اموي کورنۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اموي کورنۍ (عربي: بَنُو أُمَیَّةَ) د ۶۶۱ز او ۷۵۰ز کلونو کې او وروسته د ۷۵۶ز او ۱۰۳۱ز کلونو ترمنځ د اندلس (اسلامي هسپانیا) د خلافت واکمنه کورنۍ وه، چې له اسلام نه مخکې دوره کې په مکه کې د قریش قبیلې له نامتو طایفې او د امیه بن عبداشمس اولادې نه ګڼل کېده. دغه راز د اسلام له ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) سره د دوی له سخت مخالفت سره سره، امویانو په ۶۳۲ کال کې د پیغمبر (ص) له مړینې نه مخکې اسلام قبول کړ. همدارنګه د اموي قبیلې نه عثمان (ع) د محمد (ص) لومړنی ملګری او درېیم خليفه و، چې له ۶۴۴-۶۵۶ کلونو کې واکمني کوله، پداسې حال کې چې یادې کورنۍ نور واليان هم درلودل، چې یو له دغو واليانو نه لومړی معاویه و، چې د مسلمانانو لومړۍ کورنۍ جګړه (۶۵۶-۶۶۱ز کلونو) کې له خلیفه علي (ع) سره یې مخالفت وکړ او بیا یې اموي خلافت رامنځته کړ او دمشق یې خپله پلازمینه وټاکله، چې په دې ډول دا د اموي سلطنت پیل په ډاګه کويږ دغه راز په اسلامي تاریخ کې دا لومړنی میراثي کورنۍ او یوازینی حکومت و، چې د خپل وخت کې په ټوله اسلامي نړۍ واکمني کوله.

د امويانو واکمني د مسلمانانو په دویمه کورنۍ جګړه کې وننګول شو، چې په ترڅ کې يې د معاويه سفياني کورنۍ په ۶۸۴ کال کې د لومړي مروان له خوا بدله شوه په دې توګه یې د امويانو د خلافت مرواني لیکه جوړه کړه. امویانو د مسلمانانو د لومړنیو فتوحاتو مشري کوله او شمالي افریقا، هسپانیا، منځنۍ اسیا او سند یې فتح کړ، خو یادو پرله پسې جګړو د دولت پوځي سرچینې له منځه یوړلې. له بلې خوا د الید او خوارجو پاڅونونو او قومي سیالیو دولت له دننه نه کمزوری کړ، چې په پای کې په ۷۵۰ کال کې عباسیانو د دویم مروان خلافت ړنګ کړ او د کورنۍ زیاتره غړي یې قتل عام کړه، خو یو له ژوندي پاتې شوو کسانو نه عبدالرحمن چې د خلیفه هشام بن عبدالمالک لمسی و هسپانیې ته وتښتېد او هلته یې د قرطبې امارت رامنځته کړ، چې د هغه د اولادې درېیم عبدالرحمن په ۹۲۹ کال کې د خلافت ځایناستۍ وټاکل شو. دغه راز له نسبتا لنډې طلايي دورې نه وروسته د قرطبې خلافت په ۱۰۳۱ کال کې په څو خپلواکو سلطنتونو ووېشل شو او په دې ډول د اموي کورنۍ سیاسي پای په ډاګه کړ.

تاریخ[سمول]

له اسلام نه مخکې منشاء[سمول]

امویان یا بني امیه د قريشو د لويې قبيلې هغه طایفه وه چې د اسلام له راتګ نه مخکې یې په مکه کې واکمني کوله. قریشو د کعبې په ساتنې او پالنط سره د عربو قبیلو په منځ کې ډېرعزت درلوده، ځکه هغه مهال په ټوله عربي ټاپووزمه کې د مشرکانو ترټولو سپیڅلی ځای ګڼل کېده. همدارنګه د قريشو يو مشر عبد مناف بن قسي چې پنځمې پېړۍ په وروستيو کې ژوند کاوه د کعبې او حاجيانو د ساتنې او امنیت مسووليت په غاړه درلوده، چې وروسته دا دنده د هغه زامنو عبد شمس، هاشم او نورو ته ورکول شوه، چې عبدالشمس د امیه پلار و.[۱][۲][۳][۲][۱]

اميه د عبد شمس پر ځای د مکې د قايد (جنګ وخت قوماندان) په توګه وټاکل شو. دا مقام احتمالآ یو سیاسي پوست و چې د ساحوي قوماندې پرځای یې د جګړې په وخت کې د مکې د پوځي چارو لارښوونه کوله. ځکه چې امویان د پام وړ سیاسي او نظامي تنظیمي مهارتونو لپاره پېژندل شوي و.[۴]

د ۶۰۰ کال په شاوخوا کې قریشو د نورو عربو تر منځ خپلې سوداګریزې چارې پراخه کړې په دې ډول په شمال کې یې سوریې او په جنوب کې یمن ته کاروانونه تنظیم کړل. بني اميه او بني مخزوم چې د قريشو دوه نورې مشهورې قبيلې وې په دغو سوداګریزو شبکو باندې تسلط درلود. همدارنګه دوی له کوچیانو عربو قبیلو سره اقتصادي او نظامي اتحادونه جوړ کړل او په دې توګه یې د شمالي او مرکزي عربو دښتو پراخه سیمې کنټرول کړې او په عربستان کې یې سیاسي واک ترلاسه کړ.[۳][۱][۵]

له اسلام سره مخالفت او د اسلام منل[سمول]

کله چې د قریشو د بني هاشم قبیلې نه د اسلام پېغمبر حضرت محمد (ص) په مکه کې خپل دیني تعلیمات پیل کړل، نو د قریشو له مخالفت سره مخ شو. په داسې حال کې چې هغه د مدينې د اوسېدونکو ملاتړ لاس ته راوړ او په ۶۲۲ کال کې له خپلو پيروانو سره هلته ولاړ. د بني اميه په شمول د عبد شمس اولاده د قريشو قبیلې له مهمو مشرانو نه وه چې له محمد (ص) سره مخالفت کاوه. دغه راز په ۶۲۴ کال کې د بدر په جګړه کې د بني مخزوم مشرتابه د ابوجهل په مشرۍ له مسلمانانو سره په جګړه کې د زیاتو زیانونو په پایله کې د بني مخزوم قبیلې ځایناستی شو او په دې توګه له هغه وروسته د اموي مشرانو څخه ابو سفيان د مکې د لښکر مشر شو چې د احد او خندق په جګړو کې يې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په مشرۍ له مسلمانانو سره جګړه وکړه.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

ابو سفیان د هغه زامنو او د امویانو له ډېرو نورو غړو سره  د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند په پای کې د مکې له فتحې نه وروسته اسلام قبول کړ. د ابو سفیان په ګډون د امویانو د نامتو مشرانو د وفادارۍ د یقیني کولو لپاره محمد (ص) هغوی ته نوي اسلامي حکومت کې سوغاتونه او مهمې دندې وړاندې کړې. همدارنګه هغه يو بل اميه چې عتاب بن اسيد بن ابي العيس نومېده د مکې د لومړي والي په توګه وټاکه. دغه راز که څه هم مکې د یو مذهبي مرکز په توګه خپل ځای ساتلی و، خو مدینې د مسلمانانو د سیاسي مرکز په توګه خپل فعالیت کاوه. همدارنګه ابو سفیان او بنو امیه د خپل مخ پر زیاتیدونکي سیاسي نفوذ د ساتلو لپاره ښار ته ولاړل.[۷][۱۱][۱۲]

په ۶۳۲ کال کې د محمد صلی الله علیه وسلم مړینه د ځایناستي کړکېچ رامنځته کړ، ځکه چې په ټوله عربستان کې د کوچیانو قبیلې چې اسلام یې قبول کړی و، د مدینې له واکمنۍ نه جلا شوي و. په دې ډول ابوبکر(ع) چې د محمد (ص) یو له پخوانیو ملګرو او لومړنیو مسلمانانو نه و، د خليفې (د اسلامي ټولنې ستر سیاسي او مذهبي مشر) په توګه وټاکل شو. ابوبکر امویانو ته د سوریې په فتحه کې د مهم رول په ورکولو سره دوی ته ډېر توجه وکړه. لکه څنګه چې هغه د امویانو له ډلې نه خالد بن سعید بن العاص د عملیاتو د قومندان په توګه وټاکه او د هغه په ځای یې نور قومندانان چې په هغو کې د ابو سفیان زوی یزید هم و وګومارل. دغه راز ابو سفیان لا دمخه په سوریه کې ملکیت او سوداګریزې شبکې درلودې.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ابوبکر(ع) ځایناستۍ خلیفه عمر (۶۳۴-۶۴۴ کلونو کې) په اداري او نظامي چارو کې د محمد (ص) د پخوانیو ملاتړو په ګټه د قریشو د اشرافو نفوذ محدود کړ، خو په سوریه کې د ابو سفیان د اولادې د مخ پرزیاتېدونکي دریځ کې خنډ نه شو. دغه راز کله چې په ۶۳۹ کال کې د عمر رضی الله عنه د ولایت مشر ابو عبیده بن الجراح وفات شو، نو یزید یې په سوریه کې د دمشق، فلسطین او اردن د والي په توګه وټاکه او د یزید له مړینې لږ وروسته د هغه ورور معاویه یې ځایناستی کړ. د ابو سفیان له زامنو سره د عمر استثنايي چلند ښايي د هغه کورنۍ ته د درناوي له امله و.[۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Watt 1986، ص. 434.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Hawting 2000a، صص. 21-22.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Della Vida 2000، ص. 837.
  4. Della Vida 2000، ص. 838.
  5. Donner 1981، ص. 51.
  6. Wellhausen 1927، ص. 41.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Hawting 2000، ص. 841.
  8. Donner 1981، ص. 54.
  9. Donner 1981، ص. 53.
  10. Wellhausen 1927، صص. 40–41.
  11. Wellhausen 1927، صص. 20–21.
  12. Poonawala 1990، ص. 8.
  13. Donner 1981، ص. 82.
  14. Donner 1981، صص. 83–84.
  15. Donner 1981، ص. 114.
  16. Madelung 1997، ص. 45.
  17. Madelung 1997، صص. 60–61.
  18. Madelung 1997، ص. 61.