حسن بن علي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


حسن بن علي بن ابی طالب
(اراگونېسي: أَبُو مُحَمَّدٍ الْحَسَنُ بْنُ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ الْهَاشِمِيُّ الْقُرَشِيُّ د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
حسن بن علي
حسن بن علي

Khalīfah
al-Mujtaba[۱]
Amir al-Mu'minin
دوره تریوکال لږڅه کم
2nd Imam of Shia Islam
فعاليت 661–670
د شخص معلومات
اصلي نوم حسن بن علی بن ابی طالب
پيدايښت ۱ مارچ ۰۶۲۵
مړینه ۴۹هجري ق کال
تابعیت P27
مذهب اسلام
پلار علي بن ابي طالب [۲]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور فاطمة الزهری بنت علی (رض)
کورنۍ بنوهاشم (دحضرت علی(رض) کورنۍ)
ځايناستی
آخري معلومات
پوځي خدمت


حسن بن علی بن ابی طالب چي دحضرت علي(رض) زوی اوداسلام دستر پیغمبر حضرت محمد(ص) لمسئ دی ترخپل پلار وروسته په ۴۰هجري ق کال کي دخلافت ګدۍ ته ورسېدی . نوموړی دهجرت په دریم کال کله چي دروژې میاشتي ۱۵نېټه وه نړۍ ته سترګي پرانیستلې اوپه ۵۰هجري ق کال کي دصفر پر۷نېټه باندي وفات سو .

دحسن (رض) لمړنئ ژوند[سمول]

حضرت حسن(رض) دحضرت محمد(ص) لمړنئ لمسئ اودحضرت علي ترټولو مشرزوی بلل کیږي چي له حضرت فاطمة الزهراء څخه یې زوکړی دی . رسول اکرم(ص) دحضرت حسن(رض) دپیدایښت په ورځ باندي دحضرت علي(رض) کورته تشریف یووړ اوهلته یې پرحسن باندي دغه نوم کښېښاوه . رسول اکرم (ص) له حضرت حسن(رض) سره ډېره مینه کول اوپه یومبارک حدیث شریف کي یې فرمایلي دي چي حسن اوحسین دجنتي ځوانانو سرداران دي .

دحضرت محمد(ص) تر رحلت وروسته[سمول]

حضرت حسن(رض) دلږعمر هلک ووچي حضرت محمد(ص) له فاني نړۍ څخه کوچ وکړ اوترهغه وروسته حضرت حسن(رض) خپل راتلونکي ژوند په عبادت اوفتوحاتو سره پيل کړ . نوموړي د دریم راشدخلیفه (حضرت عثمان) په وخت کي دشمالي افریقا اوطبرستان په فتوحاتو کي هم برخه واخیستل اوکله چي هغه مبارک شهید سو بیایې له خپل پلارسره اوږه پر اوږه کار باندي کاوه چی په دې موده کي یې دجمل اوصفین په تاریخي جګړو کي خپل ونډه اداکړه .

دحضرت حسن (رض) خلافت اوسوله[سمول]

په اسلامي نړۍ کي دحضرت عثمان (رض) په شهادت سره دمسلمانانو ترمنخ تاوتریخوالی زور واخیست اودحضرت علی(رض) اومعاویه(رض) په منځ کي شخړي راغلې چي په دې کش مکش کي څه ناڅه اصحاب هم په شهادت ورسېدل خومعاویه(رض) ترپایه دحضرت علي(رض) خلافت ته تسلیم نسو اوخپله غوښتنه یې (چي دحضرت عثمان رض) غچ اخیستل وه پرلپسې تکرارول . ددوی همدغه اختلافات روان وه چي حضرت علي(رض) دیوفتنه ګر شخص چي عبدالرحمن بن ملجم نومېدی له لوري په شهادت ورسېدی اوپه دې سره دخلافت چاري حضرت حسن(رض) ته پاته سوې . حضرت حسن(رض) چي داسلامي نړۍ اختلافات یې ښه درک کړي وه پوهېدی چي دمعاویه(رض) سره شخړه نورهم دمسلمانانو ویني بهوي اوباید دغه وینو ته دپای ټکئ کښېښودل نودهمدې لپاره یې حضرت معاویه(رض) ته حال واستاوه اودیو شمېر شرطونو پربنسټ یې خلافت په رسمي توګه ورته وسپاره چي په دې سره دمسلمانانو قتل او وژنه ترډېره پوري ودرېدل اوحضرت حسن(رض) خپل مسئولیت په ښه توګه ادا کړ.

دحضرت حسن (رض) شهادت[سمول]

دحضرت حسن (رض) دشهادت په باره کي ژور اختلاف شتون لري اوپه دقیقه توګه نه ده څرګنده چي نوموړی چاپه شهادت ورساوه خوداهل السنت مسلمانانو په غالب ګومان دحضرت حسن(رض) په شهادت کی ترډېره پوري دعراقیانو لاس وو کوم چي له ده سره یې پرسوله باندي خپله ناراضي ښکاره کړه البته دغه قول داکثرو تاریخ پوهانو په حواله ذکرسوی دی[۴]. والله اعلم بالصواب

دحضرت حسن(رض) کورنۍ[سمول]

حضرت حسن (رض) دقریشو له بني هاشم قبیلې څخه وو چي په نسب کي دمور اوپلار له طرفه درسول اکرم(ص) په کورنۍ پوري مربوط ګڼل کیږي . دنوموړي نیکه ابوطالب نومېدی چي عبدالمطلب زوی اودحضرت محمد(ص) سکه اکا وو . حضرت حسن(رض) پخپل ژوندکي څوځله واده کړی دی اوډیري مېرمني یې درلودې چي له هغوی څخه یې همدومره ډېر اولادونه هم پيداسوي دي خومشهوره اولادونه یې حسن، قاسم، محمد اوزید نومېدل .

دحضرت حسن(رض) دنسب سلسله په دې ډول ده : حسن بن علی بن ابی طالب بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدمناف بن قصی بن کلاب بن مرة بن کعب بن لوی بن غالب بن فهر بن مالک بن قریش بن کنانه بن خزیمه بن بن مدرکه بن الیاس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان ............. او همداسي ترابراهیم(ع) پوري

  1. "Imam Hassan as". Duas.org. مؤرشف من الأصل في ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. سرليک: Хасан ибн Али — نشرونه لخوا د: Islamskiy enciklopedicheskiy slovar
  3. استشهاد فارغ (مساعدة)