عبدالملک بن مروان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالملک
عبدالملک بن مروان
عبدالملک بن مروان

عبدالملک بن مروان خلیفة المسلمین
دوره 12 April 685 – 9 October 705
د شخص معلومات
اصلي نوم عبدالملک بن مروان بن الحکم
پيدايښت ۰۶۴۶[۱][۲][۳]
مړینه 705 زیږدیز کال د اکتوبر 9 نېټه (د 58 یا 61 کلونو په عمر)
د مشق   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اسلام
پلار مروان بن حکم   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور عایشة بنت معاویة
کورنۍ مروان اموي کورنۍ
ځايناستی
سلالة اموي خلافت ( واکمني )
آخري معلومات
کار/مسلک سياستوال
والي   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي [۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عبدالمالک بن مروان بن الحکم ( (عربي: عَبْد الْمَلِك ٱبْن مَرْوَان ٱبْن الْحَكَم) ; جولای/اګست 644 یا جون/جولای 647 – 9 اکتوبر 705) د اموي واکمنۍ پنځم اموی خلیفه وو چي د اپریل 685 څخه نیولې بیا د اکتوبر 705 کال یعني د هغه تر مړیني پوري یې پر اسلامي نړۍ حکومت وکړ. نوموړی د مسلمانانو د لومړي نسل غړی بلل کېدی چي په مدینه منوره کي یې لومړنی ژوند په نیکو کارونو تېر سوی وو. عبدالملک د خلیفه معاویهؓ د اموي خلافت او د خپل پلار خلیفه مروان اول دواکمنۍ بنسټ ایښودونکی وو. د عبد المالک د منځته راتګ په وخت کي اموي واکمني د ځینو اختلافاتو په پایله کي نسکورېدو ته نژدې وه خو د نوموړي د پلار د واکمنۍ پر مهال په سوريه او مصر کې بيا پر پښو ودرېدل.

په ۶۸۶ کال کي پر عراق د ناکام برید وروسته عبدالمالک د سوریې پر امنیت باندي تمرکز وکړ ترڅو د مکې میشته خلیفه عبدالله بن الزبیرؓ څخه د خلافت د لویي برخي د بیا نیولو لپاره لمړی ځان قوي کړي. عبدالملک په همدې اړ و دوړ کي د الاشدق په نامه یو شخص کودتا هم (( چي دده د سقوط لپاره یې ترسره کول)) شنډه کړه اوځان یې د عبدالله بن زبیرؓ مقابلې ته ځواکمن کړ. ورپسې یې په عراق کي زبیري واکمني سقوط او خپل جنرال الحجاج بن یوسف یې مکې ته ولېږه څو چي په پایله کي یې هلته د ۶۹۲ کال په وروستیو کې ابن الزبیر هم شهید کړ او په دې توګه یې تر خپلي تر واکمنۍ لاندي بیا خلافت سره یو موټی کړ. تر ابن الزبیر وروسته د بازانټیم سره جګړه پیل سوه او اموی لښکري اناتولیا او ارمنستان ته ورسېدلې، همدرانګه د کارتاج ویجاړول او د کیروان بیرته نیول او په 698 کي د لویدیز شمالي افریقا او د ایبیریا ټاپووزمې د وروستیو فتوحاتو لپاره هڅي د عبدالملک کارنامې وې چي ترسره یې کړې. له بلي خوا په ختیځ کي د عبدالمالک وایسرای، الحجاج، په عراق او خراسان کي په ټینګه سره د خليفه واک ټینګ کړ او د خوارجانو او د عربو قبیلوي اشرافو لخوا یې په 702 کال کۍ د مخالفت مخه ونیوله. د عبدالمالک وروستي کلونه په کور دننه سوله ایز او د واک او سوکالۍ مثبته نښه وه.

د عبدالمالک د اصلاحاتو تر ټولو مهم څیزونه د بازنطیني او ساسانیانو د سکې پر ځای د واحد اسلامي اسعارو معرفي کول او په سوریه او عراق کي په ترتیب سره د یوناني او فارسي پر ځای د عربي ژبې رامنځته کول وو. د نوموړي بل نوښت په بیت المقدس کي د ډبرې د گنبد بنسټ ایښودل وه چي د لرغونپوهنې له پلوه تر ټولو لومړنی تصدیق سوی مذهبي یادګار بلل کیږي چي د یو مسلمان واکمن لخوا جوړ سوی دی او د اسلامي اثارو ستره نښه ګڼل سوې ده. د عبدالملک لخوا تاسیس شوي بنسټونه د هغه زوی او ځای ناستی الولید I له لوري په لویه کچه ساتل کېدل او پرمختیا ورکول کېده، ترڅو د اموی خلافت د ځمکنۍ او اقتصادي زینت ښکارندوی وکړي. د عبدالمالک مرکزي حکومت د منځنیو پیړیو وروسته د اسلامي دولتونو یوه لویه نمونه وګڼل سوه.

  1. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/abd-al-malik-20 — subject named as: Abd al-Malik — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0000131.xml — subject named as: ‘Abd al-Malik — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  3. Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/65163 — subject named as: Abd al-Malik ʿ ibn Marwān ibn al-Ḥakam
  4. Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — د نشر نېټه: ۱۱ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  5. Hoyland 2007، ص. 594.
  6. Hoyland 2007، صص. 593–596.