يزيد بن معاويه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

يزيد يا يزيد بن معاويه (زېږون 645; مړينه 683)(په عربي: يزيد بن معاوية بن أبي سفيان)‎د اوموي خلافت دويم خليفه و. هغه درې کاله خلافت وکړ چې د خلافت موده يې له 680 عيسوي پېر نه تر د هغه مړينې په 683 عيسوي پېر پورې وغځېدله. ډېری مسلمانان د يزيد د واکمنۍ وخت په اسلامي خلافت کې د ظلم او بې عدالتۍ نه ډک وخت گڼي. يزيد د ټاکنو له مخې او يا هم د شورا له مخې خلافت ته نه و رسېدلی بلکه هغه په زوره خپل ځان د خپل د پلار د مرگ وروسته واکمن کړی و. هغه د معاويه زوی و. په دې ډول هغه تړون چې د معاويه او حسن بن علي تر مېنځ شوی و د هغه تړون په خلاف يې ځان واکمن کړ او د کربلا په جگړه کې يې حسین بن علي د هغه د کورنۍ او پلويانو سره په ۱۰ د محرم په شهادت ورسول.