د عربو او ختيځ روم تر منځ جګړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د عربو او ختيځ روم تر منځ جګړې د يو شمېر مسلمان عرب کورنيو او د ختيځ روم سترواکۍ تر منځ د ۷ او ۱۱ ز پيريو تر منځ د جګړو يوه لړۍ وه. نښته د راشدينو او اميه خليفه ګانو په مشرۍ اومه پېړۍ کې د مسلمانانو د لومړنيو برياوو پر مهال پيل شوه او د ۱۱ پېړۍ تر نيمايي پورې او د يادو خليفه ګانو تر ځايناستو پورې يې دوام وکړ.

په ۶۳۰ ز لسيزه کې له عربستان څخه د مسلمان عربانو راڅرګندېدلو عربي خلافت ته د ختيځ روم د سويلي ولايتونو (سوريې او مصر) د چټکې بايلنې پايله درلوده. عربانو د راتلونکو پنځوس کالونو په اوږدو کې د اميه خليفه ګانو په د ختيځ روم په غلې يا چوپ کوچنۍ اسيا باندې پرله پسې بريدونه وکړل، دوه ځلې يې د ختيځ روم پلازمېنه قسطنطيه کلابند کړه او د ختيځ روم “Exarchate of Africa” يې فتحه کړ. حالت په ۷۱۸ ز کال کې د عربو له لورې د قسطنطنيې د دويمې کلابندۍ له ناکامۍ څخه وروسته مودې پورې ثابت نه شو او دا هغه مهال و، چې د کوچنۍ اسيا پر سويلي څنډه باندې د تاورس غرونه “Taurus Mountains” د دوه اړخيزې، خورا پياوړې او په پراخه کچه د نا استوګن شوې پولې په توګه رامنځته شوه. د عباسي سترواکۍ له مخې اړيکې د استازوليو په تبادلې او ان د اختلافاتو د له منځه وړلو دورو سره يو څه عادي شوې، مګر نښته تر ۱۰ پېړۍ پورې يو اصل پاتې شو، چې زياتره په کالني ډول يرغليز او ځوابي بريدونه کېدل چې عباسي حکومت يا سيمه ييزو واکمنانو تمويلول.

د لومړيو پېړيو پر مهال د ختيځ روم اوسېدونکي په عمومي ډول دفاعي حالت کې وو، له پرانېستو ډګريزو جګړو څخه يې ډډه وکړه او خپلو پياوړو سنګرونو ته بېرته ګرځېدنې يا شاتګ ته يې لومړيتوب ورکاوه. دوی يوازې له ۷۴۰ ز کال څخه وروسته د عربانو پر وړاندې د مبارزې او له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو په موخه بريدونه پيل کړل، مګر عباسي سترواکۍ لا هم د دې پر کوچنۍ اسيا باندې زياتره د پراخه او وېجاړونکو برېدونو په تر سره کولو سره د غچ اخېستلو وړتيا درلوده. له ۸۶۱ز کال څخه وروسته د عباسي دولت په زوال او ماتېدنې او په ورته وخت کې د مقدونيايي کورنۍ په مشرۍ د ختيځ روم سترواکۍ په پياوړي کېدلو سره څپه په وار وار نسکوره شوه. له ۹۲۰ ز څخه تر ۹۷۶ز کال پورې له پنځوسو څخه د زياتو کالونو دورې په پای کې ختيځ روميان د مسلمانانو د دفاع له لارې مات شول او پر شمالي سوريه او ستر ارمنستان باندې يې خپل واک بېرته تر لاسه کړ. سوريه کې له فاطميونو سره د پولې پر سر نښتې د عربو او ختيځ روم تر منځ د جګړو وروستۍ پېړۍ باندې واکمنې وې، مګر پوله له ۱۰۶۰ز کال څخه وروسته د سلجوقي ترکانو “Seljuk Turks” په نوم نوې ډلې تر راڅرګندېدو پورې ثابته پاتې شوه.

عربانو هم سمندر ته مخه وکړه او له ۶۵۰ز لسيزې څخه راوروسته د مديترانې ټول سمندرګی د جګړې ډګر شو، چې د ساحلي استوګنو او ټاپوګانو پر وړاندې په کې يرغليز او ځوابي بريدونه تر سره شول. عرب بريدګر په ۹ او د ۱۰ پېړۍ په لومړيو کې د کرېټ، مالتيا او سيسلي له برياوو څخه وروسته د بريا لوړو پوړيو ته ورسېدل، چې د خپلو جنګي کښتيو پر مټ د فرانسې او دالماشیا ساحلونو او ان د قسطنطنيې ښاري سيمو ته رسېدل.

شاليد[سمول]

د ختيځ روم او ساسانيانو تر منځ د ۶ او ۷ پېړيو اوږدو او زياتېدونکو جګړو او د دانې [هغه چې د چپ زنګون تر سترګې لاندې راخېژي] وبا (Plague of Justinian) بيا پېښېدونکې خپرېدلو دواړه سترواکۍ د عربانو د ناڅاپي راپورته کېدنې او پراختيا پر وړاندې بې وسه او زيانمنونکې پرېښودې. د روم او فارس سترواکيو تر منځ وروستۍ جګړې د ختيځ روميانو په بريا پای ته ورسېدې؛ سترواک هراکليوس ټولې له لاسه وتلې سيمې بېرته تر لاسه کړې او ۶۲۹ ز کال ک يې رښتينی صليب “True Cross” بېرته بيت المقدس ته راوړ. [۱]

سربېره پر دې هيڅ سترواکۍ ته د بېا رغونې موکه ځکه نه وه ورکړل شوې، چې دوی په څو کالونو کې دننه ځانونه له عربانو (چې نوي د اسلام له مخې يو ځای شوي وو) سره نښته کې حس کړل، چې د هووارد-جونسټن له نظره «يوازې له انساني سونامې سره پرتله کېدلی شي». د جورج ليسکا په وينا د ختيځ روم او فارس تر منځ په نا اړين ډول دوام لرونکې نښتې مسلمانانو ته لاره پرانېسته. [۲][۳]

د ۶۲۰ ز لسيزې په وروستيو کې اسلامي پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وار له مخه د بريا او همدا راز له ګاونډيو قبيلو سره د اتحاديو جوړولو له لارې د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې د عربستان د ډېری برخې متحد کولو باندې بريالی شوی و او مسلمانانو او ختيځ روم تر منځ لنډې نښتې د نوموړي تر مشرۍ لاندې پېښې شوې. يوازې يو څو مياشتې وروسته له هغې چې په ۶۲۹ ز کال کې سترواک هراکليوس او د فارس جنرال شهرباراز د ختيځ روم له نيول شويو ولايتونو څخه د فارسي سرتېرو د شاتګ لپاره پر اصولو هوکړه وکړه، د عرب او ختيځ روم ځواکونه د موته جګړه يو بل سره مخامخ شول، چې د جګړې اصلي لامل د ختيځ روم د پاچاهۍ تر لاس لاندې غسانيانو “Ghassanids” په لاس د محمد صلی الله عليه وسلم د استازي د وژنې پر وړاندې د مسلمانانو غبرګون و. محمد صلی الله عليه وسلم په ۶۳۲ز کال کې وفات شو او لومړی خليفه ابوبکر صديق رضی الله عنه يې ځايناستی شو، چې له رده “Ridda” برياليو جګړو څخه وروسته يې بې له شکه د ټولې عربي ټاپو وزمې “Arabian Peninsula” واک درلود، چې په پايله کې يې په ټوله ټاپو وزمه کې يو پياوړی اسلامي دولت ټينګ شو. [۴][۵]

د مسلمانانو برياوې (۶۲۹ – ۷۱۸زکال)[سمول]

د مسلمانانو د ژوند ليکونو له مخې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له لورې د هغه پټو معلوماتو تر لاسه کول، چې د ختیځ روم ځواکونو په شمالي عربستان تمزکز کاوه او عربستان باندې د بريد اراده يې درلوده، د دې لامل شول، چې شمالي څنډه کې د اوسني شمال لويديځ سعودي عربستان تبوک ته په دې اراده يو اسلامي لښکر واستوي، چې د ختيځ روم له لښکر سره په وار له مخه مخنيونکي ډول ښکېل شي، که څه هم د ختيځ روم لښکر له مخکې نه شاتګ کړی و. که څه هم د عادي حس له مخې جګړه نه وه، مګر سربېره پر دې يادې پېښې د ختيځ روم پر وړاندې د عربانو لومړی مخالفت څرګند کړ. که څه هم پېښه په سمدستي ډول د فوځي مخامخ کېدنې لامل نه شوه. [۶]

د تبوک د سفر په اړه د ختيځ روم هيڅ معاصر دليل نه شته او زياتره معلومات له خورا وروستيو اسلامي سرچينو څخه تر لاسه کېږي. استدلال شوی دی، چې د ختيځ روم يوې سرچينې کې يو دليل شته چې ښايي موته جګړې ته اشاره کوي چې په دوديز ډول يې نېټه ۶۲۹ز کال ته ورګرځي، مګر دا تر اوسه ثابته نه ده. لومړنۍ ښکېلتياوې ښايي د ختيځ روم د عرب پلويو دولتونو او ساساني سترواکيو (Ghassanids او Lakhmids of Al-Hirah) سره د نښتو په توګه پيل شوې وي. په هر حال مسلمان عربانو له ۶۳۴ز کال څخه وروسته په د دواړو سترواکيو پر وړاندې په پراخه کچه بريدونو ته دوام ورکړ، چې مسلمانانو لپاره د مشرق يا ختيځ، مصر او فارس د بريا لامل شول. تر ټولو بريالي عربي جنرالان خالد بن وليد او عمر بن العاص وو. [۷]

په ختيځ يا مشرق کې[سمول]

په ختيځ يا مشرق کې د راشدينو بريدګر لښکر د ختيځ روم له لښکر سره ښکېل شو، چې د سترواکۍ له سرتېرو او ځايي وګړو څخه جوړ شوی و. د اسلامي تاريخ ليکونکو په وينا “Monophysites” او يهوديانو ټوله سوريه کې عربانو ته د ازادونکو په توګه ځکه ښه راغلاست ووايه، چې دوی د ختيځ روم له واکمنۍ سره ناخوښ وو.

رومي ستروک هراکليوس ناروغه شوی و او په شخصي ډول د خپلو ځواکونو مشري يې نه شوه کولی، چې په ۶۳۴ز کال د عربانو له لورې د سوريې او رومي فلسطين د برياوو مخه ونيسي. په يوه جګړه کې چې د ۶۳۴زکال په اوړي کې اجناداين سيمې ته نږدې وشوه، د راشدين خلافت لښکر پرېکنده بريا تر لاسه کړه. فهل کې د دوی له بريا څخه وروسته، اسلامي ځواکونو د خالد بن وليد تر مشرۍ لاندې ۶۳۴ز کال کې دمشق فتحه کړ. ختيځ روم يې په غبرګون کې د تيودور ترېتېريوس او ارمنستاني جنرال واهان په ګډون د سترو قوماندانانو په مشرۍ له زیات نه زيات شمېر شته سرتېري راټول سيمې ته واستول، چې مسلمانان د دوی له نويو ګټل شويو سيمو څخه وباسي. [۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. Theophanes, Chronicle, 317–327
    • Greatrex–Lieu (2002), II, 217–227; Haldon (1997), 46; Baynes (1912), passim; Speck (1984), 178
  2. Foss (1975), 746–47; Howard-Johnston (2006), xv
  3. Liska (1998), 170
  4. Nicolle (1994), 14
  5. Kaegi (1995), 66
  6. "Muhammad", Late Antiquity; Butler (2007), 145
  7. Kaegi (1995), 67
  8. Nicolle (1994), 47–49
  9. Kaegi (1995), 112