Jump to content

متوکل علی الله (عباسي خلیفه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
المتوکل
أبو الفضل جعفر المتوكل على الله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Samarra (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
مارچ ۰۸۲۲[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۱ ډيسمبر ۰۸۶۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Samarra (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
ژبې
دنده
Caliph (en) ژباړل[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

د مؤمنانو واکمن او د مسلمانانو خلیفه ابو الفضل جعفر المتوکل علی بن محمد المعتصم بن هارون الرشید بن محمد المهدی بن عبدالله المنصور العباسي الهاشمي القرشي ( 206 ه س_ 247 ه س/ 822 ز_861 ز) چي د متوکل علی الله په نوم پیژندل کیږي، د عباسي خلافت لسم واکمن او له 847 څخه تر 861 زیږدیز کال پوري د اسلامي نړۍ خلیفه وو.

متوکل علی الله د خپل تره مامون الرشید عباسي د خلافت پر مهال په فم الصلح سیمه وزېږېدی او د خپل ورور واثق بالله تر مړیني وروسته یې د عباسي واکمنۍ چاري په غاړه واخیستې. د نوموړي د واکمنۍ ساحه له افغانستان او مرکزي اسیا نیولې بیا تر شمالي افریقا پوري پراخه وه.

د واکمنۍ لاسته راوړلو وروسته متوکل علی الله د نورو عباسیانو په څېر له یوشمېر کورنیو او بهرنیو ناخوالو او انقلابونو سره مخ او د فاسدو چارواکو ترڅنګ یې په آذربایجان کي د محمد بن البوث انقلاب، په ارمنستان کي د پادشاهانو انقلاب او په جنوبي مصر کي د بیجا خلکو انقلاب واک او ځواک له کړکېچ سره مخ کړ. نوموړي همدارنګه هڅه وکړه چي د ترکي چارواکي ایتاخ خزاري په نیولو او د هغه د ملکیت په ضبطولو سره د ترکانو د نفوذ مخه هم ډپ کړي.

یوه بله فتنه چي د پورتني سیاسي کش مکش ترڅنګ یې په عباسي خلافت کي نفوذ کړی وو هغه د یو شمېر مذهبي اختلافاتو شتون وو چي له دیني پلوه یې د متوکل واک ته زیان رساوه خو د نورو په پرتله متوکل دغه پدیده ژر لمنځه یووړه او پاته توان یې د سیاسي او فوځي ځواک په زیاتولو باندي ولګاوه. د متوکل په واکمنۍ کي دده یوازینئ منفي عمل چي نوموړی یې له مسلمانانو سره په فاصله کي واچاوه هغه د اهل بیتو (دحضرت محمدﷺ کورنۍ) په وړاندي دده ناوړه چلند وو. متوکل په یاده کړنه کي له دومره افراط څخه کار واخیست چي په عراق کي یې د حسینؓ قبر ونړاوه او ددې ترڅنګ یې پر عیسایي وګړو باندي زیاتي مالیي او قیودات هم رامنځ ته کړه چي دې پیښي د مسلمانانو ترڅنګ د میشتو عیسایانو نفرت هم راوپاراوه.

پورتنۍ ټولي ګډوډۍ همداسي مخ پر زیاتېدو وې چي متوکل داځل تر هغه هم ستر ګواښ ته لاس واچاوه او د خپل نیکه هارون الرشید په څېر یې راتلونکې واکمني د زامنو ترمنځ په بېلابیلو سیمو باندي ووېشل، خو ددې کار پایله دا راووتل چي زامن یې له یوبل سره جګړې ته اړم او متوکل یې بیرته اړ ایستي چي خپل ځایناستۍ د منتصر په نامه زوی وټاکي. د منتصر ټاکني په عباسي خلافت کي سره ددې چي اختلافات تر یوې کچي پوري حل کړه خو په دربار کي د ترک توکمه چارواکو نفوذ د متوکل سیاسي پریکړي هر وخت ننګولې او نوموړی ددې لپاره چي ددوی له نفوذ څخه ځان وژغوري پرېکړه یې وکړه چي خپل پلازمینه د شام دمشق ته ولیږي.

د ترکانو مشران چي کله د متوکل په پرېکړه خبر سول په هغه شپه یې له زوی منتصر سره اړیکه ونیول او د یو پلان له مخي یې متوکل قتل او پر ځای یې منتصر واک ته ورساوه.

  1. ذکر کېدنه: برېتانيکا دائرة المعارف. Subject named as: al-Mutawakkil. Retrieved: ۸ مارچ ۲۰۲۲. ليکوال: Andrew Bell. اثر ژبه: British English. Publisher: Encyclopædia Britannica Inc..
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 121169863. ذکر کېدنه: Catalog of the German National Library. Retrieved: ۱۷ جولای ۲۰۲۱. اثر ژبه: جرمني ژبه.