سلیمان ۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

سلطان سلیمان قانوني چي په عثماني خلافت کي دلمړي سلیمان په نامه هم یاد سوی د1494 زیږدیز کال دنومبر پر6 نېټه دترکيې هیواد په طرابزون ښار کي پیدا سوی دی . سلطان سلیمان دعثماني ټولواکمني لسم واکمن بلل کیږي چي دسلطان سلیم یاوز زوی اود دویم سلطان بایزید لمسﺉ دی . دسلطان سلیمان دوره په عثماني ټولواکمنی کي دمسلمانانوپه ځانکړي ډول ترکانو لپاره ډېره طلایي دوره وه اوپه دغه موده کي مسلمانان دسترو فتوحاتو سربېره دشتمن اقتصاد او ټولنیز ژوند خاوندان هم وګرځېدل .

لمړئ سلیمان
(عثمانی ترک: سليمان اول د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

امیرالمومنین اودمسلمانانو خلیفه
دوره له ۱۵۲۰ زیږدیز څخه تر۱۵۶۶ زیږدیز پوري
تاج پر سرونه ۱۵۲۰ زیږدیز کال دسپټمبر ۳۰نېټه
د شخص معلومات
اصلي نوم سلطان سلیمان قانوني
پيدايښت ۶ نومبر ۱۴۹۴
مړینه ۱۵۶۶ زیږدیز دسپټمبر ۶نېټه
تابعیت عثماني پېر  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب سني مسلمان
پلار سلیم یاووز  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور حفصه سلطان
کورنۍ عثماني ترک کورنۍ
نسل محمود،مصطفی، راضیه سلطان، مراد، محمد، مهرماه، عبدالله، دویم سلیم، بایزید اوجهانګیر
آخري معلومات
کار/مسلک شاعر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
سلیمان ۱

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دسلطان سلیمان لمړنئ ژوند[سمول]

سلطان سلیمان په اووه کلنۍ کي دلمړنیو اوفوځي زدکړو لپاره استانبول ته ولاړی اوهلته یې دخپل نیکه دویم بایزید په واکمني کي بېلابيل علوم لاسته راوړل . دنوموړي د ډېرځیراکت له کبله په پنځلس کلنۍ کي دخپل نیکه سلطان بایزید له لوري کریمیاته واستول سو اوبیایې دمانیسا والي وټاکه . دسلطان بایزید ترمرګ وروسته کله چي دسلیمان پلار سلطان سلیم یاوز واک ته ورسېدی دچالدران دمشهوري جګړې پروخت سلیمان دعثماني پلازمیني استانبول چاري په لاس کي واخیستې اوپه دې سره ډېر بریالئ ثابت سو .

دسلیمان حکومت[سمول]

سلطان سلیمان په ۱۵۲۰ز کال کي کي دخپل پلارسلیم ترمرګ وروسته دعثماني خلافت واک ته ورسېدی اوپه استانبول کي یې خپل سلطنت راپیل کړ . دتخت ناستي سره سم یې په ۱۵۲۱ز کال کي دشام دمشق ښار تر یرغل لاندي کړ اوهغه باغیان یې ټول چي دعثماني خلافت څخه یې بغاوت کړی وو لمنځه یووړل . د دمشق ترجګړې وروسته سلطان سلیمان دخپلو نیکه ګانو په څېرځان د اروپا فتوحاتوته برابر کړ اوپه ۱۵۲۱ز کال کي یې دیوې ستري جګړې په پایله کي دبلګراد مشهوره ښار له هنګري حکومت څخه ونیوی . داهغه ښار ووچي دسلیمان نیکه سلطان محمدفاتح یې هم په نیولو نه وو توانېدلی خوسلطان سلیمان دخپل زور په مټ فتحه کړ، ورپسې دویم یرغل دروډس پرجزیره ترسره سو کوم چي مخکني عثماني واکمنان یې په نیولو بیخي نه وه توانېدلي خوسلطان سلیمان هغه ځای هم فتحه کړ اودعیسایانو واک یې هلته دتل لپاره پوپنا کړ . داپېښه په ۱۵۲۲ز کال کي رامنځ ته سول اوعثماني لښکر له ۴۰۰ سمندري بېړیو سره پر روډس وروختی .

دروډس اوبلګراد فتحه داسي پیښي وې چي دسلیمان واک یې په ټوله اروپا کي ترخپل سیالانومخکي کړ اوعیسايي نړۍ دومره لوی ګوزار وخوړی چي تردغه وخته یې نه وو لیدلی . سلطان سلیمان تردې پیښي وروسته په ۱۵۲۶ز کال کي دختیځي اروپا په موهاکس میدان کي له هنګريې هیوادسره چي دعثمانیانو ترټولو ستر رقیب بلل کېدی ډېره خونړي نښته وکړه اوپه پایله کي یې هغوی مات اومشریې چي دریم لایوش نومېدی ورته وواژه . په یاده جګړه کي دختيخي اروپاڅخه دهنګریې لاسونه په عمومي توګه غوڅ سول اوعثماني خلافت داروپا ترڅنګ په ټوله نړۍ کي دیوازیني قدرت په توګه راڅرګندسو . سلیمان خپل عثماني فوځ ته امر وکړ اوپه زرګونه عیسایان یې دجګړې په ډګرکي په ډله ییزه توګه ووژل .

دموهاکس ترخونړي جګړې وروسته داسپانیا مشر (پنځم کارلوس) ډېر ژرپرعثماني سلطنت له لویدیځ څخه یرغل وکړ اودهنګریې پلازمینه یې له عثمانیانوڅخه ونیول خودې پیښي نه داچي عثماني سلطنت ناتوانه نکړ بلکي سلطان سلیمان په ۱۵۲۹ز کال کي دویم ځل یرغل ته لاس واچاوه اودیوې بلي درنې نښتي په پایله کي يې دهنګریې پلازمینه (بوداپسټ) راوپرځاوه . ددې ځای تر پرځولو وروسته سلطان سلیمان له خپل سترعثماني لښکرسره داتریش هیواد ته داخل اود ویانا مشهوره ښاریې ترمحاصرې لاندي ونیوی خودې محاصرې کومه ګټه ونکړه اوعثماني لښکربېله کومي بریا بیرته راستون سو .

دویانا محاصرې پرلویدیځي اروپا باندي ډېربداغیز واچاوه ځکه تردې وروسته دهغوی نوبت وو اوعثماني لښکرپرلویدیځو هیوادونو باندي خپل عملیات پيلول خوڅرنګه چي سلطان سلیمان په دویم ځل محاصره کي بیاهم دویانا په نیولو سره ونه توانېدی له همدې کبله اروپا ددوی په اصطلاح له ګواښ څخه وژغورل سوه البته عثماني سلطنت دومره خامخا ځواکمن سوی وو چي په ختیخي اروپاکي یې خپل واک په مکمله توګه ټینګ کړي اوداسپانیا واکمن یې جزیې ورکولو ته اړ ایستی . همدغه دعثماني سلطنت لپاره دسلطان سلیمان په زمانه کی ډېرلوی بریالیتوب وبلل سو اوپه اروپاکي دومره څوک پاته نسول چي دترکانو اومسلمانانوپه وړاندی دځواک په توګه راڅرګندسي .

دصفوي سلطنت سره جګړې

صفوي شیعه سلطنت چي په پنځلسمه زیږدیزه پېړۍ کي دشاه اسماعیل له لوري رامنځ ته سوی وو دسلطان سلیم اوسلطان سلیمان په زمانه کي دختیځ له لوري عثماني خلافت ته سترګواښ بلل کېدی، که څه هم چي سلطان سلیم دغه سلطنت ته پخپله واکمني کي ستر ګوزار ورکړی وو خوهیڅکله یې په عراق، اذربایجان اوختیځه اناطولي کي دهغوی اغېز کم نکړ بلکي دغه اغیزي دسلطان سلیمان په وخت کي بیاهم ژوندی پاته وې .

سلطان سلیمان خپله لمړئ برید په ۱۵۳۳ز کال کي پرصفوي سلطنت باندي پیل اوخپل وزیر ابراهیم ته یې امر وکړچي شاه طهماسب ته ګوزار ورکړي . ابراهیم هم فوځ له ځان سره واخیست اوپرصوفي سلطنت یې بریدونه پیل کړه چي په پایله کي داناطولي ختیځ لوري ته یوشمېر سیمي سقوط اودعثمانيانو لاسونو ته ولوېدی . دغه جګړې اونښتي له صفوي سلطنت سره تر۱۵۵۵ز کال پوري رواني وې اوپه پایله کي یې عثماني سلطنت وتوانېدی چي دعراق سربېره اذربایجان اویوشمېر نورځایونه له صفوي سلطنت څخه ونیسي . په یادو جګړو کي صفوي واکمن شاه طهماسب ترپایه مخامخ اوستره نښته ونکړه بلکي همېشه به یې له موقع څخه ګټه اخیستل اوچي څنګه به عثمانیانو دیوکار لپاره مخ اناطولي ته واړاوه دطهماسب کسان به بیا پراذربایجان اوختیځه اناطولي باندي ورغلل څوچي اخرپه ۱۵۵۵ز کال کي دایران دشیعه صفوي سلطنت اوعثمانیانو ترمنخ روغه وسوه اوطهماسب ټولي هغه سیمي عثمانیانوته پرېښودلې چي هغوی نیولي وې .

په هند اوعرب سمندر کي جګړې

عثماني خلافت دشپاړسمي زیږدیزي پېړۍ په لمړیوکي دعربو سمندر ترخپل واک لاندی راوست اودسلطان سلیمان په وختونوکي یې دیمن ترفتحي وروسته ځان دهند سمندرته هم ورساوه . پرهند باندي دعثمانیانو یرغل له دې امله ووچي دهغه ځای مسلمانان له پرتګالي یرغلګروڅخه سخت په تنګ وه اوڅرنګه چي عثماني سلطنت داسلامي نړۍ سترځواک اودخلافت په توګه مشربلل کېدی نوځکه یې په شپاړسیمه پېړي کي دهندسمندر سربېره دعرب سمندر واک هم په لاس کي واخیست اود پرتګالیانو یرغلونه یې له هغه ځای څخه پرشا وتمبول .

شمالي افریقا اومدیترانه سمندر

دسلطان سلیمان په زمانه کي دشمالي افریقا مسلمان هیوادونو تر مراکش پوري دعثماني خلافت لاسته ورغله اوددې لپاره چي دغه هیوادونو ترلاس لاندي اوپه مدیترانه سمندرکي دمسلمانانو واک هم ټینګ سي سلطان سلیمان یوځواکمن سمندري لښکر جوړ اوپه مدیترانه کي دعملیاتولپاره چمتو کړ . دغه لښکرچي مشرتوب یې خیرالدین پاشا کاوه دسلطان سلیمان په وخت کي خپل لوی عظمت ته ورسېدی اوپه ۱۵۳۸ز کال کي یې داسپانیا لوی سمندري ځواک ته سخته او شرموونکې ماته ورکړه . ددې ماتي په پایله کي دختیځي مدیترانې واک تر۳۳ کلونوپوري په مطلق ډول دعثماني خلافت لاسونوته ولوېدی اومسلمانان ددغه سیمي یوازینئ ځواک وګرځېدل . داسپانیا عیسايي واکمن چي دعثمانيانو بریا ولیدل سمدستي یې په جګړه لاس پوري کړ اوپه ۱۵۴۱ز کال کي یې دویمي نښتي ته لاس واچاوه خودې کاریې هم ګټه ونکړه اوترمخکي یې سخته ماته وخوړه . سلطان سلیمان چي په سمندرکي یې دعثمانیانو دځواک لپاره پرلپسې هڅه کول دهغه وخت له فرانسوي دولت سره یې لاس یو کړ اود اسپانیا ترڅنګ یې پرتګالي او نورعیسايي ځواکونوهم تر بریدونولاندي کړه . په دغه جګړوکي چي اکثره دعثمانیانوپه بریالیتوب سره پای ته ورسېدی یوه یې ډېره خونړي تمامه سول اوعثماني ځواکونه یې له ماتي سره کړه ، یاده نښته دمالټا دجزیرې پرسر رامنځ ته سول اوپه ۱۵۶۵ز کال کي اسپانیا اوملګرویې په ګده عثماني ځواکونه له سختي ماتي سره کړه البته ماته په هغه اندازه نه وه چي دعثماني سلطنت ځواک له سمندره ټول کړي اومسلمانان بیاهم دیوسترځواک په توګه پاته سول . همدغه دسلطان سلیمان دزمانې اخري جګړه وه اوتردې وروسته نوموړی په ۱۵۶۶ز کال کي دسپټمبر پر۶نېټه د ۷۱ کلونوپه عمر وفات سو .

دسلطان سلیمان اصلاحات[سمول]

دسلطان سلیمان په زمانه کي دعثماني خلافت دځواک ترټولو ستره دوره بلل کیږي دغه واکمني دقانون له پلوه هم ډېره پرمختللې وه اوعثماني خلافت په اقتصادي اوټولنیزه برخه کي دومره جوړ ووچي تردې مخکي یې چاتصور نسوای کولای . سلطان سلیمان دشتمني واکمني سربېره داسي پرپښو ولاړسلطنت پرېښودچي اروپایانو به ترخپل هیواد له مسلمانانو په ځانګړي ډول ترکانو سره راشه درشه او راکړه ورکړه ډېره خوښول . فرهنګي ځایونه، مدرسې، ښوونځۍ اودفوځي زدکړو مرکزونه هغه څه بلل کېده چي سلطان سلیمان یې جوړښت ته ډېره پاملرنه کول اودخپل سلطنت پلازمینه (استانبول) یې داسي ښکلۍ جوړ کړی ووچي دهغه زمانې ترټولو ښایسته اومتمدنه ښار بلل کېدی . سلطان سلیمان په عثماني ښارونو کي دکتابتونو ترڅنګ دغریبانولپاره د ډوډۍ خوړلو اودنارغانولپاره روغتونه هم جوړه کړي وه اوهرښاریې داسي پرترتیب اوقانون برابر کړی ووچي خلک یې ډېر زیات هوسا اودهغه زمانې له هري اسانۍ څخه برخمن وو . سلطان سلیمان دښه شاعري سره دمیني ترڅنګ ټول هغه کسان ځان ته نژدې کړي وه چي هنرونو او رسامي کي یې ځانګړی نوم درلود اوله همدغه کبله هغوی له سلطان څخه پرېمانه پیسې هم ترلاسه کوې .

دسلطان سلیمان کورنۍ[سمول]

سلطان سلیمان دسلطان سلیم یاوز زوی اودمور نوم یې حفصه سلطان وو

دسلیمان مېرمني

فولاني خاتون

ماه دوران چي بل نوم یې ګلبهار وو

خرم سلطان

دسلطان سلیمان اولادونه

شهزاده محمود

شهزاده مصطفی

شهزاده مراد

شهزاده سلیم

شهزاده محمد

شهزاده عبدالله

شهزاده بایزید

شهزاده جهانګیر

شهزادګۍ مهرمه سلطان

شهزادګۍ عایشه سلطان

سرچینې[سمول]

http://www.theottomans.org/english/family/suleyman1.asp

تاریخ امپراطوری عثماني/ لیکوال/ هامر پورګشتال

تاریخ عثماني/ لیکوال/ چارشی لی