محمد فاتح
![]() محمد فاتح | |
---|---|
![]() | |
زېږېدنه | ۱۴۳۲ |
مړينه | ۸۱۱۴ |
کوړنی | د عثمانیانو کورنی |
مخکنی حکمران | مراد ۲ |
پیرو |
محمد فاتح (په ترکي ژبی کی: محمد ثانى Meḥmed-i s̠ānī) د عثمانی کورنۍ څخه یو مشهور سلطان وو چی د ۱۴۵۱ کال څخه تر ۱۴۸۱ کال پوری یی حکومت کاوه.
د محمد حکومت
محمد فاتح په ۱۴۵۱ کال کی د مراد ۲ تر وفات وروسته د پاچایی پر تحت کښیناست. په دی وخت کی آناتولییا، بالکان او یونان د عثمانی سلطانانو په لاس کی وو. په ۱۴۳۵ کال کی سلطان محمد لوی پوځ جوړ کړ او پر وروستی بیزانطی حکمران قنستانتین یی برید وکړ. د محمد اردو ۱۵۰،۰۰۰ عسکران او ۱۴۵ بیړۍ درلودی. پاچا کنستانتین یوازې ۱۲۰۰۰ عسکران او ۲۶ بیړۍ درلودی او تر ۲ میاشت وروسته د کنستانتین اردو د محمد د پوځ لخوا ماته وخورله او د قسطنطنیه پایتخت د محمد لاس ته ورغی. محمد تر بری وروسته د قسطنطنیه پایتخت ته د استانبول نوم ورکړ او په استانبول کي یی د عثمانی نوی مرکز جوړ کړ. کله چی د بیزانطی امپراطوری د محمد فاتح لاس ته ورغی نو پر بالکان یی برید وکړ. مگر اردو یی د إيوان دي هونيدوارا لخوا ماته وخورله.