کارتاژ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کارتاژ “Carthage” (Qarthadast، «نوی ښار»، لاتيني: Carthago) د تونيس خليج د ننۍ تونيسيا سيمې په ختيځه څنډه کې د لرغوني کارتاژ تمدن پلازمېنه ښار و. کارتاژ د لرغوني مديترانې يو له خورا مهمو سوداګريزو مرکزونو او د لرغونې يا کلاسيک نړۍ له خورا بډايه ښارونو څخه و.

ياد ښار د پونيک له کنعاني مستعمرې څخه د پونيک سترواکۍ پلازمېنې ته وده وکړه، چې د لومړۍ مخزېږديز زريزې پر مهال يې د سويل لويديځې مديترانې په پراخه برخو باندې واکمني وکړه. افسانوي ملکه اليسا يا ډايګو “Digo” د ښار بنسټګره ګڼل کېږي، که څه هم د نوموړې تاريخ تر پوښتنې لاندې دی. د تاورومينيوم د تيميوس د دلايلو له مخې، نوموړې له ځايي قبيلې څخه هغومره خاوره پېرلې وه، چې يو غوايي ... په واسطه تر پوښښ لاندې راتللی شوه. کله چې کارتاژ په کور دننه سوکاله شو، حکومت پر مستعمرو باندې د واک چلولو په موخه استعمارګر او همدا راز قضايي او اجرايوي امران پراخه سيمو ته واستول. [۱][۲][۳]

دا لرغونی ښار په ۱۴۶ مخزېږديز کاکل کې د پونيک د درېيمې جګړې “Third Punic War” پر مهال د رومي جمهوريت له لورې، د کارتاژ د نږدې درې کالونو کلابندۍ کې ويجاړ شوی و او وروسته يې د رومي کارتاژ په توګه بېرته وده وکړه، چې د افريقا سيمه يا څانګه کې د رومي سترواکۍ ستر ښار شو. د کارتاژ د پرېوتنې او د تخت او تاج د پرېښودنې او په ځانګړي ډول دا پوښتنه، چې ايا کارتاژ د روميانو لاس ته لوېدلی و او يا يې بايد لاسونو ته ولوېږي، په لرغوني او معاصر دواړو تاريخونه کې د ادبي، سياسي، هنري او فلسفي مناظرو موضوع پاتې شوې ده. [۴]

د لرغونو پېړيو د وروستيو او منځنيو پېړيو کارتاژ د ختيځ روم يا بزانس دوره کې د پام وړ اقتصادي او کلتوري ونډې لوبولو ته دوام ورکړ. نوموړی ښار په ۶۹۸ زکال کې د کارتاژ له جګړې “Battle of Carthage” څخه وروسته د اميه ځواکونو له لورې، يو ځل بيا د ختيځ روم سترواکۍ له خوا د ښار نيولو د مخنيوي په موخه وځپل او ويجاړ شو. د اسلامي دورې پر مهال تر نيواک لاندې پاتې شو او د هفسيډ “Hafsid” دورې تر هغه وخته پورې د يوې کلا په توګه وکارول شو، چې د اتمې صليبي جګړې پر مهال د صليبيانو له لورې ونيول شو او اوسېدونکي يې په ټوليز ډول ووژل (قتل عام) شول. هفسيډيانو د دې لپاره چې د دښمن ځواک له لورې يو ځل بيا د مرکز يا بنسټ په توګه ونه کارول شي، د ښار د دفاعي بنسټونو يا کلاګانو د ويجاړولو پرېکړه يې وکړه. دې ښار د پادريانو د حکومت په څېر کار کولو ته دوام ورکړ. [۵][۶][۷]

سيمه ييز ځواک د منځنيو پېړيو له دورې څخه د ۲۰ پېړۍ تر لومړيو پورې کايروان او د تونيس مدينې ته ګرځېدلی و، چې د تونيس ساحلي څنډې ته يې وده پيل کړه او په (۱۹۱۹ز کال) د کارتاژ ښاروالۍ په توګه د ښار برخه شو. د لرغون پېژندنې سيمه په لومړي ځل ۱۸۳۰ز کال کې د ډنمارکي کونسل کرسټين توکسين فالبي له لورې کې سروې شوې وه. د چارلس ارنيسټ بيولي او الفرد لويس ديلاټري له لورې د ۱۹ پېړۍ په دويمه نيمايي کې ځينې کيندنې تر سره شوې وې. په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې د فرانسوي لرغون پېژندونکو له لورې تر سره شوې کيندنو په لومړي ځل د دې له امله د خلکو خورا پام ځانته کړ، چې دوی د قرباني شوي ماشوم ثبوت وړاندې کړ. په دې اړه د پوهانو په منځ کې د پام وړ مخالفت شته، چې ايا لرغوني کارتاژ ماشوم قرباني کاوه. د کارتاژ پاليو عيسوي موزيم چې په ازاده فضا کې جوړ شوی دی، ځينې نندارې لري چې له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۸۴ زکال پورې د يونيسکو په ملاتړ کيندل شوې دي. د کنډوالو يا ويجاړويو سيمه د يونيسکو د نړيوال ميراث له سيمو “UNESCO World Heritage Site” څخه ده. [۸][۹][۱۰]

نوم[سمول]

د کارتاژ نوم د منځنيو پېړيو د فرانسوي کارتاژ “Carthage” د لومړني معاصرې دورې انګليسي شوې بڼه ده، چې له لاتيني “Carthago” او “Karthago” (يوناني “Karkhedo n” يانې «Καρχηδών» او ايټروسکن «*Carθaza») او له پونيک «qrt-ḥdšt» يانې «نوي ښار» څخه اخېستل شوی دی او په دې معنا، چې دا يو ټاير “Tyre” و. لاتيني صفت «pūnicus» چې د فونيشين «Phoenician» په معنا سره دی، چې له لاتيني ژبې څخه په ځينو نورو راپور شويو نومونو (په ځانګړي ډول د پونيک جګړو او پونيک ژبه) کې انګليسي ته راغلی دی. [۱۱][۱۲][۱۳]

د قرطاج “Qartaj” معاصر معياري عربي نوم د فرانسوي “Carthage” يو دی، چې د “Caragenna” په نوم د ياد شوي لرغوني سيمه ييز ټوپونيم ځاي نيسي، چې په مستقيم ډول يې لاتيني نوم ته دوام ورکړ. [۱۴]

کارتاژ شمال او جنوب لوريو[سمول]

کتنه[سمول]

کارتاژ شمال او جنوب لوريو ته د سمندر له تړانګو سره پر راوتلتوب يا دماغه باندې جوړ شوی و. د ښار موقعيت هغه د مديترانې د سمندري سوداګرۍ اصلي لوبغاړی کړ. له سمندر څخه تېرېدونکې ټولې بېړۍ بايد د سيسلي او د تونيشيا د ساحل تر منځ تېرې شوی وی، چې کارتاژ په همدې سيمه کې جوړ شوی و او له امله يې له ستر ځواک او اغېز څخه برخمن کاوه. د ښار دننه دوه پراخه مصنوعي بندرونه جوړ شوي وو، چې يو يې يو يې د ښار د ۲۲۰ سمندري جنګي بېړيو لپاره د پناه ګاه د برابرولو او بل يې د سوداګرۍ لپاره و. د دواړو بندرونو تر منځ يو دېوالي څلی يا برج و. دې ښار لوی دېوالونه درلودل، چې له ډلې يې يو دېوال ۳۷ کېلو متر (۲۳ ميل) اوږدوالی درلود‎، چې د نورو ښارونو د دېوالونو په پرتله اوږد و. زياتره دېوالونه په ساحل کې وو او په دې ډول يې اغېز هم ځکه کم و، چې په سمندر باندې د کارتاژ واکمنۍ له هغې لورې څخه په سختۍ برېدونه کولی شول. لويديځ لور ته د خاورو تړانګه کې باندې له ۴ څخه تر ۴،۸ کېلومترو (۲،۵ – ۳ ميل) دېوال په رښتيا هم خورا غټ و او هيڅکله تر اغېز [بريد] لاندې رانغی.

کارتاژ د يوناني کلتور يا هيلينيستيک دورې يو له پراخه ښارونو څخه او له صنعتي دورې څخه مخکې تاريخ کې د سترو ښارونو په ډله کې و. په داسې حال کې چې په ۱۴ ز کال کې روم لږ تر لږه ۷۵۰۰۰۰ تنه اوسېدونکي درلودل او راتلونکې پېړۍ يې ښايي ګڼه يو ميليون ته رسېدلې وي، مګر د اسکندريې او انطاکيه ښارونو کې د اوسېدونکو ګڼه يوازې څو سوه زره يا له دې څخه هم کم شمېر ته رسېده. د هيرودين د تاريخ له مخې کارتاژ له اسکندريې سره په رومي سترواکۍ کې د دويم مقام تر لاسه کولو سيالي وکړه.  [۱۵][۱۶]

نقشه[سمول]

پونيک کارتاژ د اندازې له مخې د استوګنې په څلور برابرو سيمو باندې وېشل شوی و، چې ورته نقشه يا ترتيب، مذهبي سيمې، بازارونه، د شورا مجلس، څلي، يو نندارځای يا تياتر او خورا ستره هديره يې درلودل او نږدې د ښار په منځنۍ برخه کې د بايرسا “Byrsa” په نوم لوړه پوځي کلا ولاړه وه. د کارتاژ ګرد چاپېره خورا پياوړي دېوالونه وو، چې د لرغونو ليکوالانو له نظره يې په ځينو ځايونو کې لوړوالی ۱۳ متره او پلنوالی نږدې ۱۰ متره ياد شوی دی. د ښار لويديځه برخه کې درې سره برابر يا موازي دېوالونه جوړ شوي وو. درې واړو دېوالونو له په ټوله کې ۳۳ کېلو متره (۲۱ ميل) اوږدوالی درلود او له ښار څخه راچاپېر شوي وو. د بايرسا پوځي کلا لوړوالی نور هم پياوړی شوی و، چې له امله يې دا تر ټولو وروستۍ سيمه وه، چې په ۱۴۶مخزېږديز کال يې روميانو ته غاړه کېښوده [تسليم شوه]. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د کاتاژ له ښاري دېوالونو څخه د باندې قوريه يا د کارتاژ کرنيزې ځمکې دي. قوريې ټاکلې يا محدوده سيمه (د شمالي ساحل “tell”، د بګراداس سيند ښکتنی تنګی، کېپ بون او ختيځ ساحل کې ګاوند ساحل) راونغاړله. پونيک کلتور په دې ځای کې د کرنيزو پوهو د وړاندې کولو يا معرفت وياړ تر لاسه کړ، چې په لومړي ځل د ختيځو مديترانه يي ځمکو سيمه ييزو افریقايي حالتونو يا شرايطو کې د هغوی د سمون لپاره رامنځته شوې وه. [۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Hitchner, R.; R. Talbert; S. Gillies; J. Åhlfeldt; R. Warner; J. Becker; T. Elliott. "Places: 314921 (Carthago)". Pleiades. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Josephus, Against Apion (Book I, §18)
  3. Li, Hansong (2022). "Locating Mobile Sovereignty: Carthage in Natural Jurisprudence". History of Political Thought. 43 (2): 246–272. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Winterer, Caroline (2010). "Model Empire, Lost City: Ancient Carthage and the Science of Politics in Revolutionary America". The William and Mary Quarterly. 67 (1): 3–30. doi:10.5309/willmaryquar.67.1.3. JSTOR 10.5309/willmaryquar.67.1.3. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bosworth, C. Edmund (2008). Historic Cities of the Islamic World. Brill Academic Press. د کتاب پاڼې 536. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004153882. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Anna Leone (2007). Changing Townscapes in North Africa from Late Antiquity to the Arab Conquest. Edipuglia srl. د کتاب پاڼي 179–186. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788872284988. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Thomas F. Madden; James L. Naus; Vincent Ryan, المحررون (2018). Crusades – Medieval Worlds in Conflict. د کتاب پاڼي 113, 184. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198744320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Skeletal Remains from Punic Carthage Do Not Support Systematic Sacrifice of Infants
  9. Ancient Carthaginians really did sacrifice their children. University of Oxford News
  10. "Archaeological Site of Carthage". World Heritage Centre (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۰۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. c.f. Marlowes Dido, Queen of Carthage (c. 1590); Middle English still used the Latin form Carthago, e.g., John Trevisa, Polychronicon (1387) 1.169: That womman Dido that founded Carthago was comlynge.
  12. adjective Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist. "Carthaginian"; compare Aramaic Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist., کينډۍ:Transliteration, and Hebrew Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist., کينډۍ:Transliteration. Wolfgang David Cirilo de Melo (ed), Amphitryon, Volume 4 of The Loeb Classical Library: Plautus, Harvard University Press, 2011, p. 210; D. Gary Miller, Ancient Greek Dialects and Early Authors: Introduction to the Dialect Mixture in Homer, with Notes on Lyric and Herodotus, Walter de Gruyter, 2014, p. 39.
  13. "Carthage: new excavations in a Mediterranean capital". ugent.be. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Audollent (1901:203)
  15. Robert McQueen Grant (1 January 2004). Augustus to Constantine: The Rise and Triumph of Christianity in the Roman World. Westminster John Knox Press. د کتاب پاڼي 54–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-664-22772-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Martin Percival Charlesworth; Iorwerth Eiddon Stephen Edwards; John Boardman; Frank William Walbank (2000). "Rome+was+larger" The Cambridge Ancient History: The fourth century B.C., 2nd ed., 1994. University Press. د کتاب پاڼې 813. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Warmington, Carthage (1964) at 138–140, map at 139; at 273n.3, he cites the ancients: Appian, Strabo, Diodorus Siculus, Polybius.
  18. Harden, The Phoenicians (1962, 2d ed. 1963), text at 34, maps at 31 and 34. According to Harden, the outer walls ran several kilometres to the west of that indicated on the map here.
  19. Picard and Picard, The Life and Death of Carthage (1968, 1969) at 395–396.
  20. For an ample discussion of the ancient city: Serge Lancel, Carthage (Paris: Arthème Fayard 1992; Oxford: Blackwell 1995, 1997) at 134–172, ancient harbours at 172–192; archaic Carthage at 38–77.
  21. e.g., the Greek writers: Appian, Diodorus Siculus, Polybius; and, the Latin: Livy, Strabo.
  22. Charles-Picard, Daily Life in Carthage (1958; 1968) at 85 (limited area), at 88 (imported skills).