعمربن عبدالعزيز پر مخ د آس دلغتي ټپ وو. حضرت عمر(ض) به فرمايل : زما په اولاد کي به داسي يو شخص پيدا کيږي . چي د هغه په څېره کي به يو داغ وي . هغه به ځمکه دعدل او انصاف څخه ډکه کړي (۳). پلار يې عبدالعزيز هم يو نېک انسان ؤ . هغه دخپل زوی د روزني لپاره مشهور محدث صالح بن کنيان مقرر کړی ؤ. عمربن عبدالعزيز په کوچنيوالي کي مدينې منورې ته ولېږل شو. هلته يې ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  دکتور ابراهيم الشريفي   داسلام تاريخ   مولوي احمد الله ابو البدر     ۱۳۹۳هـ ش   (ص ۱۵۱)     صداقت خپرندويه ټولنه

(۲) ابو الأعلی مودوي خلافت او ملوکيت قريب الرحمن سعيد (۱۴۲۸هـ ق) (ص ۲۰۸) پېغام خپرندويه مرکز

(۳)  اکبرشاه نجيب ابادي    د اسلام تاريخ      فضل مولا لټون    (۱۴۲۵هـ ق )   (ج ۲ص۱۵۳)    پېغام خپرندويه مرکز

دعلماوو او فقهاوو څخه ديني علوم زده کړل .او قران يې حفظ کړ(۱). دعمربن عبدالعزيز خاصيتونه :- عمربن عبدالعزيز يو صالح انسان ؤ . ترخلافت وړاندي يې ډېر شاهانه ژوند درلود. خو ترخلافت وروسته يې دروېشانه ژوند غوره کړ. په خوراک او پوښاک کي يې ډېر تغير راغی . مالک بن دينار وايي: خلگ زما په هکله وايي چي زاهددی ، دمال سره کارنه لري . اصلي زاهد عمربن عبدالعزيز دی، چي دنيا ورته راروانه ده اودی يې نه غواړي . عمر بن عبدالعزيز خپل غلام مزاحم ته وويل :واليان دخلگو ترمنځ څارگر ټاکي،خوته به زما پر نفس څارگر يې .که دي له ما څخه کوم غلط کار وليد نصيحت راته وکړه اوله هغه کار څخه مي منعه کړه.دخلافت په وخت کي يې زيات عدل خپور شو . دده دعدالت له کبله خلگ دومره ماړه شوه چي دزکات او خيرات اخيستلو څوک نه پيدا کېده(۲). دعمربن عبدالعزيز دځوانی مرحله:- عمر بن عبدالعزيز دپلار دوفات په وخت کي په مدينه منوره کي په درس بوخت ؤ. کله چي يې پلار وفات شو ،عبدالملک خپل وراره عمر بن عبدالعزيز له مدينې څخه دمشق ته وروغوښت .او خپله لور فاطمه يې په نکاح ورکړه. دوليد بن عبدالملک دخلافت پر مهال په (۸۶هـ ق) کال عمربن عبدالعزيز دمدينې والی مقرر شو . څوځلي يې دحج دامير په حيث حج هم ادا کړ . دوليدبن عبدالملک په امر يې مسجدنبوي ته پراخوالی ورکړ. په مدينه کي يې دفقهاوو يوه ټولنه جوړه کړه . او دهغو په مشوره به يې دحکومت چاري سرته رسولې . دحجاج بن يوسف دشکايت پر اساس وليد عمربن عبدالعزيز دمدينې له ولايت څخه په (۹۳هـ ق) کال عزل کړ. او شام ته يې وروغوښت. هغه وخت چي وليد دسليمان دبرطرف کېدو هڅي کولې عمربن عبدالعزيز يې په وړاندي مخالفت وکړ. له همدې امله يې (۳) درې کاله په زندان کي تېر کړل(۳). ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) جلال الدين السيوطي د اسلام د خلفاوو تاريخ ژباړن: مولوي احمدالله ابو البدر (۱۳۹۱ه ش ) (ص ۱۱۰) صداقت خپرندويه ټولنه (۲) امين الله معتصم قافله مجله (۱۳۹۳هـ ش) (گڼه ۶۹ص۳۰) جمعيت اصلاح وانکشاف اجتماعي افغانستان

(۳)  اکبرشاه نجيب ابادي    د اسلام تاريخ      ژباړن: فضل مولا لټون    (۱۴۲۵هـ ق )   (ج ۲ص۱۵۳)    پېغام خپرندويه مرکز

واک ته دعمربن عبدالعزيز رسېدل:- سليمان تر مړيني مخکي يو وصيت ليکلی وو چي په هغه کي يې ترځان وروسته لومړی عمربن عبدالعزيز او بيا يزيد بن عبدالملک وليعهدټاکلي وه (۱). کله چي سليمان وفات شو رجاه بن حيوة دوابق جومات ته ولاړ . ټول بني اميه او دلښکر مشران يې راوغوښتل . او دسليمان وصيتنامه يې ورته وارول. داميه کورنی غړی دعمربن عبدالعزيزدنوم په اورېدو وارخطا شوه . خو چي کله يې ديزيد بن عبدالملک نوم واورېد يوڅه تسلی يې وشوه . رجاه بن حيوة دټولو څخه دعمربن عبدالعزيز لپاره بيعت واخيسته . تر بيعت وروسته عمربن عبدالعزيز دسليمان بن عبدالملک دجنازې لمونځ ادا کړ(۲).

د عمر بن عبدالعزيز خطبه:- تر بيعت وروسته عمربن عبدالعزيز ممبر وختي او په لاندي ټکو يې خلگو ته خطبه وکړه :- خلگو ترقران وروسته بل کتاب نشته . او تر محمد (ص) وروسته بل نبي نشته .الله (ج) چي څه حلال کړی هغه تر قيامته پوري حلال دي اوڅه چي يې حرام کړي هغه تر قيامته پوری حرام دي . زه مبتدع نه يم بلکي متبع يم . زه په هيڅ صورت له تاسي نه غوره نه يم . البته زما بار تر تاسي دروند دی . ياد ساتی چي دالهي احکامو پر خلاف دهيچا اطاعت روا نه دی . په الله سوگند چاته به په باطله توگه څه ورنه کړم. اونه به دچا روا حق وځنډوم(۳).

د عمر بن عبدالعزيز اصلاحات:- عمربن عبدالعزيز ټول هغه واليان چي ظلم يې کاوه ليري کړل . او پر ځاي يې تقواداره اشخاص مقرر کړل . کوم احکام چی اموي حاکمانو له ځانه صادرکړي وه هغه يې لغوه اعلان کړل . هغه مالونه چي عمر بن عبدالعزيز ته په ناروا توگه په ميراث پاته شوي وه ټول يې بيت المال ته تسليم کړه . دخپلي ښځي زيورات او جواهر يې هم بيت المال ته وسپارل .په اموي دور کي بيت المال يوه دولتي خزانه گرځېدلې وه. چي دعوايدو ډېره برخه يې د خليفه پر شخصي اړتياوولگېده. دشاهي کورنی غړوته به خاص تنخواگاني ورکول کېدې . او ټول بيت المال دامويانولپاره وقف ؤ.عمربن عبدالعزيزدغه بدعتونه له منځه يووړل.دشاهي کورنی دغړو ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  ابو الأعلی مودوي      خلافت او ملوکيت     ژباړن: قريب الرحمن سعيد     (۱۴۲۸هـ ق)      (ص ۲۰۸)     پېغام خپرندويه مرکز

(۲) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۱۵۴) پېغام خپرندويه مرکز (۳) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۱۵۶) پېغام خپرندويه مرکز تنخواگاني يې بندي کړې.دشاهي طبېلې ټول اسونه يې وپلورل ،اوپيسې يې بيت المال ته تسليم کړې . دعمربن عبدالعزيزپه وخت کي که څه هم دناروا عوايدو مخنيوی وشو،خو بيا هم ددولت حاصلات دنورو کلوپه نسبت زيات وه . مثلا دحجاج په وخت کي دعراق ټول عوايد (۲۰۰۰۰۰۰۰) ميليونه ؤ،خو دعمربن عبدالعزيز په وخت کي (۱۰۰۶۰۰۰۰۰۰) ميليونه ؤ(۱).په بنو اميه کي دا يو دود گرځيدلی وو چي دجمعې د ورځي په خطبه کي به يې دعلي (ض) په اړه ناوړه الفاظ استعمالول. عمر بن عبدالعزيز دغه ناوړه دود له منخه يووړ . اعلان يې وکړ چي څوک د اموي کورني په وړاندي دعوه لري ، خپله دعوه دي وړاندي کړي . دخلافت د درانه پيټي د اخيستو له امله به يې همېشه ژړل .عمر بن عبدالعزيز دخلفای راشدينوپه څېر ځانته يوه اندازه کمه تنخوا مقرره کړې وه.چي يوازي دژوند دضروري اړتياوو لپاره يې بس وه.(۲).

د عمر بن عبدالعزيز فضيلتونه :- عمربن عبدالعزيز دخپل وخت وتلی عالم ؤ. که دسياسي حالاتو له کبله پر تخت نه وای کښېنستلی نو په علم کي به يې نوم موندلی وای. دوتلي تابعي عالم مجاهد(رح) وينا ده چي موږ دعمر بن عبدالعزيز ښووني ته ورغلي ؤ خو څو ورځي وروسته مو دهغه څخه په زده کړه پيل وکړ(۳).په دربار کي يې دشاعرانو پر ځای عالمان او فقهاء کښېنستل. ددولت په چارو کي يې دهغوی څخه مشوره اخيستل. ددولتي مالونو څخه يې په خپل شخصي ژوند کي استفاده نه کول. يو ځل عمربن عبدالعزيز دڅراغ په رڼا کي په يو سرکاري کار مشغوله ؤ. په دې وخت کي يو نفر دهغه ليدو ته راغی او غوښتل چي خپل يو شخصي کار دعمربن عبدالعزيزسره مطرح کړي. عمربن عبدالعزيز څراغ مړ کړ ،اوپه تياره کي دهغه سره په خبرو کولو مصروف شو . هغه سړی دڅراغ دمړکولو سبب وپوښتی؟ عمر بن عبدالعزيز جواب ورکړ:- چي دا دولتي څراغ دی او زه ستا سره شخصي خبري کوم . په همدې خاطر مي څراغ مړکړ. ځکه چي موږدبيت المال روپی په شخصي کار کي نه مصرفوو. مالک بن دينار وايي :- چي کله عمر بن ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  پروفيسر محمد نعيم صديقي     داسلامي نړۍ تاريخ       (۲۰۱۴م)        (ج۲ ص۱۶۳)       عمريه کنب خانه  

(۲) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۵۰) پرينټينگ پريس لاهور (۳) پروفيسر محمد نعيم صديقي داسلامي نړۍ تاريخ (۲۰۱۴م) (ج۲ ص۱۶۳) عمريه کنب خانه عبدالعزيز خليفه شو. نو شپنو پوښتنه وکړه چي دا څوک خليفه دی چي څيروونکي حيوانات زموږ رمو ته زيان نه رسوي . د عمر بن عبد العزيز له زوی نه ابو جعفرمنصور پوښتنه وکړه چي ستا دپلار دوفات په وخت کي ستاسي څه حال وو؟ هغه وويل :- چي ټول (۴۰۰) څلورسوه ديناره ورڅخه پاته وه . که يو څو ورځي نور هم ژوندی واي تر دې به هم کم شوي واي . دخليفه په دربار کي چوکيداران موجود وه . عمر بن عبدالعزيز هغو ته وويل: چي زما لپاره قضا او قدر او اجل کافي دي ، تاسو ته اړتيا نه لرم (۲). کوم شان او شوکت چي امويانو ته دنورو حاکمانو په وخت کي حاصل وو دعمربن عبدالعزيز په وخت کي يې نه درلود. له همدې امله يې يوه دسيسه په کار واچول او عمر بن عبدالعزيز ته يې دهغه دغلام په لاس زهر ورکړل. چي د هغه زهرو له امله د (۱۰۱هـ ق) د رجب په ۲۵ تر (۲)کاله او (۵) مياشتي خلافت وروسته د(۳۹) کلنۍ په عمر د حمص په دېرسمعان کي وفات شو(۳). (انا لله وانا اليه راجعون)

اتم خليفه يزيد بن عبدالملک:- يزيد دعبدالملک زوی او دمروان لمسی دی ، په (۷۱هـ ق)کال کي زېږېدلی دی . دسليمان بن عبدالملک په وصيتنامه کي تر عمربن عبدالعزيز وروسته وليعهد تاکل شوی ؤ(۴). واک ته د يزيد بن عبدالملک رسيدل:- دعمر بن عبدالعزيز تر وفات وروسته د يزيد بن عبدالملک سره بيعت وشو اوخليفه وټاکل شو. عمر بن عبدالعزيز دوفات پر وخت ديزيد لپاره يو ليک ليکلی ؤ، چی په دې ډول وو: بسم الله الرحمن الرحيم دالله (ج) دبنده عمر بن عبدالعزيز له لوري ! يزيد ته دي معلومه وي چي زه دالله (ج) ستاينه کوم چي له هغه پرته بل خدای نشته . زه تاته دغه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۴۴) پرينټينگ پريس لاهور (۲) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۱۶۶) پېغام خپرندويه مرکز (۳) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۵۳) پرينټينگ پريس لاهور (۴) جلال الدين السيوطي د اسلام د خلفاوو تاريخ ژباړن: مولوي احمدالله ابو البدر (۱۳۹۱ه ش ) (ص ۱۱۳) صداقت خپرندويه ټولنه ليک دخپل غم په حالت کي ليکم . زه پوهېږم چي زما څخه به الله تعالی دخپل حکومت په هکله پوښتنه کوي . او دا امکان نه لري چي کوم عمل دهغه څخه پټ کړم . که هغه زما څخه راضي شو زه به خلاصون پيدا کړم . اوکه راڅخه ناراضه شو نو تباه شوم . دعا کوم چي هغه مي په خپل رحمت سره وبخښي . اورا څخه راضي شي . پر تا باندي هم لازم دي چي دالله تعالی څخه ووېرېږې . او د رعيت رعايت وکړې . تر ما وروسته ته هم زياتي ورځي دلته نشې اوسېدای (۱). يزيد بن عبدالملک تر څلوېښتو ورځو پوري د عمربن عبدالعزيز پر پله روان ؤ . تر هغه وروسته يې خپلي کړنلاري ته تغير ورکړ ،او دنورو اموي حاکمانو په څېر يې خپل کارونه سرته رسول. يزيد بن عبدالملک تر ځان وروسته خپل ورورهشام بن عبدالملک او ورپسې خپل زوی وليد بن يزيد دوليعهد په توگه وټاکل . (۴) کاله او يوه مياشت يې حکومت وکړ. او د(۱۰۵هـ ق) کال دشعبان په (۲۵) د(۳۴) کلو په عمر د بلقاء په سيمه کي وفات شو(۲).

نهم خليفه هشام بن عبدالملک :- هشام دعبدالملک زوی او دمروان لمسی دی. په (۷۲هـ ق) کال کي زيږيدلی دی . هشام ډېرکلک او هوښيار سړی ؤ. په هشام بن عبدالملک کي دامير معاويه علم او تدبر اود عبدالملک هوډ من تيا او ژمنتوب دواړه سره يو ځای شوي وه(۳)

واک ته د هشام بن عبدالملک رسېدل:- ديزيد بن عبدالملک تر وفات وروسته هشام خلافت ته ورسېدی . هشام په تدبر او حوصله کي دخپل پلار په څېر ؤ، ځکه نو دده تر واکمن کېدو وروسته اموي حکومت يو ځل بيا په حرکت راغی . او ساه په کي پيدا شوه. دهشام دوره دبهرنيو عملياتو ، فتوحاتو او په کور دننه بېلابيلو انقلابونو او پيښو له کبله ډېره پاروونکې وه. هشام ديزيد دوخت فسادونه تر يوې اندازې له منځه يووړل . او اموي حکومت يې پر پښو ودراوه . هشام دخپل ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۱۶۹) پېغام خپرندويه مرکز (۳) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۱۷۴) پېغام خپرندويه مرکز (۳) دکتور ابراهيم الشريفي داسلام تاريخ مولوي احمد الله ابو البدر ۱۳۹۳هـ ش (ص ۱۵۸) صداقت خپرندويه ټولنه حکومت پر وړاندي راپورته شوي بغاوتونه له منځه يووړل . دده دحکومت په دوران کی دعباسيانو پټ سازشونه گړندي شوي وه . چي ددغه سازشونوزياته برخه يې په خراسان کي وه(۱).

د هشام بن عبدالملک مړينه :- هشام په دې هڅه کي ؤ چي وليد بن يزيد له وليعهدی څخه ليري کړي او پر ځای يې خپل زوی وليعهد وټاکي . خو په دې هڅه کی کامياب نه شو. هشام (۱۹) کاله او(۶) مياشتي حکومت وکړ.اوپه (۱۲۵هـ ق) کال د(۵۳) کلوپه عمر وفات شو(۲). لسم خليفه وليد بن يزيد بن عبدالملک:- وليد ديزيد زوی او دعبدالملک لمسی دی. په (۹۰هـ ق) کال کي زېږېدلی دی . مور يې دحجاج بن يوسف ورېره وه . دپلار دوفات په وخت کي دوليد عمر کم ؤ. د کوچنيوالي څخه يې کړه وړه خراب وه . او په خلگو کي په عيش او عشرت سره مشهور ؤ(۳). واک ته دوليد بن يزيد رسېدل:-په (۱۲۵هـ ق) کال د هشام تر مړينی وروسته وليد واک ته ورسېدی. کوم کسان چي دهشام سره دوليدپه برطرف کولو کي همږغي وه. د ټولو څخه يې انتقام واخيست. وليد سخت شرابی وو او په ډېره بې باکه توگه يې حرام کارونه تر سره کول . خلافت ته تر رسېدو وروسته يې هم زيات وخت په ښکار تېراوه. دوليدبن يزيد حکومت د اموي خلافت دسقوط لپاره يوه دروازه وه. د(۱۲۶هـ ق) کال د جمادی الثاني په (۲۷) دجمعې په ورځ يزيد بن وليد بن عبدالملک دخپل تره د زوی وليدبن يزيدبن عبدالملک په وړاندي قيام وکړ. کله چي خلگ دوليد دوژلو لپاره دهغه ځای ته ورداخل شوه وليد ځان دقران کريم په تلاوت مصروف کړ.او ويې ويل : زه غواړم چي دعثمان(ض) په شان دقران دتلاوت په حال کي مړ شم . په پايله کي وليد ديو کال او درې مياشتي حکومت کولووروسته ووژل شو(۴). ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۱۷۹) پېغام خپرندويه مرکز (۲) دکتور ابراهيم الشريفي داسلام تاريخ ژباړن: مولوي احمد الله ابو البدر ۱۳۹۳هـ ش (ص ۱۶۲) صداقت خپرندويه ټولنه (۳) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۱۸۸) پېغام خپرندويه مرکز (۴) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۵۶) پرينټينگ پريس لاهور

يوولسم خليفه يزيد بن وليد بن عبدالملک:- يزيددلومړي وليدبن عبدالملک زوی دی. په (۹۱هـ ق) کال کي زېږېدلی دی . د مورنوم يې فرند او د فارس دباچا شېرويه لمسی وه. دی په يزيد ثالث او يزيد ناقص هم مشهور ؤ. هغه دوليد په وخت کي دپوځ ډېره شوې تنخوه کمه کړل ځکه نو يزيد الناقص ورته وايي(۱).

واک ته د يزيد بن وليد رسېدل:- يزيد په خپل وخت کي په اموي کورنی کي تر ټولو متقي شخص گڼل کېده. ځکه نوکله چي يې دوليد په وړاندي قيام وکړ ټول خلگ ورسره ملگري شوه. دقيام په نتېجه کي وليد ووژل شو اويزيد واک ته ورسېدی. يزيد ددې لپاره چی خپل حکومت ته شرعي بڼه ورکړي خلگ يې راجمع کړل او لاندي خطبه يې ورته واورول:

 ) اي خلگو !    وليد بد کاره سړی ؤ، او ووژل شو. زه ددنيايې حرص لپاره نه يم راوتلي .که الله (ج) رحم راباندي ونه کړي مابه دځان سره ظلم کړی وي .زه دالله (ج) دکتاب اود محمد (ص) دسنتو لوري ته بلنه کوم . زه به له تاسي سره ښه رويه کوم ، عدل او انصاف به کوم ، که مي غلط چلند غوره کړاوپه خپلو وعدو مي وفا ونه کړه عزل مي کړی ، اوله کوم بل چا سره بيعت وکړی.  تر ټولو مخکي به زه بيعت ورسره وکړم، او امر به يې ومنم. تاسوته به خپل معاش بر خپل وخت درکول کيږي(۲). (  يزيد داخلاقو اوپوهي له لحاظه بد نه ؤ. دښو کارونومينه وال ؤ له بدو څخه يې بد کېدل. عادل او متواضع شخص ؤ . خلگ يې دين ته دعوتول . خپلو واليانو ته به يې حکم کاوه ،چي دخلگو مرسته وکړي اودشپې له خوا يې احوال واخلي .خوددې سره سره ديزيدحکومت د اصلاحاتو په برخه زيات مؤثر نه ؤ، ځکه دا وخت دامويانو تر منځ په زياته اندازه خپل منځي اختلافات رامنځ ته شوي وه. ديزيدسره عمر وفا ونه کړه . زيات وکم (۶) شپږ مياشتي يې حکومت وکړ . او د(۳۵) کلنی په عمر په (۱۲۶هـ ق) کال د ذوالحجې په (۱۰) دوبا دناروغی له امله وفات شو(۳).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  دکتور ابراهيم الشريفي   داسلام تاريخ   ژباړن: مولوي احمد الله ابو البدر     ۱۳۹۳هـ ش   (ص ۱۶۳)     صداقت خپرندويه ټولنه

(۲) جلال الدين السيوطي د اسلام د خلفاوو تاريخ ژباړن: مولوي احمدالله ابو البدر (۱۳۹۱ه ش ) (ص ۱۱۶) صداقت خپرندويه ټولنه

(۳)  اکبرشاه نجيب ابادي    د اسلام تاريخ      ژباړن: فضل مولا لټون    (۱۴۲۵هـ ق )   (ج ۲ص۱۹۵)    پېغام خپرندويه مرکز

دولسم خليفه ابراهيم بن وليد بن عبدالملک:-

ابراهيم دلومړي وليد زوی او دعبدالملک لمسی دی . دمخکنی خليفه يزيدالناقص ورور دی . يزيد تر خپلي مړيني مخکي دابراهيم لپاره ددمشق داوسېدونکو او فوجي افسرانو څخه بيعت اخيستی ؤ . خوکله چي يزيد مړ شو دابراهيم سره عمومي بيعت ونه شو. ځينو خلگو يې دبيعت څخه انکار وکړ. له همدي امله دارمينيا والی مروان بن محمد بن مروان بن الحکم پر دمشق حمله وکړه. ددمشق تر نيولو وروسته مروان له خلگو څخه دځان لپاره بيعت واخيست . ابراهيم هم له مخالفت څخه تېر شو.او دمروان سره يې بيعت وکړ ، ابراهيم يوازي دوې مياشتي حکومت وکړ(۱). ديارلسم خليفه مروان بن محمد بن مروان بن حکم (مروان حمار):- مروان دمحمد زوی او د مروان بن حکم لمسی دی.په(۷۰هـ ق) کال کي زيږيدلی دی . هغه وخت دمروان پلار محمد دالجزيرې والي ؤ. دده مور دکردستان له خلگو څخه وه. مروان په عربو کي د صبر او زغم يوه بېلگه وه . د همدې له امله ورته مروان حمار وايي(۲). واک ته د مروان بن حکم رسېدل:- ديزيد بن وليد په وخت کي مروان د ارمينيا والی ؤ . ديزيد تر مرگ وروسته چي کله ابراهيم واک ته ورسېد . مروان پر دمشق حمله وکړه. ابراهيم ته يې ماتي ورکړه او دخلگو څخه يې بيعت واخيست . مروان په داسي وخت کي واک ته ورسېدی چي اسلامي نړی د زياتو گډوډيو سره مخامخ وه. دمروان دخلافت په وخت کي دهغه په وړاندي زيات بغاوتونه راپورته شول. په اسلامي نړی کي دعباسيانو تحريک په زياته اندازه خپور شو . په (۱۳۱هـ ق) کال کي ابو مسلم ټول خراسان ونيو . په (۱۳۲هـ ق) کال کي دجمادی الثانی په ۱۱د زاب دسيند پر غاړه دعبدالله بن علي او مروان تر منځ جگړه وشوه . چي د مروان په ماته پای ته ورسېده(۳. د(۱۳۲هـ ق) ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  اکبرشاه نجيب ابادي    د اسلام تاريخ      ژباړن: فضل مولا لټون    (۱۴۲۵هـ ق )   (ج ۲ص۱۹۵)    پېغام خپرندويه مرکز

(۲) جلال الدين السيوطي د اسلام د خلفاوو تاريخ ژباړن: مولوي احمدالله ابو البدر (۱۳۹۱ه ش ) (ص ۱۱۸) صداقت خپرندويه ټولنه (۳) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۲۰۲) پېغام خپرندويه مرکز د روژې په (۵) دمشق د عبدالله بن علي لاس ته ولوېده . مروان (۶) کاله حکومت وکړ. او(۱۳۲هـ ق)کال د ذي الحجې په ۲۸ په فلسطين کي مروان د عبدالله بن علي له خوا ووژل شو . او سر يې ابوالعباس ته ولېږل شو(۱).

                                                            امــوي خليفــه گان

گڼه نوم دحکومت موده دپيل اوپای نېټه ۱ معاوية بن أبي سفيان ۲۰کاله (۴۱ـــــ۶۰هـ ق) ۲ يزيد بن معاوية ۳کاله ۸مياشتي (۶۰ـــــ۶۴هـ ق) ۳ معاوية بن يزيد بن معاوية ۴۰ورځي (۶۴ـــــ۶۴هـ ق) ۴ عبد الملك بن مروان ۲۰کاله (۶۵ـــــ۸۶هـ ق) ۵ وليد بن عبد الملك بن مروان ۹کاله ۸مياشتي (۸۶ـــــ۹۶هـ ق) ۶ سليمان بن عبد الملك بن مروان ۲کاله ۹مياشتي (۹۶ـــــ۹۹هـ ق) ۷ عمر بن عبد العزيز بن مروان ۲کاله ۵مياشتي (۹۹ـــــ۱۰۱هـ ق) ۸ يزيد بن عبد الملك بن مروان ۴کاله ۱مياشت (۱۰۱ـــــ۱۰۵هـ ق) ۹ هشام بن عبد الملك بن مروان ۱۹کاله ۶مياشتي (۱۰۵ـــــ۱۲۵هـ ق) ۱۰ وليد بن يزيد بن عبد الملك ۱کال ۳مياشتي (۱۲۵ـــــ۱۲۶هـ ق) ۱۱ يزيد بن وليد بن عبد الملك ۶مياشتي (۱۲۶ـــــ۱۲۶هـ ق) ۱۲ ابراهيم بن وليد بن عبد الملك ۲مياشتي (۱۲۶ـــــ۱۲۷هـ ق) ۱۳ مروان بن محمد بن مروان ۶کاله (۱۲۷ـــــ۱۳۲هـ ق)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  اکبرشاه نجيب ابادي    د اسلام تاريخ      فضل مولا لټون    (۱۴۲۵هـ ق )   (ج ۲ص۲۰۳)    پېغام خپرندويه مرکز

دوهم برخه

                                   د اموي خلافت فتوحات

داسلامي فتوحاتو لړۍ دابوبکر صديق (ض) په زمانه کي دعربي جزيرې څخه دباندي ووته . دعراق او شام سيمي د مسلمانانو په لاس فتحه شوې . دعمر (ض) دخلافت پر مهال يې لمنه نوره هم پراخه شوه . ايران ، بلوچستان ، فلسطين او مصر دمسلماناانو لاس ته ولوېده . دعثمان (ض) دخلافت پر مهال هم دفتوحاتو لړی جاري وه . دعثمان (ض) په شهادت سره فتوحات دځنډ سره مخامخ شوه. او دمسلمانانو تر منځ خپل منځي جنگونه پيل شوه(۱).دامويانو په منځ ته راتگ سره فتوحات بيا پيل شوه. چي دعبدالملک او دهغه دزوی وليد په وخت کي دزيات سترتوب تر پولي ورسېدل .په دومره پراخوالي کوم بل قوم پر نړی حکومت کړی نه ؤ.دفارسيانو او روميانو حکومتونه دخپل انتهايي عروج په وخت کي هم دومره پراخ نه وه(۲).اسلامي دولت په ختيځ کي تر چينه او په لويديځ کي تر المغربه پوري اوږد شوی ؤ.دفتوحاتو کومه لړۍ چي په راشده خلافت کي پيل شوې وه. دامويانوپه دوره کي پای ته ورسېده .ځکه تر دوی وروسته په عباسي خلافت کي کوم مهم فتوحات نه دي تر سره شوي. له همدې امله دامويانو دورې ته دفتوحاتو دور وايي(۳) . په اموي دورکي داسلامي خلافت په ټوله شاوخواکي فتوحات جاري وه.خوپه عمومي ډول زيات فتوحات په ځينو لويو محاذونوکي موجود وه. چي هر يوبه يې په تفصيل سره وڅېړل شي. لومړی مطلب :-دکوچنی اسيا او روم فتوحات:- دعمر(ض) دخلافت پرمهال دشام په سيمو کي درومي امپراطوری زياتي سيمي مسلمانانو فتحه کړې. دعثمان (ض) په خلافت کي معاويه(ض) ديوې سمندری حملې په ترڅ کي دروم دبحيرې ځيني ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) عبدالمالک همت دحق او باطل جگړې (۱۳۸۸هـ ش) (ص۳۲۷) مستقبل خپرندويه ټولنه (۲) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۶۹) پرينټينگ پريس لاهور (۳) اللواء الرکن محمود شيت خطاب قادة فتح بلاد الروم (۲۰۰۷م) (ص۱۵) جزيرې دروميانو څخه ونيولې . دامويانو دخلافت پر مهال دروم جبهې ته خاصه پاملرنه کېده.ځکه دروم امپراطوري دشام ولايت ته چي داموي خلافت مرکز ؤ نژدې پرته وه. او هم داچي د رومي امپراطوری له خوا اسلامي حکومت ته احتمالي تهديدونه موجود وه(۱). دمعاويه (ض) د خلافت په پيل کي عبدالرحمن بن خالد بن وليد دروم پر ښارونو دلښکرکشيو اعلی قومندان ټاکل شوی ؤ. په (۴۸هـ ق) کال معاويه (ض) دسفيان بن عوف تر قومندانی لاندي پر قسطنطينيه دحملې لپاره يو لښکر ولېږه.خو مسلمانان ونه توانېدل چي قسطنطينيه فتحه کړي اوپرته له کومي لاسته راوړني بيرته راستانه شوه.ديزيد په وخت کي مسلمانانو دروم خواته کومه بريا نه درلوده(۲). په (۷۳هـ ق) کال عبدالملک خپل ورورمحمد بن مروان پر جزيره او ارمينيا دلښکرکشۍ لپاره ولېږه. دجزيرې اوارمينياتر فتحي وروسته محمدپه (۷۵هـ ق) کال داندوليه سيمه له روميانو څخه ونيول .په(۷۶هـ ق) کال محمددملطيي له لاري درومي امپراطوري پر مرکز قسطنطينيه حمله وکړه. په (۸۲هـ ق) کال دارمينيا خلگو بغاوت وکړ .محمد ددوهم ځل لپاره پر ارمينيا حمله وکړه(۳). په (۸۴هـ ق) کال عبدالله بن عبدالملک دمصيصه سيمه له روميانو څخه ونيول . دوليددخلافت پر مهال په (۸۷هـ ق) کال مسلمه بن عبدالملک دلولق ،بولس،قمقيم،او اخرم کلاگاني دروميانو څخه ونيولې .او په (۸۹هـ ق) يې له خپل وراره عباس بن وليد سره دعموريه،هرقله او سوريا کلاگاني فتحه کړې. په(۹۰هـ ق) کال عباس بن وليدبن عبدالملک دسوريې په منطقه کي پنځه کلاکاني جوړي کړې او دروميانو داحتمالي خطر مخه يې ونيول . په (۹۱هـ ق) کال کي چي مسلمه دارمينيا او جزيرې والی وټاکل شو. پر اذربايجان يې حمله وکړه. دکش او شومان کلاگاني يې فتحه کړې . په (۹۲هـ ق) کال مسلمه پر سرسنې تر حملې وروسته دهغه ځای ټول وگړي د روم د ښارونو په لور وشړل(۴). په (۹۴هـ ق) کال عباس بن وليد انطاکيه ددوهم ځل لپاره ونيول . په(۹۵هـ ق) کال د هرقله اوسېدونکو بغاوت وکړچي دعباس له خوا غلی شو.په (۹۷هـ ق) مسلمه درضاضيه سيمه ونيول او په همدې کال ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) عبدالقادرجبارة مسلمه بن عبدالملک حياته وجهاده (۱۴۲۸هـ ق) (ص ۷۳) الجامعة الاسلامية غزة (۲) اکبرشاه نجيب ابادي داسلام تاريخ فضل مولا لټون ۱۴۲۵هـ ق (ج۲ ص ۱۵) پيغام خپرندويه مرکز (۳) اللواء الرکن محمود شيت خطاب قادة فتح بلاد الروم (۲۰۰۷م) (ص۱۶۵) (۴) اللواء الرکن محمود شيت خطاب قادة فتح بلاد الروم (۲۰۰۷م) (ص۱۶۶) سليمان پر قسطنطينيه دحملې تياری پيل کړ. په (۹۸ هـ ق) کال مسلمه قسطنطينيه محاصره کړه او سليمان ته يې دورتلو بلنه ورکړه . خوپه همدې کال سليمان وفات شو . او محاصره پای ورسېده(۱). په (۹۸هـ ق) داود بن سليمان دالمرأة کلا ددوهم ځل لپاره ونيول . په (۱۰۳هـ ق) عباس بن وليدپر روم حمله وکړه . او درسله ښار يې فتحه کړ. په (۱۰۶هـ ق) مروان بن محمد په روم حمله وکړه او دقونيه ښار يې فتحه کړ.په (۱۰۹هـ ق) کال معاويه بن هشام د روميانو څخه طيبه ښار ونيو. په (۱۱۰هـ ق) کال کي معاويه بن هشام د صملة اوالبوة مشهوري کلاگاني فتحه کړې . په (۱۱۱هـ ق) کال معاويه له خپل ورور سعيدبن هشام سره د قيساريې ښار فتحه کړ. په (۱۱۱هـ ق کال کي جراح بن عبدالله حکمي دهشام له خوا دارمينيا والی وټاکل شو . جراح په همدې کال پر تفليس حمله وکړه ، او دبيضايې ښار يې فتحه کړ . په (۱۱۲هـ ق) کال داردبيل په سيمه کي دترکانو سره په يوه نښته کي جراح په شهادت ورسېد ، او پر ځای يې سعيد حرشي دارمينيا والی شو . سعيد دترکانو له خوا لاندي شوي سيمي بيرته فتحه کړې ،او په سيمه کي يې امنيت خپور کړ. تر سعيد وروسته مسلمه بن عبدالملک دارمينيا والی شو. تر (۱۱۴هـ ق) کال پوري مسلمه او مروان په گډه د ارمينيا او اذربايجان په ښارونو کي په جهاد بوخت وه. په (۱۱۴هـ ق) مسلمه دهشام له خوا بر طرف او دسيمي ټول واک مروان بن محمد ته وسپارل شو(۲).تر دې وروسته په دې محاذ کي کومه خاص پېښه نه ده شوې . دوهم مطلب:-دترکستان فتوحات :- په (۴۱هـ ق) کال کي زيادبن ابي سفيان دبصرې والی وټاکل شو. دهغه اختيارات تر فارس اوسيستان پوري رسېدل . دخراسان او سيستان واليان دزياد په خوښه ټاکل کېده. په (۴۳هـ ق)کال زياددسيستان زياتي سيمي ونيولې او تر کابل پوري مخته ولاړ. دسيستان تر فتحي وروسته ربيع بن زياد حارثي دسيستان حاکم وټاکل شو.ربيع تر کابل پوری ټولي سيمي تر خپل واک لاندي راوستې . اوپه (۵۱هـ ق) کال کي کي له ۵۰۰۰۰ زره لښکر سره چي کډي او کورونه هم ورسره وه په ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  عماد الدين ابن کثير   البداية والنهاية     تحقيق:- عبدالله بن عبدالمحسن  (ج۱۲،ص۶۳۱)    (۱۹۹۸م)  البحوث والدراسات الاسلامية
(۲)  اللواء الرکن محمود شيت خطاب      قادة فتح بلاد الروم      (۲۰۰۷م)         (ص۱۷۰)

سيستان کي مېشته شو(۱). په (۵۳هـ ق) کال زياد تر جيحون تير شو. اوپر بخارا يې حمله وکړه. دزياد تر مړيني وروسته يې زوی عبيدالله بن زياددبصرې ، خراسان او فارس عمومي حاکم مقررشو. په (۵۵هـ ق) کال عبيدالله پر سمرقند حمله وکړه. په (۵۶هـ ق) کال کي سعيد بن عثمان دخراسان حاکم مقررشو. سعيد دترمذ دخلگو سره صلحه وکړه . په (۶۱هـ ق) کال کي ديزيد له لوري سلم بن زياد دخراسان حاکم مقرر شو. دسلم په وړاندي زيات بغاوتونه راپيدا شوه. چي په غلي کولويې بريالی نه شو(۲). په (۶۴هـ ق) عبدالله بن حازم دخراسان دوالي په توگه پر خراسانيانو لاس بری شو،او بغاوتونه يې له منځه يووړل . کله چي حجاج دعراق والی وټاکل شو ، هغه دختيځ فتوحاتوته زياته توجه کول . په(۷۸هـ ق) کال دعبدالملک دخلافت پر مهال دحجاج له خوا مهلب بن ابي صفره دخراسان والی وټاکل شو. مهلب دکش، خوارزم، قلعة نيزک سيمي فتحه کړي . ترمهلب وروسته دهغه زامن يزيد او مفضل دخراسان واليان وه(۳). په (۸۵هـ ق) کال قتيبه بن مسلم الباهلي دخراسان والی مقرر شو. قتيبه په (۸۶هـ ق) کال کي طخارستان ونيوه. او په (۹۰هـ ق) کال کي يې پربخارا حمله وکړه. دترکانو خاقان وتښتېده او بخارا دمسلمانانو په لاس فتحه شوه . په (۹۲هـ ق) کال کي قتيبه دسيستان دحاکم رتبيل شاه بغاوت له منخه يووړ. او په (۹۳هـ ق) کال کي يې سمرقند او خوارزم فتحه کړل . په (۹۴هـ ق) کال دشاش خلگو بغاوت وکړ قتيبه ورباندی حمله وکړه او دشاش سيمه يې فتحه کړل . تر(۹۵هـ ق) کال پوري تر کاشغره ټول ترکستان په اسلامي دولت پوري وتړل شو. په همدې کال قتيبه دهبيره بن مثمرج په مشری يو هيئت دچين باچا ته ورولېږه دچين باچا دجنگ پرځای دصلحي وړانديز وکړ او داثبات لپاره يې دخپل هيواد يو څه خاوره ورکړه(۴). په (۹۶هـ ق) کال دوليدتر مړيني وروسته چی کله سليمان واک ته ورسېد قتيبه يې په شهادت ورساوه . اوپر ځای يې يزيد بن مهلب دخراسان والی وټاکل شو. دجوزجان دخلگو سره

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) غلام محمد غبار په افغانستان کي داسلام خپريدل او دعربو نفوذ (۱۳۹۱هـ ش) (ص۴۴-۶۹) صداقت خپرندويه ټولنه (۲) غلام محمد غبار په افغانستان کي داسلام خپريدل او دعربو نفوذ (۱۳۹۱هـ ش) (ص۴۵) صداقت خپرندويه ټولنه (۳) احمد بن يحي بلاذري فتوح البلدان ژباړن : محمد توکل (۱۳۳۷هـ ش) (ص۲۸۶) اداره تاريخ ايران

(۴)  عماد الدين ابن کثير  البداية والنهاية    تحقيق:- عبدالله بن عبدالمحسن  (ج۱۲،ص۵۵۷)   البحوث والدراسات الاسلامي

تر صلحي وروسته يې پر طبرستان حمله وکړه .يزيد دعمربن عبدالعزيز له برطرف اوبندي شو(۱). دعمربن عبدالعزيز تر مړيني وروسته يزيد بن عبدالملک ابن هبيره دعراق والی مقرر کړ.ابن هبيره مسلم بن سعيددخراسان دحاکم په توگه ولېږه. تر (۱۰۶هـ ق) کال پوري مسلم بن سعيد دبخارا او فرغانې بغاوتونه له منځه يووړل او باغيانو ته يې سختي سزاگاني ورکړې. په (۱۰۶هـ ق) کال کي دمسلم پر ځای اسدبن عبدالله قسري دخراسان حاکم مقرر شو. اسد پر غور حمله وکړه خوپه غرنی سيمه کي دزياتو مشکلاتو له امله يې فتحه نشوای کړای.په(۱۰۸هـ ق )کال اسد داسلامي لښکرو سره دترکانو دبغاوت دغلي کولو په موخه ووت .په فرغانه کي دترکانو او اسلامي لښکرو تر منځ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  اکبرشاه نجيب ابادي      داسلام تاريخ      ژباړن : فضل مولا لټون       ۱۴۲۵هـ ق      (ج۲ ص ۱۴۹)     پيغام خپرندويه مرکز

نښته وشوه چي په پايله کي ترکانو ماته وخوړه(۱). په (۱۱۰هـ ق) کال اشرس بن عبدالله دخراسان دوالي په حيث په خراسان او ترکستان کي داسلامي مفاهيمو دخپرولو په نيت اسلامي مبلغين د ماوراءالنهر شاوخوا سيمو ته ولېږل. په(۱۱۱هـ ق) کال جنيدبن عبدالرحمن دخراسان حاکم مقررشو. په همدې کال دبخارا بغاوت دجنيد له خوا له منځه يووړل شو. په (۱۱۲هـ ق) کال د تخار بغاوت غلی شو او پر ترکستان دچين دباچا حمله په شا وتمبول شوه.تر (۱۱۶هـ ق) کال پوري جنيد دترکستان ټول بغاوتونه غلي کړل . تر دې وروسته دامويانو حکومت دزوال خواته روان شو. او ويې نشوای کولی چي فتوحاتو ته ادامه ورکړي (۲). دريم مطلب :- دسند فتوحات:- په (۴۴هـ ق) کال کي مهلب بن ابي صفرة دسندپر هېواد حمله وکړه او تراهواز پوري مخته ولاړ. تر ده وروسته حکيم بن جبله عبدي مکران فتحه کړاوترقيقان پوري مخته ولاړ. په (۵۰هـ ق) کال دمعاويه (ض) دخلافت پر مهال دمکران اوبلوچستان والي عبدالله بن سوار دسنديانو دتأديب لپاره پر سند حمله وکړه . دجنگ په ترڅ کي عبدالله په شهادت ورسېده(۳).تر دوی وروسته داسلامي حکومت زياته توجه دسيستان دباچا رتبيل شاه لوري ته واوښته ځکه يې نو دسند لوري ته کومي خاص لاسته راوړني نه درلودې. کله چي په (۷۵هـ ق) کال حجاج دعراق والی مقرر شو. هغه په (۷۸هـ ق) کال لومړی عبيدالله بن ابي بکره او بيا عبدالرحمن بن محمدبن اشعث دسيستان حاکمان مقرر کړل .او ددې اجازه يې ورکړه چي دسندلوري ته فتوحات وکړي (۴) .په(۹۰هـ ق) کال کي دسرانديب يا سري لانکا څخه دمسلمانانو يوه تجارتي بېړۍ دعراق په لور روانه وه چي دسند ساحل ته نژدې دسمندري غلو له خوا لوټ شوه او کسان يې ددېبل په ښار کي بنديان شوه. حجاج دبنديانو دخلاصون لپاره دسند راجه داهر ته يو ليک ولېږه . خو بنديان خلاص نه شوه . حجاج

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)  دکتور ابراهيم الشريفي   داسلام تاريخ   ژباړن : مولوي احمد الله ابو البدر     ۱۳۹۳هـ ش   (ص ۱۵۹)     صداقت خپرندويه ټولنه
(۲)  اکبرشاه نجيب ابادي      داسلام تاريخ      ژباړن : فضل مولا لټون       ۱۴۲۵هـ ق      (ج۲ ص ۱۷۹)     پيغام خپرندويه مرکز

(۳) احمد بن يحي بلاذري فتوح البلدان ژباړن : محمد توکل (۱۳۳۷هـ ش) (ص۲۹۷) اداره تاريخ ايران

(۴)  اکبرشاه نجيب ابادي      داسلام تاريخ      ژباړن : فضل مولا لټون       ۱۴۲۵هـ ق      (ج۲ ص ۱۲۹)     پيغام خپرندويه مرکز

عبيدالله بن نبهان له (۶۰۰۰) لښکر سره دسند په لور ولېږی . دراجه داهر سره په جگړه کي عبيدالله شهيدشو او لښکر يې هدف ته ونه رسېدی . تر هغه وروسته بديل بن طهفه بجلي له (۶۰۰۰) لښکر سره پر سند حمله وکړه . بديل هم دجگړې په ډگرکي له آس څخه ولويد اوشهيد شو(۱).په (۹۱هـ ق) کال حجاج خپل وراره محمد بن قاسم چي اوولس يا اتلس کلن ځوان ؤ. له (۱۲۰۰۰) لښکر سره پر سند دحملې لپاره واستاوه . محمد بن قاسم دبلوچستان له لاري پر دېبل حمله وکړه. ددېبل تر نيولو وروسته يې بنديان ازاد کړل ، او مخته ولاړی ملتان يې فتحه کړ(۲). تر (۹۶هـ ق) کال پوري ټول ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  احمد بن يحي بلاذري     فتوح البلدان       ژباړن : محمد توکل       (۱۳۳۷هـ ش)        (ص۲۹۸)        اداره تاريخ ايران

(۲) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۴۳) پرينټينگ پريس لاهور لويديځ هندوستان دمسلمانانو لاس ته ولوېدی .کله چي وليد وفات شو. سليمان بن عبدالملک محمد بن قاسم له مخکي تگ څخه منعه کړ،اودمشق ته يې وروغوښته . بلاخره دزياتو شکنجو ورکولوله امله محمد بن قاسم په شهادت ورسېده . په (۱۰۷هـ ق) کال دخراسان دوالي له خوا جنيد بن عبدالرحمن پرسندحمله وکړه . ترکشمير پوري ټولي سيمي (اوسنی پاکستان) يې فتحه کړ. اوددې تر څنگ يې مارواړ،اجين،گجرات او بړوچ هم فتحه کړل (۱). څلورم مطلب:-دافريقا او المغرب فتوحات:- دافريقا ځيني برخي دعمر او عثمان (ض) دخلافت په وختو کي فتحه شوي وې . دمعاويه (ض) دخلافت پر مهال چي عمروبن العاص دمصر والي ؤ ، هغه تر تونس پوري سيمي فتحه کړې . په (۴۳هـ ق) کال عمرو بن العاص وفات شو او پر ځای يې عبدالله بن عمرو وټاکل شو(۲).په (۵۰هـ ق) کال کي عقبه بن نافع د مصر، برقه اوسوډان دلښکرو اعلي قومندان وټاکل شو. او په افريقا کي دمخته تگ اجازه ورکړل شوه. عقبه تونس او طرابلس فتحه کړل . او دسيمي دښه اداره کولو لپاره يې د(۵۰ -۵۵) کلونو تر منځ دقيروان ښار اباد کړ. عقبه دالمغرب زياته ساحه فتحه کړل . او تر تلمسان پوري ورسېدی . دمعاويه (ض) تر وفات وروسته ديزيد په وخت کي هم عقبه پر خپله وظيفه پاته ؤ. په(۶۲هـ ق) کال عقبه دطنجې سيمه فتحه کړل .او داطلس تر سواحلو پوري ورسېده.تر(۶۳هـ ق) کال پوري عقبه ټوله شمالي افريقا په اسلامي دولت کي داخله کړه. په (۶۳هـ ق) کال دعقبه تر شهادت وروسته زهير بن قيس دافريقا والي شو. په (۷۴هـ ق) کال کي دعبدالملک له خوا حسان بن نعمان دافريفا دلښکرو اعلي سالار وټاکل شو. په همدې کال حسان بن نعمان دقرطاجنه سيمه له روميانو څخه ونيول . داسلامي لښکرو دبوختياوو له امله قرطاجنه بيرته دروميانو لاس ته ولوېده. له زياتو هڅو وروسته په (۷۷هـ ق) کال اسلامي لښکرو وکړای شوه. چي قرطاجنه بيرته له روميانو څخه ونيسي. تر(۷۹هـ ق) کال پوري حسان بن نعمان دمراکش حاکم ؤ(۳). ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) اکبرشاه نجيب ابادي داسلام تاريخ فضل مولا لټون ۱۴۲۵هـ ق (ج۲ ص ۱۴۳) پيغام خپرندويه مرکز (۲) ابو جعفر محمد بن جرير طبري تاريح طبري حيدر علي طباطبايي (۲۰۰۴م) (ج۴ص۳۹) نفيس اکيډمي (۳) ابن الاثيرمحمدبن محمدبن عبدالکريم الکامل في التاريخ (۱۴۰۷هـ ق) ( ج۳ص۱۰۵) دارالکتب العلميه بيروت لبنان په (۷۹هـ ق) کال دمصر دوالي عبدالعزيز له خوادحسان بن نعمان پر ځای موسی بن نصير دمراکش حاکم مقررشو. موسی بن نصير دبربريانو بغاوتونه له منځه يووړل . او بربر قومونه يې داسلام لور ته راوبلل . په زياته اندازه بربريانو اسلام ومانه . په تونس او قرطاجنه کي دبحري جهازونو د جوړولو لپاره فابريکې جوړي شوې . تر څو مسلمانان خپله بحريه ورباندي قوي کړي. دوليد په زمانه کي هم موسی پر خپله وظيفه پاته ؤ.او دقيروان څخه يې دافريقا نوری برخي اداره کولې . په (۹۶هـ ق) کال کي موسی دسليمان له خوا معزول شو. په (۱۰۲هـ ق) کال کي ديزيد بن عبدالملک له خوا دحجاج غلام يزيد بن ابي مسلم دافريقا والي شو(۱). دهشام دخلافت پر مهال عبيده بن عبدالرحمن قيسي دافريقا والی شو. عبيده خپل يو قومندان حبيب بن ابي عبيده بن عقبه پر سوډان دحملې لپاره ولېږه. په (۱۲۲هـ ق) کال په طنجه او قيروان کي بربر قومونو بغاوت وکړ. دافريقا والي عبدالله بن حجاب ونه شوای کولی چي دبربريانو بغاوت خاموش کړي .هشام دهغوی دټکولو لپاره حنظله بن صفوان ورولېږه. حنظله په ډير برياليتوب سره بغاوتونه له منځه يووړل ، او په افريقا کي يې امن راوست(۲).

                                         په افريقا او اندلس کي داسلامي لښکرو خط السير

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) احمد بن يحي بلاذري فتوح البلدان ژباړن : محمد توکل (۱۳۳۷هـ ش) (ص۱۷۴) اداره تاريخ ايران (۲) دکتور ابراهيم الشريفي داسلام تاريخ مولوي احمد الله ابو البدر ۱۳۹۳هـ ش (ص ۱۶۰) صداقت خپرندويه ټولنه پنخم مطلب:- داندلس فتوحات:- هغه وخت چي موسی بن نصير دافريقا والي ؤ . يوازي دسبته سيمه وه چي مسلمانانو نه وه فتحه کړې .ددې سيمي تر فتحه کېدو وروسته دمسلمانانو پاملرنه داندلس (اوسنی هسپانيا) په لوري واوښته . ددې سيمي دفتحه کولو لپاره موسی دوليد بن عبدالملک څخه اجازه وغوښته . په (۹۱هـ ق) کال موسی دطريف بن مالک په مشری يوه (۵۰۰) کسيزه ډله وليږل . طريف داندلس پر جنوبي سواحلو تر حملې وروسته له غنيمتونو سره يوځای راستون شو(۱).په (۹۲هـ ق) کال موسی د خپل ازاد کړي غلام طارق بن زياد په مشری د(۷۰۰۰) سپاهيانو يوه قوي بحريه پر اندلس دحملې لپاره ولېږل . داندلس پر څنډه تر پلي کېدو وروسته طارق ديوغره په څنډه کي واوړل ،چي ترننه دجبل الطارق په نوم ياديږي . طارق خپلو کښتيو ته اور واچاوه تر څو سپاهيانو ته يې د تيښتي موقع برابره نه شي . وروسته طارق دشمال خواته حرکت پيل کړ او دشذونه په سيمه کي دهسپانيې دباچا لرزيق يا راډرک سره مخامخ شو.ددواړو خواوو تر منځ نښته وشوه چي په پايله کي لرزيق ماته وخوړل(۲). موسی بن نصير دشاله خوا په طارق پسي (۵۰۰۰) نور سپاهيان دمرستي لپاره راولېږل. طارق يو په بل پسي داندلس ښارونه فتحه کړل او تر مرکز طليطلې پوري يې ځان ورساوه .په (۹۳هـ ق) کال موسی پخپله د (۱۸۰۰۰) لښکرسره دطارق مرستي ته راغی .او داشبيليې او قرمونې ښارونه يې فتحه کړل . په (۹۴هـ ق) کال کي داندلس مرکز طليطله ،سرقسطه او برشلونه فتحه شوه . په (۹۵هـ ق) کال عبدالعزيز بن موسی غرناطه، مالقه او البيره ښارونه فتحه کړل. دوليدتر مړيني وروسته سليمان موسی او طارق له نورو فتوحاتو څخه منعه کړل او دمشق ته يې وغوښتل. په (۹۶هـ ق) کال حرب بن عبدالرحمن الثقفي پر اکوتانيا حمله وکړه. تر ده وروسته سمح بن مالک داندلس والی مقرر شو. سمح په (۱۰۰هـ ق) کال پر سبتمانيا ، ناربونه او توز حمله وکړه خو په (۱۰۲هـ ق ) کال د سمح دشهادت له امله دا حملې نيمگړي پاتي شوې(۳). ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) عبدالمالک همت دحق او باطل جگړې (۱۳۸۸هـ ش) (ص۳۳۱) مستقبل خپرندويه ټولنه

(۲)   پروفيسر محمد نعيم صديقي     داسلامي نړۍ تاريخ       (۲۰۱۴م)        (ج۲ ص۱۳۷)       عمريه کنب خانه  

(۳) عبدالواسع صابر داسلام لوی غازيان (۱۳۸۸هـ ق) (ص۲۱۳) په (۱۰۲هـ ق ) کال کي عنبسه بن سحيم الکلبي داندلس حاکم وټاکل شو. عنبسه دبرانس تر غرونو تېر شو او دفرانسې په خاوره کي يې دقرقشونه او نيمه ښارونه فتحه کړل . په (۱۱۱هـ ق) کال عبدالرحمن الغافقي دفرانسې جنوبي لمني لاندي کړې ، او تر پاريس پوري ورسېدی. په (۱۱۲هـ ق) کال دعبدالرحمن او چارلس تر منځ جگړه ونښته چي په ترڅ کي يې عبدالرحمن په شهادت ورسېدی او اسلامي پوځونه بيرته راستانه شوه (۱). په (۱۱۵هـ ق) کال عبدالملک فهري پر فرانسه حمله وکړه خو کومه بريا يې نه درلوده . په (۱۱۷هـ ق) کال کي عتبه بن حجاج داندلس حاکم مقرر شو. عتبه دفرانسې په خاوره کي ټولي نيول شوي سيمي تر کلکي دفاع لاندي ونيولې .تر عتبه وروسته نور حاکمان هم وټاکل شوه خو کوم فتوحات يې نه درلوده(۲).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)   عبدالمالک همت        دحق او باطل جگړې     (۱۳۸۸هـ ش)    (ص۳۳۵)    مستقبل خپرندويه ټولنه

(۳) اکبرشاه نجيب ابادي داسلام تاريخ فضل مولا لټون ۱۴۲۵هـ ق (ج۳ ص ۳۷) پيغام خپرندويه مرکز شپږم مطلب:- دځينو کوچنيو ټاپوگانو فتحه:- روډس،ارواډ،سيسله او دحريه ټاپوگان دشام ساحل ته څيرمه دمديترانې په بحيره کي پراته دي.دمعاويه (ض) دخلافت پر مهال په (۴۱هـ ق) کال کي رويفع بن ثابت انصاري دحريه په نوم يو ټاپو ونيو. په (۵۲هـ ق) کال کي جندب بن اميه ديوې بحري حملې په ترڅ کي د روډس ټاپو فتحه کړ. په (۵۴هـ ق) کال د ارواډ جزيره ونيول شوه او دکرېټ پر ټاپو حمله وشوه. دسيسلې ټاپو چي دزياتی مودې راهيسي محاصره ؤ، بلاخره اوسېدونکي يې دزياتي اوږدې محاصرې څخه په تنگ راغلل او دمسلمانانو سره يې صلحه وکړه. دا ټاپو دهشام بن عبدالملک په وخت کي فتحه شو.په (۱۱۷هـ ق) کال حبيب بن ابي عبيدهدسردانيې پر ټاپو حمله وکړه او فتحه يې کړ(۱).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) شاه معين الدين ندوی تاريخ اسلام (۱۴۴۹هـق) (ج۲، ص۲۴۲) دار المصنفين هعظم گړهـ هندوستان دريم برخه د اموي خلافت تشکيلات لومړی مطلب:-اداري ويش:- اموي خلافت دفتوحاتو له امله زياته پراختيا ميندلې وه . چي Fه دومره اندازه پراخ دولت چا په دنيا کي نه وو رامنځ ته کړی . فارسي او رومي دولتونه دخپل انتهايي عروج په زمانه کي هم دومره پراخ نه وه . د دومره پراخي سيمي داداره کولو لپاره امويانو خپل دولت په مختلفواداري واحدونو وېشلی ؤ . ځيني يې لوی ولايتونه وه او ځيني يې کوچني ،دهر ولايت په سر کي به والي شتون درلود . چي په خپل ولايت کي يې دخليفه دنماينده په حيث دنده اجرا کول . واليان دخليفه له لوري ټاکل کېدل . خو کله کله به دکوچنيو ولايتو واليان دلويو ولايتو دواليانو له خوا ټاکل کېدل(۱). امويانو دولايتونوواليان ژر ژر بدلول ،تر څو دبغاوت او پاڅون لپاره زمينه ورته مساعده نه شي. خو ځيني وفاداره واليان لکه حجاج ، عبدالعزيز او نور ..... دمرگ تر وخته پر خپله دنده پاته وه. دکومو ولايتونو اوسېدونکي چي به سرکښه او ياغيان وه ، پر هغوی يې جابر او ظالم کسان مقررول تر څو په ښه ډول يې کنټرول کړي . هر ولايت په مختلفو برخو وېشل شوی ؤ.چي په سر کي به يې حاکم موجود ؤ(۲). حجاز:- په لومړي سرکي مکه او مدينه بېل بېل ولايتونه وه ، خو وروسته دحجاز دولايت په تشکيل کي راغله .چي دمکې ، مدينې ،طائف او دعربستان دټاپوزمي نوري سيمي په کي شاملي وې. والي به په مدينه کي اوسېده(۳).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۶۹) پرينټينگ پريس لاهور (۲) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج۲ص۵۱۳) پېغام خپرندويه مرکز (۳) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج۲ص۱۲) پېغام خپرندويه مرکز يمن:-يمن په زياتو وختو کي يو مستقل ولايت ؤ. والي به يې دخليفه له خوا ټاکل کېده. خو کله کله به دحجاز دولايت مربوط ؤ. او والي به يې هم دحجاز دوالي له خوا ټاکل کېده. عراق:- عراق دلويو ولايتونو له جملې څخه ؤ. والي به يې په کوفه کي اوسېده. او زيات اختيارات يې درلوده. دختيځ ټولي سيمي يې تر واک لاندي وې .خو کله چي خراسان او سيستان جلا ولايتونه تشکيل شوه. دهغوی لپاره بېل واليان مقرر شوه . او خپلي چاري يې په خپله اداره کولې(۱). سيستان:-په لومړی سر کي دعراق دولايت يوه برخه وه . خو دهندوستان طرف ته تر زياتو فتوحاتو وروسته يو مستقل ولايت شو. داوسني پاکستان او هندوستان ځيني برخي په کي شاملي وې. خراسان:-خراسان په لومړي سر کی دکوچنيو ولايتو له ډلی څخه ؤ. زيات وختونه يې والي دعراق دحکومت له خوا ټاکل کېده. کله چي دترکستان زياتي سيمي فتحه شوې . خراسان دعراق دحکومت له واک څخه ازاد شو. او والي يې دخليفه له لوری تعينېده. جزيره:- جزيره مستقل ولايت ؤ دقفقاز غرنی سيمي ، اذربايجان ، ارمينيااو موصل په کي داخل وه. والي يې دموصل څخه دولايت چاری اداره کولې(۲) . شام:-شام که څه هم يو مستقل ولايت ؤ . خو دهغه لپاره والی نه ټاکل کېده. په دمشق کی دخلافت دمرکز له امله دې ته اړتيا نه وه چي دشام لپاره دي والی وټاکل شي . مصر:-مصر لوی او مستقل ولايت ؤ. په لومړی سر کي دافريقا ټولي مفتوحه سيمي دمصر د والي له خوا اداره کېدې(۳).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  دکتور ابراهيم الشريفي   داسلام تاريخ   ژباړن: مولوي احمد الله ابو البدر    ( ۱۳۹۳هـ ش)     (ص ۱۷۲)     صداقت خپرندويه ټولنه

(۲) غلام محمد غبار په افغانستان کي داسلام خپريدل او دعربو نفوذ (۱۳۹۱هـ ش) (ص۳۵) صداقت خپرندويه ټولنه (۳) دکتور ابراهيم الشريفي داسلام تاريخ ژباړن: مولوي احمد الله ابو البدر ( ۱۳۹۳هـ ش) (ص ۱۷۲) صداقت خپرندويه ټولنه شمالي افريقا :- شمالي افريقا په پيل کي دمصر تر واک لاندي وه. کله چي عقبه بن نافع او نورو فاتحينو دلويديځ طرف ته زياتي سيمي فتحه کړې .نو ديزيد بن معاويه په وخت کي المغرب (شمالي افريقا) يو مستقل ولايت وگرځېده.او دقيروان څخه يې نوری برخي اداره کېدې. اندلس:-کله چي په اندلس کي فتوحات پيل شوه. نوپه لومړي سر کي دشمالي افريقا مربوط ولايت ؤ. حاکم په يې دشمالي افريقا دوالي له خوا ټاکل کېده. دعمربن عبدالعزيزد خلافت پر مهال يو مستقل ولايت وگرځېده. بصره:- بصره په پيل کي يو مستقل ولايت ؤ. کله چی عراق ديو لوی ولايت په توگه تشکيل شو. بصره دعراق دولايت يوه برخه وگرځېده(۱). دوهم مطلب:- اداري تشکيلات:- دامويانو حکومت يو فاتح او سوبيالي حکومت ؤ. که څه هم چي مسلمانان به کله کله په خپلو منځو کي يو له بل سره جنگېدل.خو د روم، سند، افريقا،او ترکستان په محاذونو کي په جهاد هم بوخت وه.دخلگو دهوسايي او ارامي لپاره يې زيات خدمات تر سره کړي وه. دچارو دسمون او ښه اداره کېدو لپاره دحکومت په داخل کي مختلف تشکيلات رامنځ ته شوي وه. بېلا بېل ديوانونه موجود وه . چي دنني عصر دوزارت سره مساوي شمېرل کيږي . مرکزي دېوان دخلافت په مرکز او په نورو ولايتونو کي يې څانگي موجودي وې(۲) . خليفه:-دحکومت په رأس کي خليفه قرار درلود. هغه ددې تر څنگ چي دټولي اسلامي نړۍ حاکم ؤ ، داسلامي پوځونو اعلی قومندان هم ؤ. خليفه دخلگو له خوا دبيعت پر اساس ټاکل کېده. که څه هم چي دغه کار په اموي دولت کي تر يو اندازې بدلون ميندلی ؤ، او زيات وخت يې دجبر له ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)   ډاکټر ثروت صولت    ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ     (۱۹۷۹م)     (ج۱ص ۱۶۹)  پرينټينگ  پريس  لاهور  

(۲) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج۲ص۵۱۳) پېغام خپرندويه مرکز

لاري بيعت تر لاسه کاوه. او دبادشاهانو رويه يې ځانته غوره کړې وه. خليفه دالهي قانون پر تطبيق مکلف ؤ(۱). دتفويض معاون (لومړی وزير):- تر خليفه وروسته به يو وزير موجود ؤ. چي په هر لحاظ دخليفه نائب گڼل کېده. دلومړي وزير تر لاس لاندي بيل بيل وزيران ټاکل شوي وه، چي د دېوانونو سرپرستي يې په غاړه درلوده. دلومړي وزير واک به دخليفه له خوا محدود کېدی . والي :- خليفه په ولاياتو کي خپل نمايندگان درلودل . چي والي يې ورته وايه . هر والي په خپله سيمه کي دپوره واک څښتن ؤ. خو په مهمو او ضروري مسائلو کي دخليفه اجازه حتمي وه. ديني رهبري او دلمنځونو امامت دوالي دنده وه. پر دې سربېره هر والي دخپل ولايت دپوځونو اعلی قومندان هم ؤ(۲). حاکم :- هر ولايت په مختلفو برخو وېشل شوی ؤ. (چي داوسني زمانې دولسوالۍ سره مترادف شکل لری .) دوالي له خوا يې حاکم ټاکل کېده . چي د والي دنماينده شکل يې درلود. عامل په خپله سيمه کي ازاد ؤ . خو مهم مسائل دوالي په اجازه مطرح کېدل(۳). حاجب (کوټوال):-دامنصب دمعاويه (ض) په دور کي رامنځ ته شو. حاجب دخليفه ځانگړۍ محافظ ؤ. او په ټولو حالاتو کي به دخليفه سره ملگری ؤ. دحاجب له اجازې پرته چا له خليفه سره نه شوای ليدلای . دخليفه دماڼۍ او داوسېدو دځای ټول مسؤليت دحاجب پر غاړه ؤ، ځکه نو حاجب دخليفه له خوا دخپلو باوري کسانو له ډلي څخه ټاکل کېدی (۴). صاحب الشرطه (دپوليسو مشر):-دښارونو دامنيت او دعامه نظم دخوندي ساتلو په منظور په ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  ډاکټر ثروت صولت    ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ     (۱۹۷۹م)     (ج۱ص ۱۶۱)  پرينټينگ  پريس  لاهور  

(۲) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ ژباړن: فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج۲ص۵۱۴) پېغام خپرندويه مرکز (۳) تقی الدين النبهاني نظام الاسلام (۲۰۰۱م) (ص۱۴۰) امت پروډکشن (۴) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۷۰) پرينټينگ پريس لاهور

ښارونو کي پوليس موجود وه. چي ددغه پوليسو مشر ته يې صاحب الشرطه ويل . په هر ولايت کی به د والي له خوا تنظيمېدل . قاضي:- ددې لپاره چي په ټولنه کي امن وي او خلگ په ارامي سره ژوند وکړي ، په هر ښار کي يو قاضی موجود ؤ . دخپل وخت مشهور فقيه او مجتهد به دخليفه له خوا د قاضي په توگه ټاکل کېدی .دشرعي احکامو تطبيق او دخلگو ددعوو او جنجالونو حل کول دقاضي دنده وه . رئيس العسکر:- ددې تر څنگ چي دټولو لښکرو مشري به دخليفه پر غاړه وه . خودخلافت دمنظمو پوځونو په سر کي به يو اعلی قومندان هم موجود ؤ. دهري سيمي پوځ ته به جلا رئيس العسکر (اعلی قومندان) ټاکل شوی ؤ. خو دا کومه دائمي وظيفه نه وه .زيات وختونه به دپوځ دلېږلو په وخت کي رامنځ ته کېده(۱). صاحب البريد:-داشعبه دمعاويه (ض) په وخت کي رامنځ ته شوه. ددوی دنده دعامه خلگو او دحکومت ضروري ليکونه له يو ځای څخه بل ځای استول وه . ددې تر څنگ يې دخلگو او حاکمانو رازونه او دولايتونو مهم خبرونه تر خليفه پوري رسول . داسلامي خاوري په مختلفو برخو کي په زياته اندازه ډاکخانې موجودي وي . په څو پړاوه کي به دډاکخانې تر څنگ دتازه دمه اسانو يوه چُوکۍ هم موجوده وه. هری ډاکخانې ځانته مسؤل درلود. چي دټولو مشر ته يې صاحب البريد وايه(۲). محتسب:-په ښارونو کي ځيني کسان ددې لپاره ټاکل شوي وه . چي خلگ دغير شرعي اعمالو څخه منعه کړي . او نيکو کارونو ته يې دعوت کړي . دبازار دنرخونو او خرابو مالونو کنټرول هم ددوی دنده وه. بيت المال:- دخلافت دمالي چارو شعبه وه . دشرعي احکامو سره سم يې ددولتي عايداتو او ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  اکبرشاه نجيب ابادي    د اسلام تاريخ      ژباړن:  فضل مولا لټون    (۱۴۲۵هـ ق )   (ج۲، ص۵۱۶ـــ ۵۱۷)     پېغام خپرندويه مرکز

(۲) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۷۰) پرينټينگ پريس لاهور مصارفو سرپرستي کول . (دا اداره بيا وروسته په ديوان الخراج بدله شوه.) ددې ادارې رئيس ته يې خازن وايه ، چی په هر ولايت کي يې خاصه څانگه او مسؤل شخص درلود(۱). دېوان الذمام:-داسلامي دولت په داخل کي دذميانو دحقوقو دخوندي ساتلو په موخه دا اداره رامنځ ته شوې وه. چي دجزيې او دذميانو اؤوند کاغذونه او اسناد ساتل کېدل. دېوان العسکر:-دپوځ دحاضری لستونه ، دپوځ معاشات ورکول، دجنگي سپرليو او وسلو رانيول ددې شعبې کار ؤ. دېوان العسکر به په مستقيم ډول دخليفه اويا يې دمعاون له خوا تنظيمېده . ديوان التوقيع:- په دغه دفتر کی دټولو هغه فرمانونو نقل ساتل کېده،چي دخليفه په لاسليک يا مهر به صادر شوي وه. ددې ادارې په سر کي دخليفه عمومي منشي يا کاتب قرار درلود. دبهر نه دراغلو پېغامونواورول، فرمانونه ليکل او دضروري اسنادو ساتل هم دکاتب دنده وه(۲). ديوان العمال:-دلته ددولت دټولو مأمورينو نومونه ليکل شوي وه. دهغوی دمرتبو او وظيفو ټاکل دهمدې ادارې دنده وه(۳).

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  تقی الدين النبهاني       نظام الاسلام         (۲۰۰۱م)        (ص۱۴۰)        امت پروډکشن 
(۲)  اکبرشاه نجيب ابادي    د اسلام تاريخ      فضل مولا لټون    (۱۴۲۵هـ ق )   (ج۲ص۵۲۰   ــ ۵۲۱ )    پېغام خپرندويه مرکز

(۳) أحمد شلبي موسوعة التاريخ الإسلامي ) ۱۹۸۲م( (ج۲ ص۱۷ـــ ۱۹). ) مكتبة النهضة المصرية ( دريم مطلب :- نظامي تشکيلات:- دراشده خلافت په څېر مسلمانانوپه اموي خلافت کي هم له نظامي اړخه لوړوالی درلود. شاوخوا امپراطوريوهيڅ يوې هم داموي خلافت سره سيالي نه شوای کولی . امويانو په زياته اندازه پوځ درلود. چي په قوي اونوې وسله سمبال ؤ. دبري پوځ ترڅنگ دمسلمانانو بحريه (بحري پوځ) هم قوي ؤ. په خپل وخت کي مسلمانان دروم (مديترانې) په بحيره کي لومړی بحري طاقت ؤ. دبحري پوځ دلاپياوړتيا لپاره دشمالي افريقا په تونس او قرطاجنه کي دبحري جهازونو دجوړولو فابريکې جوړي شوي وې . دبحري جنگونو پر مهال په يو وخت کي مسلمانانو شاوخوا(۲۰۰۰) سمندري جهازونه دجنگ ډگر ته را ايستل . دوليد په وخت کي سمندري پوځي نظام ډير پراخ شو. بحري پوځ پنځه برخي شو،يوه برخه دشام په سواحلو کي ،دوهمه برخه دشمالي افريقااو تونس په سواحلوکي، دريمه برخه اسکندريې پر ساحل،څلورمه برخه دنيل په سيندکي او پنځمه برخه دنيل له خولې څخه بيا دروم تر ساحله مېشتي وې . دامويانو بري پوځ زيات منظم ؤ. هغوی پر منظم پوځ سربېره رضاکار مجاهدين هم لرل . چی دجنگ پر مهال يې دښارونو څخه راټولول . پوځ په دوه بوخو وېشل شوی ؤ . ددوبي(گرمۍ) پوځ ته يې صايفه او دژمي (يخ) پوځ ته يې شتائيه ويل (۱). دپوځ مراتب يا منصبونه:- رئيس العسکر يا اميرالجيش:- دمنظمو پوځونو مشر ته يې رئيس العسکر يا امير الجيش وايه. په هر پوځ کی به (۱۰۰۰۰) لس زره تنه سپاهيان موجود وه . قائد(قومندان):- دهر قائد تر لاس لاندي (۱۰۰۰) زر تنه سپاهيان موجود وه. او په هر پوځ کي به (۱۰) تنه قائدين (قومندانان) وه. نقيب (لوی سرگروپ):- په پوځ کي به (۱۰۰) تنه نقيبان وه . او هر نقيب بيا د(۱۰۰) تنو سپاهيانو پر سر مشرؤ. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۷۰) پرينټينگ پريس لاهور عريف (کوچنی سرگروپ) :- په هر پوځ کي (۱۰۰۰) تنه عريفان موجود وه. چي هر عريف بيا د(۱۰) تنه سپاهيانو پر سر مشر ؤ(۱). ب:- په پوځ کي دقبوليت شرطونه:- بلوغ:-اموي خليفه گانو په پوځ کی هغه کسان نيول چی دبلوغ سن ته رسېدلي وه. په پوځ کي کوچنيانو ته برخه نه ورکول کېده. اسلام :- اموي خليفه گانو په خپل پوځ کې يوازې مسلمانان نيول ذميانو او غير مسلمو کسانو ته يې برخه نه ورکول تر څو مسلمانان د خپلې عقيدې څخه په اخلاص دفاع وکړي . روغتيا او صحت :- معيوب او مرضمن اشخاص د پوځ لپاره نه نيول کېده يوازې روغ او صحتمند کسان نيول کېده تر څو په ښه توگه دښمن سره مقابله وکړي . جنگي او غيرتمند :- هغه کسان چې په جنگ به يې خاص مهارت درلوده د دولت لخوا زياته توجه ورته کېده . ځکه چې دغسي کسان د سختيو او کړاونو سره عادت وه او مشکلات يې زغملای شوای (۲). د پوځ ډولونه :-

الفرسان ( اس سپاره ):- د پوځ په دې برخه کې هغه سپاهيان وه چې پر اسونو به سپاره وه د پوځ په مخکنۍ او شاتنۍ برخو کې به يې قرار درلود . سپاره به په زغرو ، غشو، لېنديو او نېزو سمبال وه . ددولت له خوا سپرو سپاهيانووته زياته توجه کېدل. دغنيمت په مالونو کي دسپاهي جلا او دآس يې جلا برخه وه(۳).

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)   اللواء الرکن محمود شيت خطاب      قادة فتح بلاد الروم      (۲۰۰۷م)         (ص۸)  

(۲) اللواء الرکن محمود شيت خطاب قادة فتح بلاد الروم (۲۰۰۷م) (ص۶ ) (۳) اللواء الرکن محمود شيت خطاب قادة فتح بلاد الروم (۲۰۰۷م) (ص۹) المنجنيقين:- دامويانو په وخت کي دلويو کلاگانو او ښارونو ددېوالو دنړولو لپاره دمنجنيق څخه گټه اخيستل کېده.په دې ډله کي هغه کسان شامل وه چي دمنجنيق په واسطه يې پر دېوالو ډبري غورځولې . ددوی مشر ته يې امير المنجنيق وايه. النطافون (اور ويشتونکي):- په دې ډله کي هغه کسان شامل وه چي د دښمن پر رسد ، وسائلو ، خېمو او سپرليو باندي يې اور لگېدونکي غشي غورځول. ددوی سره داسي غشي وه چي پر سرو به يې يو ډول کيمياوي ماده تړل شوې وه.او دغورځولو په وخت کي به اور ته اچول کېده . الدبابون:- دبابه يو کجاوې ته ورته کوچنی خونه وه چي دانسان دقد په اندازه جوړه شوې وه. سپاهي به دننه په کي کښېناسته. او له هماغه ځايه يې غشي او نېزې اورولې. ددې وسلې څخه يې دښمن ته دنژدې ورتگ په وخت کي کار اخيسته. کوم سپاهيان چي به په دې برخه کي گمارل شوي وه هغوی ته يې دبابون ويل(۱). المشاة (پياده):- په دې ډله کي هغه کسان شامل وه چي په پياده شکل به جنگېدل. دا ډله سپاهيان په زغرو ،خولونو،تورو، غشو، لېنديو، نېزواو نورو...... وسلو سمبال وه. الفعله (کارکوونکي):- په دې ډله کي هغه کسان شامل وه . چي خندقونه يې کيندل، دپوځ لپاره يې خېمې درولې، دپوځ درسد سامان يې باروی او کښته کوی، دلارو څخه يې واوري ليري کولې .موقتي پلونه يې جوړول،ددښمن په وړاندي يې لاري پرې کولې. بحريه ( بحري پوځ):- دبحري پوځ لپاره په زياته اندازه بحري جهازونه جوړ شوي وه. اوپه داسي يو کيمياوي ماده يې وهلي وه چي اور يې نه اخيسته. همدارنگه بحري سپاهيانو ته داسي جامې جوړي شوي وې . چي اور يې نه اخيسته. داموي خلافت بحريه ډېره قوي وه چي د روم بحيره ټوله تر خپل تسلط لاندي راوستلې وه . دبحري پوځ مشر ته يې امير البحر وايه(۲).

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) اللواء الرکن محمود شيت خطاب قادة فتح بلاد الروم (۲۰۰۷م) (ص۱۰) (۲) اللواء الرکن محمود شيت خطاب قادة فتح بلاد الروم (۲۰۰۷م) (ص۱۱) الاطباء والممرضون(ډاکتران او نرسان):- دلښکر سره به په سفرونو کي دزخميانو اومريضانو دمرهم پټی او تداوي لپاره ډاکتران او نرسان موجود وه. دلښکر لپاره سيار روغتونونه وه . چي هر لور ته به د لښکر سره ملگري وه(۱. پوځي وسله:- په اموي دور کي دوسلودجوړولو لپاره په کوفه ، بصره ،شام او نورو ښارونو کي فابريکې جوړي شوي وي . پوځ ته هر ډول وسله يې دهمدې فابريکږ څخه تر لاسه کول. حربيه:- حربيه دپياده پوځ وسله وه چي توره،نېزه او ډال په کي شامل وه. راميه:- راميه هم دپياده پوځي وسله وه. چي توره ،نېزه ،ډال ،غشي او لېندۍ په کي شامل وه(۲). السيف:- توره دهر پوځي عادي وسله وه. چي دشکل او جوړښت له مخي د الصمصامه ،اليماني او نورو نومونوسره يادېدې. الرُمح:- نېزه ډېره مهمه وسله شمېرل کېده. داوږدوالي له مخي يې يوله بل سره فرق درلود. دغټي نېزې اوږدوالی (۵) ذراعه ؤ. دا وسله به زيات وختونه دسپرو له خوا استعمالېده . القوس والسهم:- غشی او لېنده دليري ويشتونکو وسلو څخه وه. چي داوږدې مسافې څخه پر دښمن ويشتل کېده. دځينو غشو په سره اور اخيستونکې ماده استعمال شوې وه. چي ددښمن په قرارگاه کي داور لگولو کار ترې اخيستل کېده. الترس:- سپاهيانو په دنېزې ،توري او غشو څخه دد فاع په خاطر له ډال يا سپر څخه کار اخيسته. چي ځيني يې له څرمني او ځيني يې له اوسپني څخه جوړ وه. الدرع والخود:- هر يو جنگي سپاهي به زغره په تن کول ، چي داوسپني يا څرمني څخه به جوړه وه . او ددې تر څنگ يې په سر خول او په لاس باندي جوشن اغوستل(۳). ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) اللواء الرکن محمود شيت خطاب قادة فتح بلاد الروم (۲۰۰۷م) (ص۱۱) (۲) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ فضل مولا لټون (۱۴۲۵ه ق ) (ج۲ص۵۲۶) پېغام خپرندويه مرکز

(۳)   اللواء الرکن محمود شيت خطاب      قادة فتح بلاد الروم      (۲۰۰۷م)         (ص۱۲)

منجنيق:- ډېره غټه جنگي وسله وه. منجنيق دلومړي ځل لپاره مسلمانانواختراع کړ. ددې وسلې څخه يې دکلا گانو دمحاصرې پر وخت کار اخيسته. لوی منجنيق ته يې عروس وايه.چي دپنځه سوه کسانو په واسطه له يو ځای څخه بل ځای ته انتقالېده. او دنيم قنطار په اندازه ډبري يې غورځولې(۱). دپوځ شمېر:- په اموي خلافت کي دپوځ لپاره بېل دېوان او شعبه پرانيستل شوې وه. چي د دېوان الجيش يا دېوان الجند په نوم يادېده. چي دمنظم پوځ ټول سپاهيان په کي ثبت وه. منظم پوځونه په بېلابېلو ښارونو کي په لښکر کوټونو کي اوسېده. بصره ۸۰۰۰۰سپاهيان، کوفه ۶۰۰۰۰ سپاهيان، الفسطاط۴۰۰۰۰سپاهيان، شام ۴۰۰۰۰سپاهيان........ ددې تر څنگ په زياته اندازه نور پوځونه په قيروان ، خراسان، سنداو اندلس کي پراته وه. دمنظمو پوځونو شمېر شاوخوا نيم ميليون ته رسېده. درضاکارومجاهدينو څخه هم دجنگ په وخت کي کار اخيستل کېده. ددوی خواړه، سپرلی، وسله ،دکور مصارف او نور هر څه د دولت له خوا ورکول کېده (۲).

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)   اللواء الرکن محمود شيت خطاب      قادة فتح بلاد الروم      (۲۰۰۷م)         (ص۱۳)  

(۲) اللواء الرکن محمود شيت خطاب قادة فتح بلاد الروم (۲۰۰۷م) (ص۷)

                                    څلورمه برخه 
                           داموي خلافت پرمختگونه

لومړی مطلب:-علمي پرمختگونه:- عرب دخپل صحرايي طبيعت اوژوند له مخي اکثره اميان وه ، په ليک اولوست نه پوهېدل . يوازي په لويو ښارونولکه مکه ، مدينه ،طايف ،يمن او نورو کي ځيني کسان چی دفارس ، شام او حبشې سره يې روابط درلودل، باسواده وه . په مکه کي يوازی اوولس تنه داسی وه،چي په ليک او لوست پوهېدل.عمر بن خطاب،علي بن ابي طالب،عثمان بن عفان،ابوعبيده بن جراح ،طلحه ،يزيدبن ابي سفيان،ابوحذيفه بن عتبه بن ربيعه، حاطب بن سهيل بن عمرو،ابوسلمة بن عبدالاسد المخزومي ،ابان بن سعيد،خالدبن سعيد،عبدالله بن سعد ابي سرح،حويطب بن عبدالعزی،ابوسفيان بن حرب،معاويه بن ابي سفيان،جهيم بن صلت بن مخرمه،علاء بن الخضرمي(۱) دوی په ځيني محدودو علومو لکه: فلکياتو،دطبي بوټوڅخه استفاده، دځينومرضونو علاج، نسب پېژندنه،اوشعرويلو پوهېدل ..داسلام په راتگ سره عربو شرکي عقيده پرېښوده اود توحيد عقيده يې خپله کړه . قران کريم دمسلمانانوپه ژوند کي دهر څه منشاء او مصدر وگرځېدی . قران اونبوي احاديثودعربو دعلومو اوپرمختگ لاره نوې کړه . په مدينه کي داسلامي دولت ترجوړېدو وروسته ددې هدف لپاره هڅي نوري هم گړندی شوې . داسلامي خاوري په مختلفو برخو کي دعلم او ادب مرکزونه پرانستل شوه . مکه او مدينه يې دمهمو مراکزو څخه گڼل کېده . په مدينه کي نبوي مسجدکه له يوې خوا دلمانځه ادا کولو ځای ؤ له بلي خوا داسلامي علومو دزده کړي يوه قوي مدرسه وه په راشده خلافت کي داسلامی حکومت په مختلفو برخو کي دقران مجيداونبوي احاديثو دزده کړي لپاره مدارس پرانستل شوي وه . چي لوستل او ليکل دواړه ورزده کېدل . په دې مدارسو کي دتنخوا په مقابل کي استاذان درول شوي وه . دداسي مدرسو شمېر يوازي دعمر (ض) په وخت کي تر څلور زره زيات ؤ. دقران او احاديثو تر څنگ فقهي، تاريخ او شعر ته هم ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) احمد بن يحي بلاذري فتوح البلدان ژباړن : محمد توکل (۱۳۳۷هـ ش) (ص۲۳۰) اداره تاريخ ايران توجه کېدل(۱). کله چي اموي خلافت رامنځه ته شو نو دعلومو لړۍ پر عربو سربېره عجمو ته هم وغځېده . اسلامي علوم په فتحه شوو سيمو لکه قرطبه ، دمشق، بغداداو نورو کي په زياته اندازه خپاره شوه . نوو مسلمانانو هم دعلوموپه پراختيا کي پوره ونډه لرل . دا ځکه چي اسلام دعلومو دلاسته راوړلو اصلي محرک ؤ. اسلامي تعليماتواولارښوونو دعلم پر حاصلولو زيات ټينگار کاوه . ددې تر څنگ دقران او احاديثو دزده کړي لپاره دعربي ژبي دصرف او نحوي علوم لازمي وه(۲). داموي دور په علمي پرمختگونو کي زيات رول داصحابو (ض) او تابعينو ؤ.شاوخوا لس زره اصحاب په مختلفو سيمو کي دتفسير او احاديثو په تدريس بوخت وه . چي په زياته اندازه شاگردان يې درلودل . اموي دور دعلم دحاصلولو په لحاظ دوو برخو ته وېشل کيږي :- لومړی ابتدائي مرحله وه چي اصحابو په کي دمعلمانو وظيفه اجرا کول . عبدالله بن عباس ، عبدالله بن عمر، ابوهريرة،جابربن عبدالله ، انس بن مالک ، عائشة رضوان الله عليهم اجمعين او نور يې دمشهوره عالمانو څخه وه . او داحاديثو زيات روايتونه له همدغه کسانو څخه شوي دي . دوهم دور چي تابعينو په کي دمعلمانو په حيث دنده اجرا کول . سعيد بن مسيب ، عروه بن زبير ، حسن بصري ، مجاهد، شعبي ، محمد بن شهاب الزهري او نور لوی لوی عالمان وه چی په زرگونو شاگردانو زده کړه ورڅخه کول(۳). په اموي دور کي خلگو پر حفظ زيات ټينگار کاوه . تحريري ليکني په زيات ډول داعتماد وړ نه بلل کېدې . ځکه نو داموي دور زيات تصنيفات او ليکني نه موندل کيږي .خو ددې سره سره مسلمانانو په لاندي برخو کي زيات خدمتونه وکړل: ديني علوم:- علوم التفسير:- دعبدالملک په وخت کي يوهراړخيزه تفسير ته اړتيا وليدل شوه . ځکه يې نومشهورتابعي سعيدبن جبيرته امروکړ، چي يوتفسيروليکي . او همدارازدعبدالله بن عباس دتنويرالمقياس تفسيرداموي دورله مشهوروتفاسيروڅخه دی . په علوم تفسيرکي عبدالله بن ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۲۲) پرينټينگ پريس لاهور (۲) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۷۶) پرينټينگ پريس لاهور (۳) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۷۹) پرينټينگ پريس لاهور عباس،عبدالله بن عمر،عبدالله ب مسعود،قتاده، مجاهد دهغه وخت له مشهوره مفسرينو څخه دي . علوم الحديث:-په علوم الحديث کي عائشه، عبدالله بن عمر ، ابوهريره،مکحول، مجاهد،قتاده دحديثو لوی علماء وه. دحديثو دله منځه تلو دمخنيوي لپاره په (۹۹هـ ق) کال کي دعمر بن عبدالعزيز په امر محمدبن شهاب الزهري او دحديثو نورو عالمانو احاديث راټول اوتدوين کړل. دهمام بن منبه داحاديثو مجموعه چي په صحيفة حمام مشهوره ده ددغه پرمختگونو غوره بېلگه ده(۱). علوم الفقه:-په اموي دور کي په زياته اندازه فقهاء موجود وه. سعيد بن مسيب(۱۴هـ ـــ۹۴هـ) دخپل وخت مشهور فقيه ؤ. مکحول(۱۱۸هـ ق) لوی فقيه وو چي په لومړي ځل يې په فقه کي دکتاب السنن او کتاب المسائل دوه لوی کتابونه وليکل.او هم دا ډول په فقه کي يو بل کتاب دامام الزهري فتاوی ده چي په درې ضخيمو کتابونو کي ليکل شوې ده(۲). ب:- ادبي علوم:- دعربی ژبي صرف ، نحو، شعر،نثر او خطابه په کي شامل دي .په صرف او نحو کي دسيبويه کتاب (الکبير) ددې علم اساس تشکيلوي . او همداډول دعيسی بن عمرو نحوي دالجامع اوالمکمل کتابونه دي چي په صرف اونحوه کي ليکل شوي دي.او خليل ددې علم استاذان شمېرل کيږي .اموي واکمنودشعرسره زياته مينه درلوده.او دشاعرانو درناوی يې کاوه. جرير،عمروبن ابي ربيعه، فرزدق او اخطل دهغه وخت مشهوره شاعران وه. په ادبي علوموکي حسن بصري او شعبي ډير ممتاز علماء وه. هغوی دديني علومو تر څنگ په شعري او نثري کلامونو کي استاذان شمېرل کيږي ‎(۳). ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۸۲) پرينټينگ پريس لاهور (۲) پروفيسر محمد نعيم صديقي داسلامي نړۍ تاريخ (۲۰۱۴م) (ج۲ ص۲۳۲) عمريه کنب خانه (۳) تاريخ الاسلامي الطبعة الثامنة ۱۹۸۸م (ص۱۶۴) المملکة العربية السعودية ج:- اجتماعي علوم:- علم التاريخ:- دتاريخ دعلم لومړی سرچينه قران دی چي دنورو امتونو قصې په کي بيان شوي دی .دمعاويه(ض) په وخت کي عبيد بن شريه دکتاب الامثال او کتاب الملوک کتابونه او عوانة بن حکم کلبي دکتاب التاريخ او سيرة المعاويه کتابونه وليکل.دعمربن عبدالعزيزدخلافت پرمهال عاصم بن قتاده ته چي دمغازي اوسيرت ستر عالم ؤامر وشو، چي ددمشق په جامع جومات کي دسيرت تدريس پيل کړي. په دې برخه کي دمحمد بن اسحاق(۱۲۰هـ) سيرة الرسول . دشعبي (۱۹هـ ـــ۱۰۴هـ) المغازي هم شامل دي . يزيدبن حبيب ، حماد الراهويه او قتاده د اموي دور مشهور تاريخ پوهان دي. علم الجغرافيا:- مسلمانانو په اموي دور کي دجغرافيې دعلم په برخه کي خاص لاسته راوړني درلودې. داسلامي خاوري مختلفی برخي د جغرافيايي لحاظه مطالعه شوې مجاهدبن جبير (۲۱هـ ـــ ۱۰۲هـ)دهغه مشهوره سياح او جغرافيه پوه ؤ(۱). د:- طبيعي علوم:- مسلمانان په کيمياوي او فزيکي علومو کي دنبوغ مرحلې ته رسېدلي وه.نوی عناصر يې کشف کړل.مختلف مرکبات يې رامنځ ته کړل.دمروان په زمانه کي دماسرجو په نوم يويوناني ډاکټر طبي کتابونه له يوناني ژبي څخه عربي ته وژباړی.همدارنگه خالد بن يزيد اموي شهزاده دطبيعي علومو په برخه کی ديوناني ژبي څخه مختلف کتابونه وژباړل(۲).

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) پروفيسر محمد نعيم صديقي داسلامي نړۍ تاريخ (۲۰۱۴م) (ج۲ ص۱۷۳) عمريه کنب خانه (۲) پروفيسر محمد نعيم صديقي داسلامي نړۍ تاريخ (۲۰۱۴م) (ج۲ ص۱۷۴) عمريه کنب خانه

دوهم مطلب:-مادي او ودانييز پرمختگونه:- دمادي پرمختگ او ترقۍ له مخي په اموي دور کي مسلمانانو زيات پرمختگ وکړ.کومي ورانۍ چي مفتوحه سيمو ته دفتوحاتو پر وخت رسېدلي وې.په ابادی بدلي شوې .مسلمانانو په صنعت ، زراعت او تعمير جوړونه کي پرمختگونه وکړل.دخلگو دهوسايي او سوکالی په منظور ښارونه اباد شوه.په شمالي افريقا کي دقيروان ،په عراق کي دواسط،په فلسطين کي درمله ،په ايران کي دشيراز اوپه سند کي دمنصوره اومحفوظه ښارونه ددغه پرمختگ څرگندي بيلگي دي(۱). دزراعت دبهبودپه خاطر نهرونه،ويالې او بندونه جوړ شوه.په ښارونو کي هر کور ته داوبودرسولو لپاره فعاله سيسټم موجود ؤ،چي دکوچنيو ويالو او لښتيو په واسطه هر کور ته اوبه ورتلې .په مدينه کي داوبو دکمږالي په خاطر يوه وياله وکيندل شوه.تر څو خلگ داوبو دکموالي سره مخامخ نه شي .دوليدپه وخت کي سړکونه جوړ شوه،چي ديو ميل په فاصله کي نښانونه ورباندي درول شوي وه. په لويو لارو کي دمسافرو لپاره کاروان سرايونه جوړ شوه چي دشپې مهال مسافر له کومي ستونزي پرته شپه تېره کړي . دلارو په اړخ کي کوهيان وکيندل شوه چي څښاک داوبولپاره گټه ورڅخه اخيستل کېده.په ښارونو او کليو کي مدرسې پرانيستل شوې .دروغتيا په برخه کي مسلمانانو ته روغتنونه او شفاخانې جوړي شوې(۲). په تعميري لحاظ دومره شانداره ماڼی او تعميرات جوړ شوه چي په خپل وخت کي يې په نړۍ کي ساری نه ليدل کېده.اوزيات يې اوس هم ديادگار په توگه پاته دي .په تعميراتو کي درومي ، فارسي او هندي معمارانو استفاده کېده.داموي دور ځيني پرمختگونه ديادوني وړ دي چي دهر يوڅخه به جلاجلا يادونه وشي . داسلامي سکې پيل:-دعبدالملک بن مروان تر وخته په اسلامي نړی کي دروم، فارس او هند سکې دود وې .دعبدالملک په وخت کي داسلامي دولت او رومي امپراطوری تر منځ داړيکو دزيات خرابوالي له امله عبدالملک په اسلامي خاوره کي بهرنی سکې بندي کړې .اوپر ځای يې ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۷۱) پرينټينگ پريس لاهور (۲) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۱۳۶) پېغام خپرندويه مرکز

اسلامي سکه جوړه کړه.چي پر يو طرف يې (قل هو الله ) ليکل شوې وه.تر دې وروسته په اسلامي خاوره کي هر څه په همدې سکه تبادله کېدل(۱).اکبر شاه۱۳۲

دقبة الصخرة جوړېدل:-په بيت المقدس کي دصخرې (لويي تيږي) قبه (گنبده) دعبدالملک بن مروان دخلافت پر مهال جوړه شوه. دجوړولو سرپرستي يې درجاة بن حيوة پر غاړه وه.دې پروژې شاوخوا (۷) کاله وخت ونيو اوپه (۷۳هـ ق) کال کي تکميل شوه. دگنبدي په جوړښت کي جواهر ، ملغلري، سره او سپين زر کارول شوي وه(۲). دنبوي مسجد پراخول:-دوليدبن عبدالملک دخلافت پرمهال په(۸۸هـ ق) کال کي چي کله عمربن عبدالعزيز دمدينې والی ؤ،وليد عمربن عبدالعزيز ته امر وکړ،نبوي مسجد ته پراختيا ورکړي.درسول (ص) دازواج مطهراتو حجرې هم په کي داخلي کړي. ددې کار لپاره وليد دروم څخه سل تنه کاريگر راوغوښتل.مسجد ته څلورو خواوو ته پراختيا ورکول شوه.چي شاوخوا (m2۴۰۰۰) متره مربع ساحه يې نيولې وه(۳). ددمشق جامع جومات جوړول:- کله چي په (۱۴هـ ق) کال مسلمانانو دمشق فتحه کړ، نو هغه وخت دمسجدپر ځای يوه کليسا وه چي بيا يې دوه برخي کړه ،ختيځ طرف ته يې مسجد او لويديځ طرف ته يې کليسا پاته وه. وليدبن عبدالملک د کليسا په بدل کي مسيحيانو ته نوره ځمکه ورکړه او کليسا يې هم په مسجدگډه کړه..دا مسجد چي په (۸۶ هـ ق) کال دوليدبن عبدالملک په وخت کي يې کار پيل شو په اموي مسجد سره مشهوره شو. ددې مسجد په جوړښت کي په زياته اندازه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) اکبرشاه نجيب ابادي د اسلام تاريخ فضل مولا لټون (۱۴۲۵هـ ق ) (ج ۲ص۱۳۲) پېغام خپرندويه مرکز (۲) رشيد اختر ندوي تهذيب وتمدن اسلام (۱۹۵۲م) (ج۲، ص۱۶۰) (۳) حافظ عمادالدين ابن کثير تاريخ ابن کثير اردو ترجمه:- ابوطلحه محمداصغر (۲۰۰۸م) (ج۵،ص۸۶) اردو بازار لاهور دمرمرډبري اوپه دېوالوکي يې لاجوردکارول شوي دي. دمسجد د روښنايي لپاره شپږ قنديلونه په مسجدکي راځوړندشوي دي.ددې مسجدپه جوړېدوباندي (۵۶۰۰۰۰۰) لکه ديناره مصرف شوه. اموي مسجد تر اوسه ديو تاريخي يادگار په توگه موجود دي. (۱). دعربي ژبي رسمي کېدل:- دعبدالملک بن مروان تر وخته په دېوانونو او ادارو کي فارسي ،يوناني او مصری ژبي کارول کېدې.په (۸۱هـ ق) کال کي عبدالملک امر وکړ چي ټولي محلي ژبي دی لغوه او پر ځای دي يې عربي ژبه رايجه شي تر دې وروسته هر څه په عربي ژبه ليکل کېده.(۲) صنعت:-په اموي دور کي مسلمانانو په صنعتي لحاظ هم زيات پرمختگ وکړ. او دخلافت مختلفي برخي په يوخاص ډول صنعت سره مشهوري وې.دشام او مصر په سيمو کي وريښمين او پنبيي شيان اوبدل کېده. او ښيښيي لوښي جوړېدل.په فارس کي نقش لرونکي غالی او په عراق کي وريښمين ټوکران جوړېدل. همدا دول ورقي ، بوی لرونکي عطرونه، اوسپنيز سامانونه، گاڼې او زيورات او چرمي شيان هم جوړېدل. دبحري پوځ او تجارت لپاره مسلمانانو په خپله کښتۍ جوړولې(۱). د ډاگ او پوستې نظام:- دډاگ يا خط رسوني سيسټم په لومړي ځل په اموي دور کي رامنخ ته شو. داسلامي خاوري په لويولارو کي ددې کار لپاره بې شمېره پړاوونه موجود وه. چي دهر پړاو په څنگ کي به داسونو يوه طبېله هم وه. داړتيا په وخت کي به مسافرو خپل اسونه په کي تبديلول(۲). ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) حافظ عمادالدين ابن کثير تاريخ ابن کثير اردو ترجمه:- ابوطلحه محمداصغر (۲۰۰۸م) (ج۵،ص۸۳) اردو بازار لاهور (۲) دکتور ابراهيم الشريفي داسلام تاريخ مولوي احمد الله ابو البدر ۱۳۹۳هـ ش (ص ۱۳۷) صداقت خپرندويه ټولنه (۳) تاريخ الاسلامي الطبعة الثامنة ۱۹۸۸م (ص۱۷۲) المملکة العربية السعودية (۴) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۳۴) پرينټينگ پريس لاهور

دکوفې جامع جومات جوړول:-کله چي معاويه (ض) زياد بن ابي سفيان دکوفې والی وټاکه . زياد په کوفه کي يو جامع جومات جوړ کړ. په دې جومات کي دلومړي ځل لپاره دډبرو پايې ولگول شوې .دکوفې جامع جومات دومره پراخ ؤ چي په يو وخت کي (۶۰۰۰) شپږ زره کسانو لمونځ په کي ادا کاوه. دې جومات ته يو مينار هم ورکول شوی ؤ چي په اسلامي دنيا کي لومړی مينار ؤ(۱). دکعبې دخوني بيا رغونه:-ديزيد په زمانه کي پر کعبه دډبرو داورېدو له امله دکعبې ودانی ته زيان ورسېدی.عبدالله بن زبير دخپل خلافت پر مهال هغه ونړول،او درسول (ص) دوړاندي کړي نقشې سره سم يې ورغول.دحطيم برخه يې دکعبې حصه وگرځول. چي له امله يې اوږدوالی لس زراعه زيات شو.دختيځ او لويديځ طرف ته يې دوې دروازې ورکړې.دعبدالملک دواکمنی پرمهال حجاج دکعبې ودانی ونړول ،او په پخواني شکل يې جوړه کړه.حجاج کعبې ته دورېښمويو پوښ هو ورکړ(۲). په قران کي اعراب لگول:-قران دعربو په مورنی ژبه نازل شوی ؤ.چي په اساني سره پرې پوهېدل. کله چي نوري سيمي فتحه شوې او عجمو اسلام راوړ.نو هغوی ته دقران زده کړه سخته وه.ددې لپاره چي عجم په صحيح ډول دقران په الفاظو پوه شي. دعبدالملک له خوا حجاج ته امر وشو، چي په قران کي اعراب ولگوي. تردې وروسته په قران کي اعراب (زور،زېر،پېښ،شد،مداو نورتجويدي ټکي ) ولگول شوه(۳).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱) ډاکټر ثروت صولت ملت اسلاميه کي مختصر تاريخ (۱۹۷۹م) (ج۱ص ۱۷۳) پرينټينگ پريس لاهور (۲) پروفيسر محمد نعيم صديقي داسلامي نړۍ تاريخ (۲۰۱۴م) (ج۲ ص۱۲۵) عمريه کنب خانه (۳) پروفيسر محمد نعيم صديقي داسلامي نړۍ تاريخ (۲۰۱۴م) (ج۲ ص۲۳۰) عمريه کنب خانه

  1. د اسلامي فکر نړیوال انستیتیوت (2018 م). د اموي خلافت... د فتوحاتو حکومت. نشر قدس. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط author-name-list parameters تكرر أكثر من مرة (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |year= (مساعدة)