عمر بن خطاب

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

حضرت عمر ابن خطاب د اسلام دوهم او عظيم ترين خليفه وْ، هغه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم هم عصر او د ده په څېر په مكه كي پيدا سوى دى. كه څه هم د نوموړي د زوكړي نېټه ښه معلومه نه ده مګر په غالب ګمان دا به 586 ميلادي سنه وه. حضرت عمر (رض) په ابتدا كي د آنحضرت او د هغه د نوي مذهب اسلام سخت مخالف و خو وروسته ډېر ژر د اسلام په دين مشرف او د حضرت محمد  په رفاقت كي تر مرګه پاته سو كله چي پر 632 كال د اسلام ستر غمخور له دنيا څخه رحلت وكړ. نو د ده مبارك پر ځاى د كښينستلو خبره منځ ته راغله نو همدا حضرت عمر (رض) لومړي شخص وْ چي د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د يو بل ملګري او صحابي حضرت ابو بكر صديق يي د اسلام د لومړي خليفه په حيث ومانه او حمايت يي وكړ. دوه كال وروسته ابو بكر صديق ) هم له دنيا وكوچېد. ده په خپل ژوند كي پر خپل ځاى د كښينستلو لپاره حضرت عمر فاروق  وټاكي. دى په 634 كال كله خليفه وټاكل سو او تر 644 كال پوري پر خپل عظيم منصب ( خلافت ) پاته سو او په پاى كي يوه ايراني غلام په شهادت ورساوه. كله چي حضرت عمر (رض) د مرګ پر بستر پروت وْ، نو هغه له څو كسانو څخه جوړ يو مجلس راوغوښت، تر څو د اقتدار حاصلولو لپاره دريم خليفه وټاكي مجلس حضرت عثمان (رض) په خلافت انتخاب كړ چي د 644 كال څخه بيا تر 656 كال پوري يي خلافت وكړ. د حضرت عمر () د لس كلن خلافت په دوران كي عربو ډير د پام وړ فتوحات وكړه، د نوموړي د خلافت په اوايلو كي د عـربو پـوځونو پـر شام او دمشق حمله وكړه چي يا دسوي هيوادونه په هغه وخت كي د بازنطيني سلطنت حصه وه. په 636 م كال د يرموك په جګړه كي عربي پوځونو بازنطيني پوځ ته سخته ماته وركړه چي په پايله كي دمشق په همدغه كال فتح او يروشلم هم دوه كال وروسته اسلحه پر مځكه كښېښودل. تر 641م كال پوري شام او فلسطين په مكمله توګه د عربي پوځونو تر كنترول لاندي راغله او تر هغه وروسته د اوسني تركيې پر لور وخوځيدل. پر 639 م كال عربانو پر مصر هم حمله وكړه چي په هغه وخت كي د بازنطيني سلطنت مستعمره وه. د درو كلونو په دوران كي مصر هم فتح سو. وروسته عربي پوځونه د عراق پر لور مخ په وړاندي ولاړه ، نوموړي هيواد په هغه عصر كي د ايران د ساساني ا مپراطوري حصه وه خو يوازي عراق نه بلكې عربو ايران هم تر خپلي قبضې لاندي راوست. پر دې ټولو لاس ته راوړونو سر بيره د عربي پوځونو په قوت او همت كي كمي نه راغلي بلكې هغوي په غرب كي تر شمالي افريقا پوري خپل پوځونه وغځول. نو بيله شكه ويلاى سو چي د حضرت محمد تر وفات وروسته د اسلام د مبارك دين په فروغ او پر مختګ كي كليدي حيثيت د حضرت عمر ابن خطاب دي. د حضرت عمر (رض) د فتوحاتو لاس ته راوړونو او كوښښونو څخه به غير د اسلام د مبارك دين پرمختګ لكه څونده چي يي نن ورځ كړيدي ناشوني وه ، هسي خو د اسلام په مخ ته بيولو او هغه ته د ترقي وركولو په لاره كي تر ټولو زيات كوښښ او هاند حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم كړي دي خو تاريخ په دې لاره كي د حضرت عمر (رض) فتوحات او كار نامې هيڅكله له پامه نه سي غورځولاى.

نوم يې عمر كنيت يې ابو حفص او لقب يې فاروق وو , دپلار نوم يې خطاب او دمور نوم يې ختمه وو .دنسب پوره كړۍ يې داسې ده : عمر بن الخطاب بن نفيل بن عبدالفرى بن رباح بن عبدالله بن قرط بن رزاح بن عدي بن كعب بن لوئ بن فهر بن مسالك . دعدي دوهم ورور مُره وو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له نيكونو نه شميرل كيږي ,له همدې امله دحضرت عمر رضي الله عنه نسب په اتم پشت له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ګډيږي . حضرت عمر رضي الله عنه له نبوي هجرت څخه څلويښت كاله دمخه دې نړۍ ته سترګې پرانيستې . دځوانۍ عمر يې په شريفوعربوكې دوتلو زده كړولكه دنسب دزده كړي ,سپه ګري ,پهلواني ,او خطابت غوندې دشريفانه اعمالوپه كولوكې تير كړاو پدې علومو كې يې وتلى نوم او لوړ مقام تر لاسه كړ . له نوموړوعلومو سره سره حضرت عمر رضي الله عنه ليك لوست هم زده كړ ,ځكه خو هم دهغه شمير له هغو كسانو نه كيږي كوم چې آن دجاهليت په مهال يې ليك لوست زده كړی وو. هغه به دجاهليت په زمانه كې هم دخپل فكري تدبر ,سالم عقل او لوړې حوصلې درلودو له امله په ټولو مهمو مسائلو كي دقريشو دسفير او دريم ګړي په توګه ټاكل كيده او دخپل خدای وركړي معامله فهمۍ او تجربې له امله به يې ډيرې لويې لويې مسئلې په خورا لږه موده كې حل او فصل كولې . دحضرت عمر رضي الله عنه دعمر اووه ويشتم كال وو چې دعربو دجاهليت په تورو ډګرونو داسلام روڼ لمر وځليده ,او دمكې له هرې درې نه دتوحيد ازانګې خپرې شوې , د نورو مشركينو په څير حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ته هم دتوحيد دې اوازونو خوند نه وركاوه اوتل به د داسې اوازونوله اوريدو څخه په غصه كيدو , او دې اوازونو ته به يې دكركې په سترګه كتل , آن تردې چې دخپلې كورنۍ يوه مينځه (بسينه) يې داسلام دراوړلو له امله دسزا وركولو په توګه دومره ووهله چې مرګ ته يې نژدې كړه . دجاهليت په مهال دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه داسلام دښمنۍ په اړه د سيرپوهانو له لورې دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه يوه وتلې كيسه ليكل شوې چې رانقلول يې اړين بولم :

" كله چې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه وليدل چې اسلام ورځ په ورځ مخ په وړاندې روان دى نو فكر يې وكړ چې داسلام دوركولو لپاره دحضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم (وژل) ډير ضروري دي نو دهمدې ناوړې موخې د پوره كولو لپاره يې خپله توره تر ملا وځړوله او راروان شو. كله چې يې څه سفر وكړ نو په لاره كې له نعيم بن عبدالله سره مخامخ شو, هغه چې دده حالت وليدنو پوښتنه يې ځنې وكړه چې خير خو به وي ؟ حضرت عمررضي الله عنه ورته وويل چې غواړم دحضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) فيصله وروكړم په همدې موخه له كوره راوتلى يم . نعيم ورته وويل چې ته لومړى دخپل كورخبر واخله ستا خور او خاونديې دواړه مسلمانان شوي , حضرت عمرفاروق رضي الله عنه چې دا واوريدل نو راستون شو اودخپلې خور كورته په داسې حالت كې راورسيدو چې هغې دقرآنكريم تلاوت كاوه , خوكله چې يې دحضرت عمررضي الله عنه دقدمونو غږ واوريده نو پټه خوله شوه او قرآني ورقې يې پټ ځای كيښودې . خوحضرت عمررضي الله عنه ددې غږ اوريدلى وو نو ورڅخه ويي پوښتل چې دا اواز دڅه شي وو؟ خور يې ورته وويل دهيڅ شي هم نه وو , حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ورته وويل چې زه خبر شوى يم چې تاسې دواړه (مرتدان) شوي ياست ؟ له دې وينا سره سم حضرت عمر رضي الله عنه دخپلې خور له خاوند سره لاس او ګريوان شو كله چې يې خور خلاصي ته راغله نو هغه يې هم دومره ووهله چې آن ويني يې پرې وبهولې . خو له دې وهلو سره نه يواځې داچې ددې دواړو له اسلام سره په مينه كې كوم كمى رانغى بلكه خور يې ورته وويل عمره : چې څه كولای شې ويې كړه اسلام اوس زمونږ په زړه او د وينو په رګونو كې ځای نيولى چې هيڅ د وتو لار يې نشته . دخور دې تورو دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زړه كې ډير اثر وكړ او د ورورولۍ له احساس نه په ډكو كتلو سره يې خپلې خورته وكتل چې ويې ليدل دهغې له زخمونو نه دسرې وينې دارې وهي نو زړه يې نور هم نرم شو او خپلې خور ته يې وويل چې تاسې چې څه تلاوت كول هغه ماته هم راوښاياست هماغه وو چې خور يې فاطمې ورته دقرآنكريم اجزا په مخكې كيښودل نو دسورة الحديد دا آيت شريف (سبح لله مافي السماوات وما في الارض) ليكلى وو او له دې يوه يوه توري څخه دهغه په زړه كې دومره رعب ډيريدو چې كله د(آمنوا باالله ورسوله) آيت ته ورسيد نو بې اختياره يې چغه كړه چې (اشهدان لااله الاالله وان محمدا رسول الله) . دا هغه مهال وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفا ترغره لاندې دارقم بن ارقم رضي الله عنه په كور كې تشريف درلود ,حضرت عمرفاروق رضي الله عنه چې كله هلته ورغى نو دروازه يې ور وټكوله څنګه چې دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه توره په لاس كې وه نو ځينې صحابۀ كرام ده ته دننه داجازې وركولو په اړه متردد شول ,ليكن حضرت حمزه رضي الله عنه وويل چې راپرې يې ږدئ كه هغه مخلصانه راغلى وي نو ډيره ښه او كه يې نيت خراب وي نو پخپله توره به يې سر ور پرې كړم ,كله چې حضرت عمر رضي الله عنه پښه دننه كيښودله نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته رامخكې شو او له لمنې نه يې ونيو او ورته ويې وفرمايل وايه عمره په كومه موخه راغلى يې ؟ حضرت عمررضي الله عنه چې دنبوت دغه له جلاله ډك غږ واوريدو نو په رپيدا شو او په ډيره عاجزۍ سره يې وويل (ايمان راوړلو ته راغلى يم) ددې تورو له اوريدو سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم په بې اختياره توګه د(الله اكبر) دومره زوروره ناره وكړه چې شاوخوا ټول غرونه دهغه له اوازه ولړزيدل . سيرة النبي 1 ټوك 209-210 مخونه داسدالغابې وابن عساكر ,او كامل ابن اثير په حواله . همدا روايت له لږ بدلون سره دار قطني ,ابو يعلى,حاكم او بيهقي هم له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت كړى ا وهغوی دسورة حديد په ځای دسورة طه دآياتونو ذكر كړى .

دقريشو دوو لويو لويو سردارانو ته 1- ابو جهل او2- حضرت عمررضي الله عنه ته رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې تورو سره دعا كړيوه چې : ��اللهم اعز الاسلام باحدالرجلين اما ابن هشام واما عمر بن الخطاب ,, اى خدايه اسلام ته دقريشو له دوو سړو نه په يوه سړي سره عزت ور وبښه يا په ابن هشام (ابو جهل) يا په عمر بن الخطاب . درسول الله صلى الله عليه وسلم دهمدې دعا بركت وو چې حضرت عمر رضي الله عنه داسلام سپيڅلى دين ومانه اوزړه يې دشريعت په حقو لارښوونو سپين وځليده .

عامو مؤرخينو او سيرت پوهانو ليكلي چې دنبوة په اووم كال حضرت عمر رضي الله عنه اسلام راوړ او تردې دمه نژدې نهه ديرشو كسانو ايمان راوړى وو چې حضرت عمررضي الله عنه يې څلويښتم تن شو . كله چې دحضرت عمررضي الله عنه داسلام راوړو خبره قريشو ته ورسيده نو هغوی ډير وځوريدل او ويل به يې چې (صبا عمر) ��عمر بې دينه شوى - نعوذباالله,, بخاري-اسلام



دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه حليه

حضرت عمر فاروق رضي الله غنم رنګى سړى وو وسر يې برابر وو نه غټ نه وړوكى ,دغامبورو غوښه يې لږ وه , ږيره يې ډيره ګڼه بريتونه يې غټ غټ او قديې ډير لوړ وو آن تردې چې د ډيرو خلكو په منځ كي به هم له ورايه څرګنديده .


ميرمنې او اولادونه يې

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په مختلفو مهالونو كې له يوه نه ډير ودونه كړي وو,چې تفصيل يې په لاندې توګه بيانيږي : زينب -دعثمان بن مظعون خور په مكه كې مسلمانه او هم هلته په حق ورسيده. قريبه بنت ميته المخزومي �داسلام دنه منلو له امله يې طلاق وركړ. مليكه بنت جرول-داسلام دنه منلو له امله يې طلاق وركړ. عاتكه بنت زيد- ددې نكاح لومړى له عبدالله بن ابي بكررضي الله عنهما سره شوې وه خو وروسته بيا دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په نكاح كې راغله . ام كلثوم -چې درسول الله صلى الله عليه وسلم لمسۍ او دفاطمې رضي الله عنها لور وه حضرت عمر فاروق له نبوي كورنۍ سره دتړاو پيداكولو په بڼه په 17 هجري كال كي د40 زره مهر په بدله په نكاح كړه .


اولادونه يې

دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په كورنۍ كې حضرت حفصه رضي الله عنها ځكه ترټولو غوره وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په زوجاتو مطهراتو كې ګډه وه ,له همدې كبله حضرت عمررضي الله عنه خپل كنيت هم دهغې په نامه ايښى وو . دنارينه اولادونو نومونه يې دادي : عبدالله ,عبيدالله,عاصم ,ابوشحمه ,عبدالرحمن ,زيد,او مجير ,پدې واړو كي عبدالله ,عبيدالله او عاصم دخپل علم, فضل ,كرم او نورو ځانګړتياوو له كبله ډير وتلي دي .طبقات ابن سعد تذكرۀ عمر بن الخطاب رضي الله عنه .


دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه ځانګړتياوې

1-حضرت عمررضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې په نړۍ كې ورته دسول الله صلى الله علي وسلم له لورې دجنت زيرى وركړل شوى وو . 2-حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دخسرتوب وياړ ورپه برخه شوى وو . 3-حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته په لومړي ځل داميرالمؤمنين لقب وركړل شو . 4-حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته داسلام ددوهم خليفه وياړ ورپه برخه شو . 5-په ډيرى احكامو كې دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه رايه له قرآنكريم سره موافقه وه لكه دښځو دپردې مسئله او داسې نور ډير مسائل . 6- ډيرى فتوحات دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زمانه كي وشول .

دحضرت عمررضي الله عنه له مسلمانيدو سره سم داسلام يوه نوې دوره پيل شوه ,تردې دمه څه لږ ډير څلويښت تنه مسلمان شوي وو نوداخو پريږده چې په ښكاره ډول چا خپل مذهبي عبادات نشو ادا كولیي بلكې چاته د خپل اسلام ښكارندوينه هم له ويرې خالي نه وه خو پداسې حالت كې يواځې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه وو چې ټول مشركين يې رايوځای كړل او په لوړ آواز يې هغوی ته دخپل اسلام راوړو خبروركړ. مشركينو ته پدې څه خوراربړ ورسيد او غوښتل يې چې حضرت عمررضي الله عنه ته زيان ورسوي خوعاص بن وائل چې دحضرت عمررضي الله عنه ماماكيده حضرت عمر رضي الله عنه ته دپناه وركولو بلنه وركړه ,حضرت عمررضي الله عنه چې دمسلمانانو مظلوميت پخپلو سترګو ليدلى وو نو دعاص ابن وائل دپناه وركولو بلنه يې په سختۍ سره رد كړه اوله مشركينو سره يې دمخامخ مقابلې كولو لارغوره وبلله تردې چې دمسلمانانو له يوه لښكر سره يې په كعبه شريفه كې لمونځ ادا كړدالومړى ځل وو چې حق په ښكاره ډول په باطل باندې غالب شو او دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه ددې كړنې له امله هغه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دفاروق لقب وركړل شو . ابن سعدجزء دريم ټوك 1 193 مخ .

څنګه چې دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په زمانه كې فتوحات پيل شوي وو نو دحضرت عمر رضي الله عنه په زمانه كې دفتوحاتو لړۍ نوره هم اوږده شوه او دځمكې ښه ډيره برخه داسلامي حكومت تر ولقې لاندې راغله مونږ په لنډه توګه يواځې دمفتوحه سيمو دنومونو په اخستلو بسنه كوو : كه څه هم دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په زمانه كي دعراق بانفيا,كسكراو حيره سيمې دحضرت خالد بن وليد رضي الله عنه په لاس فتحه شوې وې خو دهغه له وفاته وروسته بيرته دغې سيمې دمسلمانانو له لاسه ووتلې خو دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زمانه كې په نورو سيمو سربيره دغه سيمې بيرته فتحه شوې , دقادسيي خونړۍ جګړه هم دحضرت عمررضي الله عنه په زمانه كې وشوه ,او دكسرى دكورنۍ درفش كادياني دتل لپاره سرچپه او داسلام سپين بيرغ دتل لپاره دايران په خاوره ورپيده . له دې سره سره مسلمانانو په بابل ,كوفي ,بهره شير , او پخپله په نوشيرواني پلازمينه مدائن باندې هم قبضه وكړه , چې له دې وروسته بيا ايرانيانو دجلولاء سيمه دخپل پوځي مركزپه توګه وټاكله چې له څو مياشتو محاصرې وروسته اسلامي لښكر جلو لاء هم فتحه كړه . شام او دمشق هم دحضرت خالد بن وليد رضي الله عنه اوديرموک ميدان ,حمص,ﻻذقيه دحضرت ابوعبيده اونورو صحابۀ كرامورضوان الله تعالى عليهم اجمعين ترپوځي مشرۍ لاندې دحضرت عمررضي الله عنه په زمانه كې فتحه شوي . دبيت المقدس سپيڅلې ځمكه هم دحضرت عمر رضي الله عنه په زمانه كې داسلامي لښكر دسرتيري مجاهد حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه او حضرت ابو عبيده رضي الله عنه ترپوځي مشرۍ لاندې دمجاهدو ځواكونو تر لاس لاندې راغله . همدارازمصر , اوورته نورې سيمې هم دحضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دحضرت عمررضي الله عنه په زمانه كې فتحه شوې . په لاندې غزاوو كې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ګډون كړى وو : دبدر وتلې غزا , داُحًد وتلې غزا , دخيبر په پيښه كې كې هم حضرت عمررضي الله عنه ګډون درلود , دمكې له فتحې وروسته دهوازن په نښته كې چې په غزوۀ حنين باندې شهرت لري هم حضرت عمر رضي الله عنه سرلښكر وو ,په حجة الوداع كې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملګرى وو ,همداراز دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په زمانه كې چې څه پيښې شوي نژدې په ټولو كې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ګډون كړى وو .


دشهادت پيښه يې

دمغيره بن شعبه يو فارسي غلام چې فيروز نوميده او ابو لؤلؤ يې كنيت وو حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته راغى او دخپل آقاګيله يې ورته وكړه " چې هغه په ما خورا ډير محصول ټاكلى ,, خو څنګه چې دابولؤلؤدا ګيله بې ځايه وه ځكه نو حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ورته وفرمايل چې ته خو كسب كوونكى سړى يې په تا دا محصول ډير نه دى ابو لؤلؤدحضرت عمر فاروق رضي الله عنه پدې خبره ډير خپه او په قهر شو هماغه وو چې دسهار دلمانځه په مهال يې په حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دخنجر شپږ پرله پسې وارونه وكړل ,نو حضرت عمر رضي الله عنه دزخمونو دورپيښيدو له امله ولويده او دلمانځه د اداكولو لپاره حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه مخكې شو . دابو لؤلؤدخنجر زخمونه ډير كاري وو ځكه نو درې شپې وروسته حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دمحرم په لومړۍ نيټه دهفتې په ورځ په 24 هجري كال كې دشهادت لوړ مقام ته ورسيد. او دخپل محبوب صلى الله عليه وسلم په خوا كې خاورو ته وسپارل شو . انا لله وانا اليه راجعون

سرچينه

افغان ويبپاڼه