دویم سلطان بایزید
زېږونځای | |
---|---|
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه |
۲۶ می ۱۵۱۲[۱] ![]() |
مړينې ځای | |
ښخولو ځای | |
ژبې | ![]() |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین |
دویم سلطان بایزید چي د سلطان محمدفاتح زوی او د دویم مراد خان لمسئ دی په ۱۴۸۱ زیږدیز کال کي د ۳۵ کلونو په عمر د عثماني ټواکمنۍ مشرتوب ته ورسېدی. دنوموړي دتخت ناستي سره سم یې ورور چي جم نومېدی ورباندي راپورته او د سلطنت دعوه یې وکړه چي په پایله کي یې سلطان بایزید ورباندي ځواکمن او خپل ورور یې له عثماني واکمنۍ څخه پسي واخیست. سلطان بایزید د خپل ورور ترتیښتي وروسته د عثماني ټولواکمنۍ چاري پخپل لاس کي واخیستې او تر ۱۵۱۲ زیږدیز کال پوري یې واک وچلاوه چي په دې موده کي نوموړي ستر فتوحات ترلاسه کړه او ددې ترڅنګ یې عثماني ټولواکمنۍ ته اقتصادي او سیاسي پرمختګ هم ورکړ . سلطان بایزید له ساینس او پوهي سره ځانګړې مینه درلوده او پخپل دربار کي یې دهغه زمانې له نوموتو علماوو او پوهانو سره راشه درشه ډېره کړې وه چي په دې سره عثماني ټولواکمنۍ تر خپلي مخکنۍ زمانې څه اندازه نور پرمختګ هم وکړ او په سیمه کي یې له ټولو اروپايي او غیر اروپايي هیوادونو سره سفارتي اړیکي ټینګي کړې.
فتوحات اوجګړې
[سمول]د سلطان بایزید په وخت کي عثماني فوځونه د بالکان په سیمه کي تر لیري ځایونو پوري ولاړل او ختیځه اروپا کي یې د مولداوي هیواد هم لاندي کړ چي په دې سره عثماني ترکان د تورسمندر پر لویدیځه څنډه واکمن سول، همدارنګه په لویدیځ کي تر دالماچي، ډاینوب سمندر اوهنګریې پوري عثماني فوځونو ډیري ستري جګړې ترسره کړې چي په دې جګړو کي دفتوحاتو سربېره عثمانی فوځ له څه ناڅه تلفاتو سره هم مخ او یو شمېر مسلمانان شهیدان سول. د سلطان بایزید د واکمنۍ تر ټولو ستره جګړه له وینس سره وه چي په پایله کي یې داروپا دغه سمندري دولت ماتي ته اړ سو او د لپانټو په نوم مهمه ستراتیژیکه سیمه د عثماني ترکانو لاسونو ته ولوېدل، ددې په هاخوا عثماني ترکان د سلطان بایزید په وخت کي له ځواکمن سمندري لښکرڅخه برخمن سول او دا هغه زمانه وه چي په اسپانیا کي دمسلمانانو دولت مخ پر زوال وو، سلطان بایزید چي دهغه ځای دمسلمانانو له حاله خبرسو غوښتل یې مرسته ورسره وکړي اودهمدې لپاره یې خپل مشهوره سمندري قومندان کمال رئیس ته ځیني عملیاتي چاري هم وسپارلې خوڅرنګه چي دنوموړي ورور جم د اوخت د اروپایانو په لاس کي وو له همدې کبله عثماني سلطنت نسوای کولای ترڅوله خپلي خاروي لیري لښکر واستوي ځکه په دې سره شهزاده جم پرعثماني سلطنت یرغل او ښورښ کاوه.
دجم ښورښ
[سمول]جم دسلطان بایزیدکشر ورور ووچي دخپل پلار ترمرګ وروسته یې دسلطان بایزید سره دسلطنت پرسر شخړه راپورته سول اوله هغه څخه یې غوښتنه وکړه چي عثماني سلطنت ورسره ووېشي خوسلطان بایزیدچي داکار یې دسلطنت لپاره ګواښ ګاڼه دجم غوښتنه یې ردکړه اوپه پایله کي یې د دواړو ترمنځ اختلافات راپورته سول . څرنګه چي سلطان بایزید دعثماني فوځ له یوشمېر چارواکوله ملاتړ څخه برخمن ووله همدې کبله جم ونه توانېدی چي بریا ورباندي ترلاسه کړي اوپه پایله کي یې جم لمړئ مصر اوبیاله هغه ځایه اروپاته وتښتېدی څوچي هم هلته څوکاله وروسته پسي وفات سو .
دسلطان بایزید اصلاحات
[سمول]دعثماني تاریخ پوهانو په باور سلطان بایزید دعثماني سلطنت له هغه واکمنانوڅخه ووچي له پوهي اوساینسي علوموسره یې ډېره مینه درلوده اوله همدې کبله یې دعثماني سلطنت په شاوخوا کي دعلماوو اوپوهانو زیات زیات قدر کاوه . مشهور تاریخ پوه هامر پورګشتال وايي چي دسلطان بایزید دخپل سلطنت په هاخوا له بهرنیو علماوو سره هم اړیکي ساتلې اوپه دې سلسله کي یې د افغانستان مشهوره صوفي شاعر مولانا عبدالرحمان جامي ته هرکال څه اندازه پیسې لېږلې . سلطان بایزید دعثماني سلطنت لمړئ واکمن ګڼل کیږي چي له اروپايي اوغیراروپايي دولتونوسره یې دسفارت په کچه اړیکي نیولي دي اودروسيې هیواد چي دنوموړي په وخت کی تازه دځواک پولوته رسېدلی وو دعثماني سلطنت سره یې دخپل استازي مایکل پیلوشیف په مرسته اړیکي ورغولې .
کورنۍ او اولادونه
[سمول]دسلطان بایزید دټولو زامنو نومان په لاندي ډول دي :
شهزاده عبدالله چي په ۱۴۶۵زیږدیزکال کي پیدا اوپه ۱۴۸۳ زیږدیز کي وفات سو .
شهزاده احمدچي په ۱۴۶۸زیږدیز کال کي پیدا اوپه ۱۵۱۳ کي په قتل ورسېدی .
شهزاده قورقود چي په ۱۴۷۰ز کي پیدا اوپه ۱۵۱۳ز کي په قتل ورسېدی
شهزاده شهنشاه چي په ۱۴۷۴ز کي پیدا اوپه ۱۵۱۱ ز کي وفات سو .
شهزاده محمودچي په ۱۴۷۵ز کي پیدا اوپه ۱۵۰۷ز کي وفات سو .
شهزاده محمدچي په ۱۴۷۶ز کي پیدا اوپه ۱۵۰۴ز کي وفات سو .
شهزاده عالمشاه چي په ۱۴۷۸ز کي پیدا اوپه ۱۵۰۲ کي وفات سو .
شهزاده سلیم چي ترسلطان بایزید وروسته پرتخت کښېنستي په ۱۴۷۰ز کي پیدا اوپه ۱۵۲۰ز کي وفات سو .
دسلطان بایزید دمېرمنو نومان په دې ډول دي :
نګارخاتون چي په ۱۵۰۳زیږدیزکال کي وفات سول
شیرین خاتون چي په ۱۵۰۰ز کي وفات سول
بلبل خاتون چي په ۱۵۱۵ز کي وفات سول
ګلبهار خاتون چي په ۱۵۱۰ز کي وفات سول
ګلرخ خاتون چي په ۱۵۲۴ز کي وفات سول
حسني شاه خاتون چي په ۱۵۱۳ز کي وفات سول
فرح شاد خاتون چي په ۱۵۳۰ز کي وفات سول
دسلطان بایزید دلوڼو نومان په لاندي ډول دي :
دسلطان بایزید لوڼي عبارت وې له ګوهرملک، عایشه سلطان، خدیجه سلطان، هندي سلطان، فاطمه سلطان، سلجوقي سلطان، هماشاه سلطان، عیني شاه سلطان، قمرشاه سلطان، شهززادسلطان، سلطانزاده سلطان اوصفیه سلطان .
وفات
[سمول]سلطان بایزید د۱۵۱۲زیږدیزکال داپریل پر۲۴نېټه په داسي حال کی وفات سوکله چي دخپل سلطنت له مرکزڅخه ډیموتیکا سیمي ته پرلاره وو اوترمرګ وروسته داستانبول په بایزید مسجدکي خاوروته وسپارل سو .
سرچینې
[سمول]http://www.theottomans.org/english/family/beyazid2.asp
تاریخ عثماني/ چارشی لی/ دویم جلد
- ↑ "Encyclopædia Britannica Online" (in انګليسي ژبه).
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link)
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- CS1 maint: unrecognized language