قبة الصخرة جومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
قبة الصخرة جومات
مسجد قبة الصخرة
هېواد اسرائیل
ښار بيت المقدس

قبة الصخرة جومات (په عربي: مسجد قبة الصخرة، په عبري: כיפת הסלע Kipat ha-sela) د اسلامی معماري یادگارونو څخه ده چی په اسرائيل کی په بيت المقدس کی د الحرم القدسي الشريف په مرکز کی پرته ده. قبة الصخرة جومات او الاقصی جومات د بيت القدس تر ټولو مشهوره او قدیمی اسلامی ودانۍ دی. قبة الصخرة جومات په ۶۹۱ کال کی د دويمې فتنې په وخت کی د الامویې خليفې عبد الملک بن مروان په هدایت جوړه شوه. نوموړي مسجد د یهودي معبد پر ځای باندي چی په ۷۰ کال کی رومی پوځ لخوا ويچار شو، جوړ شو او مسلمانان وايي چی نوموړي جومات د الإسراء والمعراج د معجزې پر ځاي باندي پروت دی.

تاريخ[سمول]

د صليبي جگړو په وخت کی په ۱۱۰۴ کال کی بيت المقدس د عيسوي جنگسارلارانو لخوا ونيول شو او قبة الصخرة جومات په کليسا تبديل شو. په ۱۱۸۷ کال کی صلاح الدين يوسف ابن ايوب عیسويانو ته ماته ورکړه او بیت المقدس، قبة الصخرة جومات او الاقصی جومات د مسلمانو پوځ لاس ته ورغله او نوموړي جوماتونه بیا وقف شول او د گلابی اوبو ومینځل شول. د ۱۲۵۰ کال څخه تر ۱۵۱۰ کال پورې بیت المقدس د مملوک حکمرانانو په لاس کی وو.د ۱۵۱۷ کال څخه تر ۱۹۱۷ کال پورې بيت القدس د عثمانی حکمرانانو په لاس کی وو. د سلیمان ۱ د حکومت په وخت کی د قبة الصخرة جومات بهرانی برخه دبرو لخوا پوښ شوه او داخلي دېوالي د مرمر او موزاییکونولخوا پسولل شول. په دی وخت کی پر دغی دېولیونو باندی سورة يس هم ولیکل شوه. په ۱۹۵۵ کال کی د قبة الصخرة جومات جوړول بیا پیل شول. په ۱۹۶۰ کال کی د جومات گمبته په برونز سره پوښ شوه. په ۱۹۶۶ کال کی اسرایيلی پوځ بیت المقدس ونیو. اسراييلی عسکرانو غوښتل چی قبة الصخرة جومات ويچار وکړي خو غوښتنه یی رده شوه. په ۱۹۸۸ کال کی اردني پاچا حسین ۱ داسرايیلی حکومت مالي ملاتړ ور کړ او د مسجد گمبتی طلایی پوښ ترلاسه کړ. تر ۱۸۵۰ کال پوري غیر مسلمانانو نسوای کولای قبة الصخرة جومات ته داخل شی . د ۱۹۶۷ کال څخه غیر مسلمانانو کولای سول قبة الصخرة جومات ته داخل شی خو نسوای کولای په دی ځای کی دعا وکړي. په ۲۰۰۰ کال کی کله چی آریل شارون د قبة الصخرة جومات لیدنه وکړه نو مسلمنان دغه ملاقات ته په بده سترگه وکتل او ددی لپاره د هغه وخت څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې غیر مسلمانانو ته بیا اجازه نه وه چی جومات ته داخل شی. په اوس وخت کی غیر مسلمانان پرته له اسلامی اخترونو نه جومات ته داخلیدای سی.

انځورتون[سمول]