د خندق غزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د احزاب غزا نه مخ گرځېدلی)

پېغمبر اکرم پر څلورم هجري كال د “بني النضير” يهودان د تړون ماتونې له امله له مدينې وايستل او ځينې مالونه يې هم ترې ضبط كړل.

د “بني النضير” ځينې يهودان “شام” ته ولاړل او ځينې “خيبر” ته،چې البته د پېغمبر اکرم دا انقلابي عمل د هغه تړون له مخې و،چې دواړو اړخونو لاسليك كړى و او همدا و،چې د “بني النضير” مشرانو په دسيسه لاس پورې كړ او مکې ته ولاړل.قريش  يې هم راوپارول چې کيسه يې دا وه:
په دې جګړه كې د اسلام پر ضد مشرك عرب ځواكونه او يهود يو لاس شوي وو.په پوځي همغږۍ يې مدينه تقريباً يوه مياشت كلابنده كړه او دا چې په دې جګړه كې بېلابېلو ګوندونو برخه اخيستې وه او مسلمانانو هم د دښمن د پرمختګ مخنيوي ته د مدينې شاوخوا ته خندق (كنده) كنلې وه؛ نو دې جګړې ته كله ((احزاب)) او كله ((خندق)) ويل كېږي.
ومو ويل: ددې جګړې اور بلوونكي د “بني النضير” يهودان او د “بني وائل” يوه ډله وه.
كوم خوله ماتى ګوزار، چې يهودو له مسلمانانو خوړلى و او په زور يې له مدينې ايستلي و او په “خيبر” كى يې هستوګنې ته اړ كړي وو؛ددې لامل شو،چې د اسلام راپرځولو ته ځيرمنه نقشه وباسي او په رښتيا، چې ډېره ځيرمنه نقشه يې هم اېستلې وه او هغه  دا،چې د عربو ډول ډول ټبرونه يې راوستل او له اسلام سره يې لاس و ګريوان كړل. داسې جنګي نقشې په عربو كې سارى نه درلود. په دې نقشه كې د عربو بې شمېره ډلې د يهودو له مالي مرستو برخمنې وې او يهودو د اسلام مخالف لښكر ته ډول ډول جنګي وسايل چمتو كړي وو.
نقشه داسې وه چې: د “بني النضير” ځينې مشران؛ لكه “سلام بن ابى الحقيق” او “حيى بن اخطب” د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ مکې ته ولاړل او د قريشو مشرانو ته يې وويل:

((د “محمد” موخه ده،چې موږ او تاسې له منځه يوسي او د “بني قينقاع” او “بني النضير” يهودان يې په زور له وطنه وشړل؛نو تاسې هم پاڅېږئ او له خپلو هم ژمنو مرسته وغواړئ،موږ هم ۷۰۰ تنه توريالي ( “بني قريظه” يهودان) د مدينې په خوله كې لرو او هغوى به هم ستاسې ملاتړي كړو.د “بني قريظه” يهود كه څه هم په ظاهره له “محمد” سره هم ژمني دي؛ خو راو به يې هڅوو،چې پر خپل تړون سترګې پټې كړي او درسره يو ځاى شي.)) (۲۴۸) “قريش” چې له مسلمانانو سره له جګړې ستړي شوي وو،د يهودو لاپو شاپو ډاډه كړل.د هغوى نقشه يې خوښه كړه او د تياري اعلان يې وكړ او د مدينې پر لور د حركت نېټه يې هم وټاكله.

د جګړې اوربلوونكيو په زړه كې ګوړې ماتولې او ګډاګانۍ كولې او د “نجد” پر لور روان شول،چې د اسلام د سخت دښمن “غطفان” له ټبر سره خبرې اترې وكړي.
د “بني غطفان” د ټبر “بني فذاره”، “بني مره” او “بني اشجع” ورسره پردې شرط ومنله،چې تر بري وورسته به د “خيبر” يو كلن محصول د هغوى وي.
د مسلمانانو پر خلاف لښكر راټولولو ته يې دوام وركړ او  قريشو خپل هم ژمنى ټبر “بني سليم” او “غطفان” هم خپل هم ژمني ټبر “بني اسد” په دې  پوځي اتحاديه کې راګډ کړل او پر ټاكلې ورځ ټول د سېلاب په څېر مدينې نيولو ته راووتل.(۲۴۹)

د مسلمانانو استخبارات له هغې ورځې،چې پېغمبر اکرم مدينې ته راغى؛نو تل يې خپل استخباراتي كسان د اسلام له واكمنۍ بهر سيمو ته لېږل،چې ځان د شاوخوا له خوځښتونو او حالاتو خبر وساتي،له همدې امله ځريو خبر وركړچې: ((د اسلام پر ضد پياوړې پوځي اتحاديه جوړه شوې،چې پر ټاكلې ورځ به د مدينې کلابندۍ ته خوځېږي.))

پېغمبر اکرم هم بې ځنډه دفاعي شورا جوړه كړه، چې د ُاحد له ترخو تجربو مثبته پايله واخلي. ځينو وړانديز درلود،چې برجونه او كلاګانې جوړې كړو او له ښاره بهر ونه وځو. دا نقشه كافى نه ده ؛ځکه چې د دښمن شمېر ډېر و؛نو په اسانى يې له منځه وړي. بايد داسې چاره وشي،چې دښمن بېخي ښار ته رانږدې  نه شي.

حضرت “سلمان فارسي”(رض)، چې د”فارس” پر پوځي فنونو پوه و، وويل: ((په “فارس” كې،چې خلك د دښمن له لوى يرغله خبر شي؛نو د ښار شاو خوا ته لوى كنده (خندق) وباسي او له دې لارې د دښمن د پرمختګ مخنيوى كوي؛نو بايد د ښار په زيانمنېدونكيو سيمو كې لويه كنده واېستل شي،چې د جنګي وسايلو تګ راتګ پکې اسان وي او د خندق په شاخوا كې سنګرونه او برجونه جوړ شي او په تيږو او غشيو ويشتو د دښمن د پرمختګ مخه ونيول شي.)) (۲۵۰) شورا د حضرت “سلمان” وړانديز ومانه.د پام وړ خبره دا ده،چې د مدينې زيانمنېدونكې سيمې پېغمبر اکرم له يوې ډلې سره په نښه كړې او د كندې د ايستو حدود يې پر ځانګړي ليک کې وټاكل او پرېكړه يې وكړه، چې له “اُحد” څخه تر “راتج” پورې كنده وباسئ او د چارو سمولو ته يې هر څلوېښت ذراع، لس تنو ته وسپارل.

د خندق ايستو لومړى مېتى (کولنګ) پېغمبر اکرم وواهه او حضرت “علي” (ک)  يې خاورې له كندې راايستې او د پېغمبر اکرم له مخ يې خولې پاكولې. پېغمبر اکرم د خندق د كنلو پر مهال دا جمله ويله:

(( واقعى ژوند د اخرت ژوند دى. خدايه! مهاجر او انصار وبښې.)) پېغمبر اکرم په دې كار خلكو ته د اسلام درس وركړ او هغه دا،چې اسلامي ټولنې ته وښيي،چې د لښكر مشر او يا د ټولنې مشر هم بايد د ټولنې د نورو خلكو په څېر د ټولنې په غم كې شريك وي او دا كوښښ وكړي،چې له ټولنې د غم پېټى سپک كړي، د پېغمبر اکرم همدې زيار،ټول كار ته راهڅول. ان تردې،چې د “بني قريظه” يهودو،چې د پېغمبر اکرم هم ژمني وو،د كار ژر پرمختګ ته بېلچې او نور وسايل راوړل.(۲۵۱) مسلمانان په هغو ورځو كې د خوړو له پلوه په تنګسه كې وو؛خو شتمنو كورنيو يې دا تنګسه لرې كړه.

د كندې د ايستو پر مهال به،چې له ستر ګټ سره مخ شول؛نو ټولو به له پېغمبر اکرمه مرسته غوښته او پېغمبر اکرم به هم په خپلو درندو ګوزارنو تيږه ماتوله.
د خندق اوږدوالى د مسلمانانو له شمېره معلومېږي؛ځکه په هغو ورځوكې د مسلمانانو شمېر درې زره (۲۵۲) تنه و او پرېكړه شوې وه،چې  هر لس تنه به ۴۰ ذراعه ځمكه كني؛نو په دې حساب د خندق  اوږدوالى ۱۲۰۰۰ ذراعه؛ يعنې تقريبا ۵/۵ كيلومتره او پلن والى يې دومره و، چې چابكو او تكړه سپرو ترې ټوپ نه شو وهلاى،چې لږ تر لږه پينځه متره ژور او همدومره پلن هم و .

د حضرت سلمان په باب د پېغمبر اکرم مشهوره خبره د كار وېش پر مهال د انصارو او مهاجرو ترمنځ شخړه شوه. هر يو ويل : ((سلمان زموږ دى او بايد له موږ سره همكار شي.))

پېغمبر اکرم د شخړې د  هواري لپاره وويل: ((سلمان زما له كورنۍ  دى.)) (۲۵۳)

پېغمبر اکرم به شپه او ورځ د كندې پر غاړه و،چې د خندق كار پاى ته ورسېږي؛خو منافقان به له كاره پټېدل او بې اجازې به خپلو كورونو ته تلل؛خو ايمانوالو مسلمانانو ته به،چې كوم كار ورپېښ شو؛نو له مشره يې اجازه اخسته او بېرته به راستنېدل،چې دا بهير په ښكار توګه د نور سورت په ۶۲ او ۶۳ آيتونو كې راغلى دى. إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= مؤمنان يوازې هغه دي، چې پر خداى او د هغه پر پېغمبر يې ايمان راوړى او چې كله په يو ټولنيز كار كې له هغه سره وي؛ نو بې د هغه له اجازې چېرې نه ځي، هغوى،چې له تا اجازه اخلي (؛نو) په رښتيا پر خداى او د هغه پر پېغمبر يې ايمان راوړى دى؛نو چې كله هغوى د خپل كوم كار لپاره له تا اجازه وغواړي؛نو چا ته چې دې خوښه شي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه،بېشكه چې خداى بښونكى (او) مهربان دى. لَا تَجْعَلُوا دُعَاء الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاء بَعْضِكُم بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ= لکه يو بل ته،چې غږ كوئ، پېغمبر ته (هغسې) غږ مه كوئ، په تاسې كې خداى هغوى ښه پېژني،چې د يو بل شاته پټېږي او په يوه بل پسې له غونډې تښتي؛ نو د پېغمبر د فرمان سرغړوونكي بايد ووېرېږي، چې هسې نه څه فتنه ورته ورسېږي يا پرې دردناك عذاب راشي. د عربو او يهودو لښكر مدينه محاصره كوي د عربو لښكر د قحطۍ د ملخانو په څېر د كندې پر غاړه راټول شول. البته له رارسېدو يې شپږ ورځې مخکې د خندق ايستو كار پاى ته رسېدلى و. مشركانو انتظار کاوه،چې د مسلمانانو له لښكر سره به په احد كې مخ شي؛خو چې احد ته راورسېدل؛نو هلته يې څوك و نه ليدل؛نو پرمختګ ته يې دوام وركړ، تردې د خندق غاړې ته را ورسېدل.

مشركان د مدينې په زيانمنېدونكيو سيمو كې لويو لويو ايستل شويو كندو حيران كړل او ټولو وويل:((“محمد” دا پوځي دود او چم  له كوم پارسي زده كړى دى؟ عرب خو پر داسې پوځي فنونو نه پوهېږي.))

د دواړو اړخونو د لښكرو شمېر

د عربو د لښكر شمېر تر لسو زرو هم ډېر و او په “الامتاع” كې د “مقريزي” د وينا له مخې،يوازې قريشو څلور زره سرتېري، ۳۰۰ اسونه او ۱۵۰۰ اوښان د خندق غاړې ته راوستي وو او د “بني سليم” ټبر،چې د قريشو هم ژمني و، له ۷۰۰ تنو سرتېرو سره د “مرالظهران” په سيمه كې ورسره يوځاى شول. د “بني فذاره” ټبر له ۱۰۰۰ تنو سرتېرو او د “بني اشجع” او “بني مره” ټبرونه هر يو له ۴۰۰ سرتېرو سره راغلي وو او د پاتې نورو ټبرونو د سرتېرو شمېر، چې ۳۵۰۰ تنه و، په  بل ځاې كې يې خېمې وهلې وې.

د مسلمانانو شمېر تر ۳۰۰۰ تنو زياتېده او د “سلع” د غره پر لوړه غونډۍ يې غونډ جوړ كړى و،چې د مسلمانانو د غونډ دې ځاى د خندق پر دننه او بهر سپورو او له هغه ځايه د دښمن تګ راتګ څارل كېده. يو ټولي د خندق ساتنې او د هغه ځاى پر تګ راتګ د څارنې دنده درلوده او په ډبرو يې د دښمن د پرمختګ مخه نيوه .

د شرك لښكر تقريبا د يوې مياشتې شاوخوا د خندق غاړې ته اړولي وو او بې له څو تنو؛نور څوك له خندقه تېر نه شول او چې چا به له خندقه د تېرېدو هڅه کوله؛ نو مسلمانانو به په ډبرو ويشتل او  پر شا يې تمبول. (۲۵۴)

د سړې هوا، خوړو او وښو د كمي خطر د احزاب جګړه په سړه هوا كې پېښه شو. پر هغه كال “مدينه” له قحطۍ سره لاس و ګرېوان وه. بل خوا د كفر د لښكر خوراک او پوښاک دومره نه وو چې يوې مياشتې ته ورسي او دومره يې نه وو انګېرلي،چې كار به دومره اوږد شي؛بلکې خيال يې كاوه چې پر يوه بريد به ټول مسلمانان ووژني او بېرته به راستانه شي،چې دې ستونزې ته د جګړې اور بلوونكيو (يهودو) وروسته پام شو.او پوه شول،چې د وخت تېرېدل، ساړه او د خوراکتوکيو کمي به د لښكر د مشرانو اراده سسته كړي؛نو ځكه هوډ يې وکړ، چې د “بني قريظه” له ټبره (چې په مدينه كې دننه پروت و) مرسته وغواړي او ورته ووايي،چې د مدينې دننه جګړه پېل كړئ، چې موږ ته د مدينې لار پرانستل شي.

 د بني قريظه و برج  ته د حُيى بن اخطب ورتګ

د “بني قريظه” ټبر د يهودو يوازېنى ټبر و،چې په مدينه كې يې له مسلمانانو سره په سوله كې ژوند كاوه او پر هغه تړون ټينګ ولاړ وو،چې له حضرت “محمد”(ص) سره يې لاسليك كړى و.

د “اخطب” زوى د بري لار په دې كې وليده، چې د مدينې دننه د عربو د لښكر په ګټه كار وكړي. “بني قريظه” يې د تړون ماتولو ته راوبلل،چې له دې لارې په مدينه كې د يهودو او مسلمانانو ترمنځ کورنۍ جګړه پېل كړي او په خپله په اسانۍ مدينې ته راننوځي؛نو همدې موخې ته يې ځان د كلا وره ته ورساوه او ځان يې معرفي كړ.
“كعب” چې د ټبر  مشر و،حکم يې وكړ: څوك ورته ور پراننځي؛ خو د “اخطب” زوى په خپله خبره ټينګار وكړ او ويې ويل: (( كعب مې په ډوډۍ او اوبو وېرېږې،چې ور راته نه پرانيځي!))
دې جملې د “كعب” احساسات را وپارول او د ور د پرانستو امر يې وكړ. د كلا ور ايله شو او د “اخطب” زوى له خپل هم دين سره كېناست او ورته يې ويل:
(( ما تا ته ستر عزت راوړى دى. د قريشو، د عربو مشران او د “غطفان” مشران په وسله سمبال دي او د ګډ دښمن (محمد) منځه وړو ته يې د خندق پر غاړه اړولې او له ما سره يې ژمنه کړې، څو مو “محمد” او ياران  يې وژلي نه وي؛نو ستانه به نه شي.))

“كعب” په ځواب كې ورته وويل:((پر خداى قسم ته راته له ستر ذلت سره راغلى يې. د عربو لښكر راته هغه وريځ ښکاري، چې غورېږي؛خو ورېږي نه. د اخطب زويه! د جګړې اورلګوونكيه ! له موږه لاس واخله. د “محمد” (ص) ښه اخلاق او حكومت زموږ د هر ډول تړون ماتونې مخه نيسې،موږ ترې بې له پاكۍ او مينې هېڅ نه دي ليدلي؛نو موږ څرنګه ورسره خيانت وكړو؟!)) د “اخطب” زوى “کعب” ته دومره خبرې وكړې،چې هغه يې تړون ماتونې ته تيار كړ. د “كعب” شريك هم د “حيى بن اخطب” په شتون كې غونډه جوړه كړه او نظر يې ترې وغوښت. غونډې ورته وويل:((څنګه مو چې خوښه وي،هماغسې ژر پرېکړه وکړئ. موږ هم درسره يو.)) (۲۵۵) “زبير باطا” زوړ بوډا و، چې ويې ويل:(( په “تورات” كې مې لوستي: په اخره زمانه كې به په مكه كې پېغمبر پيدا شي او مدينې ته به مهاجرت وكړي، دين به يې پر ټوله نړۍ واكمن شي او هېڅ لښكر به يې د دين د خپرېدو مخه و نه نيولاى شي. كه “محمد” هماغه پېغمبر وي؛نو دا لښكر يې نه شي ماتولاى.))

د “اخطب” زوى يې په خبرو كې راټوپ كړ او ويې ويل:(( د كوم پېغمبر په باب،چې خبرې كوې،له بني اسراييلو دى او “محمد” د “اسماعيل” له اولادې دى،چې پر خلكو يې جادو كړى او پر ځان يې راټول كړي دي او دومره خبرې يې وكړې،چې ټول يې تړون ماتولو ته تيار كړل.))
بيا يې هغه تړون راوغوښت او د دوى په مخ كې يې څيرې كړ، چې د دوى او حضرت “محمد” (ص) ترمنځ لاسليك شوى و او ويې ويل:
((هر څه پاى ته ورسېدل او جګړې ته تيار شئ.)) (۲۵۶)

پېغمبر اکرم د بني قريظه وو د تړون له ماتونې خبر شو پېغمبر اکرم په خپلو قوي استخباراتو د “بني قريظه” له تړون ماتونې خبر شو، چې سخت يې خپه كړ. ژر يې حضرت “سعد معاذ” او حضرت “سعد عباده” ته،چې د اسلام لوړ پوړي افسران او د “اوس” او “خزرج” مشران هم وو،حكم وكړ،چې په دې باب دقيق اطلاعات ترلاسه کړي.كه هغوى پر خپل تړون ولاړ وو؛نو ورته ووايه،چې په خپله يې تكذيب كړئ او كه خيانت يې كړى و؛نو رمز به مو د ((عضل او قاره)) ټكي وي.

هغوى له دوو نورو كسانو سره د “بني قريظه” د كلا مخې ته راغلل او چې را ورسېدل؛ نو كعب پېغمبر اکرم ته په كنځلو شو.
حضرت “سعد” له يو غيبي الهام سره وويل:((پر خداى قسم دا لښكر به له دې ځايه ولاړ شي او پېغمبر اکرم به مو كلابند كړي او ورمېږ به دې غوڅ كړي او ټبر به دې بدې ورځې ته كېنوي.))
 بيا له واره راستون شو او پېغمبر اکرم ته يې وويل: (( عضل او قاره. ))

پېغمبر اکرم په لوړ غږ وويل:((خداى ستر دى!مسلمانانو زېرى مې درباندې،چې فتح رانږدې ده.))

دا جمله چې د اسلام د لارښود شهامت او سياست يې را ښووه،ددې لپاره و،چې د “بني قريظه” وو د تړون په ماتولو د مسلمانانو روحيه او جنګي مورال کمزورى نه شي.(۲۵۷)

د بني قريظه وو لومړى تېرى د “بني قريظه” وو لومړۍ نقشه دا وه، چې په لومړى د مدينې ښار لوټ كړي او په کورونو کې ښځې او ماشومان ووېروي او دا نقشه يې ورو ورو عملي كړه،داسې چې “بني قريظه” په ښار كې په پټه تګ راتګ پېل كړ. “صفيه” د “عبدالمطلب” لور په دې باب وايي: (( زه د “حسان بن ثابت” په كور كې وم او “حسان” هم له خپلې ښځې سره په كور كې و. يو يهودي مې وليد،چې دېوال شاوخوا ته پټ پټ ګرځي راګرځي.حسان ته مې وويل: “ددې سړي نيت راته خيرن ښكاري. پاڅه! او له دې ځايه يې لرې كړه.” حسان راته وويل:”د “عبدالمطلب” لورې! په ما كې د وژلو مېړانه نه شته او وېرېږم كه له دې ځايه ووتم؛نو څوك مې و نه وهي.” زه په خپله پاڅېدم او يوه اوسپنه مې را واخسته او هغه يهودي مې پرې پر سر وواهه او هماغلته مې ځاى پر ځاى کړ.))

د پېغمبر اکرم استخباراتو خبر راووړ،چې “بني قريظه”وو له قريشو او “عطفان” نه ۲۰۰۰ سرتېري غوښتي،چې له خپلې كلا پر مدينې بريد وكړي او مدينه لوټ كړي. دا خبر هغه مهال راورسېد،چې مسلمانان د خندق په ساتلو بوخت وو.
پېغمبر اکرم ژر د  حضرت “زيد بن حارث” او حضرت “مسلمه ابن اسلم” په نامه دوه افسران له ۵۰۰ سرتېرو سره ولېږل،چې په ښار كې د (( الله اكبر)) نارې كړي،چې د “بني قريظه” د يرغله مخنيوى وكړي او پردې سربېره،ښځې او ماشومان هم ستاسې د ((الله اكبر)) د غږ په اورېدو ډاډه شي.(۲۵۸)

د ايمان او كفر مخېدل مشركانو او يهودو د احزاب له جګړې مخکې له اسلام سره ډېرې جګړې درلودې؛خو يوې يې هم داسې عمومي بڼه نه درلوده،چې پکې ټول ټبرونه د اسلام پر ضد راټول شوي وي.

له هغه ځايه،چې مشركانو پخوا و نه كړاى شو،د اسلامي حكومت ريښې وباسي؛ نو دا ځل راغونډ شول،چې خپل وروستى زور هم ووهي؛ ځكه د اسلام دښمنانو د عربو ستر پهلوان “عمرو بن عبدو” هم له ځان سره راوستى و،چې خپل برى باوري کړي؛يعنې د احزاب پر ورځ چې د كفر او شرك ننګيالي مخ شول؛مطلب يې دا و،چې كفر او اسلام سره مخ شوي دي.
د كفر د لښكر د ماتې يو علت هماغه كنده وه،چې د هغوى مخ ته يې اېستلې وه. د دښمن سرتېرو كوښښ كاوه،چې له کندې تېر شي؛خو پېغمبر اکرم داسې تدابير سنجولي وو او و يې نه كړاى شو راتېر شي.

سړې هوا،د خوړو او وښو كمي، د عربو د لښكر څاروي ګواښل،چې “ابن اخطب” (د جګړې د اور بلوونكى) د اوښ شل وري كجورې د “بني قريظه” له يهودو مرسته وغوښته؛خو د اسلام مامورينو ونيوې او د اسلام پر لښكر وويشل شوې.(۲۵۹) يوه ورځ “ابوسفيان” پېغمبر اکرم ته ليک راولېږه: ((زه له ستر لښكر سره ستا راپرځولو ته راغلى يم؛خو څه وكړم،چې مقابله راسره بده ګڼې او كنده دې ايستلې ده. نه پوهېږم دا پوځي چم دې له كومه راوړى دى، چې د ُاحد د جګړې په څېر،خونړۍ جګړه مې نه وي كړې؛نو ستون به نه شم.)) پېغمبراکرم د “ابوسفيان” ځواب وركړ: ((له محمد رسول الله څخه “ابوسفيان” د “حرب” زويه! ته. څه موده کېږي،چې ډېر غره شوى يې او انګېرلې دې ده، چې د اسلام حكومت راپرځولاى شى؛ خو ته له دې كاره بېوسه يې . ډېر ژر به ماتې دركړم او بېرته به وګرځې او په راتلونكې كې به زه ستا په مخ كې ستاسې لوى لوى بوتان مات كړم.)) (۲۶۰) د ليک ځواب، چې د ليكونكي اراده او هوډ يې ښووه،د غشي په څېر د كفر د لښكر د مشر پر زړه ولګېد او دا،چې قريشو د حضرت “محمد” (ص) پر رښتينوالي ايمان درلود؛نو خپل روحيات يې وبايلل؛خو بيا يې هم له كوښښه لاس وا نه خېست.

يوه شپه “خالد بن وليد” هوډ وکړ له ځانګړې ډلې سره له خندقه تېر شي؛خو د حضرت “اسيد خضير” په بولندويۍ ۲۰۰ سرتېرو يې مخه ونيوه او پر شايې وتمباوه.

رسول اکرم د خپلو سرتېرو د جنګي روحيي غښتليتا ته ځانګړى پام درلود او تل يې په خپلو ښکليو او زړه راښكونكيو خطبو او ويناوو، خپل لښكر د ازادۍ او عقيدې دفاع ته هڅول. يوه ورځ يې په ستره غونډه كې خپلو بولندويانواو سرتېرو ته وويل: ((د اسلام سرتېرو! د دښمن پر وړاندې استقامت وكړئ او پوه شئ جنت د هغو تورو تر سيورو لاندې دى،چې د عدالت،حق او ازادۍ لارې ته را اېستل شوې وي.)) (۲۶۱) د عربو د لښكر څو جنګيالي له خندقه تېريږي د عربو پينځه جنګيالي (“عمرو بن عبدو”، “عكرمه بن ابي جهل”، “هبيره بن وهب”، “نوفل بن عبدالله” او “ضرار بن الخطاب”) د جګړې جامې اغوستې وې او په غرور د “بني كنانه” د لښكر مخې ته ودرېدل او و يې ويل:((جګړې ته تيار شئ،نن به پوه شئ،چې د عربو د لښكر واقعي ننګيالي څوك دي.)) بيا يې خپل اسونه وځغلول او د خندق له هغه ځايه تېر شول ،چې پلن والى يې لږ و. دې پينځو تنو ځان د اسلام له ليكو تېر كړ؛خو د بريد سيمه ژر د اسلام سرتېرو كلابند كړه او د نورو د پرمختګ مخه يې ونيوه. دا پينځه تنه د خندق او د “سلع” د غره تر منځه ودرېدل او مسلمانان يې په كبر او غررو مبارزې ته روابلل.(۲۶۲) په دې پينځو تنو كې هغه ننګيالى رامخې ته شو،چې مېړانه او كارپوهه يې ډېره وه او رسما يې يو تن مبارزې ته راوباله. هغه پرله پسې چغې وهلې او غږ يې هماغسې لوړېده او ويل يې: (( هل من مبارز!)) غږ يې په ډګر كې انګازې كولې او د اسلام پر لښكر يې د وېرې رپ لګولى و، د مسلمانانو چوپتيا نور هم ډاډه كړ او و يې ويل:((څوك جنت ته تلل غواړي؟ مګر تاسې د اسلام ملت داسې نه وايئ،چې مړي به مو په جنت كې وي او موږ به دوزخ ته ځو؟ دلته څوك پيدا كېږي، چې ما دوزخ ته ولېږي او يا يې زه جنت ته ولېږم؟))

هغه دا مطلب د شعر په ژبه وايه:

((و لقد بححت من الندا يجمعكم هل من مبارز)) زه پر چغو چغو او مبارزې غوښتلو ستړې شوم او مرۍ مې كېناسته.

 د اسلام لښكر د “عمرو بن عبدو” نارو چوپ كړى و. پېغمبر اکرم وويل:(( يو تن پاڅېږئ او اسلام ددې سړي له شره خلاص كړئ))؛خو بې له حضرت “علي” (ک) په بل چا كې ورسره د مبارزى مېړانه نه وه. (۲۶۳)

پېغمبر اکرم خپله توره حضرت “علي” (ک) ته ورکړه او ځانګړې پګړۍ يې ور پرسر كړه او ورته يې دعا وكړه:((خدايه! “علي” له هرې بدۍ وساتې. خدايه! د بدر پر ورځ را نه “عبيده بن الحارث” او د احد د جګړې پر ورځ را نه “حمزه” واخيستل شو. خدايه! “علي” د دښمن له شره وساتې.))

بيا پېغمبر اکرم د سوره انبياء ۸۹ آيت ولوست: ((خدايه! ځان ته مې پرې نه ږدې او ته غوره وارث يې. ))(۲۶۴)

حضرت “علي” (ک) په بيړه ولاړ او پېغمبر اکرم پردې مهال تاريخي جمله وويله: (( ټول كفر له ټول ايمان سره مخ شو.)) حضرت “علي” (ک) ورغى او د “عمرو” د شعر په وزن يې شعر ووايه. ((لاتجعلن فقد اتاك مجيب صوتك غير عاجز)) ((بيړه مه کوه! قوي ځواب دركوونكى ډګر ته راغى.))

حضرت “علي” (ک) اوسپنيزې جامې اغوستې وې او سمبال و او يوازې سترګې يې ښكارېدې.”عمرو”غوښتل خپل سيال وپېژني؛نو حضرت “علي” (ک) ته يې وويل:(( څوك يې؟))
حضرت “علي” (ک) چې د لهجې په صراحت مشهور و،ويې ويل: (( علي بن ابيطالب.))
“عمرو بن عبدو” ورته وويل: (( زه دې وينه نه تويوم؛ځکه پلار دې زما ملګرى و،زه دې د تره په زوى پسې راغلى يم،چې ته يې په ډاډ ډګر ته رالېږلى يې. کړاى شم د نېزې په څوكه دې د ځمكې او اسمانو په منځ كې مړ يا ژوندى ساتلاى شم.))

“ابن ابي الحديد” وايي:((زما د تاريخ استاد (ابوالخير) به، چې په درس كې د تاريخ دې ځاى ته راورسېد؛نو ويل به يې:”په حقيقت كې “عمرو” له حضرت “علي” (ک) سره له جګړې ډېر وېرېده؛ځکه هغه د احد او بدر په جګړو كې هم و او هلته يې د حضرت “علي” (ک) مېړانه كتلې وه؛ځكه يې غوښتل ځان ورسره له مبارزې وژغوري.”)) حضرت “علي” (ک) ورته وويل: (( ته زما مرګ ته وار مه خطا كوه، زه په دواړو حالاتو كې (شهيد يا غازي) نېكمرغه يم او ځاى مې په جنت كې دى؛خو ته په دواړو حالتونو كې په دوزخ كې يې.))

“عمرو” وخندل او و يې ويل:((“علي”! دا د عدالت وېش نه دى،چې هم دوزخ ستا وي او هم جنت.))
بيا “علي” (ک) ورته هغه تړون ور ياد كړ، چې په “كعبه” كې يې له خپل خداى سره تړلى و،چې د جګړې په ډګر كې مخالف اړخ ته درې وړانديزه ورکړي،چې يو ورسره ومني؛نو ځكه حضرت “علي” (ک) ورته د اسلام د منلو وړانديز وركړ.
هغه ورته وويل:((له دې خبرې تېر شه، چې بېخي ناشونې ده.))
حضرت “علي” (ک) بيا ورته وويل:((له جګړې لاس واخله او “محمد” (ص) پر خپل حال پرېږده او د جګړې له ډګره ولاړ شه!))
ورته يې وويل:(( ددې خبرې منل به ما خلكو ته سر کوزى كړي او سبا به راپسې د عربو ټول شاعران خولې راوسپړي او وايي به، چې له وېرې يې دا كار كړى دى.))

حضرت “علي”(ک) ورته وويل:(( ښه نو اوس،چې دې سيال پلى دى؛نو ته هم له اسه راكوز شه.))

هغه ورته وويل:((دا ناڅيزه وړانديز دى او فكر مې نه کاوه،چې عرب له ما داسې وغواړي.)) (۲۶۵)
د دوو اتلانو جګړه پېل شوه

د دوو اتلانو ترمنځ جګړه پېل شوه او شاوخوا ته يې دوړې شوې؛ دومره دوړې شوې،چې ليدونكيو بې سره نه شول ليداى. يوازې د تورو غږونه يې اورېدل كېدل او تر څه اخ و ډب وروسته، عمرو غوښتل، چې حضرت “علي” (ک) په توره پر سر ووهى؛خو حضرت “علي”(ک) يې ګوزار په ډال وتمباوه؛خو سره له دې هم،د حضرت “علي” (ک) سر مات شو؛خو “علي” (ک) له وخته په ګټنې،په توره “عمرو” پر پښو ووهه او دواړه پښې يې ترې پرې كړې او “عمرو” يې پر ځمكه راګوزار كړ. د دوړو له منځه د حضرت “علي” (ک) د ((الله اكبر)) غږ راپورته شو، چې د دښمن د ماتې نښه وه.

د “عمرو” وژولو په كفارو کې دومره وېره خپره کړه، چې بېواکه يې له هغه ځايه دوه خپلې او دوه پردۍ كړې او بې له “نوفله” ټول خپل غونډ ته ورستانه شول. “نوفل” له اس سره كندې ته وروغورځېد او مسلمانانو پرې د  تيږو باران جوړ كړ؛خو له لاندې يې غږ كړ:(( دا ځواني نه ده.يو تن لاندې راولېږئ، چې ورسره وجنګيږم.))
“علي” (ک) خندق ته وركوز شو او هماغلته يې وواژه.

د كفر پر لښكر،په تېره بيا پر “ابوسفيان” د وېرې رپ لګېدلى و. “ابوسفيان” انګېرله،چې مسلمانان به د حضرت”حمزه” غچ اخستو ته “نوفل” هم مثله كړي. يو تن يې ولېږه،چې د”نوفل” مړى په لس زره ديناره واخلي.

پېغمبر اکرم وويل:((مړى وركړئ او دينار ترې وا نه خلئ؛ځکه په اسلام كې په مړي د پېسو اخستل حرام دي.))
د دې ګوزار ارزښت

په ظاهره خو حضرت “علي” (ک) يو اتل وژلى و؛خو په حقيقت كې يې په دې وژلې د لس زره كسيز لښكر روحيه (چې د اسلام منځه وړو ته يې ملاتړلې وه) کمزروې كړه او ددې ګوزار ارزښت به هله معلوم شوى واى، چې دا جګړه “عمرو” ګټلې واى.

حضرت “علي” (ک) چې پېغمبر اکرم ته راغى؛نو د هغه ګوزار ارزښت يې داسې وښو:((ددې ګوزار ارزښت زما د امت تر ټولو کړنو غوره دى؛ځکه د كفر د ستر اتل په ماتې كې مسلمانان سر لوړي او مشركان سرکوزي شول.)) (۲۶۶)

ځواني سره له دې،چې عمرو ګران بيه “زغره” درلوده؛خو حضرت “علي” (ک) ورته لاس ور نه ووړ. حضرت “عمر” به حضرت “علي” تل په دې كار ټپسورى کاوه،چې ولې دې زغره د هغه له بدنه راخلاصه نه کړه.

د “عمرو” خور له دې پېښې خبره شوه ويې ويل:

(( خپه نه يم؛ځکه ورور مې كريم سړي وژلى او كه بل چا وژلى واى؛نو تر مرګه به مې ژړل.)) (۲۶۷) اوس ګورو ددې عربي اتل تر وژلې وروسته،د کفر لښکر له کومې پايلې سره مخ شو؟ د عربو لښكر تس نس شو جګړې ته د عربو او يهودو د لښكر انګېزه يوه نه وه. يهود د اسلام له پر مختګه وېرېدل او د قريشو د راتګ لامل له اسلام سره يې پخوانۍ دښمني وه.د “غطفان” او “فذاره” ټبرونه هم د “خيبر” محصولاتو ته په تمه و؛ نو د دوو وروستيو ډلو د برخې اخيستو لامل مادي و او كه دا موخه مسلمانانو پوره كړې واى؛نو په ډېره خوشحالۍ ستنېدل،په تېره بيا هغه مهال،چې سړې هوا او قحطۍ پوزې ته راوستي وو؛ ځكه پېغمبر اکرم يو پلاوى وګوماره كړ،چې د هغه ټبر له مشرانو سره تړون وكړي چې: ((مسلمانان حاضر دي،چې د مدينې درېمه برخه مېوې ورته وركړي؛خو په دې شرط،چې له احزابو بېل شي او خپلو سيمو ته ورستانه شي.))

د پېغمبر اکرم استازيو د ټبر له مشرانو سره تړون وليكه او لاس ليك ته يې پېغمبر اکرم ته راووړ، پېغمبر اکرم دا خبره خپلو دوو افسرانو؛ حضرت “سعد معاذ”(رض) او حضرت “سعد عباده”(رض) ته وكړه.
دواړو په يوه خوله وويل:((كه دا تړون د خداى امر وي؛نو پر سر سترګو مو قبول دى او كه شخصي نظر مو وي ؛نو که زموږ نظر غواړې؛نو نظر مو دا دى،چي تړون لاسليك نه کړئ؛ځکه موږ هېڅكله دې دوو ټبرونو ته باج نه دى وركړى او ددې ټبرونو يو تن هم تر اوسه له موږه په زور د كجورې يوه دانه هم نه ده وړې او اوس خو د خداى په فضل او ستاسې په لارښوونه خورا سر لوړي يو. پر خداى قسم! موږ به يې دې باطلې غوښتنې ته په توره ځواب وركړو، چې دا خبره د خداى د حكم له مخې فيصله شي.))
پېغمبر اکرم:((زه ځكه د داسې تړون په فكر كې وم،چې هغوى له هر لوري درباندې يرغلونه كوي؛نو غوښتل مې له دې لارې د دښمن په منځ كې درز واچوم. اوس چې راته ستاسې سرښندنه ښكاره شوه؛نو تړون نه لاسليکوم او درته وايم او پر خپله خبره ايمان لرم،چې خداى به خپل پېغمبر خوار نه کړي او پر كفر به د اسلام د بري وعدې ته د عمل جامه واغوندي.))
دغه مهال د پېغمبر اکرم په اجازه، حضرت “معاذ” تړون څيرې كړ او ويې ويل:((د كفارو چې څه خوښه وي، و دې يې كړي،موږ  باج وركوونكى ملت نه يو.)) (۲۶۸)

هغه لاملونه چې د عربو لښکر يې تس نس کړ ۱ – لومړى لامل د ټبر له مشرانو سره د پېغمبر اکرم د استازيو خبرې اترې وې؛ځکه كه دا تړون لاسليك هم نه شو؛خو د پېغمبر اکرم د استازيو له لوري هم مات نه شو.

نوموړي ټبرونه په دې توګه له خپلو متفقينو سره وران شول. هغوى د تړون د لاسليك په تمه وو او هر وخت،چې ترې غوښتل كېدل،چې بريد وكړي؛نو ددې تړون په تمه يې پلمې کولې .

۲ – د “عمرو بن عبدو”، چې د اسلام راپرځولو ته يې ملاتړلې وه وژنې د لښكر جنګي روحيه کمزورې كړه په تېره بيا د نورو پهلوانانو تېښتې. ۳ – “نعيم بن مسعود” نوى مسلمان شوى و،چې د عربو د لښكر په بې اتفاقۍ كې يې خوراه مهمه ونډه واخيسته. هغه پېغمبر اکرم ته راغى او ورته يې وويل: ((زه نوى مسلمان شوى يم او له دې ټولو ټبرونو سره پخوانى ملګرتوب لرم او هغوى تر اوسه زما له مسلمانېدو خبر نه دي،كه څه امر وي؛نو حاضر يم.))

پېغمبر اکرم ورته وويل:((يو كار وكړه، چې په دې  لښكر كې بې اتفاقي راشي او كه دې موخې ته دې دروغ يا كومه نقشه واېسته؛نو خير دى.))

“نعيم” ومنله او څه وخت په سوچ كې ډوب شو او بيا “بني قريظه” ته ورغى،چې د دښمن پينځمه ستن وه او مسلمانان يې له شا ګواښل.

هغه د “بني قريظه”وو كلا ته ورننوت او ورته يې داسې وښوول، چې ګنې ښه دوست يې دى او څه چې وايي،د خواخوږۍ له مخې يې وايي. هغه دومره خبرې وكړې،چې د هغوى اعتماد يې رامات کړ او بيا يې ورته وويل:((موقعيت مو له متفقو احزابو سره توپير لري؛ځکه مدينه ستاسې د ژوند،بچيو او مېرمنو مركز دى او ټوله شتمني مو هم دلته پرته ده او تاسې هېڅ امان نه لرئ،چې له دې ځايه كډن شئ؛خو متفق احزاب،چې جګړې ته راغلي،له مدينې بهر لرې اوسېږي.كه هغوى په دې جګړې كې بريالي شول؛خو سمه او كه ماتې يې وخوړه؛نو ژر به له دې ځايه ولاړ شي. اوس په خپله فكر وكړئ،كه احزابو په دې جګړه کې ماتې وخوړه او خپلو سيمو ته ورستانه شول؛نو تاسې به ياست او د مسلمانانو غچ؛نو زما وړانديز دا دى:اوس چې له دې احزابو سره يو ځاى شوي ياست، سمه ده او پر خپل هوډ پاتې شئ؛خو دا چې احزاب په جګړه كې تاسې ځان ته پرې نه ږدي؛نو څو مشران يې يرغمل ونيسئ،څو د دې مشرانو له امله مو پر سخته ورځ ځانته پرې نه ږدي او د خپلو مشرانو ساتلو ته هم تر پايه له “محمد” سره وجنګېږي.))

د “نعيم” وړانديز ټولو ومانه. “نعيم” چې پوه شو،خبرې يې ځاى نېولى؛ نو راپاڅېد او له كلا راووت او د احزابو غونډ ته ورغى. هغه د قريشو له مشرانو سره پخوانۍ دوستي درلوده. ورغى او ورته يې وويل:

((“بني قريظه” له “محمد” سره د تړون له ماتولو پښېمانه دي،اوس غواړي دا خبره جبران كړي.هغوى غواړي څو مشران مو له ځان سره يرغمل ونيسي او “محمد” ته يې وسپاري او له دې لارې خپله دوستي او پښېماني “محمد” ته وروښيي او پوهېږئ “محمد” به مو هم مشران ځاى پر ځاى ووژني. هغوى دا پرېكړه له “محمد” سره له پخوا كړې ده او ورته يې ويلي چې نور به موږ ستا ملاتړ يو او “محمد” هم ورسره منلې ده؛ نو كه يهود له تاسې مشران ګرو وغواړي؛نو ور يې نه کړئ او ددې خبرې روښانه ګواهي دا ده،چې سبا ترې وغواړئ،چې وجنګېږئ؛خو هغوى به له بريده ډډه وكړي او ډول ډول پلمې به درته راوړي.))
بيا د غطفان غونډ ته ورغى او په ځانګړي مهارت يې خبرې پېل كړې او ورته يې وويل:(( تاسې د”عطفان” ټبر زما هډوګوډ او نسب ياست او كومې خبرې چې درته كوم له پېرزويېنې يې كوم؛خو هيله لرم،چې خبرې مې له دې ځايه بهر و نه وځي.))
ټولو هغه خواخوږى او رښتين وګاڼه او کومې خبرې يې، چې قريشو ته كړې وې، دوى ته يې هم وكړې.

هغه خپله دنده ښه سر ته ورسوله او پټ د مسلمانانو غونډ ته راغى او په مسلمانانو كې يې هم اوازه خپره كړه،چې “بني قريظه” غواړي د قريشو مشران يرغمل كړي؛البته هغه دا كار دې ته وكړ،چې ددې خبرې ښه پخلى وشي او له خندقه دا خبره ورواوړي او د كفارو غوږونو ته هم ورسي.

د قريشو استازي د بني قريظه وو كلا ته ورغلل

“ابوسفيان” د شنبې پر شپه هوډ وکړ هر څه روښانه او يو اړخ ته كړي؛نو ځکه قريشو او د “غطفان” مشرانو،خپل استازي د “بني قريظه”وو كلا ته ولېږل او ورته يې وويل:((موږ ددې ځاى خلك نه يو،څاروي مو هم ځپل شوي، تاسې سبا له شا بريد وكړئ، چې له دې غمه خلاص شو.))

د “بني قريظه”وو بولندوى د احزابو استازيو ته وويل:((سبا د شنبې ورځ ده او موږ پردې ورځ يوه كار ته هم ګوتې نه ور وړو؛ځکه پخوانيو مو پردې ورځ كار وکړ او د خداى په عذاب ككړ شول او موږ به هله بريد کوو، چې د احزابو ځينې مشران له ځان سره يرغمل ونيسو،چې تاسې هم وجنګېږئ او په نيمائي كې مو پرې نه ږدئ.))
د قريشو استازي راستانه شول او د هغوى پيغام يې خپلو مشرانو ته راووړ.
ټولو وويل: ((زموږ اصلي دوست او خواخوږى “نعيم” دى،رښتيا يې ويلي وو، چې د “بني قريظه”وو د مشرانو په زړونو كې ټګي ده.))
د قريشو استازي يو ځل بيا، “بني قريظه” وو ته ولاړل او ورته يې وويل: ((دا چې تاسې له موږ يرغمل كسان غواړئ،دا خبره ناشونې ده. ان حاضر نه يو يو تن يرغمل دركړو،كه خوښه مو وي؛بريد وكړئ او موږ هم درسره يو.))

د استازيو خبرو په تېره بيا دا چې ((ان موږ حاضر نه يو يو تن يرغمل دركړو))،د “نعيم” د خبرو پخلى وكړ او ټولو وويل:(( هماغه سمه وه، چې “نعيم” وويل))،”قريش” يوازې په خپل فكر كې دي،كه سبا دا جګړه مسلمانانو وګټله؛ نو د بلا خولې ته به مو پرېږدي. (۲۶۹)

وروستى لامل

پورتني لاملونه له غيبي امدادونو سره يو ځاى شول او احزاب يې خپاره كړل او هغه داسې،چې ناڅاپه هوا توفاني شوه او هوا نوره هم سړه شوه، باد دومره غوسه و،چې خېمې يې راونړلې او دېګونه يې ورته له نغرو سره نسکور كړل او ډيوې يې مړې كړې.

همدغه مهال پېغمبر اکرم حضرت “حذيفه” ته دنده وركړه،چې له خندقه تېر شي او دښمن د حال سم خبر راوړي.
“حذيفه” وايي:((ما ځان “ابوسفيان” ته نږدې كړ؛و مې ليدل د ټبر مشرانو ته خبرې کوي او ورته وايي:”په كوم ځاى كې مو،چې اړولي،د ژوند ځاى نه دى،څاروي مو هلاك شول،خېمې مو ونړېدې او “بني قريظه” هم مرستې ته تيار نه دي؛نو ښه به وي له دې ځايه كډه وكړئ.” ولاړ او پر خپل اوښ سپور او د مکې پر لور روان شو.))
لمر لا نه و راختلى،چې احزاب ګرد سره تللي وو او هېڅوك هم نه وو پاتې او دا جګړه هم د هجرت پر پينځم كال د “ذى القعدې” پر څلور ويشتمه پاى ته ورسېده.(۲۷۰)

تړلې لیکنې[سمول]

د بدر غزا د خندق غزا د حنین غزا د احزاب غزا احد غزا

سرچینې[سمول]

۲۴۸_ مغازى واقدى، ۲/ ۴۴۱

۲۴۹_ مغازى واقدى ۲/ ۴۴۳ ۲۵۰_ تاريخ طبرى ۲/ ۲۲۴ ۲۵۱_ مغازى واقدى، ۲/ ۴۴۵ ۲۵۲_ سيره ابن هشام ۲/ ۲۳۰ ، مغازى ۲/ ۴۵۳ ۲۵۳_ مغازى واقدى ۲/ ۴۴۶ ، سيره ابن هشام ۲/ ۲۲۴ ۲۵۴_ سيره ابن هاشم، ۲/ ۲۳۸ ۲۵۵_ مغازى واقدى، ۲ ۴۵۵-۴۵۶ ۲۵۶_ بحار ۲۰/۲۲۳ ۲۵۷_ مغازى واقدى، ۲/ ۴۵۸-۴۵۹ ۲۵۸_ سيره حلبى ۲/ ۳۳۵ ۲۵۹_ سيره حلبى، ۲/۳۴۵ ۲۶۰_ الامتاع / ۲۴۰ ۲۶۱_ سيره حلبى ۲/۳۴۹ ۲۶۲_ طبقات كبرى ۲/۶۸ ۲۶۳_ مغازى واقدى ۲/ ۴۷۰ ۲۶۴_ كنز الفوئد / ۱۳۷ ۲۶۵_ بحارالانوار ۲۰/ ۲۲۷ ۲۶۶_ مستدرك حاكم ۳۰/ ۳۲ ، بحار ۲۰/ ۲۱۶ ۲۶۷_ مستدرك حاكم ۳۰/ ۳۳ ۲۶۸_ سيره ابن هشام ۲/ ۲۲۳ ، بحار ۲۰/ ۲۵۲ ۲۶۹_: سيره ابن هشام ۲/ ۲۲۹-۲۳۱ ، تاريخ طبرى ۲/ ۲۴۲-۲۴۳ ۲۷۰_ تاريخ طبرى ۲/ ۲۴۴ googleweblight.com/i?u=http://www.andyal.com/%25D8%25AF-%25D8%25AE%25D9%2586%25D8%25AF%25D9%2582-%25D8%25BA%25D8%25B2%25D8%25A7-2/&hl=ps-Af[مړه لينکونه]