Jump to content

د ارمنستان تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ارمنستان تاریخ، د ارمنستان جمهوریت په تاریخ پورې اړوند موضوعات، د ارمني وګړو، ارمني ژبه او هغه سیمې چې د تاریخ او جغرافیې له نظره ارمني ګڼل کېږي، تر پوښښ لاندې نیسي.    

ارمنستان د آرارات انجیلي غرونو په شاوخوا غرنۍ سیمه کې پروت دی. د هېواد اصلي ارمني نوم هایک (Hayk) ؤ، وروسته بیا هایستان (Hayastan) (په ارمني ژبه کې: Հայաստան) چې ژباړه یې 'د هایک خاوره' ده، د هایک او د پارسيي وروستاړي '-ستان' (خاوره) څخه اخیستل شوی. د هایک (د ارمنستان د افسانوي واکمن) تاریخي دښمن بېل یا بعل ( په اکدي ورته رېښه کې بېلو ) ؤ.[۱]

دغه هېواد ته د ارمنستان نوم د ګاونډیو هېوادونو له خوا ورکړل شو او په دودیز ډول د ارمناک یا آرام (د هایک د کړوسی او بل مشر چې د ارمني دود له مخې، د ټولو ارمنیانو نیکه دی) څخه اخیستل شوی. د برونز په زمانه کې، د هیتي سترواکي (د خپل ځواک په اوج کې)، میتاني (سویل لوېدیځ تاریخي ارمنستان) او هایاسا آزي ( ۱۶۰۰-۱۲۰۰ م.م) په ګډون، څو دولتونو د لوی ارمنستان په سیمه کې وغوړېدل. د هایاسا-آزي څخه لږ وروسته د نایري قبیلوي کنفدراسیون (۱۴۰۰-۱۰۰۰ م.م) او د اورارتو پاچهي (۶۰۰-۱۰۰۰ م.م ) وه چې په پرله پسې ډول یې د ارمنستان په غرنۍ خاوره کې خپلې واکمنۍ جوړې کړې. د پورته یاد شویو ملتونو او قبیلو هره یوه د ارمنیانو په قومي پیدایښت کې برخه واخیسته. له میلاد نه مخکې په ۷۸۲ کال کې د آرارات دښتې په لوېدیځ کې د پاچا لومړي ارگشتي  له خوا د اریبوني نظامي کلا په جوړولو سره، د ارمنستان اوسنۍ پلازمېنې، ایروان تاریخ له میلاد نه مخکې ۸ پېړۍ ته رسي. ایریبوني داسې یاد شوی " د یوه لوی اداري او مذهبي مرکز په بڼه ډیزاین شوي او یوه بشپړه شاهي پلازمېنه ده".[۲][۳][۴][۵][۶]

د اورارتو د اوسپنې د زمانې پاچهي (د آرارات لپاره آشوریان) په ځای د اورونتېد لړۍ ځایناستې شوه. د پارسي او ورپسې د مقدونیې واکمنۍ وروسته، د آرتاشس لړۍ له ۱۹۰ م.م. کال څخه د ارمنستان پاچهي رامنځته کړه او مخکې له دې چې د روم تر واکمنۍ لاندې راشي، د لوی تیګران تر واکمنۍ لاندې د خپل نفوذ اوج ته ورسېده.    [۷][۸][۹]

اشکاني ارمنستان، لومړنی خپلواک هېواد ؤ چې په ۳۰۱ کال کې یې مسیحیت د دولتي دین په توګه ومانه. ارمنیان وروسته د بیزانس، ساساني پارسي او اسلامي برلاسۍ تر لاس لاندې راغلل، خو د ارمنستان د باګراتوني لړۍ پاچهۍ سره یې خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه. په ۱۰۴۵ ز کال کې د پاچهۍ له سقوط او ورپسې په ۱۰۶۴ ز کال کې د سلجوقیانو له لوري د ارمنستان له فتح کېدو وروسته، ارمنیانو په کیلیکیه کې پاچهي تاسیس کړه، چې هلته یې خپلې واکمني ته تر ۱۳۷۵ ز کال پورې دوام وکړ.    [۱۰]

لوی ارمنستان، د شپاړسمې پېړۍ په پیل کې د صفوي پارسي تر واکمنۍ لاندې راغی. که څه هم د پېړیو په اوږدو کې لوېدیځ ارمنستان د عثماني واکمنۍ لاسته ولوېد، په داسې حال کې چې ختیځ ارمنستان د پارسي تر واکمنۍ لاندې پاتې شو. ختیځ ارمنستان په نولسمه پېړۍ کې روسیې فتح کړ او لوی ارمنستان د عثماني او روسي سترواکیو ترمنځ ووېشل شو.[۱۱][۱۲]

ارمنیان د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د ترکیې د عثماني دولت له لوري له خپلې نسل وژنې څخه وځورېدل، چې تر ۱،۵ مېلیونه پورې ارمنیان په کې ووژل شول او ډېر نور ارمنیان د سوریې او لبنان له لارې په ټوله نړۍ کې تیت شول. له هغه وخت وروسته د ارمنستان خاوره چې د ختیځ ارمنستان له زیاتې خاورې سره برابره وه، په ۱۹۱۸ ز کال کې د ارمنستان د لومړي جمهوریت په جوړېدو سره خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه او په ۱۹۹۱ ز کال کې د ارمنستان جمهوریت بنسټ کېښودل شو.[۱۳][۱۴][۱۵]

له تاریخ پخوا دوران

[سمول]

په ارمنستان کې د ۳۲۵۰۰۰ کلونو وړاندې ډبریز وسایل موندل شوي، چې په هغه وخت کې د لومړنیو انسانانو شتون څرګندوي. په ۱۹۶۰ ز کلونو کې کیندنو په ایروان ۱ غار کې د ۴۸۰۰۰ کلن زړو پاتې شونو او د ورته عمر د انسان د جمجمې د ټوټې او غاښ په ګډون، د لرغونو انسانانو د استوګنې شواهد وموندل. [۱۶]

د ارمنستان غرنۍ سیمې په نوي ډبریز دوران پورې د تړلي مېشت ځای نښې ښیې. په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ز کلنو کې د لرغون پېژندنې سروې ګانې په اریني -۱ غار کمپلیکس کې د نړۍ د لومړني پېژندل شوي چرمي بوټ (۳۵۰۰ م.م.)، د پروړې (وښو) لمن (۳۹۰۰م.م.) او د شراب جوړولو د الې (۴۰۰۰م.م.) د موندلو لامل شوې.[۱۷][۱۸][۱۹]

د هسک قفقاز مرکزي سیمې شولاوري-شومو کلتور په سیمه کې له تاریخ پخوا دوران یو له پخوانیو پېژندل شوو کلتورونو څخه دی، چې د کاربن نېټه يې شاوخوا ۶۰۰۰-۴۰۰۰ م.م. ټاکل شوې ده.   

د برونزو زمانه

[سمول]

په سیمه کې د برونز د زمانې لومړنی کلتور د کورا-آراکس کلتور دی، چې د شاوخوا ۴۰۰۰ او ۲۰۰۰ م.م. کلونو ترمنځ دوره کې ټاکل شوی. د دې کلتور په اړه لومړني شواهد د آرارات په دښته کې موندل کېږي. له هغه ځایه په ۳۰۰۰ م.م. کال کې ګرجستان ته وغځېد (خو هېڅکله کولکیس ته و نه رسېد) او لوېدیځ او سویل ختیځ کې تر ارومیې حوزې او تر وان جهيل لاندې سیمې ته پر مخ  لاړ.   

د تریالتي-وانادزور کلتور له ۲۲۰۰ م.م. څخه تر ۱۶۰۰م.م. کاله پورې په ارمنستان، سویلي ګرجستان او شمال ختیځه ترکیه کې وغوړېد. داسې ګمان کېږي چې یو هندي - اروپايي کلتور ؤ. ښايي نور اړوند کلتورونه د دې وخت په اوږدو کې د ارمنستان په غرنیو سیمو کې، یعنې په آراګاټ غرونو او د سیوان جهيل په سیمو کې خپاره شوي وي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د شلمې پېړۍ د لومړی دورې پوهانو څرګنده کړه چې: د "ارمنستان" نوم ښايي په لومړي ځل په یوه ډبرلیک کې ثبت شوی وي، چې په کې آرماني (یا آرمانوم) او اېبلا، چې د نارم سین (۲۳۰۰ م.م.)  له خوا له فتحه شوو خاورو څخه دي، یادې شوې چې د اوسني دیاربکر په سیمه کې د اکدي مستعمرې پر مټ پېژندل کېږي، که څه هم د آرماني او اېبلا دواړو دقیق ځایونه روښانه نه دي. یو شمېر عصري څېړونکو د آرماني (آرمي) ځای د عصري سمسات په عمومي ساحه کې په ګوته کړ او څرګنده کړې یې ده چې: د هندي-اروپایي ژبي لومړني خلک لږ تر لږه یوڅه په کې مېشت وو. نن ورځ، عصري آشوریان (چې په دودیز ډول په نوې-آرامي ژبه خبرې کوي، نه اکدي ژبه) ارمنیان د آرماني په نوم یادوي. دا شونې ده چې د ارمنستان نوم د آرمیني، اوراتويي څخه چې د "آرمه اوسیدونکي" یا "ارمني هېواد" په معنا ده، سرچینه اخیستې وي. په اوراتويي کتابونو کې آرم قبیله ښايي اورومویان وي، چې په ۱۲ م.م. پېړۍ کې یې د خپلو متحدینو مشکيانو او کاسکیانو سره له شمال څخه په آشور باندې د یرغل هڅه وکړه. اورومویان ظاهراً د ساسون په شاوخوا کې مېشت شول او د آرمې سیمو او د اورمې نږدې خاورې ته یې خپل نوم ورکړ. د مصر درېیم ثوتموس د خپلې واکمنۍ په ۳۳م  کال (۱۴۴۶ م.م. کال) کې د "ارمني" خلکو په نوم یاد کړي او ادعا یې وکړه چې د دوی په خاوره کې "جنت په څلورو ستنو ولاړ دی". ارمنستان احتمالاً د مانیا سره تړلی دی، چې ممکن د میني له سیمې سره چې په انجیل کې یې یادونه شوې، ورته وي، خو هغه څه چې دا ټول تصدیقونه ورته اشاره کوي، په باوري توګه نه شي مشخص کېدای او د "ارمنستان"  د نوم په اړه لومړنی باوري تصدیق ،د بیستون ډبرلیک (شاوخوا ۵۰۰ م.م.) څخه سرچینه اخلي.   [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د "هایستان" کلیمې تر ټولو پخوانی بڼه، د ارمنستان مستعار کورنی نوم، ممکن هایسا-آزي وي، هغه پاچهي چې د ارمنستان په غرنیو سیمو کې وه، چې له میلاد نه مخکې له ۱۵۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ز کال پورې په اړوند هیتي اسنادو کې ثبت شوی.  

د ارمنستان زیاته برخه له میلاد نه مخکې، د ۱۲۰۰ او ۸۰۰ کلنو تر منځ د قبیلو تر یوه کنفدراسیون لاندې چې آشوري سرچینو هغه نایري (په آشوري کې "د سیندونو خاوره") بلله، متحده وه.     [۳۴]

د اوسپنې دوره

[سمول]

د اورارتو سلطنت، چې د وان سلطنت په نوم هم یادیږي، د ارمنستان به لوړو سیمو کې د نهمې پیړۍ او ۵۸۵ مخکې له میلاد کلونو ترمنځ وده وکړه. د اورارتیني پاچاهۍ بنسټ ایښودونکی، ارامي، د ارمنستان د غرونو ټول سلطنتونه سره متحد کړل او ځان ته یي د «شاهنشاه» لقب ورکړ، چې د اوراتین پاچاهانو دودیز لقب دی. اورارتیانو په ټولو تارون او واسپوکان باندې خپل حاکمیت ټینګ کړ. د اورارتو اصلي سیال د نوي اشوري سترواکي وه. د لومړي سردوري (۸۳۴_۸۲۸ مخکې له میلاد) د واکمنۍ پر مهال، اورارتو یو پیاوړی او منظم دولت شو او په ګاونډیو قومونو یي مالیات وضع کړل. سردوري، توشپا (نننی وان) یي د اورارتو پلازمېنه کړه. د هغه زوی اشپوینیس د دولت سرحدونو په فتح کولو سره وغځول چې وروسته بیا د تایګرانوسیرتا په نوم پیژندل کېده او تر ارمیا ورسید. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د عصري دورې پیل

[سمول]

روسي ارمنستان

[سمول]

په ۱۸۲۸-۱۸۲۶ ز کلونو کې د روسیې اوپارسله جګړې وروسته، د تاریخي ارمنستان برخې چې (د ختیځ ارمنستان په نامه هم یادېږي) د پارس تر کنټرول لاندې وې، چې مرکز یې د یریوان او سیوان جهيل دی، په روسیه کې دپارسقاجار له تسلیمېدو وروسته، په ۸۲۸ز کال کې د ترکمنانو تړون پر بنسټ روسیې سره یوځای شول. د روسیې تر واکمنۍ لاندې، هغه سیمه چې د ننني ارمنستان سیمې سره ورته وه د «یریوان ولایت» په نوم یادیږي. د روسي سترواکۍ ارمنیانو د خپلو عثماني خپلوانو په پرتله په نسبي خوندیتوب کې ژوند کاوه، سربېره پر دې د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د تاتاریانو او کردانو سره نښتې تکرار شوې وې. که څه هم روسي ارمنیانو له پرمختللي روسي کلتور، اروپايي فکرونو او پراخو اقتصادي نوښتونو څخه ګټه پورته کړه، خو دوی هم د نورو ډیرو توکمیزو او مذهبي اقلیتونو په څېر مساوي تعلیمي او اداري فرصتونو رد کړل.[۳۹][۴۰]

د ارمنستان لومړی جمهوریت (۱۹۱۸-۱۹۲۰ز کلونه)

[سمول]

د څلورمې او نولسمې پیړۍ په اوږدو کې، د ارمنستان دودیزه سیمه د پارسیانو، شرقي رومیانو، عربانو، منګولیانو او ترکانو له خوا فتحه او حکومت یي پرې کاوه. د تاریخي ارمنستان ځینې برخې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پایله کې د دغو دوو سترواکیو له ړنګیدو وروسته د عثماني سترواکۍ او د روسیې له سترواکۍ څخه خپلواکي ترلاسه کړه.[۴۱]

خپلواک ارمنستان (۱۹۹۱ز کال - نن ورځ)

[سمول]

ارمنستان د ۱۹۹۰ ز کال د اګست په ۲۳ نېټه له شوروي اتحاد څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه. خپلواکي د ۱۹۹۱ ز کال د سپټمبر په ۲۱مه د ټولپوښتنې له لارې تایید شوه. سره له دې، د ۱۹۹۱ ز کال د ډسمبر په ۲۵ د شوروي اتحاد تر رسمي منحل کېدو پورې په پراخه کچه نه و پیژندل شوی. ارمنستان د یوه خپلواک دولت په توګه د خپلو لومړیو کلونو په اوږدو کې له ډیرو ننګونو سره مخامخ و. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ارمنستان ډېریو سازمانونو د مرستې په موخه دې هېواد ته راستانه شوو. له کاناډا څخه، د ځوانو زده کونکو او رضاکارانو یوه ډله د CYMA تر نامه لاندې-ارمنیا ته د کاناډا د ځوانانو ماموریت شعار سره د وارارات سیمې ته ورسیده، او دا د ځوانانو لومړنی سازمان شو چې په نوي خپلواک جمهوریت کې یي برخه واخیستله.[۴۲]

د سرګسیان صدارت(۲۰۰۸-۲۰۱۸ز کلونه)

[سمول]

سرژسرګسیان په هغه وخت کې د ارمنستان لومړی وزیر و او د ولسمشر کوچاریان ملاتړ یي درلوده، د ۲۰۰۸ ز کال د فبرورۍ په ټاکنو کې د ارمنستان د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره تر ټولو ځواکمن نوماند بلل کېده. تیر پیتروسیان په رسمي ډول د ۲۰۰۸ ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله نوماندي د ۲۰۰۷ ز کال د اکټوبر په ۲۶ په یروان کې اعلان کړه. هغه د کوچاریان حکومت په پراخ فساد تورن کړ چې په تیرو پنځو کلونو کې یې د «لږ تر لږه درې څخه تر څلور میلیارده ډالرو» غلا کړې وه. هغه د پیاوړې اقتصادي ودې په اړه د حکومت په ادعاوو نیوکه وکړه او استدلال یې وکړ چې کوچاریان او د هغه لومړی وزیر سرژ سرګسیان د ناګورنو قره باغ د ستونزې د حل لپاره دده هغه حل لاره ومنله چې لس کاله مخکې یي هغه وړاندیز کړې وه.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

لومړی وزیر نیکول پاشینیان (۲۰۱۸ز کال)

[سمول]

د ۲۰۱۸ ز کال په مارچ میاشت کې د ارمنستان پارلمان، ارمن سرکیسیان د ارمنستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکه د ولسمشر د واک  کمولو لپاره د اساسي قانون اختلافي اصلاحات پلي شول، په داسې حال کې چې د لومړي وزیر واک پیاوړی شوی و. د ۲۰۱۸ ز کال په مې میاشت کې د اپوزیسیون مشر نیکول پاشینیان د پارلمان له خوا د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو. د هغه مخکیني مشر سرژ سرګسیان دوه اونۍ وړاندې د حکومت ضد پراخو مظاهرو وروسته استعفا وکړه.[۴۷][۴۸]

د ۲۰۲۰ ز کال د سپتمبر په ۲۷ مه د ناګورنو- قره باغ د ناحل شوې شخړې له امله په بشپړه توګه جګړه پیل شوه. د ارمنستان او اذربایجان دواړو وسله والو ځواکونو د پوځي او ملکي تلفاتو خبر ورکړ. د نومبر په لسمه د اوربند تړون لاسلیک شو، چې په ترڅ کې یې د ناګورنو- قره باغ شاوخوا نیول شوې سیمې بېرته اذربایجان ته وسپارل شوې.[۴۹][۵۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Kurkjian, Vahan (1968). "The Beginnings of Armenia Chapter VIII". History of Armenia. Michigan: uchicago.edu. نه اخيستل شوی 10 December 2015.[مړه لينکونه]
  2. Kurkjian, Vahan (196). History of Armenia. Michigan.
  3. Kurkjian, Vahan (196). History of Armenia. Michigan.
  4. Armenian Soviet Encyclopedia, v. 12, Yerevan 1987; Artak Movsisyan "Sacred Highland: Armenia in the spiritual conception of the Near East", Yerevan, 2000.
  5. Katsenelinboĭgen, Aron (1990). The Soviet Union: Empire, Nation and Systems. New Brunswick: Transaction Publishers. p. 143. ISBN 0-88738-332-7.
  6. R.D. Barnett (1982). "Urartu". In John Boardman; I.E.S. Edwards; N.G.L. Hammond; E. Sollberger (eds.). The Cambridge Ancient History, Vol. 3, Part 1: The Prehistory of the Balkans, the Aegean World, Tenth to Eighth Centuries BC (2nd ed.). Cambridge University Press. p. 346. ISBN 978-0521224963.
  7. Toumanoff, Cyril (1963). Studies in Christian Caucasian history. Washington D.C.: Georgetown University Press. pp. 278ff.
  8. Tiratsyan, Gevorg. «Երվանդունիներ» (Yerevanduniner). Armenian Soviet Encyclopedia. vol. iii. Yerevan: Armenian Academy of Sciences, 1977, p. 640. کينډۍ:In lang
  9. Hovannisian, Richard G. (2004). The Armenian People From Ancient to Modern Times, Volume I: The Dynastic Periods: From Antiquity to the Fourteenth Century. Palgrave Macmillan. p. 49. ISBN 1-4039-6421-1.
  10. "Landmarks in Armenian history". Internet Archive. نه اخيستل شوی 22 June 2010. "1080 A.D. Rhupen, cousin of the Bagratonian kings, sets up on Mount Taurus (overlooking the Mediterranean Sea) the kingdom of New Armenia which lasts 300 years."
  11. Eastern Europe, Russia and Central Asia 2003. ISBN 9781857431377. نه اخيستل شوی 26 December 2014.
  12. Peimani, Hooman (2009). Conflict and Security in Central Asia and the Caucasus. ISBN 9781598840544. نه اخيستل شوی 26 December 2014.
  13. "Armenia: President Sworn in Amid Protests". The New York Times. 10 April 2003. نه اخيستل شوی 23 May 2009.
  14. "Constitutional court stirs Armenian political controversy". Eurasianet.org. 23 April 2003. نه اخيستل شوی 23 May 2009.
  15. Croissant, Michael P. (1998). The Armenia-Azerbaijan Conflict: Causes and Implications. London: Praeger. ISBN 978-0-275-96241-8.
  16. "Stone Tool Discovery in Armenia Gives Insight into Human Innovation 325,000 Years Ago". sci-news.com.
  17. "The first leather shoe". CNN. Archived from the original on 26 September 2010. نه اخيستل شوی 15 November 2007.
  18. "5,900-year-old women's skirt discovered in Armenian cave". News Armenia. 13 September 2011. Archived from the original on 10 October 2017. نه اخيستل شوی 14 September 2011.
  19. "The first wine-making facility in Armenia". National Geographic. نه اخيستل شوی 15 November 2007.
  20. Joan Aruz, Sarah B. Graff, Yelena Rakic, Cultures in Contact: From Mesopotamia to the Mediterranean in the Second Millennium B.C. The Metropolitan Museum of art symposia. Metropolitan Museum of Art, 2013 ISBN 1588394751 pp. 12-24
  21. Aynur Özifirat (2008), The Highland Plateau of Eastern Anatolia in the Second Millennium BC: Middle/Late Bronze Ages pp.103–106
  22. John A. C. Greppin and I. M. Diakonoff, Some Effects of the Hurro-Urartian People and Their Languages upon the Earliest Armenians Journal of the American Oriental Society Vol. 111, No. 4 (Oct. – Dec. 1991), pp. 721 [۱]
  23. Joan Aruz, Kim Benzel, Jean M. Evans, Beyond Babylon: Art, Trade, and Diplomacy in the Second Millennium B.C. Metropolitan Museum of Art (New York, N.Y.)[۲] (2008) pp. 92
  24. Kossian, Aram V. (1997), The Mushki Problem Reconsidered pp. 254
  25. Daniel T. Potts A Companion to the Archaeology of the Ancient Near East. Volume 94 of Blackwell Companions to the Ancient World. John Wiley & Sons, 2012 ISBN 1405189886 p. 681
  26. Simonyan, Hakob Y. (2012). "New Discoveries at Verin Naver, Armenia". Backdirt. The Cotsen Institute of Archaeology at UCLA (The Puzzle of the Mayan Calendar): 110–113.
  27. Martirosyan, Hrach (2014). "Origins and Historical Development of the Armenian Language" (PDF). Leiden University: 1–23. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  28. Archi, Alfonso (2016). "Egypt or Iran in the Ebla Texts?". Orientalia. 85: 3.
  29. Kroonen, Guus; Gojko Barjamovic; Michaël Peyrot (9 May 2018). "Linguistic supplement to Damgaard et al. 2018: Early Indo-European languages, Anatolian, Tocharian and Indo-Iranian": 3. doi:10.5281/zenodo.1240524. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  30. Martiros Kavoukjian, "The Genesis of Armenian People", Montreal, 1982.
  31. Armen Petrosyan. The Indo-European and Ancient Near Eastern Sources of the Armenian Epic. Journal of Indo-European Studies. Institute for the Study of Man. 2002. p. 184. [۳]
  32. Armen Petrosyan. The Indo-European and Ancient Near Eastern Sources of the Armenian Epic. Journal of Indo-European Studies. Institute for the Study of Man. 2002. pp. 166-167. [۴]
  33. International Standard Bible Encyclopedia, 1915 [۵] Archived 21 February 2012 at the Wayback Machine.; Eric H. Cline and David O'Connor (eds.) Thutmose III, University of Michigan, 2006; ISBN 978-0-472-11467-2.
  34. "The Longest Rivers in Armenia".
  35. "Urartu/Armenia". Archived from the original on 3 May 2015. نه اخيستل شوی 6 February 2007.
  36. "Ancient Near East Chronology". Archived from the original on 19 February 2007. نه اخيستل شوی 6 February 2007.
  37. "Transanatolie – Kings of Urartu". نه اخيستل شوی 6 February 2007.
  38. "ArcImaging (Archeological Imaging Research Consortium)". نه اخيستل شوی 6 February 2007.
  39. Dowling, Timothy C. (2 December 2014). Russia at War: From the Mongol Conquest to Afghanistan, Chechnya, and Beyond ... ISBN 9781598849486. نه اخيستل شوی 22 December 2014.
  40. Hovannisian, Richard G (1971). "Russian Armenia. A Century of Tsarist Rule". Jahrbücher für Geschichte Osteuropas. 19 (1): 31–48. JSTOR 41044266 – via JSTOR.
  41. Artin H. Arslanian and Robert L. Nichols (1979). "Nationalism and the Russian Civil War: The Case of Volunteer Army-Armenian Relations, 1918-20". Soviet Studies. 31 (4): 559–573. doi:10.1080/09668137908411267. JSTOR 150918 – via JSTOR.
  42. ARMENIAN DECLARATION OF INDEPENDENCE
  43. The Constitution of the Republic of Armenia (27 November 2005), Chapter 3: The President of the Republic, Article 50 Archived 15 October 2008 at the Wayback Machine., president.am; accessed 10 December 2015.
  44. Helix Consulting LLC. "ROBERT KOCHARYAN TO SUPPORT SERZH SARGSYAN". panorama.am. نه اخيستل شوی 10 December 2015.
  45. Payqar newspaper Archived 10 March 2008 at the Wayback Machine.; accessed 10 December 2015.
  46. Emil Danielian and Liz Fuller, "Armenian Ex-President Confirms Comeback Plans", Radio Free Europe/Radio Liberty, 1 November 2007.
  47. "Pashinyan elected as Armenia's new prime minister".
  48. "Armenia: Armen Sarkissian elected into new, less powerful presidential role | DW | 02.03.2018". Deutsche Welle.
  49. "Fighting over Nagorno-Karabakh goes on despite US mediation". Associated Press. 24 October 2020.
  50. Rival Rallies In Yerevan As Armenia Reels From Nagorno-Karabakh Truce (په انګليسي), نه اخيستل شوی 2020-11-21