منځپانگې ته ورتلل

حجاج بن یوسف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حجاج بن يوسف
الحجاج بن يوسف الثقفي (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
Ta'if (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱ جون ۰۶۶۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱ جون ۰۷۱۴ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
Wasit (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

ابو محمد حجاج بن یوسف بن الحکم بن ابی عقیل ثقفي عربي ژبه: أبو محمد الحجاج بن يوسف بن الحكم بن أبي عقيل الثقفي‎، وينګژباړه: Abū Muḥammad al-Ḥajjāj ibn Yūsuf ibn al-Ḥakam ibn Abī ʿAqīl al-Thaqafī; شاوخوا 661–714 ) چي په عامه توګه د حجاج بن یوسف په نوم هم پیژندل سوی دی، د اموي خلافت مشهوره چارواکۍ او والي وو. هغه خپل دولتي چوپړ د خلیفه عبدالملک په زمانه کي ترسره کړ، چي پر بنسټ یې د اموي واکمنۍ ریښې په عراق او شاوخوا سیمو کي زیاتي ټینګي سوې. حجاج د عبدالملک له زوی ولید سره هم دنده ترسره کړه، خو د پلار په څېر یې له ده سره چنداني تودې اړیکي نه درلودې او تر خپل مړیني پوري یې یو منزوي دوره تېره کړه.

د عراق او ختیځ د والي په توګه حجاج پخپل وخت کي بنسټیز اصلاحات رامنځته کړه. په دې اصلاحاتو کي د سپینو زرو د درهمونو جوړونه، دولتي لیکدود له فارسي څخه عربي ته اړول او د قرآن کریم تورو ته عربي حرکتونه ورکول تر څو عجم ورباندي وپوهیږي د یادوني وړ دي. د کرنیزو محصولاتو د بیا راژوندي کولو او د مالیاتو د زیاتوالي لپاره حجاج عجم مسلمانان د کوفې او بصرې د لښکرګاه ښارونو څخه د دوی اصلي کلیو ته ولېږل او له هغوی څخه یې د غیر مسلمانو وګړو څخه د جزیې راټولولو کار واخیست. په 701 کي حجاج د سوریې څخه د ځواک په مرسته د کوفان د عرب امیر ابن اشعث په مشرۍ یو ډله ایز بغاوت مات کړ چي په لیکو کې یې د عرب پوځیانو ترڅنګ عام مسلمانان او د عراق مذهبي اشرافو هم شتون درلود.

حجاج یو ډیر تکړه خو په ورته وخت کي ډېر بې رحمه سیاستوال او سخت زړه انسان وو، او د همدغه بې رحمۍ له کبله یې لوی شمېر مسلمان وګړي تر تېغ کړه چي په هغوی کي یو هم مشهوره صحابي عبدالله بن زبیرؓ وو.

  1. ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 119312026. بياځلي سمون: ۲۰ اپريل ۲۰۲۶. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ↑ ويل شوي په: al-Aʻlām (Dār al-ʻIlm, 2002). Page(s): 168. Volume: 2. خپروونکی: Dar El-Ilm Lilmalayin. اثر ژبه: عربي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۲. ليکوال: Khayr al-Din al-Zirikli.