عبدالله بن زبير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالله بن زبير
(اراگونېسي: عبد الله بن الزبير د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عبدالله بن زبير
عبدالله بن زبير

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ اپرېل ۰۶۲۴[۱]
مړینه 1 اکتوبر 692 (67–68 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اموي خلافت  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار زبير بن عوام[۲]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
دينپوهنه  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه عربي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي[۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت

د اسلامي نظريې سره سم د اصحاب کرامو د سيرت د ژوند  د واقعاتو د بيانولو څخه اصلي مقصد او هدف دا دی چی په اورېدونکو کي ايماني جذبه پر ښور راسي، نېکته يې مخ سي، په ژوند او عمل کي يې اخلاص پيدا سي، د ژوند هدف او مقصد يې الْهي رضاء وګرځي ، خپل کړه وړه د محمدي شريعت سره برابر کړي، چي په دغه ډول سره د ټول امت اصلاح ممکنه سي.

کوم وخت چي د يوه ستر او لوړ، د يوه محترم او بزرګ شخص سيرت او د هغه د ژوند حالات واوری، ستاسي دپاره دا په کار ده چي د دغه تاريخي معلوماتو په حاصلولو سره د دغو اشخاصو خيالات او نظريات، عقيده او عمل، اخلاص او پرهېزګاري، د عبادت خوند او رنګ، په خپلو ځانو کي پيدا کړی، يعني د هغو په رنګ خپل ځانونه رنګ کړی، په نوي جوش او جذبه د ژوندانه پر لار رهي سی، چي الله جل جلاله  مو د دارينو کاميابي په نصيب کړي.

داسي نه چي دغه معلومات فقط قصې دي او په اورېدلو سره يې وخت تېر وو، بلکه هر هغه ديني معلومات چي تاسي يې په هره وسيله سره حاصلوی که د کتاب د مطالعه کولو په واسطه سره وي یا د فيتې د اورېدلو په واسطه سره وي پر تاسي څلور حقه لري چي هغه حقوق یې بايد آداء کړی، او د دغو حقوقو د پر ځای کولو په سبب به ان شاءالله تعالْی ستاسي د دارينو کاميابي په نصيب سي، چي هغه حقوق دا دي:

اول: بايد دغه کتاب يا دغه فيتې په دقت سره مطالعه يا واورېدل سي او ځان باید پوره په پوه کړی.

دوهم : بايد دغه قسم نېک او ښه عمل په خپل ځان کي پيدا کړی او په خپل ژوند کي دغه ښه عمل د خپلو ځانو تګ لاره وګرځوی.

درېيم : دغه ديني مضامين بايد تر نورو  پوري ورسوی، ستاسي هر مجلس بايد د وعظ، نصېحت، او الله جل جلاله  د ذکره څخه خالي نه وي .

څلرم: د مطالعه کولو يا اورېدلو او بيانولو په وخت کي به مو نيت فقط د الله جل جلاله  دپاره  وي، نيت بايد صاف او خالص وي چي اسلامي احکام  او د اسلام تاريخ زده کوم او تر نورو پوري يې رسوم.

اوس به په دغه نيت او مقصد ان شاء الله تعالی د بحث په تقديمولو شروع وکم.

وَما تَوفيقي الا بالله، وهو السميع العليم .


عبادلۀ اربعه[سمول]

وروڼو ! په ځوان اصحاب کرامو کي څلور عبدالله نامي موجود دي چي څلور واړه د اسلام په تاريخ کي روښانه عالمان او متقيان دي، چي دغو څلورو ته  د احاديث، فقهي او تاريخ  په کتابو کي عبادلۀ اربعه ويل کيږي، چي دغه څلور:

عبدالله بن عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه.

عبدالله بن عمر بن الخطاب رضي الله عنه .

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه .

عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه  اجمعين دي .


چي د دوی څخه هر يو په اسلام او اسلامي تاريخ کي خاص مقام او لوړه درجه لري، هو ! يو بل جليل القدره صحابي او لوی عالم د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  په نامه سره سته خو هغه په دغه عبادله ؤ کي په دې سبب سره نه شمېرل کيږي چي هغه د اصحاب کرامو د هغو مشرانو څخه دی چي په عمر ډير وه، خو دغه څلور ټوله ځوانان او د اصحاب کرامو زامن دي چي دوی په خپله هم اصحاب کرام او پلرونه يې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نژدې ملګري او معززه اصحاب وه، که ژوند او صحت باقي وه او الله جل جلاله  توفيق راکړی د دغه څلورو عبدالله نامو د ژوند، علم، تقوْی په باره کي به  څه ناڅه حالات درته بيان کړم، خو اوس به د عبدالله بن زبير رضي الله عنه  مختصر سيرت او سوانح درته بيان سي .


د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه  پېژندنه[سمول]

عبدالله بن زبير رضي الله عنه  جليل القدره صحابي، لوی امام، پهلوان مجاهد دی او دﺉ  رضي الله عنه  په اسلامي تاريخ کي د لوی قدر  او لوړي درجې خاوند دی، د هغو مشهوره پهلوانانو او جنګي قهرمانانو څخه دی چي پر ګوتو شمېرل کیږي، د خاصو عابدانو او زاهدانو څخه دی او د مسلمانانو د ممتاز او معدوده عالمانو څخه دی، په ده رضي الله عنه  کي ټول هغه صفتونه سره يو ځای سوي دي چي ممکن په ډيرو لږو خلکو کي موجود او پيدا وي، علم، جهاد، عبادت او تقوْی دغه ټوله اوصاف په پوره او کامل ډول سره په ده رضي الله عنه  کي موجود وه.


مجاهد رحمه الله  چي د تابعينو څخه دی د عبدالله بن زبير  رضي الله عنه  په باره کي وايي: کله چي به خلک د عبادت په اقسامو کي د هر عبادت د کولو څخه عاجزه سوه (هغه عبادت به یې نه سوای کولای) هغه عبادت به عبدالله بن زبير رضي الله عنه  کاوه. يوه ورځ په مکه مکرمه کي ډير شديد باران وسو، د باران په واسطه د اوبو ډير لوی سېل راغلی او د کعبې شريفي شاوخوا ټوله اوبو ونيول، هيچا طواف نه سوای کولای په دغه وخت کي طواف و درېدی هيڅ طواف نه کېدی، مګر عبدالله بن زبير رضي الله عنه  ور دمخه سو او په اوبازي يې طواف شروع کړی، کله چي خلک د دغه عبادت د آداء کولو څخه عاجزه سوه دئ  رضي الله عنه  ور د مخه سو او طواف يې وکړی.

عبدالله بن زبير رضي الله عنه  قهرمان مجاهد ؤ، هشام بن عُروه  رضي الله عنه  د ده په باره کي وايي: عبدالله بن زبير رضي الله عنه  چي کوچنی ؤ او پر خبرو راغلی، اوله خبره چي ده کړې ده يا اول لفظ چي د ده تر خولې راوتلی دی هغه (السيف) ؤ، يعني توره ، نو ده رضي الله عنه  هم په خپل ژوند کي هيڅکله توره نه ده اېښې، نه د خولې څخه نه د لاس څخه.

ابن يَناق المکي رحمه الله  وايي: يوه ورځ ما په مسجد الحرام کي د قرآن مجيد تلاوت کاوه او عبدالله بن زبير رضي الله عنه  لمونځ کاوه، عبدالله رضي الله عنه  په دغه لمانځه کي پر رکوع سو او زه قرآن مجيد وايم، سورة البقره مي و وايه، سورة آل عمران مي و وايه، سورة النساء او سورة المائده مي و ويل، ده  رضي الله عنه د هغه رکوع څخه لا سر نه ؤ راپورته کړی، او تاسي پوهېږی چي دغه څلور  سورته د قرآن مجيد هغه اولني سورتونه دي چي تقريباً شپږ نيمي سېپارې کيږي، دا د عبدالله بن زبير رضي الله عنه  يوه رکوع وه فکر وکړی! موږ هم لمنځونه کؤ؟ يواځي دا نه چي ابن يَناق رحمه الله  وايي بلکه ډير تابعين د عبدالله بن زبير رضي الله عنه  د عبادت بيان کوي او وايي: عبدالله چي به پر سجده سو داسي آرامه او اوږده سجده به یې کول چي د حرم شريف مرغان به د ده پر شا او اوږو کښېنستل د هغو په خيال به د حرم شريف د ډبرو څخه يوه ډبره ورتله.

د عبدالله  رضي الله عنه  د دښمنانو څخه يو دښمن هغه چي د عبدالله او د هغه په منځ کي لوی جنګونه سوي دي چي هغه عبدالملک بن مروان دی وايي: عبدالله شجاع او دلاوره ؤ او د دلاوري کورنۍ څخه ؤ.

سيوطي رحمه الله  وايي: عبدالله بن زبير رضي الله عنه  جليل القدره صحابي دی او د حضرت عائشې رضي الله عنها  په کور کي تربيه سوی دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يې ډير احاديث روايت کړي دي.

نسب[سمول]

عبدالله بن زبير بن العوام، د مور او پلار  له طرفه شريف او قريش دی، دپلار له طرفه: عبدالله بن زبير بن العوام بن خويلد، خويلد څوک دی؟ خويلد د ام المؤمنين خديجه رضي الله عنها  پلار دی، نو عوام د عبدالله نيکه د خديجه رضي الله عنها  ورور ؤ. او بيا خويلد بن الاسد بن عبدالعزْی بن قُصی بن کلاب چي دغه قُصی بن کلاب بېله اختلافه د مکې مکرمې عمومي مشر او رئيس ؤ، مګر عبدالله د مور له طرفه د چا زوی دی؟ مور يي اسماء بنت ابوبکرالصديق  رضي الله عنها  ده، تردې به محترم او مشرف نسب چيري وي؟  پلار يې زبير رضي الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عمه زوی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حواري دی، او نيکه يې خُويلد د خديجې رضي الله عنها  پلار دی. د عبدالله رضي الله عنه  مور اسماء بنت ابوبکر رضي الله عنها  ده، د پلار مور یې صفيه بنت عبدالمطلب  رضي الله عنها  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمه ده، نيکه يې ابوبکرالصدیق رضي الله عنه  دی  او خاله يې عائشه الصديقه رضي الله عنها  ده، دغه ټول شرف او درجه و چا ته يوځای کېدلای سي؟

د عبدالله بن زبير رضي الله عنه  زېږېدل د مسلمانانو دپاره فتحه او برﺉ، کاميابي او لویه خوشالي وه، د ده  رضي الله عنه  زېږېدل د مسلمانانو په تاريخ کي لویه فتحه بلل کيږي چي هغه قصه داسي وه:

کوم وخت چي مسلمانانو مدينې منورې ته هجرت وکړی د مدينې منورې يهودو آوازه واچول چي موږ په مسلمانانو داسي سحر کړی دی چي نارینه کوچنئ به يې نه پيدا کيږي، که پيدا هم سي هغه به مري، د مسلمانانو نسل او نسب به قطعه سي، ځکه چي په مسلمانانو کي نارینه نه سي پيدا او دغه موجود مسلمانان په کراره کراره مړه سي نو خود نسل او نسب يې ورک سو، دغه آوازه نشر سوه، په شروع کي خلک په شک کي وه خو د ورځو په تېرېدلو سره دا معلومه سوه چي رشتيا هم ټول کوچنيان چي زيږي نجوني دي او کوم هلک چي وزيږي هغه مري، دغه کار دوام وکی هفته تېره سوه دوې تيري سوې، مياشت تېره سوه، دوې درې څلور مياشتي تيري سوې حالات دغسي روان دي، څو خلکو هغه آوازه رشتيا وبلل او وې منل، حتّْی دغه خبر د مکې مکرمې و قريشو ته ورسېدى او هغو به مسلمانانو ته ويل: يواځي يهود ستاسي د ختمولو دپاره کافي دي. واقعاً هم که په مسلمانانو کي نارینه کوچنئ و نه زېږي مسلمانان ختميږي، څو په دغه وختو کي اسماء رضي الله عنها  د ابوبکر الصديق رضي الله عنه  لور او د زبير رضي الله عنه  ښځي د مکې مکرمې څخه و مدينې منورې ته هجرت وکړى او د دې د هجرت په وخت کي د دې د حمل آخرنۍ مياشت وه، کوم وخت چي قُباء ته ورسېده هلته د ولادت حالات ور ته پېښ سوه او نارینه کوچنئ يې پيدا سو دغه کوچنئ مړ هم نه سو، خلکو ابوبکرالصديق رضي الله عنه  ته زېرى ور وړى، ابوبکر الصديق رضي الله عنه  ورغلى کوچنئ يې واخستى، خلک په پسې دي او تکبيرونه وايي، د مدينې منورې پر لارو او کوڅو يوه عجبه مظاهره جوړه سوه، هلک يې اخستى دى لوړ يې پورته کي او د الله اکبر تکبيرونه په لوړ آواز وايي، او  وايي الله جل جلاله  يهود و شرمول، د دغه عجيبي مظاهرې قيادت او مشري حضرت ابوبکر الصديق رضي الله عنه  کول، مسلمانان د مدينې منورې په لارو او کوڅو کي وګرځېدل څو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه هلک په خپله مبارکه غېږ کي واخستى او ډير زيات په خوشاله سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه خرما واخسته په خپله مبارکه خوله کي يې ښه نرمه کړه او بيا يې د دغه نوي زېږېدلي هلک په خوله کښېښوول، نو اول هغه شئ چي د عبدالله نس ته ور داخل سو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مبارکي ناړي وې، بيا يې هلک و ابوبکر الصديق رضي الله عنه  ته ورکړى او ويل په غوږ کي يې آذان وکه، ابوبکر الصديق رضي الله عنه  يې هم په غوږ کي آذان وکړى، نو اول هغه شئ چي د عبدالله غوږ ته ور ننوتى هغه د ابوبكر الصديق رضي الله عنه  آذان ؤ او د عبدالله نوم هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر کښېښاوه. حضرت عائشې رضي الله عنها  د خپلي خور اسماء رضي الله عنها  څخه وغوښتل چي د عبدالله بن زبير رضي الله عنه  روزنه او تربيه به زه کوم، اسماء رضي الله عنها  هم قبوله کړه، نو عبدالله د نبوت په کور کي د حضرت عائشې الصديقې رضي الله عنها  په کور کي لوى او تربيه سو چي دغه کور د رسول الله صلی الله علیه وسلم  کور ؤ، نو د دغه عظيم انسان عبدالله بن زبير رضي الله عنه  دپاره کوم نسب! کوم شرف! کومه درجه! کوم زېږېدل! او کومه تربيه وه!


او دا چي د حضرت عائشې رضي الله عنها  په سيرت کي و دې  رضي الله عنها  ته اُمِ عبدِ الله ويل کيږي د هغه سبب هم دغه دى، که څه هم حضرت عائشې رضي الله عنها  خپل اولاد نه  درلودى خو دا وه چي د عبدالله بن زبیر تربيه او روزنه يې پر غاړه اخستي وه، نو د حضرت عائشې رضي الله عنها  اسم کنيه اُمِ عبدِالله سو، چي نسبت يې و دغه عبدالله بن زبير رضي الله عنه  ته کيږي، ځکه د دې سره د دې په کور کي تربيه او لوى سو.

کړه وړه او قيافه[سمول]

کوم وخت چي عبدالله لوى سو د ده پلار زبير بن العوام رضي الله عنه  به ورته ويل: ته تر ټولو خلکو د ابوبکر الصديق رضي الله عنه  سره مشابه يې، يعني: په رنګ او شکل کي خپل نيکه ابوبکر الصديق رضي الله عنه  ته سوى يې، عبدالله رضي الله عنه  په رنګ غنم رنګه ؤ، د سيرت په کتابوکي وايي: (کان آدم) يعني عبدالله د آدم په رنګ غنم رنګه ؤ او ابوبکر الصديق رضي الله عنه  هم غنم رنګه ؤ، عبدالله رضي الله عنه  ډنګر ؤ غوښي يې لږ وې، په قد او قامت ميانه ؤ، فقط په يوه شي کي يې د ابوبکر الصديق رضي الله عنه  سره فرق درلودى، هغه دا چي ږيره يې ګڼه نه وه، د ږيري ورېښتان يې لږ وه، حتّْی ږيره يې تر هغو سره ګډه نه سوه يعني ډکه او پوره نه سوه څو عمر يې و شپېتو کلو ته ورسېدى، عبدالله  رضي الله عنه  په خپله د ځان په باره کي وايي: ما د ږيري د ګڼېدلو دپاره ډير علاجونه وکړه څو عمر مي شپېتو کلو ته ورسېدى، دغه وخت مي اميد قطعه سو چي نور نو نه ګڼيږي او د ږيري ورېښتان يې د ژړ رنګ و خوا ته نژدې وه، چي موږ (ژړبَخَن) ورته وايو.


د عبدالله بن زبير رضي الله عنه  پر تندي د ډيرو سجدو علامه وه، څرنګه چي ډير لمونځ او اوږدې سجدې يې کولې، نو په تندي کي يې د سجدې ځاى تور سوى ؤ، په ټوله مدينه منوره کي هيچا د ده سره د لوړ والي يا ښه والي دعوه نه کول، يعني هيچا دا نه ويل او نه یې ويلاى سواى چي زه تر عبدالله ښه او بهتر يم او نه هم د ده په عصر کي څوک د ده سره برابرېدلاى سواى، خاصتاً په درو کارو کي هيچا نه سواى ويلاى چي زه تر عبدالله لوړ يم.


اول: په شجاعت او دلاوري کي يې مثل او مشابه نه ؤ، د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه  په وختو کي خلکو په ټوله مدينه منوره کي داسي څوک نه پېژندى چي هغه دي تر عبدالله بن زبير رضي الله عنه  دلاوره او شجاع وي.

دوهم: په عبادت کي يې مثل او مشابه نه ليدل کېدى.

درېيم: په فصاحت کي يې مثل نه درلودى، کوم وخت چي به عبدالله رضي الله عنه  خبري کولې، ټول خلک به د ده فصاحت او صاف بيان ته په حيرت او تعجب کي وه.

عبدالله بن زبير رضي الله عنه  چي د هجرت په اول کال زېږېدلى دى او په دغه صالحه تربيه کي لوى سو نو د ده  رضي الله عنه  عمر د هجرت په تاريخ معلوميږي، د ده عمر د هجري سنې سره يو او موافق ؤ، که موږ و وايو: د هجرت په اتلسم کال کي داسي پېښه سوه، نو هغه وخت د ده  رضي الله عنه  عمر اتلس کاله ؤ او که و وايو: چي د هجرت په شپېتم کال کي داسي وسوه، نو هغه وخت د ده  رضي الله عنه  عمر هم شپېته کاله ؤ.


دغه صالح هلک عبدالله بن زبير رضي الله عنه  په دغه صالحه کورنۍ او پاک ماحول کي لوى او تربيه سو، د جهاد په مرحله کي لوى سو، کوم وخت چي د ده  رضي الله عنه  عمر دوه کاله ؤ د بدر هغه عظيمه غزاء پېښه سوه، چي د ده پلار زبير بن العوام رضي الله عنه  په هغه غزاء کي ډير عظيم دريزونه او لويي کارنامې درلودې، او په هغه غزاء کي زبير رضي الله عنه  د مغزي په آخري حصه کي ډير شديد زخمي سو، د دوو اوږو په منځ کي د مغزي په آخري حصه کي يې ډير لوى زخم جوړ سو، کوم وخت چي دغه زخم سره ورغلى نو دغه ځاى يې کډئ لکه واله داسي پاته سو، عبدالله بن زبير رضي الله عنه  به د پلار په دغه جوړ سوي زخم لوبي کولې او مُټ به یې په دغه غار سوي ځاى کي کښېښاوه، (تاسي فکر وکى چي دا څومره  لوى زخم ؤ) مقصد عبدالله رضي الله عنه  په دغسي حالاتو کي تربيه او لوى سو چي دغسي زخمونه عجب او نادر نه ورته معلومېده، بلکه دئ پوهېدى چي دغسي جنګونه او زخمونه د اسلامي مجاهدينو طبيعت دى، هغه مجاهدين چي في سبيل الله خپل مالونه او ځانونه قربانوي.


د هجرت په درېيم کال کي و عبدالله ته د ده د پلار د پهلوانۍ او قهرمانۍ قصې کېدلې، چي د اُحد په ورځ يې څنګه او څه کارونه وکړه، ورته ويل کېده چي ستا پلار زبير رضي الله عنه  د اُحد په ورځ د کفارو په مشهورو پهلوانانو څه وکړه، هغه چي د مشرکانو په منځ کي يو نفر پر لوى اوښ سپور ؤ او د هغه ځاى څخه يې په اوږده توره جنګ کاوه، د ده وهل او وارونه و مسلمانانو ته ور رسېدل، خو د مسلمانانو واري نه ور رسېدل، څو دغه کافر د مسلمانانو څخه نه نفره شهيدان کړه او ډير يې هم زخميان کړه، دغه حال پر مسلمانانو سخت او دروند ؤ، نو مسلمانانو د دغه کافر د لاسه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته شکايت وکړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څوک د دغه کافر چاره کوي؟ د عبدالله پلار زبير بن العوام رضي الله عنه  راو وتى او ويل: دا کار يې پر ما او د هغه کافر و طرف ته ورغلى، شا و خوا پر وګرځېدى خو د کافر د وهلو دپاره يې هيڅ لار نه کړه پيدا ځکه د هغه څخه ډيره اوږده توره ور سره وه، هغه پرخلکو وارونه کوي خو د مسلمانانو وهل او واري نه ور رسيږي، نو زبير رضي الله عنه  ډير شا ته ولاړى او د هغه ځاى څخه لکه غشى په تيزي راځغلي او د شا له طرفه و اوښ ته ور وغورځېدى د کافر په څټ کي سپور سو لاندي يې وغورځاوه او وې وژى، دا کوم شجاعت، څومره دلاوري او قهرماني وه، خلکو به دغه قصې و عبدالله بن زبير رضي الله عنه  ته کولې، د عبدالله پلار زبير رضي الله عنه  هغه څوک ؤ چي د اُحد په ورځ يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوبه او سامان ور سره اخستي وه.

د احزاب يا خندق د غزاء په ورځوکي چي مدينه منوره د کفارو له طرفه محاصره سوه د عبدالله رضي الله عنه  عمر پنځه کاله ؤ دغه جنګ يې په خپلو سترګو وليدى، او د هغه لويو شيانو څخه چي عبدالله رضي الله عنه  په دغه جنګ کي وليدل يو هم د ده دپلار قهرماني او قوت ؤ، کوم وخت چي د کفارو د پهلوانانو څخه هغه پنځه نفره تر خندق را واوښتل په يوه نفر پسي يې زبير رضي الله عنه  پسې سو او بيا يې جنګ ور سره وکړى، کوم وخت چي هغه کافر پوه سو چي شکست خورم نو يې په تېښته شروع وکړه او غواړي چي تر خندق بيرته واوړي، مګر زبير رضي الله عنه  په پسې ؤ، د مخه تر دې چي کافر خندق ته ورسيږي زبير رضي الله عنه  پسي ور و رسېدى او توره يې پر پورته کړه، د کافر پر اوږه يې په داسي شدت او قوت وارى وکړى چي د دغه وهلو د قوته هغه کافر پر منځ دوه ځايه سو، تر داسي اندازې چي د زبير رضي الله عنه  توره د کافر تر آسه پوري ورسېدل او کافر د آسه څخه دوې ټوټې ولوېدى، نيمه حصه يې د آس و يوه طرف ته ولوېده، او هغه بله حصه يې د آس و بل طرف ته ولوېده، دا څومره قوت او څنګه وهل وه، په دغسي قهرمانانه ژوند کي عبدالله  رضي الله عنه  لوى سو.

اوبيا د خندق تر غزاء وروسته د بني قُريظه د يهودو په غزاء کي هغه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوښته چي يهودو ته د  خپل عمل جزاء ورکي، کوم چي غدر او خيانت، بې عهدي او غداري يې وکړه، او د قريشو سره يې لاس يو کړى، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې د ډيري تنګسې په وخت کي خيانت وکړى (چي دا ديهودو طبيعي خصلت دى چي نه عهد لري نه امان) دلته بيا د زبير د شجاعت او قهرمانۍ آثار او علامات ښکاره سوه، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وزبير بن العوام رضي الله عنه  ته وظيفه ورکړه چي ولاړ  سه د يهودو حال راته راوړه، زبير رضي الله عنه  بيله تردده او تشويشه ولاړى، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هر نبي لره حواري سته او زما حواري زبير دى (لکلِ نبيٍ حواري وحوارِيي زبير) حواري يعني مخلص او صادق ملګرى، چي دغه لقب د حضرت زبير رضي الله عنه  دپاره ابدي فخر او شرف دى، او په دغه لقب تر اوسه پوري ياديږي.


( زُبير حواري رسولِ الله

عبد الله بن زبير رضي الله عنه  په دغه صالحه او مجاهده تربيه سره تربيه کيږي او لوييږي، د مړاني، همت او شجاعت پر خويو تربيه کيږي او دئ تر اوسه کوچنئ هلک دى.

عقل او شجاعت[سمول]

کم وخت چي د عبدالله عمر اووه کاله ؤ يوه ورځ يې د مدینې منورې کوچني هلکان سره را ټول کړه او ورته ويل يې: موږ ولي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره داسي بيعت نه کوو لکه لويان چي يې ور سره کوي؟ عادتاً کوچنيانو بيعت نه کاوه فقط لويانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره بيعت کاوه، نو عبدالله ورته و ويل راځى چي موږ هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره بيعت وکو، اووه کلن عبدالله دمخه سو او نور هلکان په پسې دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مسجد نبوي کي د اصحاب کرامو سره ناست دى چي د هلکانو يوه لويه ډله چي په مخ کي يې عبدالله بن زبیر رضي الله عنه  رهي دى مسجد ته ورداخله سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او اصحاب کرام په تعجب کي سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه: څه پېښه ده؟ يا عبدالله!

عبدالله و ويل: يا رسول الله! راغلي يو چي داسي بيعت در سره وکو لکه سړيان چي يې در سره کوي، تاسي دغه عقل ته وګورى! د اوو کلو هلک! دومره عقل او زيراکت! چي نورو هلکانو ته هم دغسي لار ښوونه کوي، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  تبسم وکړى، په عبدالله او د هغه په عقل ډير زيات خوشاله سو او وې فرمايل:( اُبسُط يدَکَ) لاس دي را وغځوه، عبدالله لاس ور وغځاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم لاس ور وغځاوه او د صحابۀ کرامو په حضور يې بيعت ور سره وکړى.

په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو قول و فرمايه، يوه خبره يې وکړه چي هغه خبره د ابن زبير رضي الله عنه  سره د ده په ژوند، د ده په ټول تاريخ، تر څو چي وفاتېدى ور سره ملګرې وه، او د ده دپاره ابدي فخر ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: (هذا ابنُ اَبيهِ) دئ د خپل پلار زوى دى، يعني د خپل پلار په اوصافو موصوف دى او د هغه په اخلاقو متخَلِّق دى، چي پلار يې زبير بن العوام رضي الله عنه  ؤ.


عبدالله بن زبیر رضي الله عنه  وینه چښي[سمول]

يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  حجامت وکړى (زموږ په اصطلاح ويني يې وکښې) حجامت د بدن څخه د خرابو وينو ايستل دي خاصتاً د سر څخه، دغه ویني د دې دپاره کښل کیږي چي سر دردي په لږ او ورکه سي، په هغه وختو کي د سر دردۍ علاج دغه ؤ: چي د سر ويني به یې دلاس په کښېکښلو او حرکتو د سر په يوه ځاى کي سره راټولي کړې او بيا به يې دغه ځاى په چاړه زخم  کړى، چي هغه جمعه سوې وينه را ووزي، او هغه سر دردي به لږ یا ورکه سوه.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته هم سر دردي پېښه سوې وه او حجامت يې وکړى، هغه وينه چي يې په کوم لوښي کي سره يو ځاى کړې وه، هغه لوښى يې و عبدالله بن زبير رضي الله عنه  ته ورکړى او ويل: دغه وينه دباندي چپه که، عبدالله دغه لوښى واخستى او د هغه کوټې څخه ووتى، اوس په فکر کي دى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  وينه چيري چپه کي؟ تر دغه ويني مشرفه وينه نسته، دايې نه سوه خوښه چي دغه مشرفه او مبارکه وينه په هر ځاى کي چپه کي د دغه ويني دپاره خاص ځاى په کار دى، دا ممکنه نه ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  وينه دي پر انبارو، په خاورو او عمومي ځايو کي چپه کي ولاړ دى فکر وهي، هر څه فکر چي يې و واهه بيا يې هم د ويني دپاره مناسب ځاى نه کى پيدا، نو يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  وينه وچښل، ده چي وينه وچښل په دغه وخت کي سلمان فارسي رضي الله عنه  و دغه کورته ور داخل سو، وې ليده چي عبدالله بن زبير رضي الله عنه  ولاړ دى او په لاس کي يې لوښى دى چي هغه لوښى په وينو لړلى دى، سلمان فارسي رضي الله عنه  د دغه حالت په ليدلو په تعجب کي سو، خو بيا يې هم پوښتنه نه ځني وکړه، سلمان فارسي رضي الله عنه  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى د هغه صلی الله علیه وسلم  سره ناست دى او خبري ور سره کوي، لږ وخت وروسته عبدالله بن زبير رضي الله عنه  هم کورته راغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه ويل: چپه دي کړې؟ عبدالله رضي الله عنه  ويل: هو په داسي ځاى کي مي چپه کړه چي هيڅوک يې نه سي ليدلاى، سلمان رضي الله عنه  پوه سو او ويل يا رسول الله! څه قصه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل زما د حجامت وينه مي ورکړه چي چپه يې کړي، سلمان رضي الله عنه  و ويل: يا رسول الله! هغه وینه يې وچښل، دغه هلک ويني وچښلې!

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و عبدالله ته وکتل او ويل و دي چښلې؟ عبدالله  رضي الله عنه  ويل هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تعجب کي سو: هلک او ويني چښي! دا څومره جرئت او عجبه طبيعت دى؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډيره لويه خبره او عظيم قول و فرمايه او وې ويل: ( وَيلٌ لکَ مِنَ الناس، و ويلٌ للناسِ مِنکَ) ته به خلک وځوروې او خلک به تا وځوروي. ته چي کوچنئ يې دغه حال دي دى که لوى سوې څه کارونه به وکړې؟


دجنت زیری[سمول]

بيانو رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر دغه هم عظيمه خبره وکړه، چي د عبدالله بن زبير رضي الله عنه  دپاره د جنت زېرى دى، او وې فرمايل: والله اور به نه در ورسيږي بېله هغه د قسم پر اندازه.

وروڼو! الله جل جلاله  قسم کړى دى چي هر انسان به پر جهنم تيريږي، الله جل جلاله  د سورة مريم په  ۷۱  نمبر آيات کي فرمايي:

وَإِنْ مِنْكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَقْضِيًّا


يعني: ستاسي څخه هيڅوک نسته مګر واردېدونکى دى دغه اور ته، جهنم ته، (دغه اور خامخا په ليدل کيږي) هر انسان که مسلمان وي که کافر، که پاک وي که نا پاکه، خامخا به د جهنم پر سر لوړ تېريږي، چي هغه پل صراط دى، پلِ صراط يو پُل دى چي د محشر د ميدان څخه تر جنت پوري تللى دى، چي اصلاً جنت ته د ورتګ لار هم دغه پُل دى، نو ټول انسانان که مسلمانان دي که کافران، که ښه خلک دي که ګنهکاره، پر دغه پله چي لاندي يې جهنم دى تيريږي، نو کفار او ګنهکاران د دغه پله څخه لاندي و اور ته ور لويږي، مسلمانان او نېکان به جنت ته تېريږي، نو هر انسان خامخا پر دغه پُلِ صراط يعني لوړ پر جهنم تېرېدونکى دى.


نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و عبدالله ته و فرمايل: والله هيڅکله به اور نه در څخه ومښلي بېله هغه د قسم د آداء کولو پر اندازه، چي لوړ پر جهنم به پر پُلَ صراط تېرېږې، نور به: نه اور و وينې او نه به ور داخل سې، په دغه حديث شريف کي و عبدالله بن زبير رضي الله عنه  ته دوه زيري ورکول سوه، يو دا چي هيڅکله به اور ته نه داخليږي، او بل په جنت سره زېرى دى، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و عبدالله بن زبير رضي الله عنه  ته د جنت زېرى هم ورکړى دى.


عبدالله بن زبير رضي الله عنه  لويېدى او خپل وخت يې په درو شيانو يا درو کارو سره تېراوه، ښه متوجه سى! چي دغه هلک څنګه تر بيه سو؟ او بيا د خپلو اولادو تربيه هم تر نظر وباسى، عبدالله بن زبير رضي الله عنه  خپل وخت فقط په درو کارو تېراوه،


اول: عبادت، تر داسي اندازې چي حمامة المسجد ورته ويل کېده، يعني: د مسجد کوتره، او داسي ويل کيږي: اول هغه څوک چي د حمامة المسجد نوم پر ايښوول سوى دى، هغه عبدالله بن زبير رضي الله عنه  دى، حال دا چي دئ کوچنئ ؤ خو هيڅ وخت د فرضي لمانځه څخه نه دى پاته سوى  او هيڅ وخت يې سنت نه دي پرې ايښي، تر دغه علاوه ډير زيات نفلونه يې هم کول.


دوهم: په علم او تعليم يې وخت تېراوه، او هغه څوک چي و ده ته يې تعليم کاوه هغه حضرت عائشه رضي الله عنها  وه، چي د مدينې منورې د علماوو سيّده او سرداره ده، حضرت عائشه رضي الله عنها  د مدينې منورې د لويو عالمانو څخه وه، صحابۀ کرامو د دې څخه علم زده کاوه، حضرت عائشه رضي الله عنها  د هغه اوو لويو راويانو څخه ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يې احاديث روايت کړي دي او  عبدالله د دې رضي الله عنها  په کورکي ور سره ؤ، ځکه دا يې خاله وه، نو په کور کي يې د علم په زده کولو وخت تېراوه او کوم وخت چي به يې غوښته چي لوبي وکړي،  د کوچنيانو په طبيعت کي د لوبو کولو شوق سته نو عبدالله په څه شي لوبي کولې؟ د آسانو په ځغلولو، په توره او نېزو وهل.

دغه جهادي تربيه، عبادتي او تعليمي تربيه، دا هغه طريقه ده چي موږ بايد د خپلو اولادوپه تربيه کي ور ته متوجه سو، موږ بايد پوه سو چي داسي جهاد نسته چي په هغه کي دي عبادت نه وي، داسي عبادت نسته چي په هغه کي دي علم نه وي، داسي علم نسته چي په هغه کي دي جهاد او عبادت نه وي، دغه درې شيان سره تړلي دي، جهاد او عبادت بېله علمه نه سي کېدلاى، او د علم مېوه او ثمره چي بيا عبادت او جهاد نه وي هغه علم بې فايدې علم دى، نو عبدالله بن زبير رضي الله عنه  خپل وختونه په دغو درو کارو تېرول.


خو موږ دخپلو اولادو اولنۍ تربیه په کارتوني فلمو سره کوو او تر هغه وروسته هغه فاسد تلویزیون او دُش دی، او تر هغه وروسته تاسي پوهېږی چي څه شي ځني جوړیږي؟ زموږ او ستاسي هغه ښه او معقوله تربیه، هغه تربیه چي موږ د خپلو اولادو دپاره په خوشاله یو دا ده: چي دکانداري يا د پیسو ګټل ور وښیو هغه هم په هره طریقه سره چي وي، د حلال او حرام علم هم نه په زده کوو بلکه زموږ هغه ښه اولادونه هغه دي چي رانیول او خرڅول او د پیسو ګټل یې زده وي، خو په دیني امورو کي که یې د التحيات ويل نه وي زده پروا نه لري، خو ځيني اولادونه مو نه د دنيا د ګټلو وي او نه په دين پوهیږي، نا پوه دنيا ته راسي، په نا پوهي کي ژوند تیر کړي او بد بخته د دنيا څخه ولاړ سي.


عبدالله بن زبير رضي الله عنه  د مؤته په جنګ کي ډير لوى درس حاصل کړى، د مؤته جنګ د هجرت په شپږم کال کي ؤ او د عبدالله عمر هم شپږکاله ؤ، د مؤته جنګ خو در معلوم دي چي د مسلمانانو عدد ډير لږ ؤ، مسلمانان د درو او څلورو زروه نفرو په منځ کي وه او د کفارو د داسي لښکر سره مقابل سوه چي شمېر يې د يونيم او دوو لکو نفرو په منځ کي ؤ او جنګ هم ډير شديد ؤ، لوى اصحاب کرام لکه: جعفر بن ابي طالب، زيد بن الحارثه، عبدالله بن رواحه رضي الله عنه  اجمعين پکښي شهيدان سوه، او بيا خالد بن وليد المخزومي (سيف الله المسلول) د مسلمانانو بيرغ واخستى، او وې کولاى سواى چي د مسلمانانو لښکر د تباهۍ او او فنا کېدلو څخه خلاص کړي، صحي سالم شا ته ولاړى  چه دغه پر شا تلل يې په تاريخ کي هغه کاميابه پر شا تلل دي، او د مسلمانانو څخه يو نفر هم نه سو ضائع، ټول مسلمانان يې د ميدان جنګ څخه صحي او سالم را وايستل، جنګي او عسکري پوهان په ټول جنګي تاريخ کي د خالد رضي الله عنه  دغه کاميابه پر شا تللو يا انسحاب ته (انسحاب عظيم) وايي، د دغه جنګ قصه مو (د سرورکائنات  صلی الله علیه وسلم  ژوند) په سلسله کي په تفصيل سره بيان کړې ده.

څرنګه چي دغه جنګ اول جنګ ؤ چي مسلمانان د ميدان جنګ څخه پر شا ځي، نو کوم وخت چي لښکر بيرته مدينې منورې ته راغلى د مدينې منورې ښځي او کوچنيان د دغه لښکر مخ ته ور و وتل، او د لښکر استقبال يا ښه راغلى يې د ډبرو په ويشتلو کاوه، لښکر يې په ډبرو ويشتى او نارې يې پر وهلې: يا فُرار! يا فُرار! د الله جل جلاله  د لاري او جهاد څخه و تښتېدلاست؟ او د دغو کوچنيانو او هلکانو مشر او رهبر عبدالله بن زبير رضي الله عنه  ؤ، دغه کار د مسلمانانو پر لښکر ډير سخت او دروند سو حتْى د لښکر څخه يو نفر خپل کور ته ورغلى د خپل کور دروازه ټکوي، خو ښځي يې د دروازې د خلاصولو څخه انکار وکړى او دروازه يې نه ور خلاصول ويل: ته چي د جهاد څخه تښتېدلى يې نو کور ته نه سې راتلاى.


دغه د صحابۀ کرامو ماحول يا ټولنه وه، يواځي دا نه چي نارینه يې مجاهدين وه، بلکه ټوله ټولنه يې مجاهدين وه، ښځي او کوچنيان يې پر جهاد تربيه سوي وه، شکست يې نه پيژندى، د دوى شعار فقط برئ يا شهادت ؤ.


څرنګه چي د مسلمانانو د لښکر سره د ښځو او کوچنيانو له طرفه دغه په ډبرو ويشتل او د فُرار د نارو معامله کېده نو مسلمانان ډير په تنګ سوه، خو د دغه حالته څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم  خلاص کړه او وې فرمايل: دوى تښتېدلي نه دي بلکه دوى بيرته حمله کونکي دي، ان شاء الله.

د جهادي ژوند شروع[سمول]

هغه اوله غزاء چي عبدالله بن زبير رضي الله عنه  په خپله اشتراک پکښي کړى دى هغه د مکې مکرمې فتحه ده چي په دغه وخت کي يې عمر اته کاله ؤ، د مکې مکرمې په فتحه کي د خپل پلار زبير بن العوام رضي الله عنه  سره و وتى، هلته په مکه مکرمه کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل لښکر وڅلورو حصو ته و وېشی چي د يوې حصې قومندان يې زبير رضي الله عنه  ؤ او عبدالله ور سره ؤ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغه چا ته چي عمر يې تر پنځلسو کلو لږ ؤ د جنګ کولو اجازه ور نه کړه، نو عبدالله د مکې مکرمې په فتحه کي حاضر ؤ خو جنګ يې نه دى کړى او د مکې مکرمې تر فتحي وروسته بيا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د خپل پلار په ملګرتيا د حنين وغزاء ته و وتى.

تاسي متوجه ياست؟ د دغه کوچني والي څخه جنګونه او غزاوي په خپلو سترګو ويني او تجربې حاصلوي.


عبدالله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او خپل پلار سره د حنين جنګ ته و وتى، هلته يې هم د خپل پلار پهلوانۍ او قهرمانۍ وليدې، تاسي ته معلومه ده چي د حنين د غزاء په شروع کي مسلمانانو ډير سخت شکست وخوړى او د جنګ د ميدان څخه ټول پر شا ولاړل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د جنګ په ميدان کي بېله سلو نفرو اصحاب کرامو بل څوک نه سوه پاته، فقط سل نفره اصحاب کرام د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر شا و خوا پاته وه چي جنګ يې کاوه، په دغو سلو نفرو کي يو هم زبير بن العوام د عبدالله پلار ؤ، نو عبدالله دلته د خپل پلار جنګ او قهرماني وليده او وې ليده چي د ده پلار پر مالک بن عوف حمله وکړه، هغه مالک چي د هوازن د لښکرو مشر او قومندان ؤ او هغه په تېښته ځني ولاړ، نو عبدالله د کوچني والي څخه په جنګو کي ګډون او اشتراک کاوه او د جنګ واقعات يې په خپلو سترګو ليدل.


عبدالله  رضي الله عنه  که څه هم په عمر لږ ؤ خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې د حج د ملګرتيا شرف حاصل کړى دى، عبدالله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره عمرې ته هم تللى دى او حجة الوداع ته هم ور سره ولاړى، نو ځکه په وروسته وختو کي که به خلکو ته د حج په مناسکو او احکامو کي کومه اشتباه يا اختلاف پيدا سوه، و عبدالله بن زبير ته به يې مراجعه کول، ځکه هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  افعال په خپلو سترګو ليدلي وه، څرنګه چي عبدالله اوږد ژوند کړى دى (د وفات په وخت کي يې عمر 73 کاله ؤ) نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم   تر رحلت وروسته يې 63 کاله ژوند کړى دى، نو د دغه ډيري مودې په تېرېدلو سره کله ناکله د حج په احکامو کي په خلكو کي اختلاف پيدا کېدى او د دغه اختلاف د حلولو دپاره ابن زبير رضي الله عنه  د خلکو مفتي ؤ ځکه ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حج او د هغه حالات په سترګو ليدلي وه.


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  رحلت وکى او د ابوبکر الصديق رضي الله عنه  سره بيعت وسو او بيا د رِدت جنګونه شروع سوه، د دغو جنګو د قهرمانانو او فاتحانو څخه يو هم زبير رضي الله عنه  ؤ، کوم وخت چي د ردت جنګونه پاى ته ورسېده او بيا د کفارو د مځکو او ښارو فتحه کېدل شروع سوه چي هغه په داسي طريقه سره وه:


ابوبکر الصديق رضي الله عنه  د فارس د جنګ دپاره دوه لښکره عراق ته ولېږل چي په هغه وختو کي عراق هم د فارس د حکومت تابع ؤ، حتّْى د فارس پايتخت هم په عراق کي ؤ، نو ابوبکر الصديق رضي الله عنه  د فارسيانو د جنګ دپاره دوه لښکره عراق ته ولېږل چي د يوه لښکر قومندان مثنْى بن الحارثه الشيباني رضي الله عنه  ؤ او د بل لښکر قومندان خالد بن وليد المخزومي رضي الله عنه  ؤ او د روميانو د جنګ دپاره يې څلور لښکره شام ته ولېږل چي قومندانان يې: ابو عبيده عامر بن الجراح، شُرحبيل بن حسنه، عمرو بن العاص، او زبير بن العوام رضي الله عنه  اجمعين وه.


کوم وخت چي د مسلمانانو د لښکرو قومندانانو وليده چي د روم پاچا (هرقل) د دوى د جنګ دپاره ډيري لويي لښکري را ولېږلې او په يرموک کي سره يو ځاى سوې، نو مسلمانانو و ويل: موږ بايد څلور لښکره نه سو چي پاشلي او په جلا جلا منطقو کي مو اړولي وي نو يې اتفاق سره وکى چي ټول به يو لښکر سو او دغه څلور قومندانان به په نوبت سره د دغه لښکرو آمر ټاکل کيږي او ابوبکرالصديق رضي الله عنه  ته يې هم د روم د لښکرو د ډيروالي حال ولېږى، ابوبکر الصديق رضي الله عنه  دا لازمه وبلل چي خالد بن وليد رضي الله عنه  بايد عراق پرېږدي او په شام کي د مسلمانانو کومک وکي، نو خالد رضي الله عنه  د عراق څخه شام ته ولاړى او هلته يې د ابوبکرالصديق رضي الله عنه  په امر د يرموک د جنګ قومنداني پر غاړه واخسته، دغه نو هغه اول جنګ دى چي عبدالله بن زبير رضي الله عنه  په هغه کي په جنګ کولو سره ګډون او اشتراک کوي.


(معرکةُ اليرموک) چي ډير سخت او شديد جنګ ؤ او د هجرت په څوارلسم کال کي پېښ سو او د عبدالله رضي الله عنه  عمر هم څوارلس کاله ؤ په دغه جنګ کي په لَکُو روميان د مسلمانانو د مقابلې دپاره يو ځاى سوي وه حتّْى د مسلمانانو څخه يوه نفر و ويل:( مَا اَکثَرَ الروم، وَ مَا اَقَلَ المسلمون) يعني: روميان څومره ډير دي او مسلمانان څومره لږ دي، مګر خالد رضي الله عنه  د دغسي جملې د ويلو څخه منعه کړى او ويل: بلکه داسي و وايه: مسلمانان څومره ډير دي او روميان څومره لږ دي، په حقيقت کي لښکر په ايمان کاميابه کيږي نه په شمېر او عدد.


نو په يرموک کي د مسلمانانو او روميانو په منځ کي کوچني کوچني جنګونه او حملې شروع سوې، خو يو هم پر هغه بل نه کاميابه کيږي څو يوه ورځ زبير رضي الله عنه  دا إراده وکړه چي مسلمانانو ته د کفارو د لښکر بې همتي او سپکوالى ور ښکاره کړي او داسي یو کار وکړي چي په هغه کار سره د مسلمانانو روحيات قوي کړي، نو يې په خلکو کي ناري کړه: څوک پر مرګ  بيعت کوي؟ د مسلمانانو د لښکر څخه لږ شمېر نفر راو وتل، د زبير رضي الله عنه  په ملګرتيا د روم د لښکر پر طرف ور رهي سوه او پر روميانو يې حمله وکړه، ډير شديد جنګ شروع سو څو د زبير رضي الله عنه  ټول ملګري شهيدان سوه بېله زبير رضي الله عنه  څخه بل څوک نه سوه پاته، زبير رضي الله عنه  بيا په مسلمانانو کي ږغ وکړى: څوک پر مرګ  بيعت کوي؟ د مسلمانانو بله ډله ورته راو وتل او پر کفارو يې حمله وکړه، څو بيا ټول شهيدان سوه بېله زبير رضي الله عنه  څخه.


درېيم وار بيا مسلمانانو ته راغلى او ږغ يې کړه: څوک پر مرګ  بيعت کوي؟ دا وار څوک نه ور و وتل، ځکه مسلمانانو وليده هر څوک چي ور ووزي هغه و وژل سي او بيا نه دى راغلى، نو خود دا ځل څوک نه ور و وتى، زبير رضي الله عنه  چي د مسلمانانو بېره وليده نو غواړي چي مسلمانانو ته دا ور ښکاره کړي چي روميان څه وزن او ارزش نه لري، روميان د دغه لائق نه دي چي څوک ځني وبيريږي (د روميانو څخه مقصد ټول اروپايان دي)


وروڼو! زبير بن العوام رضي الله عنه  په ټولو مسلمانانو کي يو خاص جنګي امتياز يا صفت درلودى چي دغه صفت بېله خالد بن وليد رضي الله عنه  څخه بل په هيچا کي نه ؤ موجود، هغه دا چي يواځي په مسلمانانو کي نه بلکه په ټولو خلكو کي فقط دغه دوه نفره وه چي په دوو تورو يې جنګ کاوه، زبير بن العوام، خالد بن وليد، دوی به پر آس سپاره وه په چپه او راسته لاس کي به یې توره وه، په يوه وخت کي به یې په دواړو تورو وهل کول، او آس به یې په پښو يوې او بلي خوا ته رهنمايي کاوه، چي دا ډير عجيب کار ؤ، لويه پهلواني او قهرماني وه، د بل چا په قدرت کي نه دا کار ؤ او نه یې کولاى سواى بېله خالد بن وليد او زبير بن العوام رضی الله عنهما څخه.


په درېيم وار کي چي د روم د حملې دپاره و زبير رضي الله عنه  ته څوک نه ور و وتل، نو يې خپل زوى عبدالله چي عمر يې څوارلس کاله ؤ و خپل مخ ته پر آس ور سره سپور کى او د روميانو په لښکر ور ننوتى، خلک په تعجب کي دي! يو نفر پر داسي لښکر حمله کوي چي شمر يې د دوو لکو نفرو په شا و خوا کي دى؟ څوک دغه کار کوي؟ څوک د دغه کار جرئت لري؟ حتّْى په خپله روميان په تعجب کي سوه! يو نفر را رهي دى غواړي چي پر موږ حمله وکي؟ زبير رضي الله عنه  د هغو کسانو په وهلو او وژلو شروع وکړه کوم چي د ده په مخه ورځي، عبدالله هم ور سره دى او جنګ کوي، د آس رهنمايي هم عبدالله کوي، زبیر رضي الله عنه  دومره جنګ او وهل وکړه چي د کفارو د لښکر تر منځه مخ ته ولاړى، د کفارو په لښکر ننوتى او نه معلوميږي، مسلمانان يې نه ويني، د مسلمانانو په فکر زبير او زوى يې دواړه شهيدان سوه، حتّْى د رحمت او بخښني دعاوي يې هم ورته وکړې، مګر زبير رضي الله عنه  دومره وهل او وژل وکړه چي د کفارو په لښکر کي يې لار جوړه کړه او د لښکر شا ته و وتى، حتّْى په دغه يې هم کفايت و نه کړى بلکه بيرته پر دغه لار په لښکر کي را تېر سو او د مسلمانانو لښکر ته راغلى، دلته نو مسلمانانو و ويل: روميان څومره بې همته او بې قدرته دي، يو سړئ د لښکر تر منځ وزي او بيرته راګرځي، چپه او راسته طرف ته خلک وژني، د دوى په لښکر کي داسي څوک نه سو پيدا چي مخه يې ونيسي، نو دغه لښکر او د دوى ډيروالى کوم اهميت او قېمت نه لري، د زبير رضي الله عنه  په دغه کار سره د مسلمانانو روحيات او معنويات قوي سوه.


د دغه حديث شريف روايت امام بخاري رحمه الله کوي، تاسي دغه قوي عزم او لوړ همت ته وګورى،

دا هغه اول جنګ ؤ چي عبدالله بن زبير رضي الله عنه  په جنګ کولو اشتراک او ګډون پکښي وکړى، دغه  جنګ او تر لښکر وتل چي زبير رضي الله عنه  وکړه اووه لس ځايه پکښي زخمي سوى ؤ.


وروڼو! په خوله سره د دغسي شجاعت او دغسي جنګو بيانول او په غوږو سره یې اورېدل ډير آسانه دي، خو عملي کول يې آسانه کار نه دی او نه يې هر څوک کولاى سي، او د دې دپاره چي د دغه کار په باره کي شک او تردید درته پیدا نه سي په تکرار سره وایم چي د دغه حديث شريف روايت امام بخاري رحمه الله  کړى دى، نو د دغه کار په کولو سره زبير رضي الله عنه  اووه لس ځايه زخمي سوى ؤ، چي دوه زخمه يې دومره لوى زخمونه وه لکه د بدر د غزاء زخمونه.


د يرموک د جنګ په جريان کي څه پېښه سوه؟ د اسلام د تاريخ يوه ډيره لويه واقعه پېښه سوه، هغه دا چي د جنګ په آخرنۍ ورځ د جنګ په جريان کي ډاګي يا پوسته رسونکي د ابوبکر الصديق رضي الله عنه  د وفات خبر راوړى، او د خلافت مسئوليت د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه  پر غاړه ولوېدى او د حضرت عمر رضي الله عنه  له طرفه د خالد بن وليد رضي الله عنه  پر ځاى ابو عبيده رضي الله عنه  د لښکر عمومي قومندان وټاکل سو، په دغه وخت کي زبير او عبدالله رضي الله عنه  د ابو عبيده رضي الله عنه  څخه اجازه وغوښته چي مدينې منورې ته ولاړ سي، ځکه هغه څوک چي وفات سوى ؤ هغه ابوبکر الصديق رضي الله عنه  د اسماء رضي الله عنها  پلار، د زبير رضي الله عنه  خسر او د عبدالله نيکه دى، دلته نو خامخا بايد د اسماء رضي الله عنها  د غم سپکولو او غم شريکۍ دپاره د دې مېړه زبير رضي الله عنه  او د دې زوى عبدالله موجود وي، نو دوى دواړه د دغه مقصد دپاره مدينې منورې ته ولاړل، د لږ مودې دپاره په مدينه منوره کي پاته سوه او بيا زبير رضي الله عنه  اجازه وغوښته چي بيرته جهاد ته ولاړ سي، حضرت عمر رضي الله عنه  هم اجازه ورکړه، عبدالله هم اجازه وغوښته چي جهاد ته ولاړ سي مګر حضرت عمر رضي الله عنه  اجازه ور نه کړه او ويل ته دي د مور سره پاته سه، مخ کي چي حضرت ابوبکرالصديق رضي الله عنه  حيات او موجود ؤ د اسماء رضي الله عنها  د ژوند سر پرستي هغه کول، مګر اوس چي پلار يې وفات سو خاوند او زوى يې هم دواړه جهاد ته ولاړ سي دا نه ده صحي، نو يې زبير رضي الله عنه  ته اجازه ورکړه او عبدالله ته يې و ويل ته دي د مور سره پاته سه.


په دغه کار کي حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه  موږ ته ډيره لويه او مهمه مسئله راښيي، هغه دا چي: دغه لوى او عظيم جهاد د خپل ټول عظمته سره سره، د هغه لوى اجر او ثوابه سره سره چي په جهاد کي موجود دي بيا هم په ثواب کي تر بِرّ الوالدين لږ دى، دغه جهاد د خپله فضيلته سره بيا هم د الله جل جلاله  په حضور د مور او پلار د خدمت او رضائيت سره نه سي برابرېدلاى.

نو عبدالله بن زبير رضي الله عنه  په مدينه منوره کي پاته سو او د دې دپاره چي د آس سپرلي او جنګ کول هېر نه کړي همېشه به يې د آس د سپرتيا، د تورو وهلو او نېزو ويشتلو مشق او تمرين کاوه، او نور وخت به يې په تعليم او عبادت تېراوه، چي د ده دپاره په مدينه منوره کي دغه موده پاته کېدل په خير تمام سوه، ځکه علم او عبادت يې زيات سوه.

د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه يوه قصه[سمول]

عبدالله بن زبير رضي الله عنه  د حضرت عمر رضي الله عنه  د خلافت په وختو کي يوه عجبه او په زړه پوري قصه لري، پسله هغه څخه چي عبدالله رضي الله عنه  د يرموک څخه راغلى عمر يې څوارلس يا پنځلس کاله ؤ، نو يوه ورځ د مدينې منورې په لارو يا کوڅو کي د نورو هلکانو سره ولاړ ؤ چي حضرت عمر رضي الله عنه  د صحابۀ کرامو د يوې ډلي سره را رهي دى، تاسي ته معلومه ده چي حضرت عمر رضي الله عنه  جګ، غټ، برداره، شديد، د هيبت او دبدبې خاوند ؤ، د ده  رضي الله عنه  د قد او قامت په باره کي وايي: كله چي به پر آس سپور سو پښې به يې مځکي ته رسېدلې، زيات تر دې په طبيعت کي يې شدت او غلظت هم پروت ؤ، ډير هيبت او دبدبه يې  درلوده خلک ډير ځني بېرېدل، تر داسي اندازې چي يوه ورځ حضرت عمر رضي الله عنه  رهي ؤ او تر شا نور اصحاب کرام په پسې وه، حضرت عمر رضي الله عنه  ناڅاپه و درېدى او دوى ته يې وکتل، خلک په رېږدېدلو سوه، حضرت عمر رضي الله عنه  و ويل: ولي څه درته پېښه سوه؟ خلکو ويل: زموږ زړونه دي په بېره را ډک کړه و دي بېرولو، حضرت عمر رضي الله عنه  و ویل: تاسي زما څخه د ظلم په سبب بېرېږى؟ يعني زه ظالم يم چي تاسي راڅخه بېرېږى؟ خلکو ويل يا ! موږ ستا څخه بېله عدله بل شئ نه دى ليدلى، حضرت عمر رضي الله عنه  و ويل: الله جل جلاله  دي نور هم زما هيبت ستاسي په زړو کي ډير کړي، يعني دا چي زه عادل يم او بيا هم تاسي راڅخه بېرېږى دا خير او برکت دى، بده خو دا ده چي ته ظالم يې او خلک ستا څخه نه بلکه ستا د ظلمه څخه بېريږي، نو د حضرت عمر رضي الله عنه  څخه خلک په دغه اندازه بېرېدل حتّْى د صحابۀ کرامو د دغه بيري ډيري قصې سته چي د حضرت عمر رضي الله عنه  په سیرت کي به مو لوستلي وي.

نو دغه د هيبت خاوند عمر رضي الله عنه  د صحابۀ کرامو سره رارهي دى او عبدالله بن زبير رضي الله عنه  د نورو هلکانو سره په لار کي ولاړ دى، هلکانو چي عمر رضي الله عنه  وليدى ټولو وځغستل او ولاړل مګر عبدالله بن زبير رضي الله عنه  پر هغه ځای ولاړ ؤ او نه ولاړی، كله چي حضرت عمر رضي الله عنه  را ورسېدى و عبدالله ته یې و ويل: ولي دي د خپلو ملګرو سره نه ولاړې؟ عبدالله و ويل: يا امير المؤمنين! ګناه مي نه ده کړې چي درڅخه وبېرېږم او لار هم نه ده تنګه چي در ايله يې کړم.


تاسي متوجه ياست؟ د حضرت عمر رضي الله عنه  سره په دغه جرئت خبري کوي، دا هغه عمر دى چي د اصحابوکرامو مشران ځني بېرېدل او ابن زبير رضي الله عنه  دغسي سوال او جواب ور سره کوي، دلته نو حضرت عمر رضي الله عنه  هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قول تکرار کړي او وې ويل: (هذا ابنُ ابيه) دغه جرئت او شجاعت د پلار څخه ور پاته دى.


وروڼو! په مور او پلارکي چي کوم خویونه او عادتونه موجود وي اولاد يې پر هغه خويو تربيه کيږي او لوييږي، عبدالله بن زبير رضي الله عنه  دغه شجاعت يواځي د خپل پلار زبير رضي الله عنه  څخه نه ؤ زده کړى، بلکه د خپلي انا صفيه بنت عبدالمطلب رضي الله عنها  چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمه او د زبير رضي الله عنه  مور وه، د هغې څخه يې هم دغه درس او تعليم اخستى ؤ، نو خود حضرت عمر رضي الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قول تکرار کړى او ويل: هذا ابنُ ابيهِ.

عبدالله رضي الله عنه  ته دغه جرئت او شجاعت د زبير رضي الله عنه  څخه په ميراث ور رسېدلى دى.


هره کورنۍ چي خپل اولاد پر يوه خوى تربيه کوي په اولاد کي يې هغه خوى پيدا کيږي، صفيه رضي الله عنها  په شجاعت او دلاوري کي ډير عجب دريزونه لري، چي يو د هغو څخه دخندق د غزاء واقعه ده، هغه دا چي نارینه مسلمانان د خندق د ساتني او د مشرکانو د مقابلې دپاره ټول د مدينې منورې څخه وتلي وه، کورونه، ښځي او کوچنيان يې يواځي په مدينه منوره کي پاته وه ځکه چي د مسلمانانو د کورنیو د ساتني او دفاع ذمه يهودو پر غاړه اخستې وه، او ويل موږ څوک نه پرېږدو چي مدينې منورې ته را داخل سي، کله چي بيا په خپله يهودو غدر، خيانت، او وعده خلافي شروع کړه او د مشرکانو سره يې لاس يو کړى، نو ويل اول به يې د ښځو څخه را شروع کړو، چي دا کار د يهودو د شرمه ډک او د بې غيرتۍ عمل ؤ، د نارینه وو پر مقابله يې جرئت نه در لودى بلکه غوښته يې چي د مسلمانانو ښځي بندياني ونيسي.


څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ټولو مسلمانانو ښځي د ډير حفاظت او ساتني دپاره په مدينه منوره کي په يوه قلاکي سره يو ځاى کړي او پرې ايښي وې نو يهودو و ويل تاسي دغه قلا ته د معلوماتو دپاره نفر ولېږى چي آيا هلته نارینه څوک سته چي د قلا حفاظت کوي او که يواځي ښځي دي، نو هغه يهودي راغلى د غله پر قسم پټ پټ قلا ته ور نژدې کيږي چي معلومات وکي، قصه اوږده ده مقصد دا چي په قلا کي د ښځو د ساتني دپاره هيڅ نارینه نه ؤ موجود او که يهود په دغه پوه سوي واى چي په قلاکي نارینه څوک نسته پر قلا يې حمله کول، مګر دلته صفيې  رضي الله عنها  خپل همت او هوښياري، شجاعت او دلاوري ښکاره کړه، ملا يې وتړل او يو لوى لرګئ يې واخستى چي هغه لرګی د خېمې ستن وه د هغه يهودي جاسوس په لار کي ورته پټه سوه، کله چي يهودې هغه د دې منطقې ته ور ورسېدى صفيه رضي الله عنها  په يوه وار پر را وغورځيده او يهودي يې پر سر په هغه لرګي و واهه، جاسوس غځار سو او دا ورغله د هغه سر يې په خنجر ځني پرې کړى، سر يې د ځان سره واخستى لوړه قلا ته وختل او دغه د وژل سوي يهودي جاسوس سر يې د ده پر هغه نورو ملګرو ور وغورځاوه، يهودو چي د خپل ملګري سر وليدى نو ويل: والله قلا په خلکو ډکه ده.

دغه صفيه رضي الله عنها  وه چي خپل زوى د عبدالله پلار يې پر شجاعت تربيه کاوه، خپل زوى زبير رضي الله عنه  چي پنځه کلن هلک ؤ دغه پنځه کلن هلک به یې تر ښار دباندي و يوه تاريک او داسي ځاى ته بوتلى چي هلته به خلک د بير ي نه سواى ور تلاى، هلک به يې په دغه ځاى کي پرېښاوه، هلک به بېرېدى او د بیري به یې ژړل خو دې به پرېښاوه او دا به ځني ولاړل خلکو به ورته ويل: کوچنئ دي و بېراوه اعصاب به يې خراب سي، دې به ويل: زه داسي تربيه ورکوم چي و نه بېريږي او فارس يعني جنګي پهلوان ځني جوړ سي.


نو د عبدالله پلار زبير رضي الله عنه  د کوچنيوالي څخه داسي تربيه سو چي بېره يې نه پېژندل، په دغه شجاع او دلاوره کورنۍ کي عبدالله لوى سو.


د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه  د خلافت په وختوکي زبير بن العوام رضي الله عنه  د عمرو بن العاص رضي الله عنه  د کومک دپاره مصر ته ورغلى چي د مصر په فتحه کولو کي د عمرو بن العاص رضي الله عنه  کومک وکي، ځکه د عمرو بن العاص رضي الله عنه  لښکر فقط څلور زره نفره ؤ او په هغه وختو کي يواځي د مصر د قِبطيانو شمېر بېله هغه روميانو څخه چي په مصر کي موجود وه دوه ميليونه ؤ، يواځي نارینه قِبطيان دوه ميليونه نفره وه او د مسلمانانو هغه لښکر چي د دوى د جنګ او د مصر د فتحه کولو دپاره ورغلى فقط څلور زره نفره دى او غواړي چي مصر فتحه کي، عمرو بن العاص رضي الله عنه  چي د مسلمانانو عمومي قومندان ؤ وې ليده چي د ده د لښکر شمېر د قِبطيانو په مقابل کي لږ دى او نور کومکي لښکر ته هم ضرورت لري، نو د حضرت عمر رضي الله عنه  څخه يې د نورو اتو زرو نفرو غوښتنه وکړه، حضرت عمر رضي الله عنه  غواړي چي کومک يې وکي مګر څرنګه چي شا و خوا په فارس او شام کي نورو فتوحاتو هم جريان درلودى او مجاهدين سره پاشلي وه نو خود د حضرت عمر رضي الله عنه  سره په مدينه منوره کي څوک نه وه پاته، پسله ډيره کوښښه يې فقط څلور زره نفره پيدا کړه او څلور نفره يې امر کړه چي د دغه کومکي لښکر سره ولاړ سي، اوس څلور زره نفره کومکي لښکر دى او څلور نفره قومندانان ور سره دي، خو حضرت عمر رضي الله عنه  و عمرو بن العاص ته وليکل: ما اته زره نفره در ولېږل، خو هلته و عمربن العاص رضي الله عنه  ته څلور زره نفره ورغله، خو حضرت عمر رضي الله عنه  ورته ليکلي وه: يا عمرو! ما څلور زره نفره در ولېږل او د هرو زرو نفرو پر سر يو يو نفر ولاړ دى، چي د هغو څخه هر يو و ما ته يا زما په حضور پر زرو نفرو حساب دى.

هغه څلور نفره څوک وه؟ زبير بن العوام، مقداد بن الاسود، عُباده بن صامت، او محمد بن مسلمه وه رضي الله عنه  اجمعين وه، نو زبير رضي الله عنه  په مسلمانانو کي پر زرو جنګي نفرو حساب ؤ.

کوم وخت چي حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه  خليفه او امير المؤمنين وټاکل سو د عبدالله بن زبير رضي الله عنه  عمر يوويشت کاله ؤ او د جهاد يې ډير شوق درلودى غوښته يې چي د مجاهدينو سره د جهاد دپاره ولاړ سي، خو حضرت عثمان رضي الله عنه  منعه کاوه او ورته ويل به یې: ته به زما سره پاتېږې، هرځاى چي وکومکي لښکر ته ضرورت پيدا سي د هغه لښکره سره دي لېږم، يعني ښايي يو لښکر کومک و غواړي هغه وخت زه تا ته ضرورت لرم او ته به د هغو د کومک دپاره ورځې، او واقعاً هم دغه ضرورت په هغه لوى جنګ کي پېښ سو چي د ټونس فتحه وه.


وروڼو! کوم وخت چي مصر فتحه سو نو مسلمانان نور هم په افريقا کي مخ ته تله او فتوحات يې کول، څو وټونس ته ورسېدل، په دغه وختو کي د روم پاچا هرقل په قِسطِنطينيه کي ؤ چي اوس استنبول ورته ويل کيږي، او د مسلمانانو فتوحات يې ليدل، نو و بېرېدى چي ټوله پاچهي مي د لاسه وزي، نو هرقل ډير لوى لښکر جوړکى چي شمېر يې تقريباً دوه نيم لکه نفره ؤ، څرنګه چي مصر د مسلمانانو په لاس کي ؤ نو هرقل خپل لښکر مصر ته نه سواى لېږلاى نو يې دغه لښکر د کښتيو په واسطه و ټونس ته ور داخل کړى، په دغه وختو کي د مصر والي عبدالله بن سعد بن ابي سرح ؤ چي د حضرت عثمان رضي الله عنه  د خاله زوى دى.

عبدالله بن سعد بن ابي سرح چي د روميانو د دغه لويو لښکرو جوړېدل وليده نو يې د مسلمانانو لښکر جوړ او آماده کى او د روميانو پر طرف چي په ټونس کي وه ور رهي سو، مصر يې پرېښاوه او په خپله دئ د دغه لښکر مشر او قومندان ؤ، غواړي چي په ټونس کي د روميانو سره جنګ او مقابله وکي، خير په ټونس کي دوه لښکره مخ په مخ سره و درېدل او جنګ شروع سو، دغه جنګ اوږد سو او ډيره موده یې په بر کي ونيول خو يو طرف هم پر هغه بل طرف نه سي کاميابه کېدلاى، په دغه جنګ کي د مسلمانانو شمېر د ديرشو زرو نفرو په شاوخوا کي ؤ او د روميانو لښکر تر دوو لکو نفرو هم زيات ؤ، مګر بيا هم يو لښکر نه سي کولاى چي هغه بل طرف ته ماته او شکست ورکړي، نو عبدالله بن سعد و حضرت عثمان رضي الله عنه  ته حال ولېږى کومک ځني غواړي، حضرت عثمان رضي الله عنه  چي څومره لښکر سره يوځاى کولاى سواى سره را ټول يې کړى خو بیا هم د دغه لښکر شمېر لږ ؤ او د اول وار دپاره يې د دغه لښکر قومندان عبدالله بن زبير رضي الله عنه  وټاکى، ويل ولاړ سه د عبدالله بن سعد کومک وکه، عبدالله بن زبير رضي الله عنه  هم د  دغه لښکر سره د ټونس پر طرف رهي سو، په دغه وختو کي چي عبدالله رضي الله عنه  د ټونس پر طرف ور رهي دى هلته په ټونس کي د مسلمانانو او کفارو په منځ کي هره ورځ جنګونه کيږي، د سهار تر لمانځه وروسته جنګ شروع سي او بېله وقفې يا درېدلو تر ماپښين پوري دوام لري، پسله ماپښينه دواړه لښکره سره جلا سي او تر سبا سهاره راحت کوي، خو په جنګ کي يو طرف هم نه غالبه کيږي، چي دغه مساوي او بې نتيجې جنګو پوره يوه مياشت دوام درلودى، د روميانو د لښکر قومندان چي (ګَرَه ګِرُوس) نومېدى او مسلمانانو جُرجَه ورته ويل، دغه قومندان وليده چي جنګونه کيږي او کومه خاصه نتيجه يا کاميابي نه لري، نو يې په خپل لښکر کي داسي اعلان وکى: که هرچا د مسلمانانو د قومندان عبدالله بن سعد سر راته راوړى و هغه ته يو لک د سرو زرو ديناره ورکوم او پر هغه سربېره خپله لور هم ورکوم، تاسي دغه لوى انعام ته وګورى! سل زره ديناره او خپله لور ورکوي، دلته نو ټولو روميانو کوښښ کاوه چي عبدالله بن سعد ته ځان ور و رسوي، عبدالله بن سعد د خپلو نورو قومندانانو سره مشوره وکړه چي موږ بايد څه وکو؟ هغو دا مشوره ورکړه چي ته د لښکر عمومي قومندان يې که ته و وژل سې په لښکر کي ګډوډي پيښيږي، نو زموږ په نظر ته بايد د دې دپاره د لښکر تر شا و اوسې چي روميان تا ته د رسېدلو لار نه کړي پیدا، عبدالله بن سعد هم د لښکر تر شا اوسيږي او دغسي بې نتيجې جنګونه دوام لري، څو عبدالله بن زبير رضي الله عنه  را ورسېدى.

عبدالله بن زبير رضي الله عنه  چي نوى ځوان او د جهاد په شوق ؤ فقط د را رسېدلو سره سم د لښکرمقدمې ته ورغلى هلته د امير پوښتنه کوي او په امير پسي ګرځي خو امير نسته، ويل: امير مو چيري دى؟ هغو ويل: امير د لښکر تر شا دى،

ده ويل: ولي؟

خلکو حالات ور ته و ويل.

عبدالله رضي الله عنه  فوراً د لښکر شا ته امير ته ورغلى او ويل: ته ولي دلته يې؟

قومندان هغه د انعام قصه ورته وکړه.

ابن زبير رضي الله عنه   و ويل: والله دا صحي فکر او نظر نه دى، امير او د لښکر تر شا؟

لښکر به څوک تشويقوي؟ لښکر چي خپل قائد او قومندان نه ويني نو جنګ څنګه کوي؟ څوک به حماس او شوق پکښي پيدا کوي؟

دا هم لوى درس دى چي ابن زبير رضي الله عنه  يې د جهاد په باره کي راښيي،

نو ويل: د قومندان وظيفه دا نه ده چي د لښکر تر شا ناست وي سيل کوي او فقط اوامر صادروي، بلکه قومندان بايد د لښکر په مقدمه کي وي خلک و جنګ کولو ته تشويق کړي، د ضرورت په وخت کي بايد په ميدان کي و دريږي صحي او ضروري اقدامات وکي.

عبدالله بن سعد و ويل: ټول روميان زما په مرګ  پسې دي هر يو د هغه انعام او جائزې اخستلو اراده لري.

ابن زبير رضي الله عنه  و ويل: زه به حل در وښيم، هغه دا چي ته هم په مسلمانانو کي اعلان وکه: که هرچا د جُرجه سر راته راوړى يو لک ديناره سره زر ورکوم او د جُرجه لور ور واده کوم.

عبدالله بن سعد هم په مسلمانانو کي دغه اعلان وکى او هلته د جُرجه پر طرف حملې شديدي سوې چي په نتيجه کي جُرجه مجبوره سو او د خپل لښکر شا ته ولاړى، تاسي دغه صحي فکر او حکمت ته وګورى چي د دښمن په لښکر کي يې تزلزل پيداکړى.

خو بيا هم دغه مساوي او بې نتيجې جنګونه دوام لري او عبدالله بن زبير رضي الله عنه  د دغه وضعي څخه نه ؤ راضي، دغه بې نتيجې جنګو د ده جهادي تنده نه ورماتول، نو د لښکر د عمومي قومندان او نورو قومندانانو سره د مشورې دپاره کښېنستى او ويل: موږ چي پر دغه طریقه جنګ کوو دا جنګ نه دى بلکه دا فقط د وخت ضائع کول دي.

هغو ويل ستا نظر څه دى؟

عبدالله  رضي الله عنه   و ويل تاسي فقط نيمه ورځ جنګ کوى.

هغو ويل: اوس هم خلک ډير ستړي دي د سهار څخه تر ماپښين پوري بېله وقفې او راحته په جنګ مشغوله دي او ته غواړې چي پوره ورځ جنګ وکي؟ دا کار سخت او مشکل دى.

ابن زبير رضي الله عنه  و ويل: زما سره يو فکر را سره دى.

هغو ويل: څه فکر؟

ابن زبير رضي الله عنه  و ويل: د مسلمانانو څخه يوه ټولۍ پرېږدى چي په سهار کي جنګ نه کوي، فقط راحت او هوسايي دي کوي، کوم وخت چي ماپښين سو او لښکري سره جلا سوې دغه ټولۍ دي حمله شروع کړي.

هغو ويل: يوه ټولۍ به په پوره لښکر څه وکي؟ يوه کوچنۍ ټولۍ د دوو لکو نفرو سره جنګ نه سي کولاى.

ابن زبير رضي الله عنه  و ويل ستړي خو به يې کړي، پرېږدى چي دښمن همېشه ستړى وي او د راحت وخت و نه لري.

هغو ويل: هو دا صحي فکر دى او ته يې د دغه ساتلي ټولۍ قومندان.

نو عبدالله بن زبير رضي الله عنه  د مسلمانانو د پهلوانانو څخه يوه ټولۍ جوړه او انتخاب کړه، سبا سهار چي جنګ شروع سو دغه ټولۍ په جنګ کي ګډون و نه کړى، بلکه تر ماپښينه يې آرام او راحت کاوه، کله چي ماپښين سو اوس د پخواني عادت سره سم دوه لښکره سره جلا کيږي، په دغه وخت کي ابن زبير رضي الله عنه  چي د جنګ او کاميابۍ تږى ؤ د خپلو ملګرو انتظار و نه کړى پر آس سپور سو او د روم د لښکر پر طرف ور رهي سو، ملګرو چي يې وليده چي عبدالله پر ور رهي دى هغو هم اسلحو ته ور حمله کړه او پر آسانو سپريږي، خو عبدالله بن زبير رضي الله عنه  تر دوى ډير دمخه ؤ، هلته د روم لښکر څه شي ويني؟

رومیان ويني چي يو نفر د هغو پر طرف ور رهي دى او عبدالله رضي الله عنه  تر اوسه خپله توره د پوښه نه وه راکښلې، توره په پوښ کي په ځړېده، د روم لښکر وليده چي يو نفر غير مسلح د دوى پر طرف ور رهي دى، نو يې ناري کړه: قاصد دى قاصد، لار ور پرېږدى، د هغو په فکر د صلحي دپاره قاصد ور رهي دى لار يې ور پرېښوول، عبدالله په تعجب کي سو چي خلک جنګ نه کوي نور هم مخ ته پسي ولاړى، تر څو د لښکر شا ته د جُرجه و خېمې ته ورسېدى، په خېمه کي جُرجه ناست دى شراب چښي او مينځياني نجوني ورته ناستي دي غزلي ورته وايي.

دا اوس د لښکر قومندان دى! د کفارو د لښکرو د قومندانانو او مشرانو ژوند دغسي وي، د خپلو شخصي ګټو دپاره د خلکو اولادونه په وينو لمبوي او دوى عيش او عشرت کوي.

ابن زبير رضي الله عنه  چي جُرجه ته ور و رسېدى توره يې پر پورته کړه او جُرجه يې و وژى، روميان په تعجب کي سوه او نارې يې کړې: غدر! غدر! عبدالله رضي الله عنه  و ويل: نه زه قاصد وم او نه ما ويلي دي چي زه قاصد يم، فقط تاسي ويل: قاصد دى.

دلته نو روميان پر ابن زبير رضي الله عنه  را وګرځېدل، او هلته چي مسلمانانو د ابن زبير رضي الله عنه  د تکبير نارې واورېدې پوه سوه چي جُرجه يې و وژى، دوهم وار بيا د مسلمانانو ټول لښکر حمله شروع کړه، د روميانو د لښکر توازن ګډ وډ سو، مګر ابن زبير رضي الله عنه  د کفارو د لښکر تر شا يواځي محاصره دى، خو د هغه ځاى څخه يې په جنګ شروع وکړه وهل او وژل کوي، ترڅو تر ټول لښکر راو وتى او د مسلمانانو لښکر ته ورغلى.

عبدالله بن زبیر رضي الله عنه  د خپل پلار هغه مجد او شجاعت خلکو ته ورپه یاد کړی چي په يرموک کي يې کړى ؤ، هغه چي د رومیانو تر لښکر و وتی او بیرته د مسلمانانو لښکر ته راغلی، دلته نو خلکو په نارو او لوړو آوازو سره هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قول تکراراوه چي فرمايلي يې وه: هذا ابنُ ابيهِ.

د جُرجه په وژلو سره د روم لښکر سخته ماته وخوړه او په تېښته يې شروع وکړه، بيرته په هغه خپلو کښتيو کي سپريږي او قِسطِنطينيې ته تښتي، د روم پاچا هرقل ته چي دغه خبر ورسېدى ډير په قهر سو چي ولي هر وار زما لښکر شکست خوري، نو يې امر وکى چي زما ټوله لښکري دي سره يوځاى سي او دغه مات سوى لښکر دي هم بيرته وګرځي او پر مسلمانانو دي د کښتيو څخه حملې کيږي، يعني لښکر دي مځکي ته نه ورځى د کښتيو څخه دي حملې کوى او په دې وارکي د روم د لښکر قومندان په خپله قِسطَنطين د روم پاچا ؤ، عبدالله بن سعد ته چي دغه خبر ورسېدى نو دئ د مسلمانانو سره په خپلو کښتيو او هغو کښتيو کي چي د روميانو څخه يې په غنيمت اخستي وې سپاره سوه او غواړي چي د مخه تر هغه حمله پر وکي چي قِسطَنطين او لښکر يې ټونس ته را ورسيږي، نو دوه لښکره په درياب کي سره مخامخ سوه چي دا هغه اولنئ بحري جنګ دى چي د اسلام په تاريخ کي پېښيږي، او د تاريخ په کتابو کي و دغه جنګ ته (مَعرکةُ ذاتِ الصواري) ويل کيږي، صاريه د کښتۍ و هغه لرګي ته ويل کيږي چي د کښتۍ په منځ کي جګ ولاړ وي او د کښتۍ بادوان پوري تړل سوى وي، څرنګه چي د کښتيو عدد ډير زيات ؤ درياب په کښتيو ډک ؤ او په درياب کي بېله کښتيو بل شئ نه ليدل کېده، نو معرکةُ ذاتُ الصواري ورته و ويل سوه، په هغه وختو کي توپ او توپک نه وه نو د جنګ طريقه داسي وه چي يوه کښتۍ به د بلي کښتۍ څنګ او بغل ته و درېده يو پر بل به يې د تورو او نېزو وارونه کول، خو عبدالله بن زبير رضي الله عنه  د قِسطَنطين وکښتۍ ته متوجه ؤ او وې کولاى سوه چي د هغه وکښتۍ ته ځان ورسوي، خپله کښتۍ يې د هغه د کښتۍ و څنګ ته و درول او د قِسطَنطين پر کښتۍ يې حملې شروع کړې، ابن زبير او د ده ملګرو وکولاى سواى چي په خپله قِسطَنطين ته ځان ورسوي او هغه يې زخمي کړى، قِسطَنطين چي مرګ  وليدى ځان يې و درياب ته واچاوه، دلته د روميانو بله کښتۍ نژدې وه هغو قِسطَنطين وخپلي کښتۍ ته پورته کړى او د روميانو لښکر د شکست په حال کي پر شا په تېښته شروع وکړه، چي دغه جنګ د مسلمانانو اول بحري جنګ ؤ او په هغه کي يې هم لويه کاميابي په نصيب سوه، چي شمالي افريقا يې د روميانو څخه خالي کړه، په دغه لوى جنګ کي د ابن زبير رضي الله عنه  موقف او دريز ډير مهم او عظيم ؤ، كله چي په ټونس کي حالات آرام سوه او ټونس د مسلمانانو د حکم تابع سو، حضرت عثمان رضي الله عنه  عبدالله بن زبير بيرته مدينې منورې ته ور وغوښتى او ويل ته به دلته زما سره يې، عبدالله بن زبير رضي الله عنه  هم مدينې منورې ته ولاړى.



په دغه وختوکي هلته په فارس کي سرکښي او بغاوت شروع سو، که څه هم فارس د حضرت عمر رضي الله عنه  په وختو کي فتحه سوى ؤ خو بيا هم ډير خلک يې پرهغه خپل مجوسيت يا آتش پرستۍ پاته وه، د فارس ټول خلك نه وه مسلمانان سوي بلکه ځيني داسي خلک هم وه چي په ښکاره مسلمانان وه خو په زړه کي بياهم مجوسيان او کافران وه، نو په وخت او موقع پسي يې کتل او په دغه وختو کي يې بغاوت شروع کړى، حضرت عثمان رضي الله عنه  د هغو د آرامولو او جزاء ورکولو دپاره يو لښکر ولېږى، په اول لښکر پسي يې بل کومکي لښکر هم ولېږى چي د دغه کومکي لښکر قومندان عبدالله بن زبير رضي الله عنه  ؤ، نو عبدالله بن زبير د هغو کسانو څخه دى چي د فارس د بغاوت په ناکامه کولوکي يې حصه اخستې ده.

بيا چي په جُرجِستان کي بغاوت شروع سو (جُرجِستان) د پخواني شوروي اتحاد په آزاد سوو جمهوريتو کي يو جمهوريت دى، نو کم وخت چي په جرجستان کي بغاوت شروع سو، عبدالله بن زبير رضي الله عنه  يې د هغه ځاى د آرامولو دپاره هلته ولېږى.

عبدالله بن زبير رضي الله عنه  به همېشه د حضرت عثمان رضي الله عنه  سره ؤ، په کوم ملک کي چي به جنګ يا بغاوت پېښ سو او هلته به کومک ته ضرورت پيداسو ابن زبير رضي الله عنه  به يې هلته ورلېږى.


کوم وخت چي د آسيا د شرق پر طرف نور فتوحات کېدل څو نژدې تر چينه دغه فتوحات ورسېدل ابن زبير رضي الله عنه  په ډيرو دغو فتوحاتو کي ګډون کړى دى، هر وخت او هر چيري چي به اسلامي لښکرو کومک ته ضرورت پيدا کى حضرت عثمان رضي الله عنه  به ابن زبير رضي الله عنه  هلته ور لېږى، او پسله فتحي به بيرته مدينې منورې ته راتلى، نو ابن زبير رضي الله عنه  او د ده ملګري يوه تياره او آماده ټولۍ وه چي په هر ځاى او هر وخت کي د جنګ دپاره حاضراو آماده وه او د دغه ټولۍ قومنداني همېشه د ابن زبير رضي الله عنه  پر غاړه وه.

سرچينې[سمول]

ماخذ: حیاة الصحابه، مولوي عنایت الله علمي

سرچینه :- تعلیم الاسلام ویب پاڼه----------

  1. دوتنه: Andrew Bell — سرليک: Encyclopædia Britannica — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
  2. سرليک: Абдуллах ибн Зубайр — نشرونه لخوا د: Islamskiy enciklopedicheskiy slovar
  3. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۲۲ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur