Jump to content

زید بن خطاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زید بن الخطاب (چي په ۱۲ هجري کي شهید سوی دی) د اسلام له لومړنیو اصحابو څخه وو، او د خپل پلار له اړخه د دویم خليفه عمر بن الخطاب ورور وو.

زید بن خطاب
اړوند
زېږونځای
مړينې نېټه
۰۶۳۲ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د

زید هم د نورو اصحابو په څېر له مکې څخه یثرب ته هجرت وکړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ټولو غزاوو کي ګډونوال پاته سو. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته یې د ارتداد په جګړو کي برخه واخیسته او د یمامه په جګړه کي په شهادت ورسېدی.

ژوندلیک

[سمول]

زیدؓ له عمرؓ څخه مشر وو. [۱] نوموړي د خپل ورور عمر څخه مخکي اسلام قبول کړ او یو له لومړنیو مهاجرینو څخه وو چي یثرب ته راغی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو تر منځ د ورورګلوۍ د تړون پر بنسټ دی د معن بن عدي ورور وګرځاوه. [۲] [۳]

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته زید د ارتداد په جنګونو کي برخه واخیسته، څو چي د یمامه په جګړه کي د ابو مریم حنفي په نوم یو شخص له لوري شهید کړل سو. د یادوني وړ ده چي ابو مریم تر یادي جګړې وروسته اسلام راوړ. [۲] [۳] د یمامه خلکو د زیدؓ پر مزار باندي یوه ګنبده ودانه کړه چي څو پېړۍ وروسته د محمد بن عبدالوهاب د پیروانو له لوري ویجاړه سوه.

د عمر رضی الله عنه له خپل ورور زید سره ډیره مینه وه، خو دا چي ابو مریم تر یمامه وروسته ایمان راوړ، عمرؓ هم څه ورته ونه ویل او د اسلامي ورورګلوۍ لمخي یې ورسره ښه ژوند کاوه.

  1. أبو نعيم الأصبهاني (1998). معرفة الصحابة. Vol. الثالث (الأولى ed.). دار الوطن. p. 1141.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named الذهبي
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ أسد الغابة في معرفة الصحابة - زيد بن الخطاب Error in webarchive template: Check |url= value. Empty. [مړه لينکونه]