اسلامي دینار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سرو زرو دینار یا د سرو زرو نوی دینار (اسلامي دینار) په حقیقت کې د اسلامي سرو زرو دینار یو بل ډول دی. چې هدف یې دوهم ځل لپاره د اسلامي دینار را ژوندي کول دی. کارول یې د عثمانیه خلافت څخه وروسته بند شوی وه. د دوهم ځل لپاره پیل یې د اسلامي عالم شیخ عمر وادیلو په واسطه په کال ۱۹۹۲ میلادی کې چې د اسپانیه اوسیدونکی دی وشو.او نبوي سنت یې یوه پیړۍ وروسته را ژوندی کړ.[۱] [۲][۳] د سرو زرو دینار د بیا احیا پلويان خورا ډیر دی. د مثال په توگه شیخ عبدالقادر الصوفي، شیخ عمر وادیلو، جناب عبدالرحمن مهدی،شیخ عمران نزار حسین،جناب آصف شیراز، دوکتور احمد کامیل احمد محی الدین میرا و احمد تهامسن وغیره.

تاریخچه

د محمد ص په وخت کې د ساسانیانو سکې کارول کیدې چې وزن به یې ۴،۴۴ گرام نه تر ۴،۵ گرامو پورې وه. عربانو به تبادله د وزن په اساس کوله. ولې محمد د دینار وزن یو مثقال تعین کړ چې د ۷۲ وربشو سره معادل دی. او د معیار په اساس اوسنی وزن یې ۴،۲۵ دی. د عمر رض په وخت کې تولید یې قطع شو، وزن یې تر یوه مثقال پورې راوستل شو. او محمد ص یو معیار یې تعین کړ چې د اووه دینارو وزن له ۱۰ درهم سره سم وې. نو په دې اساس د یوه درهم وزن ۲،۹۷۵ گرام تقریبا (۳ گرامه) وه. او د عمر (رض) په وخت کې بسم الله پرې ولیکل شوه په لومړي ځل علی بن ابی طالب،عبدالله بن زبیر او معاویه رض خپلې سکې وکارولې. وروسته عبدالملک بن مروان خپلې سکې د مسلمانانو تر منځ اجرا کړې چې وزن یې په ډیر احتیاط سره ۴،۲۵ گرامه تعین شوی وه.[۴]

د وزن او عیار معیارونه

د سروزرو نوي دینار وزن هم یو مثقال تعین شوی چې وزن یې له ۷۲ وربشو یا ۴،۲۵ گرامو سره برابر دی. د حضرت عمر رض د حکومت د تعین شوی معیار مطابق د ۷ دینارو وزن له ۱۰ درهمو سره یو دی چې د یوه درهم وزن ۲،۹۷۵ گرامه (تقریبا ۳ گرامه) کیږی. د سروزرو دینار عیار باید لږ تر لږه ۲۲ قیرات (۹۱،۷٪) وی. نو ځکه د سرو زرو د سکو تولیدي شرکتونه لکه نړیوال اسلامی ضرب خونه، دینار وکاله، سنت اسعار ضرب خونه او داسې نور د حضرت عمر رض د تعین شوی معیار څخه ملاتړ کوی.[۵]

اجرا

د سرو زرو اجرا په څو هیوادونو کې شروع شوی.

مالزي

د لومړي ځل لپاره د سرو زرو دینار په کال ۲۰۱۰ کې د مالزي د کلانتان ولایت کې نشر شو،او دې ته یې د قانونی اسعارو حیثیت چې رینگټ دی ورکړ.او په کال ۲۰۱۱ کې د دې هیواد یو بل ولایت پراک کې هم د سرو زرو دینار کارول پیل شول. او هغې ته یې د رنگټ درجه ورکړه.[۶]

اندونزیا

د دې هیواد په څو ولایتونو کې هم د سرو زرو دینار پیل شوی چې عبارت دي له جاکارتا،سولو او آچهي او داسې نور. پاکستان: د سرو زرو نوی دینار په لومړي ځل د پاکستان په راولپندي ښار کې په کال ۲۰۰۹ کې پیل شو. البته دې ته یې لا تر اوسه د قانوني اسعارو حیثیت ندی ورکړی.[۷]

پاکستان

د سرو زرو نوی دینار په لومړي ځل د پاکستان په راولپندي ښار کې په کال ۲۰۰۹ کې پیل شو. البته دې ته یې لا تر اوسه د قانوني اسعارو حیثیت ندی ورکړی.[۸]

افغانستان

د سرو زرو دینار په لومړي ځل په کال ۲۰۱۴ کابل ښارکې پیل شو،او تر اوسه ورته د قانوني اسعارو حیثیت ندی ورکړل شوی.

نور هیوادونه

د دې پورته هیوادونو سر بیره سنگاپور،قزاقستان،د امریکا متحده ایالات،سویلي افریقا ،اسپانیا، د عراق[۹] او شام اسلامی دولت او داسې نورو په غیر رسمي توگه د سرو زرو د دینار کارونه پیل کړې.

کارول

د سرو زرو دینار ډیره کارونه لري[۱۰]

  • د اسعارو په بڼه (money)
  • د زکات د نصاب معیار په بڼه
  • د زکات د ادا کولو په بڼه
  • د مهر د معیار په بڼه
  • په اسلامی قوانینو کې کارول یې (حدود)

شرکتونه

هغه شرکتونه چې د سرو زرو نوی دینار جوړوی په لاندې ډول دی.

  • نړیوال اسلامی ضراب خونه (world Islamic Mint) ، ابوظهبې ، د اماراتو متحده ایالات
  • وکاله انډیوک نوسنتاره (Wakala Islamic Nusuntara) ، کوالالمپور، مالزي
  • دینار وکاله (Dinar Wakala) ، تیکساس، د امریکا متحده ایالات
  • سنت اسعار ضراب خونه (Sunnah Money Mint)
  • نوسنتاره اسلامي ضراب خونه (Islamic Mint Nusuntara) ، جاکارتا، اندونزي

سرچینې

  1. Nasohah, Zuliza Mohd Kusrin, and Al-Adib Samuri. "Gold Dinar As A Supreme Currency: Review Based On The History Of Islamic Civilisation." (2012).
  2. Yaacob, Salmy Edawati. "Aplikasi Semasa Penggunaan Dinar Emas di Malaysia." Jurnal Islam dan Masyarakat Kontemporari 6 (2014): 53-63.
  3. Yaacob, Salmy Edawati, and H. M. Tahir. "The Reality of Gold Dinar Application in Malaysia." Advances in Natural and Applied Sciences 6.3 (2012): 341-347.
  4. Ibn Khaldun, The Muqaddimah, ch. 3 pt. 34.
  5. Vadillo, Umar Ibrahim. The Return of the Islamic Gold Dinar: A Study of Money in Islamic Law & the Architecture of the Gold Economy. Madinah Press, 2004.
  6. "Malaysian Muslims Go for Gold, But It's Hard to Make Change". Wall Street Journal,. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); غير مسموح بالترميز المائل أو الغامق في: |publisher= (مساعدة)CS1 maint: extra punctuation (link)
  7. Evans, Abdalhamid. "The Gold Dinar-A Platform For Unity." Proc. of the International Convention on Gold Dinar as An Alternative International Currency. 2003.
  8. "Introduction of Islamic dirham, dinar urged to get rid of usury". Pakistan Today News, Date: Saturday, 14 July, 2014,. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: extra punctuation (link)
  9. "Isis to mint own Islamic dinar coins in gold, silver and copper", The Guardian, 14 November 2014
  10. Ibn Khaldun, The Muqaddimah, ch. 3 pt. 34.