صليبي جگړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

صلیبي اورپکي ( Crusaders ) یا عيسوي جنگسارلارانو چې په منځنۍ پېړۍ کې په 1095 زېږيزکال لومړنۍ عقيدوي غير اخلاقي جگړه د فلسطين او منځيني ختيځ د مسلمانانو پر ضد پیل کړه. دغه اروپايي عيسوي اورپکي د عيسوي ملايانو د دستور په مطابق له اروپا څخه راوپارېدل او په فلسطین کې د مسلمانانو په ضد د صليب د ساتلو په موخه نهه جگړې پرله پسې وکړې. د انجیل په روایت په فلسطین کې د عیسی ( علیه السلام ) قبر پروت دی او د دې لپاره عيسوي ملايان او کاتولیک ډلې مشرانو غوښتل چې د فلسطین پلازمېنه بیت الحم چې اروپا کې ورته جيورسيلم وايي ونیسي. عيسوي ملا اوربن (پاپ اوربن) هم غوښتل په فلسطین کې د سپېڅلي هېواد تر نوم لاندې په منځيني ختيځ کې عيسايي مستعمره رامنځته کړي.

فلسطین[سمول]

په ۱۰۹۶ زېږيز کال لوی صليبي پوځ فلسطین ته ورسیده او په فلسطین کې يې په القدس کې پاچایي جوړه کړه. صلیبي اورپکو پوځيانو د مصر ، سوريې او لبنان شاوخوا سيمو باندې بريدونه وکړل. په دې وخت کې مصر د فاطمي دولت په لاس کې ؤ. خو فاطمي دولت مشرانو ونشوای کولای د صلیبي پوځيانو مخه ونيسي . په ۱۱۲۷ کال کې په سوریا او عراق کې د پاچا نورالدین لخوا قوی دولت تاسیس شو. پاچا نورالدین غوښتل د القدس پاچایی ته ماته ورکړی او مصر د عباس د خلافت لاس ته ور کړی. پاچا نورالدین یو قوماندان چې نوم یی صلاح الدین وو مصر ته ولیږل. صلاح الدین په مصر کې وزیر شو. په ۱۱۷۲ کال کی فاطمی دولت د صلاح الدین د دسیسو په مرسته خراب شو او صلاح الدین د مصر پاچا شو او مصر د عباس د خلافت لاس ته راوړ. د پاچا نورالدین تر وفات وروسته په ۱۱۷۴ کال کې صلاح الدین د نورالدین زوی مړ کړ.

جگړه[سمول]

صلاح الدین

په ۱۱۸۲ کال کې د صلیب مشر رینالد چاتیلون د عرب په تجارتی کاروانونو برید وکړ. په برید کې ټول سودگران وژل شول. ریتالد چاتیلون تر دغه برید وروسته په سره سمندر کې د عربانو پر تجارتی پیړیو برید وکړ او د مدینې په ښار کې یی بندرونه خراب کړل. تر دغه بریدونو وروسته صلاح الدین په قهر شو. په ۱۱۸۷ کال کې صلاح الدین لوی اردو راټول کړ او د القدس پر پاچایی برید وکړ. د صلاح الدین اردو د صلیب اردو ته ماته ورکړه او د القدس ښار د عباس خلیفې لاس ته راوړ. د القدس تر ونیولو وروسته ټول ښار د سرو گلونو د اوبو په مرسته پاک شو.

دریمه صلیبی جگړه[سمول]

په ۱۱۸۹ کال کې د انگریز پاچا ریچرد ۱ د صلیب قوماندان شو. د انگریز پاچا غوښتل القدس ونیسی. مگر تر دری کلو وروسته ریچرد ۱ مجبور شول صلاح الدین سره سوله وکړی