Jump to content

اناټولیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اناټولیا چې کوچنۍ آسیا هم ورته ویل کېږي، د آسیا په ختیځ کې یوه ټاپو او د آسیا براعظم تر ټولو لویدیځه څنډه ده، چې د اوسنۍ ترکیې لویه برخه جوړوي. دا سیمه له شمال لویدیځ څخه د ترکیې تنګي ګانو، له شمال څخه د تور سمندر، له ختیځ څخه د ارمنستان لوړو ځمکو، له سویل څخه د مدیترانې سمندر او له لویدیځ څخه د ایجین سمندر له خوا احاطه شوې ده. د مرمرې سمندر د بسفر او داردانل تنګي ګانو له لارې د تور سمندر او ایجین سمندر په منځ کې اړیکه ټینګوي او اناټولیا د اروپا په سویل ختیځ د بالکان په ټاپو کې له ټراس څخه جلا کوي.

د اناټولیا ختیځه پوله د الکساندرتا خلیج او تور سمندر ترمنځ یوه لیکه ده چې له ختیځ څخه د ارمنستان لوړو ځمکو او له سویل ختیځ څخه د بین النهرین له لورې احاطه کېږي. له دې تعریف سره په اناټولیا کې د آسیایي ترکیې کابو دوه-دریمه لویدیځه برخه شامل ده. نن ورځ، کله کله اناټولیا له آسیایي ترکیې سره مترادفه بولي، په دې توګه د ارمنستان لوړو ځمکو لویدیځه برخه او د بین النهرین شمال په بر کې نیسي او د هغې ختیځې او سویلي پولې د ترکیې له پولو سره یوشان کوي.[۱][۲][۳][۴]

د اناټولیا لرغوني خلک د هند-اروپایي ژبو له کورنۍ څخه په اناټولي ژبو چې اوس له منځه تللې، خبرې کولې چې د کلاسیک لرغونتوب او همدارنګه په هلنیسټي، رومي او بیزانسي دورو کې تر ډېره حده د یوناني ژبې سره بدله شوه. په اناټوليایي ژبو کې د هیټیټي، لوویاني او لیډیاني ژبې شاملې وې، په داسې حال کې چې نورو ضعیفو سیمه‌ییزو ژبو کې فریجیاني او میټاني ژبې شاملې وې. د هورو-اورارتویي ژبې د میټاني سویل ختیځ سلطنت کې کارول کېدې، په داسې حال کې چې ګالاتي، یوه سلټیکه ژبه، په ګالاټیا، مرکزي اناټولیا، کې کارول کېده. د اناټولیا ترکي کېدل د یوولسمې پېړۍ په وروستیو کې د سلجوقیانو امپراتورۍ تر حکومت لاندې پیل شول او د دیارلسمې پېړۍ له وروستیو څخه د شلمې پېړۍ تر لومړیو د عثماني امپراتورۍ تر حاکمیت لاندې یې دوام وموند او تراوسه د اوسنۍ ترکیې جمهوریت لخوا دوام ورکول کېږي. په هرحال، نن ورځ په اناټولیا کې لا هم د ځینو اقلیتونو لخوا په غیرترکي ژبو لکه کردي، نوې آرامایي، ارمني، عربي، لاز، ګرجي او یوناني ژبو خبرې کېږي. نور لرغوني خلک په دې سیمه کې عبارت دي له ګالاتیان، هوریان، آشوریان، هاټیان، کیمریان او همدارنګه آیونیان، دوریان او ایولیک یونانیان.

جغرافیه

[سمول]

په دودیز ډول، اناټولیا په ختیځ کې د الکساندرتا خلیج څخه تور سمندر پورې یو نامعلومه کرښې په توګه، د اناټولیا پلاټو سره یوشان غځول کېده. د دودیزې جغرافیې دا تعریف، د بېلګې په توګه د مریام وبسټر جغرافیایي قاموس په وروستۍ نسخه کې کارول شوی دی. د دې تعریف په اساس، اناټولیا له ختیځ څخه د ارمنستان لوړو ځمکو او فرات سیند لخوا محدودېږي، مخکې له دې چې سیند سویل ختیځې خوا ته تاو شي ترڅو بین النهرین ته د ننه شي. له سویل ختیځ خوا څخه هغو سلسلو پورې محدودېږي چې هغه په سوریه کې د اورونټس درې او بین النهرین دښتې څخه جلا کوي.[۵]

د ارمني نسل وژنې څخه وروسته، لویدیځ ارمنستان د ترکیې تازه جوړ شوي دولت له لوري د ختیځې اناټولیا په نوم ونومول شو. په ۱۹۴۱م کال کې، د جغرافیې په لومړي کانګرس کې چې د اقلیم او منظرې د توپیر په اساس یې ترکیه په اوه جغرافیایي سیمو ووېشله، د ترکیې ختیځ ولایتونه د ختیځې اناټولیا په سیمه کې ځای پرځای شول چې تر ډېره حده د لوېدیځ ارمنستان له تاریخي سیمې سره مطابقت لري (له میلاد څخه وروسته په ۳۸۷م کال کې د روم/بیزانس امپراتورۍ (لویدیځ ارمنستان) او ساساني ایران (ختیځ ارمنستان) ترمنځ د لوی ارمنستان د وېش وروسته ورته دا نوم ورکړل شو). وازکن ډاویډیان د قلمروي تطبیق لپاره له «اناټولیا» څخه، چې د ترکیې په ختیځ چې پخوا ارمنستان نومېده (چې د ارمنستاني نسل وژنې څخه مخکې یې د ارمنیانو د پام وړ نفوس درلود)، پراخه ګټه اخیستنه یوه «غیرتاریخي تحمیل» بولي او دا یادونه کوي چې د «ختیځې اناټولیا» په نوم د ختیځې عثماني لخوا د مخ پر ودې ادبیاتو حجم ناراحت کوونکی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ختیځې اناټولیا سیمې ترټولو لوړ غر (همدارنګه د ارمنستان په لوړو ځمکو کې ترټولو لوړه څوکه) د آرارات غر (۵۱۲۳متره) دی. د فرات، آراکس، کاراسو او مورات سیندونه د ارمنستان لوړې ځمکې له سویلي قفقاز او د فرات لوړې درې سره نښلوي. دا سیندونه له چوروه سره یوځای د ختیځې اناټولیا سیمې ترټولو اوږده سیندونه دي.[۱۲][۱۳]

ریښه پېژندنه

[سمول]

د اناټولیا انګلیسي ژبې نوم له یوناني Ἀνατολή (Anatolḗ) ویي څخه چې د «ختیځ» په معنا ده اخیستل شوی او د (یوناني لیدلوري څخه) په ټولیز ډول ختیځې سیمې په نښه کوي. دا یوناني کلمه د لمر ختلو خوا ته اشاره لري چې له ἀνατέλλω anatello '(Ι) (ختیځ) څخه اخیستل شوې، چې په نورو ژبو کې شته اصطلاحاتو سره د مقایسې وړ ده، لکه «Levant» له Levo لاتین څخه یانې ختل او «orient» له orior لاتین څخه یانې راختل یا سرچینه اخیستل، په عبراني ژبه کې מִזְרָח mizraḥ «ختیځ» او په آرامایي ژبه کې له דְּנַח denaḥ څخه اخیستل شوی מִדְנָח midnaḥ د راختلو او ځلېدلو په مانا ده.[۱۴][۱۵]

د اناټولي نومونې څخه کار اخېستل د وخت په اوږدو کې توپیر درلودلی دی، کېدای شي په اصل کې د ایجین سمندر په ختیځو څنډو کې آیولیاني، آیونیایي او دوریاني مستعمراتو ته اشاره ولري، خو په ټولیز ډول ختیځې سیمې هم په بر کې نیسي. له اناټولي نومونو څخه دا ډول کار اخیستنه د روم امپراتور دیوکلېټیان (۲۸۴-۳۰۵) په وخت کې شوې ده چا چې د ختیځ ولایتونو ټولګه جوړه کړه چې په یوناني کې د ختیځ اسقف (Ανατολής/اناټولیایي) په توګه پېژندل کېږي، خو د کوچنۍ آسیا له سیمو سره بلکل اړیکه نلري. د خپلو سیمو ترټولو پراخه دائره کې، د اناټولي نومونه د روم امپراتور لومړي کانسټانټین (۳۰۶-۳۳۷) په دوره کې وکارول شول چا چې د ختیځ پراټوریایي ولایتونه جوړ کړل چې په یوناني کې د ختیځو ولایتونو (Ανατολής/اناټولیایي) په نوم پېژندل کېږي او له تراکیا څخه تر مصره پورې د وروستني روم امپراتورۍ ټولې ختیځې سیمې په بر کې نیسي.

د اوومې پېړۍ په اوږدو کې یوازې د نورو ختیځو سیمو له لاسه ورکولو وروسته او کوچنۍ آسیا ته د بیزانس ختیځو سیمو کمېدو سره، هغه سیمه یوازې د بیزانس د ختیځ پاتې برخه شوه او له همدې کبله په معمول ډول (په یوناني کې) د امپراتورۍ د ختیځ برخې په توګه (Ανατολής/اناټولیایي) پېژندل کېږي. په هماغه وخت کې، د اناټولیا موضوع (Ἀνατολικὸν θέμα/اناټولیایي «ختیځه موضوع») جوړه شوه، چې د یوه ولایت (موضوع) په توګه چې د اوسنۍ مرکزي ترکیې آناټولیا سیمې لویدیځې او مرکزي برخې تر پوښښ لاندې راولي، چې د آیکونیم شاوخوا ته مرکزیت لري، خو د آموریم ښار لخوا یې حکومت کېده.[۱۶][۱۷]

د «اناټولیا» لاتیني شوې بڼه د هغې ia پای سره په ډېر ګومان د منځنیو پېړیو لاتیني نوښت دی. مډرن ترکي بڼه یانې Anadolu په مستقیم توګه د یوناني نوم Aνατολή (Anatolḗ) څخه اخیستل شوې ده. نارینه روسی نوم یا اناټولي، فرانسوي اناټولې او ساده اناټول، چې ټول له اناټولیوس لائوډیسیا (په ۲۸۳ کال کې مړ شوی) او اناټولیوس قسطنطنیه (په ۴۵۸ کال کې مړ شوی؛ د قسطنطنیې لومړنی سرپرست) څخه راپورته کېږي، یوشان ژبنیزه سرچینه لري.[۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Hooglund, Eric (2004). "Anatolia". Encyclopedia of the Modern Middle East and North Africa. Macmillan/Gale. “"Anatolia comprises more than 95 percent of Turkey's total land area."” 
  2. Khatchadourian, Lori (5 September 2011). McMahon, Gregory; Steadman, Sharon (eds.). "The Iron Age in Eastern Anatolia". The Oxford Handbook of Ancient Anatolia. 1. doi:10.1093/oxfordhb/9780195376142.013.0020. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 December 2018. بياځلي په 5 December 2018.
  3. Adalian, Rouben Paul (2010). Historical dictionary of Armenia (2nd ed.). Lanham, MD: Scarecrow Press. pp. 336–38. ISBN 978-0810874503. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 October 2017. بياځلي په 20 June 2015.
  4. Mørkholm, Otto (1991). Grierson, Philip; Westermark, Ulla (eds.). Early Hellenistic Coinage from the Accession of Alexander to the Peace of Apamea (336–188 B.C.) (Repr. ed.). Cambridge: Cambridge University Press. p. 175. ISBN 978-0521395045. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 March 2020. بياځلي په 20 June 2015.
  5. Philipp Niewohner (2017). The Archaeology of Byzantine Anatolia: From the End of Late Antiquity until the Coming of the Turks. Oxford University Press. pp. 18–. ISBN 978-0190610470. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 March 2020. بياځلي په 7 December 2018.
  6. Sahakyan, Lusine (2010). Turkification of the Toponyms in the Ottoman Empire and the Republic of Turkey. Montreal: Arod Books. ISBN 978-0969987970.
  7. Hovannisian, Richard (2007). The Armenian Genocide: Cultural and Ethical Legacies. New Brunswick, NJ: Transaction Publishers. p. 3. ISBN 978-1412835923. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 October 2017. بياځلي په 10 September 2015.
  8. A Comparative Analysis Regarding Pictures Included in Secondary School Geography Textbooks Taught in Turkey Archived 2015-04-13 at the Wayback Machine., Okan Yasar and Mehmet Seremet, International Research in Geographical and Environmental Education, 2007
  9. Vazken Khatchig Davidian, "Imagining Ottoman Armenia: Realism and Allegory in Garabed Nichanian's Provincial Wedding in Moush and Late Ottoman Art Criticism", p7 & footnote 34, in Études arméniennes contemporaines volume 6, 2015.
  10. Sahakyan, Lusine (2010). Turkification of the Toponyms in the Ottoman Empire and the Republic of Turkey. Montreal: Arod Books. ISBN 978-0969987970.
  11. Hovannisian, Richard (2007). The Armenian Genocide: Cultural and Ethical Legacies. New Brunswick, NJ: Transaction Publishers. p. 3. ISBN 978-1412835923. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 October 2017. بياځلي په 10 September 2015.
  12. Fevzi Özgökçe; Kit Tan; Vladimir Stevanović (2005). "A new subspecies of Silene acaulis (Caryophyllaceae) from East Anatolia, Turkey". Annales Botanici Fennici. 42 (2): 143–149. JSTOR 23726860.
  13. Palumbi, Giulio (5 September 2011). McMahon, Gregory; Steadman, Sharon (eds.). "The Chalcolithic of Eastern Anatolia". The Oxford Handbook of Ancient Anatolia. 1. doi:10.1093/oxfordhb/9780195376142.013.0009. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 May 2018. بياځلي په 6 May 2018.
  14. Henry George Liddell; Robert Scott. "A Greek-English Lexicon". خوندي شوی له اصلي څخه په 26 May 2007. بياځلي په 20 February 2021.
  15. "Anatolia | Origin and meaning of the name Anatolia by Online Etymology Dictionary". www.etymonline.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 July 2017. بياځلي په 14 May 2021.
  16. "On the First Thema, called Anatolikón. This theme is called Anatolikón or Theme of the Anatolics, not because it is above and in the direction of the east where the sun rises, but because it lies to the East of Byzantium and Europe." Constantine VII Porphyrogenitus, De Thematibus, ed. A. Pertusi. Vatican: Vatican Library, 1952, pp. 59 ff.
  17. John Haldon, Byzantium, a History, 2002, p. 32.
  18. "Anatolia | Origin and meaning of the name Anatolia by Online Etymology Dictionary". www.etymonline.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 July 2017. بياځلي په 14 May 2021.