توراتي عبراني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

توراتي عبراني (עִבְרִית מִקְרָאִית (اېوریت مېقریت/(Ivrit Miqra'it) یا לְשׁוֹן הַמִּקְרָא (لېشان همقرا/(Leshon ha-Miqra)، چې د کلاسیکې عبري په نوم هم یادیږي یوه لرغونې عبراني ژبه چې د سامي ژبو د کنعاني څانګې یوه ژبه ده او تقریباً د اردن سیند لویدیځ او د مدیترانې سمندر په ختيځه برخه کې د اسرائیلو د خاورې په نوم سیمه کې اسرائیلو په دې ژبه خبرې کولې. دغه ژبه چې د ְֹפַת כְּנַעַן (صفت کنعان یعنې کنعاني ژبه یا יְהוּדִית (یهودیت یعنې یهودي)) په نوم یادېده د عبراني « ivrit» اصطلاح په انجیل کې نه ده کارول شوې، خو دا نوم په لرغونو یوناني او میشنایی عبري متنونو کې راغلی. [۱]

عبراني ژبه له میلاد څخه مخکې هغه مهال چې له فنیقي او نورو کنعاني ژبو سره یوشان وه د لسمې پېړۍ اړوند متنونو کې لیدل شوې ده او عبراني ژبې د دویم معبد د دورې په بهیر کې او تر هغه وروسته دوام درلود چې د بیت المقدس له محاصري (۷۰ میلادي کال) سره پای ته ورسېده. په پای کې یې د میشنايي عبراني په توګه پراختیا ومونده، چې تر پنځمې میلادي پېړۍ پورې پرې خبرې کېدي.     [۲][۳]

د انجیل عبراني ژبه د عبراني ژبې بېلابېل پړاوونه په‌خپل موزون/بې غږه اسکلېټ او همدارنګه یو غږیز سیستم کې چې په منځنۍ پېړۍ کې ماسوریت‌یانو ورزیات کړ منعکسوي. همدارنګه د سیمه‌ییزې لهجوي تنوع ځينې شواهد هم موجود دي د مثال په ډول هغه توراتي عبراني چې د اسرائیلو په شمالي پاچاهۍ او د یهودا په سویلي پاچاهۍ کې پرې خبرې کېدې سره توپیر لري. موزون متنونه د لاسي نسخې په توګه لېږدول شوي او د دویم معبد په دوره کې پرې بیاکتنې شوې دي خو د هغه تر ټولو پخوانۍ برخې (د اموس، اشعیا، هوشع او میکاه برخې) له تاریخي پلوه له میلاد څخه مخکې د اتمې پېړۍ وروستیو او د ۷مې پېړۍ لومړیو ته ورګرځېدی شي.  

توراتي عبراني له یو شمېر بېلابېلو لیکنيزو سیستمونو سره لیکل شوې ده. له میلاد څخه مخکې شاوخوا له دولسمې پېړۍ څخه تر ۶مې میلادي پېړۍ پورې د عبرانې ژبې له پخوانیو (ابجدو) الفبا څخه کار اخیست. دا سامریانو خوندي کړي او تر نن ورځې د سامري کرړې له لیکدود څخه کار اخلي. که څه هم بابل ته د یهودانو تر تبعید وروسته د امپراتورۍ ارامیک الفبا په ورو ورو د عبراني د پخوانیو/ابجدو الفبا ځای ونیوه او د معاصرو عبراني الفباوو لپاره سرچینه شول. دا ټول خطونه د توراتي عبراني د ټولو غږونو د وړاندې کولو لپاره د تورو له نه موجودیت سره مخامخ وو، که څه هم دا غږونه په لاتیني او یوناني نقلونو/ژباړو کې منعکس شوي دي. دغو خطونو په اصل کې یوازې بې غږه/موزون توري ښکارول، خو هغه خاص توري چې په لاتیني اصطلاح د میټرز لیکشنس/ matres lectionis, (د لوستلو میندې، هغه تلفظونه دی چې د حرف څرګندولو لپاره کارول کېږي، ژباړن) په نوم پېژندل کېږي په زیاتېدونکي ډول د غږ لرونکو تورو د په نښه کولو لپاره کارول شوي دي. په منځنیو پېړيو کې د عبراني ژبې په خطي نسخه کې د غږ لرونکو تورو د دیاک‌ریتیک / په نښه کولو لپاره د نښانو بېلابېلو سیستمونو پراختیا ومونده؛ چې له دې څخه یواځې تیبري غږ لا تر اوسه هم په پراخ ډول کارول کېږي.

توراتي عبراني د تاکیدي بې‌غږه تورو یوه پر ځان واکمنه لړۍ درلوده چې پر کره بیان یې مناقشه ده، په احتمالي ډول یا اخراجي وو یا حلقي. لومړنۍ توراتي عبراني درې واکمن بې‌غږه توري لرل چې په لیکني سیستم کې يې ځانګړي توري نه لرل، خو د وخت له تېرېدو سره له نورو بې‌غږه تورو سره مدغم شول. د تم موښلي غږونو د ارامي ژبې تر اغېز لاندې موښلی بلغږ (fricative allophones) ته وده ورکړې او دا غږونه په پای کې په حاشیه‌یي ډول په غږيزه څپه بدل شوي دي. حنجره‌يي او حلقي بې‌غږه توري په ځینو سیمه‌ییزو لهجو کې کمزوري شوي دي، لکه څنګه چې د معاصري سامري عبراني ژبې د لوستلو په دود کې منعکس شوي دي.  

توراتي عبراني له یوې غیر متناسبې موفولوژي سره یوه نمونوي سامي مورفولوژي درلوده، چې سامي ريښې يې په نمونو کې د کلیماتو د رامنځته کولو لپاره ترتیب کول. توراتي عبراني له دوه جنسیتونو (ښځینه او نرینه) درېیو اعدادو (مفرد، جمع او په غیر معمول ډول دوه‌ګوني) سره متمایزه وه. افعال د غږونو او حالتونو لپاره مشخص شوي وو او دوه ګردان یې لرل چې ښايي اړخونه/ او یا زمانې لري (د بحث وړ موضوع). زمانه یا جنبه هم د ו د ربط توري په اصطلاح د واو د متوالي جوړښت تر اغېز لاندې راغله. د معاصري عبراني خلاف د توراتي عبراني لپاره د کلیمې اصلي ترتیب فعل- موضوع – اعتراض و او فعلونه د دوی د شمېر، جنسیت او خپله د هغوی د موضوع پر اساس اړول کېده. ضمیري وروستاړې کېدی شوی د افعالو (د شیانو د ښودلو لپاره) یا نومونو (د مالکیت د ښودلو لپاره) ورزیات شي او نومونو په ملکي جوړښت کې د کارېدلو لپاره ځانګړي جوړښتي حالتونه لرل.  

نومول/نوم اېښودل[سمول]

لومړنۍ کتبي سرچینې توراتي عبراني ته د שפת כנען «د کنعاني ژبې» په توګه اشاره کوي. توراتي عبراني د יהודית «یهودي، یهوداني» په نوم هم یادیږي، په هلېنیسټي دوره کې یوناني لیکنو د Hebraios، Hebraïsti نومونه کارولي او په میشاني عبري کې موږ עברית «عبراني» او לשון עברית «عبراني ژبه» وموندله. د دغې اصطلاح سرچینه ناڅرګنده ده؛ وړاندیز شوې سرچینې توراتي عابر، هبرو، هپرو توکمي نوم او اپرو د مصر او نږدې ختيځ په سرچینو کې موندل کېږي او د עבר «تېرېدلو» له ریښې څخه اخیستل شوې چې له اردن سیند څخه تېرېدلو ته اشاره کوي. یهودیانو همدارنګه په میشاني عبراني ژبه کې د לשון הקדש «سپېڅلې ژبې» په توګه عبراني ژبې ته اشاره کول پیل کړي.    [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په کلاسیکه عبراني ژبه کې ښايي د میشنائیک عبراني ژبې په ګډون له منځنیو پېړیو څخه مخکې د عبراني ژبې ټولې لهجې شاملې وي یا هم ښايي په هغه عبراني پورې محدوده وي چې له توراتي عبراني سره هم عصره وه. د توراتي عبراني اصطلاح تر میشنايي مخکې لهجو (کله کله د مړه سمندر د رغښتلو عبراني) ته اشاره کوي. د توراتی عبراني اصطلاح ښايي له توراتي متنونو څخه خارج کتیبو (مثلاً د سلوان کتیبه) کې یا شامله وي یا هم نه او په ټولیز ډول د توراتي عبراني د موزونو متنونو وروستي غږیز دودونه په کې شاملېږي معمولاً د منځنیو پېړيو تیبري غږونه.  

تاریخچه[سمول]

د توراتي عبراني لپاره د لرغونپوهنې تر تاریخ مخکې سوابق په‌خپله د توراتي عبراني له سوابقو څخه ډېر بشپړ دي. لومړني شمالي لویديځ سامي (ENWS) مواد له میلاد څخه مخکې له ۲۳۵۰ او د برونزو دورې په پای کې تر ۱۲۰۰ کال پورې ترلاسه شوي. شمال لویدیځو سامي ژبو د عبراني ژبې په ګډون د اورسپنې د دورې په بهیر کې (له میلاد څخه مخکې ۱۲۰۰-۵۴۰) د پام‌وړ توپیر درلود، که څه هم توراتي عبراني په خپلو لومړیو مرحلو کې په عمارنه لیکونو کې له اوګارتیکې ژبې او کنعاني ژبې سره چندان توپیر نه درلود.   [۱۰][۱۱]

عبراني ژبې له میلاد څخه مخکې د دویمې زریزې په وروستۍ نیمایي کې د اردن او مدیترانې بحیرې تر منځ د کنعان په نوم سیمه کې وده وکړه. د بني اسرائيلو قبيلو له میلاد څخه مخکې د لومړۍ ميلادي پېړۍ په پيل کې په کنعان کې يوه پاچاهي جوړه کړه چې وروسته د ځای ناستۍ پر سر د اختلاف له امله په شمال کې د اسرائيلو په واکمنۍ او په سویل کې د يهودا په واکمنۍ ووېشل شوه. [۱۲][۱۳]

د اسرائیلو واکمني له میلاد څخه مخکې په ۷۲۲ کال کې د اشوریانو په‌واسطه له‌منځه لاړه. د یهودا پاچاهي له میلاد څخه مخکې په ۵۸۶ کال کې د بابلیانو په‌واسطه فتحه شوه. لوړې طبقې د یهودي بندیانو په نوم بابل ته جلاوطنې شوې او د سلیمان معبد ویجاړ شو. وروسته ایرانیانو یهودا په ولایت بدله کړه او تبعیدي یهودیانو ته یې د بېرته راستنېدو او د معبد د رغولو اجازه ورکړه. د ګومارا (د یهودي فقهاوو اجتهادي لیکنه) په اساس د دغې دورې عبراني امپراتوري ارامي ته ورته وه؛ هانینا بارهاما وايي یهودیان خدای بابل ته لېږلي ځکه چې [بابلي ژبه] لشون هاکودش (سپېڅلې ژبې) ته ورته ده.    [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Barton, John, المحرر (2004) [2002]. The Biblical World. 2. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-35091-4. Interestingly, the term 'Hebrew' (ibrit) is not used of the language in the biblical text الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Harvcoltxt
  3. کينډۍ:Harvcoltxt
  4. کينډۍ:Bibleverse
  5. کينډۍ:Harvcoltxt
  6. کينډۍ:Bibleverse
  7. Josephus, Antiquities I, 1:2, etc.
  8. Mishnah Gittin 9:8, etc.
  9. Rainey 2008.
  10. کينډۍ:Harvcoltxt
  11. کينډۍ:Harvcoltxt
  12. کينډۍ:Harvcoltxt
  13. کينډۍ:Harvcoltxt
  14. کينډۍ:Harvcoltxt
  15. کينډۍ:Harvcoltxt
  16. Meir Holder, History of the Jewish People: From Yavneh to Pumbedisa, Mesorah, 1986, p. 115.
  17. Aramaic: the Yiddish of the Middle East
  18. Pesahim 87b