د خيبر غزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خیبر جنګ د ډیرو سختیو او مشکلاتو وروسته، د اسلامی حکومت ستونونه په مدینه کی ځای پرځای سو؛ د مدینی او اطرافو یهودیان په حقیقت کی د خپل پیمان او وعدی د نقض له امله چی د رسول الله ص سره تړلی وو، د سخت او خراب سرنوشت سره مخ سو چی په نتیجه کی یی ځینی یی ووژل سو او ځینی قبیلی لکه بنی قین قاع او بن نضیر خیبر ته کډه سول. په تدریج سره دشمنیانی شکاره سو، تر څو چی د هجرت په اووم کال کی، رسول الله ص د حدیبیی د سولی وروسته وخت پیدا کړ تر څو د جزیره العرب د پاته سوو یهودیانو سره په نښته شروع وکړی. د خیبر جغرافیایی، اقتصادی او ټولنیزه موقعیت: خیبر د مدینی په اته منزلی کی د شام په لاره کی، د مدینی د شمال لوری پراخ اوت حاصل خیزه ځمکه کی واقع دی او دهغه ځای یهودی اوسیدونکی په زراعت او ثورت ټولونی او د سلاحوو جوړولو کی کافی مهارت درلود؛ د هغوی نفوس تقریبا ۲۰ زره کسه وو چی په هغوی کی جنګاوره او زړه وره خلګ ډیر لیدل کیده. د یهودیانو په ژبه خیبر د حصن په معنی دی. البته د یاقوت حموی په وینا دی سیمی ته د اوو ګونو قلعو په درلودلو سره خیابر هم ویله(حصن ناعم)، حسن تموص یا حصن ابی الحقیق، حصن السلالم، حصن الشق، حصن النطاه، حصن الوطیح، حصن الکتیبه، د خیبر اووه قلعی وو چی د هجرت په اووم کال د حضرت امیرالمومنین علی علیه السلام په واسطه فتحه سو. د خیبر غزوه: په دی وخت کی وو چی خدای رسول ځینی لیکنی لویو ګاونډیو دولتونو ته لکه ایران کسری او روم قیصر ته لیکلی وو او په قاطع لحن سره هغوی د اسلام دین ته دعوت کړ. دا چی په دی منځ کی دا دولتونه د خپل پخوانۍ همپیمانه څخه په جزیره العرب کی یعنی یهودیانو څخه پر اسلامی حکومت باندی ضربه وهلو لپاره ګټه اخیستۍ وی، هیڅ د نظر څخه لیری نه شکاری. د همدی لپاره د خدای پیغمبر ص دداسی فساد عامل د منځه وړنی لپاره ووتل. خدای رسول د اسلام لشکر سره چی ۱۶۰۰ کسه وو او ۲۰۰ تنه یی سپاره وو د خیبر لوری ته په حرکت سو. د حرکت د تاریخ په اړه اسلامی مورخان د نظر وحدت نه لری؛ لکه ابن هشام د مسلمانانو حرکت تاریخ د محرم میاشت بولی خو ابن سعد د حرکت تاریخ د اووم کال جمادی الاولی بولی. آیت الله جعفر سبحانی واییة رسول الله ص ځینی سفیران د محرم په میاشت کی حبشه ته استولی وو تر څو هغه مهاجرین چی په حبشه کی دی ددی غزوی لپاره راوغواړی او مهاجران د سفیرانو سره یوځای د اووم کال جمادلاخر کی د خدای رسول سره یوځای سو. د همدی لپاره دوهم قول کیدلای صحیح وی. د رسول الله ص په واسطه دا سیاسی مواضعو اتخاذول ددی غزوی په رامنځته کولو لپاره هغه هم د مکه د مشرکانو څخه د خلاصون وروسته د حدیبیی سولی سره د اسلام تاریخ د زرینو او په زړه پوری کرښو څخه دی. ځکه، د رسول الله ص فکر د حدیبیی پیمان په تړلو سره، د جنوب لوری(قریش) څخه آرام وو. رسول الله ص پوهیدل چی که د یهودیانوپه لور حرکت هم وکړو، قریش به د یهود لوری د مرستی لاس اوږد نه کړی. په دی وخت کی پیغمبر ص په نظامی جنګ کی پر استنار تاکتیک باندی ټینګار درلود او په دی صورت کی چی د هغوی ځای باید د غافل ګیرانه بریدونو لپاره پټ پاته سوی وای او د دشمن د بیلاری کولو لپاره، د هر اقدام څخه مخکی د نظر لاندی سیمه باید محاصره سوی وای. شاید ځینی خلګ فکر وکړی چی د پیغمبر ص مقصد ددی څخه شمال لوری ته، د غطقان او فزاره قبائلو له منځه وړلو لپاره چی د احزاب په جنګ کی د یهودانو سره هملاسی وو- دی. پیغمبر ص، هغه وخت چی رجیع دشت ته ورسیدل، د حرکت لوری و خیبر ته واړاوه او په دی سره ددی دوو متحدو اړیکه سره پری کړله او له دی څخه چی یادسوی قبائل د یهودیانو سره مرسته وکړی، مخنیوي وکړ. په دی سره چی د خیبر محاصره تقریبا یو میاشت وخت ونیوه، په دی حال کی، یادسوی قبائل په دی ونه توانیدل چی خپل متحدان سره مرسته وکړی. د مسلمانانو برید د خیبر پر یهودیانو باندی شروع سو. مسلمانان په دی وتوانیدل چی د قلعو یو په بل پسی نیونی سره ډیرۍ قلعی فتحی کړی؛ لومړنۍ قلعه چی فتحه حصن ناعم وو او وروسته حصن قموص چی ډیر لوی قلعه وو. د ۵ قلعو د نیولو وروسته مسلمانان د وطیح اوړ سلالم قلعو لوری ته حرکت وکړ خو د یهودیانو سخت مقاومت سره مخ سو. د ډیرو تاریخی سرچینو تصریح په اساس چی دا حادثه د هغه حضرت فضایلو څخه بولی، ددی وروسته چی اصحاب د قلعی د فتحی څخه خالی لاس بیرته وګرځید، رسول الله ص وفرمایل: سبا به بیرغ دداسی کس په لاس کی ورکړم چی برید به یوسی او نه تښتی او خدای او رسول یی هغه سره مینه لری. هغه هم د خدای او رسول سره یی مینه لری، او خدای خیبر د هغه په لاس خلاصوی. بله ورځ ټوله سره یوځای سو چی دا افتخار به څوک په نصیب سی. حضرت وفرمایل تر څو هغه حاضر کړی. بیا د علی علیه السلام پر سترګو باندی لاس تیر کړ او دهغه سلامتۍ د خدای څخه وغوښته، او وروسته د هغه بیرغ د هغه په لاس ورکړ. حضرت د پیغمبر ص په امر سره ځینی نمایندګان د یهودیانو دعوتولو لپاره و اسلام ته واستوله خو دهغوی په نه قبلونی سره حضرت د قلعی تر پای پوری لاړ. د حضرت جنګ د حارث سره د مرحب ورور او وروسته پر مرحب باندی بریالیتوب چی د یهود د ځواک لوی سردارانو څخه وو د متقیانو مولا علی علیه السلام د افتخاراتو څخه شمیرل کیږی. د حضرت علی علیه السلام حماسه د درب قلعی په کنده کی هم دهغه حضرت د فضایلو څخه شمیرل کیږی. مرحوم شیخ مفیر(ره) په دی اړه د حضرت څخه داسی نقلوی: ما په خیبر کی د سپر پرځای کنده یا د تختو ټولګه می په کار یوړل او د جنګ د پای ته رسیدو وروسته د هغه څخه می د پل په حیث ګټه واخیستل او پر هغه خندق باندی می کښیښود چی یهودو کیندلی وو. وروسته می هغه د خندق څخه وغورځول! یو کس پوښتنه وکړه چی آیا د هغه درانده والی دی نه احساسوله؟ ما وویل په همغه اندازه چی د خپل سپر درانده توب می احساسول. د ډیرو سختیو او کشمکش څخه وروسته د خیبر جنګ د مسلمانانو په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل او په نتیجه کی د مسلمانانو لپاره لاندی لاسته راوړنی په پای کی درلودی: ۱ – د مدینی په ښار کی آرامتیا رامنځته سو. ۲ – د اسلام آوازه سراسر عربستان او نورو هیوادونو ته ورسید. ۳ – د خیبر جنګ د مکه فتحی مقدمه وګرځید. ۴ – د خیبر د فتحی په اثر، مسلمانان د ځمکی او ثروت خاوندانه سو. ۵ – د ځینو جنګی غنائمو په استولو سره؛ لکه خوار او بار انو خرما د مکه اوسیدونکو ته، د هغوی توجه و اسلام ته واړول سو. خو د فدک فتحی جریان چی بیله کوم نښتی او په سولی سره پای ته ورسیدل، وروسته د اسلام په تاریخ کی د مهم مسایلو څخه او د نزاع وړ موضوع د اهل بیت(ع) او د وخت حاکمانو ترمنځ قرار ونیول. فدک ښه آباد او د محصوله ډک ځمکه وو خیبر ته نږدی او مدینی سره ۱۴۰ کیلومتره فاصله درلود. بلاذری په دی اړه داسی لیکی: ویل کیږی چی رسول الله ص د خیبر څخه بیرته ګرځیدو وروسته د محیصه بن مسعود انصاری څخه وغوښت چی اهل فدک ته ولاړ سی او هغوی اسلام ته دعوت کړی. د هغوی مشر داسی کس وو چی هغه یوشع بن نون یهودی یادیدله. نو هغه د رسول الله ص سره سوله وکړه، په دی اساس چی د فدک نیمه خاوره هغه ته ورکړی او دا دهغوی څخه ومنل سو او په دی سره د فدک نیمه خاوره رسول الله ص ته مخصوص سو، ځکه چی مسلمانان د هغه لپاره کوم آس او یا شتر نه وړي او هغه ګټی یی د مسافرانو لپاره چی غریبان وو پاته کیدل. یوشع بن نون یهودی چی ددی سیمی ریاست په غاړه درلوده، جنګ کی یی خیر ونه لیدله او سوله او تسلیمیدل قبول کړ او قرار سو چی د ځمکی نیم حاصل، کال کی د پیغمبر ص په اختیار کی کښیښودل سی او هغوی د اسلام تر سطری لاندی او حاصل امنیت څخه ژوند وکړی. په اسلام دین کی هغه ځمکی چی بیله نظامی برید د مسلمانانو په لاس راسی، فیء نوم لری او د پیغمبر او دهغه وروسته امام په لاس کی دی. په دی اساس، پیغمبر، فدک و خپل لور فاطمه(علیها سلام) ته وبخښه او ددی بخښنی څخه دوه مقصده درلود: ۱ – د مسلمانانو زمامداری د پیغمبر ص وروسته د حضرت امیر المومنین علی علیه السلام سره وو؛ دا منصب لګښت ته اړتیا درلود او فدک کولای سوای دهغه تامینوونکی وی. ۲ – د پیغمبر ص د کورنۍ ژوند لکه لور او زامن یی حسنین(ع) ژوند بادی په آبرومندانه ډول سره اداره سوی وای او فدک په دی برخه کی هم په کار راتلله.

تړلې لیکنې[سمول]

د بدر غزا د خندق غزا د حنین غزا د احزاب غزا احد غزا

سرچينې[سمول]

https://www.avapress.com/ps/news/141470/%25D8%25AF-%25D8%25AE%25DB%258C%25D8%25A8%25D8%25B1-%25D8%25BA%25D8%25B2%25D8%25A7-%25DA%2585%25D9%2586%25DA%25AB%25D9%2587-%25D8%25B1%25D8%25A7%25D9%2585%25D9%2586%25DA%2581%25D8%25AA%25D9%2587-%25D8%25B3%25D9%2588-%25D8%25A7%25D9%2588-%25D9%25BE%25D8%25A7%25DB%258C%25D9%2584%25D9%2587-%25DB%258C%25DB%258C-%25DA%2585%25D9%2587&hl=ps-AF