د طوپقاپي ماڼۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د طوپقاپي ماڼۍ (په ترکي ژبه: طوپقاپي سرای، په عثماني ترکي: سرايي، په رومي ژبه: ṭopḳapu sarāyı ، تحت الفظي ژباړه یې: «د توپ د دروازې ماڼۍ»)، یا سراګلیو د ترکیې د استانبول ښار د فاتح سیمې په ختیځ کې یو لوی موزیم او کتابتون دی، له ۱۴۶۰مې لسیزې څخه تر هغه مهال چې په ۱۸۵۶ز کال کې د دولماباغچې ماڼۍ بشپړه شوه د عثماني سترواکۍ د سترواکانو ادارې مرکز او د سلطانانو مېشت ځای و. [۱][۲][۳]

د دې ماڼۍ جوړونه په ۱۴۵۹ز کال کې د قسطنطنیې ايالت تر فتحي وروسته د سلطان محمد فاتح په امر پيل شوه. طوپقاپي ته په اصل کې «نوې ماڼي» (Yeni Saray or Saray-ı Cedîd-i Âmire) ویل کېده چې د بایزید په میدان کې یې له پخوانۍ ماڼۍ (Eski Saray or Sarây-ı Atîk-i Âmire) سره توپیر وشي. یادې ماڼۍ ته په ۱۹مه پېړۍ کې د طوپقاپي نوم ورکړل شو چې د توپ د دروازې په معنا دی. دا مجتمع د ۱۹۰۵ز کال تر زلزلې او د ۱۶۶۵ز کال تر اور لګېدنې وروسته له بنسټیزو بیارغونو سره پراخه شوه. د ماڼۍ مجتمع له څلورو اصلي انګړونو او ګڼو نورو کوچنیو ودانیو څخه جوړه شوې ده. د سلطان د کورنۍ ښځينه غړو به په حرمسرا کې ژوند کاوه او د ستر وزیر/وزیر اعظم په ګډون دولتي چارواکو د سترواکۍ د شورا په ودانۍ کې ناستې ترسره کولې. [۴]

طوپقاپو له ۱۷مې پېړۍ څخه وروسته په ورو ورو خپل ارزښت له لاسه ورکړ. د هغې دورې سلطانانو دا غوره ګڼله چې خپل ډېر وخت د بسفر تنګي په نویو ماڼیو کې تېر کړي. سلطان لومړي عبدالمجید په ۱۸۵۶ز کال پرېکړه وکړه چې دربار د دولما باغچې نوې ماڼۍ ته انتقال کړي. د سترواکۍ ځینې دندې لکه خزانه داري، ضربخانه او کتابتون په طوپقاپو ماڼۍ کې خوندې پاتې شول.

په ۱۹۲۳ کال کې د عثماني سترواکۍ تر پای وروسته په ۱۹۲۴ز کال کې یوه دولتي فرمان د طوپقاپو ماڼۍ په موزیم بدله کړه. اوس مهال د طوپقاپو موزیم مدیریت د ترکیې د فرهنګ او سیاحت/ګرځندویۍ وزارت پرغاړه دی. د ماڼۍ مجتمع سلګونه اتاقونه او خونې لري، خو له ۲۰۲۰ز کال راهیسې یې یوازې تر ټولو مهم اتاقونه لکه د عثماني سترواکۍ حرمسرای او د هزین/ hazine په نوم خزانه چې قاشق‌جوړوونکی الماس او د طوپقاپو توره په کې نندارې ته اېښول شوي د عامه خلکو د لاس رسي وړ دي. د موزیم په ټولګه کې د عثمانیانو جامې، وسلې، زغرې، انځورګرۍ/میناتورۍ، مذهبي اثار او د خطاطۍ هنري نسخې لکه د طوپقاپو خطي نسخه هم شامل دي. د دې وزارت چارواکي او همدارنګه د ترکیې پوځ وسله‌وال پوځیان د دغې ټولګې ساتنه کوي. د طوپقاپو ماڼۍ د استانبول تاریخي برخه جوړوي او د استانبول له هغه ځایونو څخه ده چې په ۱۹۸۵ز کال کې یونیسکو/ UNESCO (د ملګرو ملتونو ښوونیزه او کلتوري اداره) د نړیوال میراث په توګه په رسمیت وپېژنده.  [۵]

نوم[سمول]

تر ۱۸مې پېړۍ پورې د ماڼۍ نوم Saray-i Cedid-i Amire (په عمثاني ژبه: سراى جديد عامره، د سترواکۍ نوې ماڼۍ) و. دې ماڼۍ خپل اوسنۍ نوم د لومړي محمود د واکمنۍ پر مهال ترلاسه کړ؛ کله چې سمندرغاړې ته څېرمه طوپقاپو ماڼۍ/ Topkapusu Sâhil Sarâyı، په اورلګېدنه کې وسوزېده او نوم یې یادې ماڼۍ ته ورکړل شو. د ماڼۍ اوسنی نوم په ترکي ژبه طوپقاپو دی چې د توپ د دروازې په معنا ده.   [۶][۷][۸]

تاریخ[سمول]

د ماڼۍ مجتمع د سراګلیو Sarayburnu)) په سیمه کې د طلايي ښکر په نوم د اوبو په مابین کې یوه وتلې برخه ده چې د بسفر تنګي او مرمره سیند د یوځای کېدو په برخه کې موقعیت لري. ځمکه يې غرنۍ ده او خپله ماڼۍ په تر ټولو لوړ ځای کې سیند ته نږدې موقعیت لري. د یونان او بیزانس په وخت کې د یونان او بېنټیوم لرغونو ښارونو اکروپلس (د یوناني معمارۍ سبک) دلته ولاړ و.

په ۱۴۵۳ز کال کې د سلطان دوییم محمد له‌خوا د قسطنطنیې (چې له ۱۹۳۰ز کال راهیسې په انګلیسي کې د استانبول په نوم پېژندل کېږي) تر فتحې وروسته د قسطنطنیې ماڼۍ تر ډېره ړنګه شوه. د عثمانیانو دربار په لومړیو کې په پخوانۍ ماڼۍ (ایسکي سرای/ Eski Saray) چې اوس مهال په بایزید میدان کې د استانبول د پوهنتون سیمه ده جوړ شو. دوییم محمد په ۱۴۵۹ کال کې د طوپوقاپو ماڼۍ د جوړونې امر وکړ. د معاصر تاریخ پوه کریتوبولوس امبروس د یو روایت له مخې، سلطان «له ټولو ځایونو څخه غوره کاریګران راوبلل – ډبر توږوونکي، ډبر ماتوونکي او ترکاڼان ... ځکه د یوې داسې لویې ودانۍ د جوړولو په حال کې و چې د لیدلو ارزښنت يې درلود او باید له هر اړخه تر پخوانیو سیاله، غوره او لویه وی.» د ودانۍ د داخلي هستې د جوړونې په تړاو بېلابېل راپورونه شته دي. کریتوبولوس د ۱۴۵۹ - ۱۴۶۵ کالونو یادونه کوي. نورې سرچینې ښيي چې د ماڼۍ جوړونه د ۱۴۶۰مې لسیزې په وروستیو کې پای ته ورسېده. [۹][۱۰][۱۱]

دوییم محمد د ماڼۍ لومړنۍ طرحه رامنځته کړه. د هغه ځانګړی اتاق د اوبو په مابین کې د راوتلې برخې په تر ټولو لوړه برخه کې موقعیت درلود. د ودانۍ تر ټولو داخلي هسته بېلابېلو ساختمانونو او غرفو احاطه کړې چې یاده راوتلې برخه د بسفر سمندغاړې لور ته تاووي. ټوله مجتمع له لوړو دېوالونو سره احاطه شوې چې د لرغونتوب له پلوه يې ځینې د بیزانسیانو اکروپلیس ته ورګرځي. دا د نوې جوړونې او راتلونکې پراختیا لپاره اساسي طرحه وه. د طوپقاپو ماڼۍ طرحه او ظاهري بڼه نه یوازې د اروپايي مسافرانو تر منځ بلکې د اسلامي یا ختيځو ماڼیو تر منځ هم بې سارې وه. اروپايي مسافرانو هغه «نامنظمه، نامناسبه او غیر محوري، او [د] غیرتاریخي نسبتونو لرونکې» تعریف کړې. عثمانیانو هغه د «نېکمرغۍ ماڼۍ» بلله. سخت، تشریفاتي او مدون ورځنی ژوند له نورې نړۍ څخه د سترواکۍ بېل‌والی تضمیناوه. په داخلي انګړ کې د چوپتیا غوره کول یو له اصلي اوصولو څخه و. ګوښه‌توب/انزوا د دودیزو سترواکیو اصل دی چې په ۱۴۷۷ او ۱۴۸۱ کالونو کې دوییم محمد په نام‌نامه/ Kanunname  (عثماني قوانین) کې تدوین کړ او د دربار د مقاماتو رتبه‌بندۍ، د پروتکلي او اداري چارو د مراتبو سلسله یې تنظیموله. د وخت له تېرېدو سره د ګوښه‌توب د زیاتوالي دا اصل د بېلابېلو سالونونو په تنظیم او د ودانیو په سبک کې منعکس شوی و. معماران باید له دې څخه ډاډمن شوي وی چې ان په ماڼۍ کې دننه سلطان او د هغه کورنۍ په اعظمي کچه له خصوصي حریم او جلاوالی څخه خوند واخلي، چې د ودانۍ په جوړولو کې يې د ډېرو پنجرو لرونکو کړکیو او پټو لارو څخه کار واخیست. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

وروسته سلطانانو په ماڼۍ کې بېلابېل بدلونونه رامنځته کړل، که څه هم د دویم محمد طرحه تر ډېره خوندي پاتې شوه. دې ماڼۍ د ۱۵۲۰ او ۱۵۶۰ کلونو تر منځ د لوی سلیمان د واکمنۍ پر مهال د پام وړ پراختیا ومونده. عثماني سترواکي په چټکۍ سره پراختیا موندلې وه او سلیمان غوښتل چې د هغه مېشت ځای د هغه د مخ پر ودې واک ښکارندوی وي. په دې دوره کې اصلي معمار ایرانی علاوالدین و چې په عجم علي مشهور و. هغه همدارنګه د حرمسرای د پراختیا مسول هم و. [۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Pronounced کينډۍ:IPA-tr.
  2. Necipoğlu, Gülru (1991). Architecture, Ceremonial, and Power: The Topkapı Palace in the Fifteenth and Sixteenth Centuries. Cambridge: MIT Press. د کتاب پاڼي 278 (Plate 13). د کتاب نړيواله کره شمېره 0-262-14050-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. "Topkapi Palace Museum - museum, Istanbul, Turkey". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ فبروري ۲۰۲۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. "Top Capou (i.e. Top Kapı), Constantinople, Turkey". World Digital Library. 1890–1900. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. ICOMOS (2006). "2006 Periodic Reporting" (PDF). State of Conservation of World Heritage Properties in Europe SECTION II. UNESCO. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. کينډۍ:TDV Encyclopedia of Islam
  7. "Topkapı Sarayı Müzesi Resmi Web Sitesi". www.topkapisarayi.gov.tr. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جنوري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. Viator. Retrieved 30 May 2015
  9. Necipoğlu, Gülru (1991). Architecture, ceremonial, and power: The Topkapı Palace in the fifteenth and sixteenth centuries. Cambridge, Massachusetts: The MIT Press. د کتاب پاڼي 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-262-14050-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  10. Necipoğlu, p. 8
  11. Necipoğlu, p. 9
  12. Necipoğlu, p. 6
  13. Bilkent University. "Historical Information on The Topkapi Palace Museum". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. Necipoğlu, p. 15
  15. Necipoğlu, pp. 16–17
  16. Necipoğlu, p. 20
  17. Necipoğlu, p. 23