Jump to content

سلیم یاووز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لمړئ سلطان سلیم چي د سلیم یاووز په نامه هم یادیږي د عثماني ټولواکمنی (خلافت) نهم واکمن او د دویم سلطان بایزیدخان زوی دی. نوموړی د ۱۴۷۰ زیږدیز کال د اکتوبر پر ۱۰ نېټه په اماسیه کي پیدا سو.

سلیم یاووز
سليم اوَّل (عثماني تورکي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Amasya (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زېږون نېټه
۱۰ اکتوبر ۱۴۷۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۲ سپټمبر ۱۵۲۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Çorlu (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
ښخولو ځای
ژبې
دنده
بلننوم
  لړۍ...
  • ياووز
  • الملك الناصر
  • السُلطان القاهر
  • ظهير الدين والدُنيا
  • فاتح بلاد العرب والعجم
  • غيَّاث السلطنة والخِلافة
  • كاسر الجيشين
  • ملك البرَّين وخاقان البحرين ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

د سلطان سلیم لمړنئ ژوند

[سمول]

سلطان سلیم د ۱۱ کلونو شهزاده وو چي د خپل پلار له لوري د طرابزون مشرتوب ته واستول سو او دغه دنده یې تر ۱۵۱۰ زیږدیز کال پوري سرته ورسول. سلیم په ۱۴۹۳ زیږدیز کال کي د کریمیا د مشر له لور سره چي حفصه خاتون نومېدل واده وکړ اوپه راتلونکي کال یې له هغې څخه د سلیمان په نوم شهزاده پيدا سو چي په وروسته کي د عثماني خلافت واکمن وګرځېدی.

په ۱۵۱۰ ز کال کي سلیم د خپلي مور تر وفات وروسته له وروڼو سره د واک پر سر جګړه پيل کړه او دغي جګړې تر ۱۵۱۲ ز کال پوري دوام وکړ څو چي په اخر کي سلیم د عثماني فوځ (ینګ چري) په مرسته وتوانېدی تر څو هم خپل پلار له سلطنت څخه لیري کړي، او هم د وروڼو په له منځه وړلو سره د واکمنۍ چاري په بشپړه توګه پخپل لاس کي واخلي. تر یادي پیښي لږ ورځي وروسته سلطان بایزید هم وفات سو.

دسلیم واکمني

[سمول]

سلطان سلیم چي څنګه واک ته ورسېدی د ټولو تر مخه یې له خپلو وروڼو سره جګړه پیل کړه او په لنډه موده کي یې هغوی ټول ووژل او یا یې هم تیښتي ته اړکړه. د وروڼو تر وژلو وروسته سلیم له اروپايي دولتونو سره سوله وکړه او ددې لپاره چي خپل د جګړو مخ د ختیځ په لوري واړوي له هنګریې، وینس او بیلابیلو هیوادونو سره یې تړونونه لاسلیک کړه .

د اروپايي دولتونو څخه چي سلیم څنګه بېغمه سو سمدستي یې خپل مخ اناطولي او د ایران صفوي واکمني ته واړاوه ځکه د ایران صفوي واکمن شاه اسماعیل دا وخت په اسلامي نړۍ کي د عثماني خلافت لپاره لوی ګواښ وو او سلیم ددې لپاره چی دغه ګواښ له منځه یوسي لمړئ یې په اناطولي کي زرګونه شیعه ګان او د صفوي دولت پلویان ووژل او تر هغه وروسته یې د شاه اسماعیل سره د جګړې لپاره چمتووالی پيل کړ .

دایران واکمن شاه اسماعیل چي کله دسلطان سلیم له چمتووالي څخه خبرسو هغه هم خپل قزلباش لښکر تیارکړ اوپه ۱۵۱۲زکال دچالدران پرمیدان د دواړو واکمنیوترمنځ خونړي جګړه وسوه چي په پایله کي یې شاه اسماعیل ډېره سخته ماته وخوړه اوعثماني ترکان بریالي سوه چي دایران تبریزښار ونیسي، ورپسې په همدې کلونوسلطان سلیم پاته ختیځ ولایتونه هم لاندي کړه اودشمالي کردستان ټوله سیمه یې په عثماني خلافت پوري وتړل .

دچالدران ترجګړې وروسته سلطان سلیم خپل مخ دمصر په لوري واړاوه اودهغه ځای له مملوک واکمن سره جګړې ته مټي راونغښتلې . دغه واکمني چي په اسلامي نړۍ کي ترایوبیانو وروسته منځ ته راغلې وه په لمړي سرکي یې له عثمانی خلافت سره ښې اړیکي درلودې خوپه وروسته کي کله چي یې دعثمانیانوسره پریوشمېر موضوعاتو شخړه راغله نوخبره ترجګړې ورسېدل اوسلطان سلیم په ۱۵۱۶ز کال کي دشام په مرج دابق سیمه کي مملوک فوځ تریرغل لاندی ونیوی چی په پایله کي یې مملوکانو ماته وخوړه اوعثمانیان وتوانېدل ترڅوشام فتحه کړي . په دغه جګړه کي دمملوک سلطنت واکمن قانصوه غوري هم ووژل اوسلطان سلیم هغه په ډېرعزت سره خاوروته وسپاره .

دقانصوه غوري ترخاورلو سپارلو وروسته سلطان سلیم مخ دمصرپه لوري ولاړی اوڅومیاشتي وروسته یې په ۱۵۱۷ز کال کي مملوکانوته دویم ځل ماته ورکړه چي په دې سره پاته مملوک سلطنت هم سقوط اودمصر اوشام سربېره حجاز هم دعثماني ترکانولاسونو ته ولوېدی .

دحجاز په لاسته راوړلو سره سلطان سلیم ځان داسلامي نړۍ خلیفه ونوماوه اوپه مصرکي چي کوم عباسي خلیفه دمملوکانو ترواک لاندي اوسېدی له هغه څخه یې په رسمي ډول دخلافت چاري عثماني کورنۍ ته ولېږدولې .

د سلیم وفات

[سمول]

د مملوک سلطنت تر پرځولو وروسته سلطان سلیم غوښتل ترڅو د عثماني خلافت سمندري ځواک قوي کړي او بیرته دخپلو پلرونو اونیکه ګانو په څېر داروپا فتوحاتوته لاس واچوي خو دا هیله یې ځکه پوره نسول چي نوموړی د یوې ناروغی له کبله د ۱۵۲۰ ز کال د سپتمبر پر ۲۲ نېټه وفات سو.

د سلیم اولادونه

[سمول]

سلطان سلیم دوې مېرمني درلودې چي یوه یې حفصه سلطان او دویمه یې عایشه خاتون نومېدل. اولادونه یې خدیجه سلطانه، شاه سلطان، بیخان سلطان، حفصه سلطان، خانم سلطان، قمرشاه سلطان فاطمه سلطان، ارخان، صالح، کورکوت، موسی او سلیمان قانوني وه او همدغه اخري زوی یې د پلار تر مرګ وروسته د عثماني خلافت واک ته ورسېدی .

د سلیم په اړه

[سمول]

سلطان سلیم په ټوله عثماني مشرانو کي ډېر سخت او پرېکنده انسان وو او اه همدې کبله تاریخ پوهانو ورته د یاووز لقب ورکړی دی، ددغسي سخت طبیعت په هاخوا نوموړي له شعر اوپوهي سره هم ځانګړې مینه درلوده او په عثماني دربار کي یې بېلابیل پوهان له ځان سره ساتلي وه .

سرچینې

[سمول]

http://www.theottomans.org/english/family/selim1.asp